اسکندر په هند کښی
له اورنوس نه راگرځيدل: د اورنوس له تسخیر نه وروسته اسکندر یو قهقرائی مارش غوره کړ یعنی د دوهم ځل د پاره د اندوس د سين په غاړه د اساکینو ئی منطقی ته داخل شو ځکه چه دوی په «اورنوس» کښی د اسکندر د مصروفيت په وخت کښی د مخالفت توغ او بیرغ پورته کړی ؤ لکه چه مخکښې مو هم وليدل «ماسا گاه» د اساکینو ئى له لويو ښارونو څخه ؤ په دی وخت کښې اسکندر د دیرتا (Dyrta) د وگړو خواته روان شو چه ولسن هغه د (دیهر) (Dyar) په نامه یادوی او وائی چه په زیاته اندازه دغه ښار له اندوس نه لیری دی وروسته له دی چه اسکندر د اساکینی زمامدارانو فیلان په هغو ځنگلونو کښی ونیول چه دریاب ته نژدی وو ددغه بنار خواوشا ئی پری نښودل او وروسته بیا د هغه پل خوا ته روان شو چه افسرانو ئی د (پش کلاوانی) د اشغال په وخت کښی جوړ کړی ؤ.
د نیسا ښار: وائى چه اسکندر د خپلی لیاری په سر د نوموړی پل په طرف د دغه ولایت هغه منطقی ته داخل شو چه د اندوس د سیند اود «کوفن» د رود په منځ کښی واقع وه او اوس ورته د «چملی» Chumla ولایت وائی او د نيسا Nysa یا نسا Nyssa د ښار په نوم موسوم ؤ چه باکوس Bacchass د شرابو آلی او د هند فاتح بنا کړی ؤ. په دی ښار کښی وه چه اکوفیس Acuphis د نيسائيانو رئيس د میروس Mantmeros غره ته نزدی د اسکندر سره خبری اتری (مذاکره) وکړی او له هغه نه ئی وغوښتل چه د بسکوس په خاطر د هغوی آزادی محترمه وگڼی. اسکندر ورسره ومنله او له یوی دستی پلیو او سورو عسکرو سره د میروس په څوکه وخوت. یونانیانو په دی ځای کښی د پيچک په غاړکيو ځانونه جړاو او ښائسته کړی او له هغونه ئی تاجونه هم جوړ کړی او پسر کړی وو.
پيچک د دی منطقی یوه مخصوصه گیاه ده چه بل چیرته نه پیدا کیږی. له دی کبله د نیسا ښار باید د اندوس د سیند په غرب کښې په اټک باندى واقع یا دا چه له هغه څخه دی لیری نه وی.
له اندوس نه تیریدل تکسيلاته رسیدل: اسکندر وروسته له دی د اندوس د سیند خواته روان شو او د چملی او نو شهری له لاری له هغو فوځونو سره يو ځای شو چه د هفستیون او پردیکاس تر مشرۍ او قیادت لاندى وو. اسکندر دوی (او هند) Ohind ته نزدی وموندل چه د ده له هدایت سره سم ئی په سین باندی د عسکرو د تيریدلو دپاره پل تړلی ؤ اسکندر له خپلو ټولو قواو سره په پل پوريووت او د تکسیلا Taxila ولایت ته داخل شو. د تکشا سیلا Takshasila ښار نژدی لس میله دنننی راول پنډۍ شمال غربی خواته (له میلاد نه پخوا په څلورمه پیړۍ کښې) پروت ؤ.
