32

مؤلف او ليکونکی خوشحال خان

د خوشحال خان خټک مرغلری

خوشحال خان که څه هم د عمر ډیره برخه په جگړو او کشمکش کي تېره کړېده او د توري د میدان بریالی او نامتو قايد دى، دغسي هم په علم او ادب کي ښه نوم لري دی د پښتو ژبي پلار ګڼل کيږي او ډېر کتابونه يې ليکلي دي. د ده کلیات او اشعار تر (٤٠) زرو بیتو پوري رسيږي او نور ډېر تاليفونه لري چي اوس متاسفانه ورك دي. د اروپا مستشرقين تر سل جلدو پوري د ده تأليفات كني او مستر راورتي بي تأليفونه (٢٥٠) بولي . خوشحال خان د پښتنو تاریخ لیکلی او پارسي انوار سهيلي يې په پښتو د عیار دانش په نوم ترجمه کړی دی، او یو جلد کوچنی کتاب بی متفرق ديني مضامين ليكلي دي . خوشحال خان د یادداشتو کتاب هم لري چي افضل خان د ده لمسی په تاریخ مرصع كي حواله وركوي . دغسي هم ده فضل نامه د توري او قلم پر نزاع) ليکلي ده او فرخنامه او رياض الحقيقت هم د ده تاليفونه دي چي اوس بالكل كميافت دي .. نور د ده کتابونه او تأليفونه دا دي :

باز نامه چی د باز او د ښکار بحث دی.

هدايه : له عربي څخه پښتو سوي ده.

آئینه: مذهبي ابحاث دي، له عربي څخه په پښتو

دستورنامه : د بګړی په باب کي ده.

صحت البدن : حفظ الصحه او طب دى.

دغسي هم راورتي انگليسي مستشرق ليکي چي خوشحال خان یو راز مختصر نويسي او رزم نويسي ايجاد کړې وه، چي فقط د ده په کورني پوري مخصوصه وه بل څوک نه په پوهېده او نوم يې "زنخيري" و". په دې ډول خان یو زبردست ليكونكي او مؤلف و افسوس دی چي د ده آثار ورك سوي دي.


د علم او ادب كورني : 

خوشحال خان یوازي د پښتو ادب خادم نه دی بلکي د ده د ادبي مکتب شاگردان او د ده د کورنی افراد هم اكثر فاضل او ادیبان پښتانه وه د ده زامن او لمسیان او نور د کورنی سړي ټوله د علم خاوندان او د ادب د ميدان سړي وه، چي د پښتو ژبي و ادب ته يې لور اور خدمتونه کړي دي راورتي وايي چي : د دې علمي كورني ښخي هم اديباني وي او دیوانونه د شعر لري د خوشحال خان یوه ښخه چي د اشرف خان هجری مور وه، مشهوره شاعره او اديبه پښتنه وه چی اشعار یې سته د دې ادبي كورني خدمات او علمي کارنامې ډيري دي بهرام خان د خان زوی شه


ليكونكي و پخپله خان وايي :


عطارد دي نور قلم له لاسه كېږدي

 چی په دا خوبی بهرام انشاء املا کا

 نور د خان د کورنی مشهور ادباء او شعراء دا دي :



اشرف خان :


هجري يې تخلص او د خان زوی دی لوی د شعر ديوان لري چي يوه برخه يې راورني په گلشن روه کي چاپ کړې ده او د ده د شعر رونه قریحه ښه خني څرګنديږي دی په ۱۰۹۳ هـ کال د مغولو لښکرو په بیجاپور کي د دکن بندي کی، او پسله لسو کالو حبسه هوري د وطن په بېلتون کي مرسو. دی وايي 

بي وطنه تنها پروت یم په غربت کي


نن له ما سره همدم د صنم غم دی


د هیواد اشنا په سترګو لیده نه سي


که به خوب را ته حاضر سي بس كرم دی


قاصدان له روهه نه راځي مدت سو


سلام باد رارسوي منت يي تم دى



عبد القادر خان :

د خوشحال خان زوی دی چي په پښتو کي ښه ويل او لوی ديوان لري ده د سعدي گلستان په پښتو په نوم د گلدسته ترجمه کړی دی او بحر خفيف كي بي د جامي يوسف و زلیخا هم نظماً ليكلي ده، د دغو کتابو يو څو برخي مستر راورتی به گلشن روه کي چاپ کړي دي. يوسف و زلیخا يي په (۱۱۱۲) هـ) تمام کړی دی مستر راروتي د پښتو شعر په انتخاب کي دى د (٦٠) كتابو مؤلف بولي د آدم خان او درخانه کتاب هم ده لیکلی دی. عبد القادر خان مقتدر ادیب دی چی د خپلی کورنی رون ستوری گڼل كيږي دى وايي :

زه خټک د يار په غم تازه تازه سوم

غوربه خیل رحمان که سو ورخنی ستړی


صدر خان :

د خان زوی و تخلص بي صدر دی دیوان هم لري د نظامي خسرو او شيرين يي پښتو کړي دي. دی د عشق يو سبق د دنيا او مافيها له پاره کافي كني :-

د عشق يو سبق كافي دى

 نور د کل جهان دفتر هیچ


سکندرخان :

د خوشحال خان زوی دی چي د مهر او مشتري مثنوی يې ليکلی او د دېوان خاوند دی دی وابي :- 

