32

د افغانستان یو څو ادبی او علمی کورنۍ

آسمانی نغمی او لاهوتی سرودونه

لکه د اسلامی عربی خلافت عباسی، سیاسی بنیاد چې د خراسانيانو په لاس ايښودل سویدی دغسې هم په عباسی دوره کی تر ۱۳۰ هـ وروسته د خراسان خلکو د اسلامی دنیا په علمی غورځنگ کی دونی لویه برخه اخېستې ده، چی حتی د ځینو اسلامی عقلی او نقلی علومو اصلی راویان او بانیان هم دغه د خراسان خلک دي. 

د اسلام د راتگ په وخت یعنی په لومړۍ پېړۍ کی د دې ځای خلکو په خپل منځ کی قدیم علمی او فرهنگی میراثونه درلودل مثلاً رتبیل د زابل یوه پاچا د هارون حضورته د خپل دربار یو منجم ليږلی و او د البیرونی په قول او گره بوت نومی عالم د کابلشاه انند پا له په دربار کی ؤ چی د شکهت پرت په نامه ئې يو د نجومو کتاب کښلی و. 

خراسان ډېري غټی کتابخانې هم لرلې او داسی وايي چی د مرو ــ او نشاپور کتابخانې داسی مشهورې وې چی له ليرې به خلک مطالعې ته ورته راتلل او دغه کتابخانې تر اسلام د مخه زمانې څخه پاته وې، وایی چی عتابی عربی شاعر درې واره خراسان ته د دې لپاره راغلی ؤ چی دلته نادر کتابونه وگوري او چي عتابي دغه نادرې ذخیرې وليدې نو ئې وويل:

عربی ژبه خو یوه تکړه ژبه ده مگر معانی خو ډېر د عجمو په کتابو کی دي دا روایات ښکاره کوي چی دلته زموږ په وطن کی یو علمی ښه ذهنیت موجود و. او کله چی اسلام راغی نو د خراسان خلک هم علمی حرکت ته تیار وو او د اسلامی علومو په روزنه کې يې ډېر ډېر کارونه کړي دي چی زه يې يو څو علمی کورنۍ در پیژنم:


آل شاکر:

موسی د شاکر زوی د خراسان له خلکو څخه و چی په ځوانی کی یو لښکری او دلاو رسړى ؤ ده هندسه زده کړه او په دې علم کی خورا ماهر سو د ده دری زامن په بنی شاکر مشهور او نومونه ئې محمد ـ احمد ـ حسن وو چی د مامون عباسی خلیفه په بیت الحکمه کی تربیه سول. 

لومړی زوی ابو جعفر محمد چی په ۰۹ ۲هـ کال مړ دی په هندسه او نجوم او اقليدس او المجسطی کی لوی استاد ؤ او دغه درې سره وروڼه داسی پوهان وو چی تل به ئې د علم او عالمانو پر ورښت کاوه او په دې لاره کی به ئې ډېری پیسې خرڅولې چی په یوه میاشت کې به تر۵۰۰ دیناره رسيدې دوی په هندسه او علم حيل او حرکاتو او موسیقی او نجوم او رياضي کی ډېر کتابونه تالیف کړل او احمد په علم حیل کی دونې استادو چی هیچا سیالۍ نسوای ورسره کولای او هابل دریم ورور حسن په هندسه کی وتلی و، او ډېرې مسئلې ئې پکی کشف کړې وې لکه دا چی زاويه ئې پر درو مساوي برخو وېشله يا به ئې دوه خطونه په دوو متوالی خطونو کی کښل چی په دغه وسيله به ئې نور مسايل حل کول.

د آل شاکر له مولفاتو څخه ابن ندیم پنځلس کتابونه د ریاضی او هندسې په مختلفو فروعو کی ذکر کړي دي د گوستاو لوبون په قول: مامون خليفه محمد بن موسى ته امر ورکړ چی یو ساده او عام فهمه کتاب په جبر و مقابله کي ولیکی نو دوی لومړی پلا جبرو مقابله په هندسه کی استعمال کړه. او د کروي مثلثاتو د حل کولو لپاره ئې داسی اشکال تیار کړل چی تر اوسه لاهم معمول دی. هم دوی د سیاراتو تقویمو نه ترتیب او د بغداد عرض البلد ئي داسی وټاکه چی له اوسنی عرضه سره ئې فقط لس ثانيې فرق سته. او دغو درو         وروڼو په میکانیک یعنی علم حیل کی دونی شهرت و مون دچی خلکو به دغه علم د بني موسى حيل باله او د واتیکان په مکتبه کی یوه خطی نسخه سته چی نوم ئې داسی پر کښلی دی:

«کتاب الحیل بنی موسی بن شاکر منجم ». 

د فوات الوفيات د مؤلف په قول آلشاکر د اسلامی خلافت په مرکز بغداد کی دوهمه رصدخانه د بغداد له پله سره جوړه کړه او هلته د ستورو په لیدنه کتنه بوخت سول او د لمر او سپوږمۍ د حرکاتو حسابونه ئې استخراج کرل.

 

آل اماجور: 

بله علمی کورنۍ د جوزجان له آل فريغون څخه وه چی پلار ئې اماجور د هرات او سېدونکی و. د ده زوی ابو القاسم عبدالله بن اماجور هروي پخپل عصر کی لوی عالم او د گټورو تاليفاتو خاوند دی چی اکثر زيجونه ئې ابن ندیم او القضطی ذکر کړی دی، دی د ۲۰۰هـ  په شاو خواکی ژوندی و د ده زوی ابو الحسن علی هم ترویتی (منجم ) او دار صاد عالم و او ډېر تاء ليفات لري چی د۳۰۰هـ کال په حدودو کې یې علمی پلټنی او کتنی کولې، او ده د بطليموس د قول پر خلاف دا ثابته کړه چی د میاشتی فاصله له لمر ه څخه کميږي او دا يوه نوې نظر یه وه چی د میاشتی په حرکاتو کی پیداسوه. 

