ثاقب د (تاریخ افاغنه) لیکوال
د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین
مؤلف يي محمد شهاب الدین خان ثاقب دی، چي د ۱۹۰۰م په شاوخوا کي د هند له پښتني کورنیو څخه یو لیکوال و او دا کتاب يې په دوه ټوکه کي په اردو ژبه د لاهور په حمیدیه پريس کي په ۱۳۲۳ ق کال چاپ کی. لومړی ټوک _ ۱۲۴ مخه، دوهم ټوک _ ۲۱۴ مخه.
دغه کتاب هم د افغانانو د اسرائليت عنعنوي داستانونه لري خو ډيري داسي خبري هم پکښي سته چي تاريخي اړخ يې ټينگ ښکاري او د افغانانو د اولياوو احوال يې د نعمت الله له مخزن افغاني څخه را اخیستي دي.