دا ښار له پخوا زمانو څخه د هند په ښارونو کښی یو لوی علمی مرکز ؤ په ۳۲۷ ق. م کال کښی مرکز داسی ځای شو چه د هغه ټول قلمرو د سند درود او د هغه د معاون جيلم (د پخوانی ويستا ستا Vitasta او يونانی هيدا سپس Hydaspas په منځ کښی واقع ؤ. دنننۍ راول پنډۍ په شان تکشاسیلا د هند لویه دروازه د شمال غرب له خوا څخه ساتله، دا ښار ړومبنی لوی ښار دی چه په هغه کښى سودا گر خلک د کابل له سيمی څخه راتلل د اټک په څنگ کښې به له اندوس څخه تيريدل او له سيند نه د دریو ورځو سفر نه وروسته به هغه ځای ته رسیدل.
د هغه ځای حکمران د پنجاب د پادشاهانو په منځکښی داسی یو سړی ؤ چه د افغانستان د لوړ فلات څخه د خطر د راتگ او د هغو پیښو څخه چه د دغو د لوړو غرو د دیوالونو په منځکښی پښېدی جزؤ.
د اندوس له سیند نه د اسکندر تيريدل د ٣٢۶ ق، م کال د فروری په میاشت کښی وشوه هغه ځای چه هلته ئی سردارانو پل تړلي ؤ له اوسنى اټک او يا اوسنى اټک ته کوم نژدی ځایو مخکښی مو هم یاده کړه چه د اسکندر د یرغل په موده کښی آمبهی Ambhi ټولواک ؤ چه یونانیانو هغه د اومفيس Omphis یا د ده د ولایت تکسیل په نوم یاداوه. نوموړی له یوی خوا د پاروس له قوی سلطنت او له بلی خوا د آبهی ساره له آریائیانو سره په جنگ بوخت ؤ.
آمبهی تیکائبا ته راغی له اسکندرنه ئى کومک وغوښت او هغه ته ئى تشویق ورکړ چه هندوستان ته لاړ شی په دی وخت آمبهی په «اوند» کښی پخپله له تکسيلا نه د خپلو عسکرو لارښوونه کوله څو چه دوی د هغی وعدی په اثر چه له اسکندر سره ئی کړی وه هغه ته وسپاری. اسکندر د هغه ملگرتیا په خوښۍ ومنله او پنځه زره جنگالیان ئی چه د آمبهی د پاروس په جنگ کښی ور تقدیم کړی وه ومنل او د هغه بلنی ئی ومنلی د دی دومره مرستو په مقابل کښی ئی د دوهم ځل دپاره بیا آمبهی د هغه په ځای مقرر کړ. آمبهی چه د تکسیلا پادشاه بلل کیده په دی صورت په تکسیلا کښې د اسکندر خلیفه وگرځيده.
اسکندر او پوروس: اسکندر د تکسیلا له ولایت نه د هيد اسپس د سیند برنۍ برخی نه روان شو. د هند په راجه گانو کښې هغه راجه چه د یونانیانو سره ئی جگړه شروع کړه هغه پوروس د بنجاب راجه ، چه په هغه موده کښی ئی لوی سلطنت درلود نوموړی غوښتل چه گاونیو ولايتونو ته هم خپل نفوذ اوږد کړی او هغه هم لاس ته راولی. له دی کبله آمبهی پادشاه د هغه سره مخالفت پیدا کړ او په آخر کښی ئی چه په ځان کښی توان ونه ليدنو اسکندر ته ئی پناه وروره. اسکندر د ٣٢۶ ق.م کال د می په میاشت کښی د جهلم د دریاب غارونه ورسید او د جولائی په میاشت کښی ئی له پوروس سره په جنگ پیل وکړ اسکندر د باران په وخت کښی په ډبر پټ صورت سره له دریاب نه پور ېووت، د پوروس ځوى خبر شو وئی غوښتل چه به دوه زره لښکر ئی مخه ونیسی خو ووژل شو، په دې وخت کښی پوروس مرستی ته راورسید جنگ وشو خو وروسته مقدونیان بریالی (غالب) شول. پخپله پوروس د اسکندر په لاس ورغی بندی شو وائی چه هر کله ئی له ده نه پوښتنه وکړه چه له تا سره څنگه رفتار وکړم هغه ورته وویل څنگه چه له پادشاهانو سره ور او مناسب وی اسکندر هغه ته خپل ممالک بیرته ورکړل او دی ئی د خپلو دوستانو په ډله کښی وباله.
