32

نقاد خوشحال خان

د خوشحال خان خټک مرغلری

نقد د ادب يو مهم ټوك دى د نوي دنيا په اصطلاح ادب بې له نقده هیچ قیمت نه لري، بلكي مؤثر او گټه زیږوونکی ادب هغه دی چي د نقد په ګېنه شكلي وي. پوهان وایی چی ادباء او شعراء په خپلو ادبياتو او نارو او غلبلو سره ملتونه ويښوي حال بي وراروي او د لوړتيا پر خوا يې بيايي رشتيا هم دا ده ځکه تر هغو چي یو اولس پخپله کښته والي پوه نه سي او خپل عيوب او ګوډي


وراني ورښکاره نه سي تر هغو په اصلاح کی بری نه سي ميندلای ځکه نو نقد په ادب کي هم هغه موقع لري لکه په اجتماع كي چي يې میندلی دی. په دې باره کي د لويانو او تېرو مېړو څخه ډېر اقوال او د ګني يكي ويناوي سنه قولو الحق و لو على انفسكم نبوي حديث شریف دی چی دغه اساس ته نو په نوي ژبه ادبي شجاعت وايي خوشحال خان خو په نقد کي زیږه او قوي ژبه لري خاص بیا د پښتنو معایب او خني بد خویونه په غندنه سره يادوي او هر ځاى زيار كاږي چي دوی پخپلو عيبونو وپوهوي او د اصلاح خواته يې راولي د ده د نقد ژبه ډېره تېره ده. پخپله وايي :-


ځما ژبه نه ده اور ده

گزارونه د توپك كا

خوشحال خان لکه د توري میړه چي دی قلم يې هم په نقد کي د توري کار ورکوي، د توريالي قلم ښايي چي دغسي وي:

آفرین دي پر ویلو سه خوشحاله

چي د توري رژول کړي په قلم کي


خوشحال خان هر کله د پښتنو پر تبر عظمت چي د آسيا د يوي لويي برخي شاهنشاهان وه، افسوس کوي او هغه په خورا حسرت یادوي، قوم ويښوي او د دوی د زاړه عظمت پر تحصیل ګماري :-


که رشتیا وایم شیرشاه دا هسي نه و

لکه موږ یو نه پیدا له كوهستانه

پښتانه چي بې ننگي كا څوک يې څه کا

گورستان لره به درومو له آرمانه

د خټکو د نفاق له ناپوهيه

یا چی غم لرم له خپله خاندانه

چانه وایم که به کنم که هونبره ندی

چی تمام سي له مذك وره له بيانه


په نورو ځايو کي هم پر خپل قوم سخت تنقيدونه کوي، لکه : په ۱۹۸، ۲۵۱۰۲۷۲۰۳۸۵۰۳۹۳، ۷۲۷ مخو کي