علی بن عبدالله اماجو ر په ٣٠۶هـ د صفر او لومړۍ خ ر په مياشتو کې د مشتري د رجعت رصدو کړ د مشتري ـ مريخ ـ قمر رصدونه ئې وکښل او دا ئې کشف کړه چی د لمر عرض پر يوه حال نه پاتېږي.

د ابن آدمی په قول دغه علی دېرش کاله په فلکی تحقیقاتو بوخت وو. د سیاراتو د طول او عرض اختلافات ئې ضبط کړل او د قمر په طول کې يې شپارس دقیقې درصد او حساب فرق راو یوست وایی چی د قمر، کت اهتنزازی حرکت هم ده په غور مطالعه کړ مگر کاملا ئې حل نکړای سو د دې علمی مشهوری هراتی کورنۍ لومړی پلار عبد الله، دغه کتابونه تالیف کړي وو چی اکثرئې د نجوم او فلکیاتو دی لکه: زيج خالص ـ زادالمسافرـ زیج مزنرـ زیج بديع - زيج السند  هند ـ زيج ممرات ـ  زيج المريخ او نور...


د خالد مروزی کورنۍ:

بله مشهوره علمی کورنۍ ده چی خالد بن عبدالملک د مرو رود وو. دا هغه مځکه ده چی اوس د هرات او ميمنې تر منځ د مرغاب وادی گڼله کېږی. پخوا په دغه سیمه کی ډېر ښارونه او آبادۍ وې او په اسلامی تاریخ کی ډېر د مرو رود خلک مشهوردي.

خالد په اسلامی دنیاړکی مشهور راصدو، چی د ۲۰۰هـ کال په شاوخوا کی ژوندی و او کله چی په ۲۱۴هـ مامون عباسی خلیفه د نجومو پوهان سره راټول کړل او دوی ئې درصدي آلاتو په جوړولو او د ستورو په ارصاد د بغداد په شماسیه او د دمشق په جبل قیسون کی وگمارل په دغو پوهانو کی یو خالد مروزی هم و؛ چی یو زيج ئې ترتیب کړ او دغه ماموني رصد په عالم اسلام کې لومړی رصد دی چی یو خراسانی عالم هم پکی شامل ؤ د خالد د وفات تاريخ ندی معلوم مگر د مامون تر مرگه ۲۱۸هـ پوری لا ژوندی و.

په دغه رصدکی دمځکی  دکری د دو راوږدوالی په اسلامی دنیا کی لومړۍ پلاو ټاکل سو دوی د هرې جغرافی درجې طول ۵۶ ميله وگاڼه او په دې حساب ئې د کرې ټول محيط و ٢۵٠۰۹ ميله حساب کړ چی د اوسنی علمی تحقیق سره (۱۵۱) میله تفاوت لري او دا په اسلامی علمی دنیا کی یو لوی تحقیق گڼل سوى دى ځکه چی د پخوانو حکيمانو او منجمانو ټاکنه له اوسنی تحقیق سره ډېر تفاوت لري دغه خالد یو زوی هم د محمد په نامه درلود چی د اخبار الحکماء د مؤلف په قول د خپل عصر لوی ترویتی و او د ستورو په يون ښه پوهېده. 

د محمد زوی عمر نومېده چی دی هم د خپل عصر مشهور منجم و او د خپل نيکه خالد په ډول ئې یو لنډ زيج ليکلی دی، دی پخپله هم لوی اسمان پلټونکی او د رصد خاوند و يو کتاب ئې د تعديل ا لکواکب او بل ئې د صناعة الاصطرلاب المسطح په نامه کښلی دی. 

له دغی لوړی څېړنی څخه تا سی ته دا په ښه ډول ښکار بری، چی په خراسان کی د اسلامی دوری دعقلی علومو پرورښت په ښه ډول سوی دی، او اکثر مشهور پوهان او حکیمان او څېړونکی ئې د خراسان خلک وو، چې زه دلته د يو څو نوميالو پوهانو نومونه اخلم:

میشی خراسانی د مرو و چی عربو ما شاءالله باله ۲۵ تاليفونه په فلکیاتو کی لری ربن د مرو لوی معلم او د علمی کتابو مترجم و چی په ۲۴۷ هـ وفات سوى دى ابو معشر د بلخ لوی منجم چی اوس یې هم دوولس. کتابونه موجود دي. 

حبش حاسب هم د مرو رود و په ۲۲۰هـ کال مړ سو ډېر د ریاضی ارټ او نجومو کتابو نه لري.

جابر خراسانی د ۲۳۲ کتابو مؤلف و دی د کاسټک سودا کاشف دی او گوستاولوبون يې تر لا وازیه د مخه د کیمیا مؤسس گنی.

ابو العباس هم د خراسان د سرخس و ۲۳ علمی تالیفونه ئی معلوم دی. د ریاضی او منطق موسیقی او طب او فلکیاتو استاد و.

داڅوتنه ما د مثال په توگه ذکر کړل که نه وی په عقلی او نقلی علومو کې دخراسان ډېر داسی استادان لرو، چی د بعضو علومو مؤسسان هم بلل کېږي.