د اسکندر بیرته گرځیدل
د بیرته گرځیدو خبرتیا – د اسکندر بیرته گرځیدل: پس له دى اسکندر تر ستلج پوری مخکښې لاړ او په دی وخت کښې ئی په هغو خلکو قتل عام شروع کړ چه له ده سره ئی جنگ جگړه کوله لکه چه د راوی د درياب له تیریدونه وروسته ئی په یو ځای کښی اوه لس (۱۷) زره هنديان ووژل او اویا زره کسان ئی ورڅخه ونیول او بندیان ئی کرل د اسکندر فوج د «بباس» د دریاب په غاړه چه یونانی نوم ئى «هایفاسيس» Hyphasis ؤــ له ډېر جنگ جگړی او له ډېرو مزلونو له کبله ئی نور تاب نه درلود او د نور وړاندی تگ نه ئى لاس واخست او قطعاً مخکښی لاړ نشو. اسکندر په غضب شو دری ورځی له خپلی خیمی نه ونه ووت خو په آخر کښی ئی د بېرته گرځیدو فرمان ورکړ.
د بېرته گرځیدو په وخت کښی اسکندر خپل عسکر په درېو برخو وويشل يوه برخه ئى له کراتیروس سره وټاکله چه له ناروغانو سره د قندهار او سيستان له لاری لار شی. نیار کس Nearchus ئی له (۱۲) زرو عسکرو او د دوو زرو جاله وانانو سره مامور کړ چه د ده له بحر یی سره چه سل پیړۍ وې د درياب له لارې بيرته وگرځی. په خپله ئی له نورو پاتی عسکرو سره د اندوس په غاړو حر کت وکړ. ملتان ته نژدی ورسره خلکو سخته مقابله وکوله او اسکندر ډېر کلک زخمی شو، مقدونيانو د اسکندر د زخم د انتقام اخستلو دپاره نر او ښځی ځلمی اوسپین زیری ټول له تیغه تیر کړل، دغه شان د اندوس د سیند په ښکته ناوه کښی د اتیا زرو کسانو په حدود کښی ووژل شول په آخر کښی د اوسنی سند حیدر آباد ته نژدی «پاتالا» Fa ala ته ورسید د ٣٢۵ په جولائی کښی ئی په لر اندوس کښی یوه اسکندریه « سودراس» Coudras بنا کړه او د دې موجوده کراچۍ په ځای کښی ئی د یوی بلی بحری، اسکندری تاداو کيښو د اسکندر له هند نه بیرته وگرځید د آريانا له جنوب یعنی د گدروشیا د ولایت په لاره فارس ته لار او د لښکرو دریواړه برخی ئی په شوش کښی سره یوځای شوی او خپل ډیر سخت سفرئی پای ته ورساوه مورخه ٣٢۴ ق.م.
د بابل په لور خوځيدل او د سکندر مرگ: وروسته بیا اسکندر بابل ته ولاړ زړه ئی ؤ چه هغه د دغو پراخو ممالکو پایتخت وټاکی او په هغه ځای کښی په تشکیلاتو مشغول شی او له بلی خوا عربستان او د خزر د بحیری خوا و شاهم فتحه کړی او په خپل لوی قلم رو کښی ئی داخل کری مگر د پارس له وچو اوبی گیا صحرا گانونه د تیریدلو په وخت کښی د ملیریا په مرض ناروغه شو. د ۳۲۳ ق م د جون د میاشتی په ۱۳ شپه د ملاریا د ډیری شدیدی حملی به اثر مړ شو. په دی وخت کښی ئی ۳۲ کاله عمر درلود.
پلوتارک د اسکندر د مرض شرحه د درباری حوادثو د روزنامی له مخی داسی راوری: هر کله چه دازیوس د میاشتی به ۱۸ پادشاته تبه عارضه شوه د حمام په کوټه ځملی او بیدیږی د میاشتی په ۲۰ نیټه حمام کوی دعا دی قربانی د کولو نه وروسته د لوی دریاب له مسافرت نه د «نیارکس» بیانات اوری، د میاشتی په ۲۱ نیټه هم دا کار کوی او سبا ته ئی ته ډیره سختیږی د هغو لښکرو د مشاغلو په باب کوم چه سرپرست نه لری له سردارانو سره خبری اتری کوی او سپارښت کوی چه په کار پوه کسان په کار وتاکی.. د میاشتی په ٢۴ نيټه ئی تبه نوره هم زیاته سخته شوه کله چه سرداران ور ننوځی هیڅ نه وائی د میاشتی په ٢۶ د پادشاه حال د پخوا په شان دی د مقدونیی خلک چه هغه ئی مړ شوی گاڼه مخکښی ورننوځی په فریاد او تهدید سره لار پرانیزی دروازی پرانیتل کيږى او يو یو ئی د تخت په مخکښی تیریږی په داسی حال کښی چه له یوی چینې څخه زیات ئی نور څه نه دی په غاړه په همدی ورځ «پیطوس» او (سلوکوس) د «سراپيس» معبد ته لیږی چه هلته د اسکندر د وړلو پوښتنه وکړی، ځواب ورکوی چه په هماغه ځای کښی ئی پریږدی چه هلته پروت دی د میاشتی په ۲۸ پس له ماسپښین نه پاچا مری.
د سکندر د مرگ نه وروسته د امپراطوری حالات: د سکندر د مرگ نه وررسته د ده د سردارانو او خانانو ترمنځ خو نړی جنگونه پېښ شول، د سکندر په کور کښی د ده ښځی رخسانی یو زوی وزیږاوه او پردیکاس د هغه په پاللو مقرر شو او غوښتل ئی چه په دې نامه د سکندر قول سلطنت د ځان کړی په همدی غرض ئی په مصر حمله وکړه خو د خپلو عسکرو له خوا ووژل شو.
ددی پیښی نه وروسته د یونان کورنيو جگړو بيا زور وموند او هر طرف ته اړو دور پیدا شو بابل د «انتی گونس» (Antigonus ) په لاس کښی ؤ او په شرق کښی ئی برياليتوب حاصل کړ او داسی څرگندیده چه خپل رقیبان به له منځه یوسی.
په همدی وخت کښی یو «کاسندر» Cassander نومی په یونان او مقدونیه کښی اقتدار وموند اره «اوالمپیاس» د اسکندر مورئی په «پیدنا Pydna» نومی ځای کښی کلا بنده کړه او د دغه ځای د نیولو نه وروسته یونانیانو چه د سکندر او د مورئی سخت دښمنان وو هغه ئی سنگساره کړه.
لنډه دا چه پس د ډېر اړو دوړنه د سکندر پراخه امپراطوری په دې ډول د دریو تنو په لاس ورغله:
١- بطليموس په مصر کښی باچا شو او د بطلیموسیه خاندان حکومت ئی تاسیس کړ چه د میلاد نه مخ کښی تر دېر شمی سنی پوری ئی په مصر کښی دوام وکړ او آخرنۍ ملکه ئی( کلئوپاتر) مشهوره ده.
۲ - انتی گونس په مقدونیا کښی د اسکندر نه وروسته لومړنی یونانی باچا ؤ د ده اولادی د میلاد نه پخوا له ٣٠۶ کال نه تر ١۴۶ میلادی کال پوری په یونان او مقدونيا کښی دوام درلود.
٣- سیلیوکوس په سوريه - فارس او نورو ځايونو کښی اقتدار وموند «باکتریاڼه» یا « باختریاڼه» زرد سیلیو کوس چه په «نکاتور» یادیده او د سيليوکوس د سلسلی مؤسس ؤ د اقتدار لاندی راغله.
مقدونيانو او خاص بيا اول سيليو کوس او زوى ئى (اول انتيو کوش) لوی، لوی یونانی ښارونه په پښتیاڼه (آریانا) کښی ودان کړل او تریوی زمانی پوری یونانی ژبه رسمی ژبه وه.
د دويم بطليموس يرغلونه سلیوسی باچایانو ته ډېر کړاوونه پېښ کړل چه دی موقع «دیودوتس» د «باکتریاڼی» والی ته فرصت په لاس ورکړ چه خپل ځان خپلواک کړى او «سوگ یانه» د «٢۵۵ ق م» کال په شاوخوا کښی فتح کړی.
د آریانا په لمر ختیزه یعنی د اباسین په لمر پریواته برخه کښی د نیکاتور نه وروسته فیلیپس - Philippus والی شو، څه وقت چه سکندر هند پریښود، د دی ځای اوسیدونکو خلکو، اجير يونانيان مړه کړل او ځانونه ئې خپلواک کړل، د هغی نه وروسته ایوداموس Eudamus او تکسیلائیانو د اباسین د غربی مملکت نه خپل د یووالی او اتحاد مزی او پیوندو شلا وه او بیل شول.
سکندر د مرگ نه وروسته پوروس د اندوس د سيند ښکتنۍ ناوه ونیوله او په ۳۱۷ ق م کال د ایوداموس له خوانه په ډېر ناکاره وضعیت ووژل شو، پس له هغه ایوداموس هند پری ښود او د ده د تللو نه وروسته د يونانیانو ټغر ټول شو او (ساندروگوتس» Sandrocotts (چندراگپتا ) د موریا د سلسلی بانی ځان د دی منطقی مالک الرقاب وگاڼه او د ده نمسی «اسوگا» Asoka په گندهارا او پکلۍ Pakhli او هزاره Hazara کښی بودیزم رسمی دین وگرځاوه چه د ده نه وروسته د لومړۍ میلادی پیرۍ په اوائلو کښی د لوی کنشکا په وخت په ډېره ترقی کښی ؤ.
لکه د مخه چه مو وویل اسکندر په لږه موده کښی لویه امپراطوری جوړه کړه خو دا امپراطوری دومره ؛ ټینگۍ وه چه په هماغسی چالاکۍ مره وشلیده او شرقی ممالک د يو بحران او اړؤ دوړ سره مخامخ شول ــ رښتیا ده چه سکندر د دنيا د لویو جرنیلانو څخه ؤ د ده فتوحات په داسی وخت کښی پیښ شول چه شرق سراسر سیاسی بحرانونو نیولی ؤ ځکه چه د یو طرف ته د هخامنشيانو سلطنت مخ په زوال روان ؤ او د بل طرف نه په آریانا بی اتفاقو حکمرانانو حکومت کاوه.
خوسره د دې هم په مشرق کښی د ده د لسو کالو لشکر کشۍ د جملی نه یعنی د ٣٣۴ ق م کال نه تر ۳۲۳ ق م کال پوری چه د ده د مرگ وخت دی څلور کاله یعنی د( ۳۰ = دا برخه ونه لوستل شول) ق م نه تر ٣٢۶ ق م کال پوری په دغه غرنی، ملکت کښی د هغه دزرورو اوسيدونکو قبائلو سره په جنگ جگړه کښی تیر شول.
او نور شپږ کاله په وړه اسیا ـ شام ـ مصر - بابل - فارس او هند کښی بوخت ؤ لنډه دا چه د شرق بحرانونو سکندر لوى فاتح نامتو سړی وگرځاوه او که داسی نه وای نو ممکنه وه چه تاریخ بل رنگ ځانته غوره کړی وای.