مغني گوتي په زیر ږدي په بم هم 

هم ساقي سته هم بهار و صنم هم 

که ناستي د یار د کوی په خاورو مومي

 باغ بهار د سک ندر دی ارم هم )


گوهرخان :

د خوشحال خان زوی او خاوند د دیوان یو ښه ادیب دی. د اشرف خان زوی دی چی تاریخ مرصع بي لیکلی دی بل تأليف بي علم خانه دانش او بل کتاب بي اسم كوفي دی )


افضل خان :

ذ اشرف خان زوی دی چی تاریخ مصرع یی لیکلیدی بل تالیفعلم خانه دانش او بل کتاب یی اسم کوفی دی

کاظم خان :

متخلص به شیدا چي د افضل خان زوی او د خوشحال خان کروسی دی شیدا هم د دیوان خاوند او مبتکر ادیب دی چي په ۱۱۳۵) (هـ) کال زېږېدلی او په کشمیر او سرهند او رامپور کې عمرونه تېر کړي دي، شيدا خوږ كلام لري او د هند د محبوبانو ستاینه داسي کوي :-

په هندي اداء يې وکړې په ما چاري


زه شیدا په زړه ساده د روه افغان یم


علي خان :

هم د خوشحال خان له کورنی څخه دی لوی ديوان لری زبردست شاعر دی دا بيت له ده دی :-





زه دریسی درست شپه پټ ژاړم لکه پرخه

ته سبا خندان لکه گل و از گربوان د چا بی؟


لنډي دا چي له دغي کورنی څخه د پښتو زبردست او پیاوړي اديبان وتلي او هغه خدمت چي دي کورني پښتو ته کړي دي، بل چا نه دي كړي.


د خوشحال خان ادبي شهرت :


خوشحال خان د پښتو شعر پلار او لومړی استاد ګڼل کیږي خوشحال خان يوازي پښتانه نه پیژني، بلکي د اروپا محققين او پلټونکي پوهان یې ښه پېژني په ټولو کتبخانو او علمي ځايو کي د ده دیوانونه سته، او څو تنو د ده ويناوي پخپلو ژبو ترجمه کړي دي. اسلامی انسکلوپيډيا د ده په باب کي داسي ليکي : خوشحال خان توریالی او شاعر او مشهور خان و د ده اشعار له وطنخواهي څخه ډك دي ... ص ٩٧٦ ج ٢. دار مستر فرانسوی مستشرق وايي : خوشحال خان د توريالي توب او شعر روح کی درلود. ابرهام گریرسن انگلیس وايي :

خوشحال خان د خټکو توریالی مشر و د ده شعر نسبت و نورو شاعرانو ته ډېر خوږ دی.

راورتي وايي :

خوشحال خان د پښتو ډېر مشهور ادیب دی د ده اشعار په اروپا کې ډېر خوښ سوي دي او قدر يې كوي.

سی ای بیدولف د ۱۷ قرن په اشعارو کي ليکي : خوشحال خان ډير استعدا او فوق العاده پوهه درلوده هیڅ مضمون نه دی پاته چي ده په شعر کي نه دي ويلي د ده اشعار د وطن خواهی خوا لري د حرب عشق مذهب اخلاق او فلسفې څخه ويناوي كوي". دا وه د اروپا د پوهانو افکار نسبت و خان ته په پښتو کي د ده شهرت او ادبي منزلت پخپله پښتنو ته ښه اوڅار دي تر دې حده چي د ده ويناوي د عوامو په خولو کي اوس د متلو پر خای ویل کیږي، مثلاً :

مه خوشحال وای مه خټك واى مه خاني وای

چچ په لاس کی مسلی وای خو خوانی وای


وقات او وروستني ويناخوشحال خان د عمر په آخر کي چي ډېر سپین ږیری سو اپرېدو ته ولاړ او عزلت بي وکړ، چي عمر يې (۷۸) کالو ته ورسېدی په ۲۸ د ربيع الأول (۱۱۰۰) هجري كال سم له (۱۹۹۱) (ع) کال سره په ډېره ناکامی وفات سوء او پخپل

مسکن کي چي سرای نومیږي د لوړو غرو په لمن كي ښخ سو (٤٧) د خوشحال خان وروستنی وينا او آخرني وصيت دغه و : لوبري". ما هلته ښخ کړئ چي د مغولو سیوری مي پر خاوره و نه سي او د مغولو د سپرو د پښو گرز مي پر هديره ونه د هند فيلسوف علامه اقبال د پښتنو د دې نامتو مشر او اديب او فيلسوف دا وصيت په دې ډول نظم کړی دی : 

کهول تجه سی ای همنشین دل کی بات

ده مدفن هی خوشحال خان کو پسند


ارا کر نه لائی جهان باد کوه


مغل شهسوارون کی ګرد. سمند


خاتمه :

خوشحال خان دا ډیری پیری کیږی چی تر خاورو لاندي دی مگر د ده نوم ژوندی دی او هیڅکله نه مري ده پښتنو ته د ملیت لار ښوولې ده ده د پښتنو مړه ژبه ژوندی کړې ده. د ده پښتنوالي په نوم قرباني کړې ده. دی د پښتنو لومړى توريالي او عالم او فيلسوف او اديب او ملي سردار دی که پښتنواله نه وي مړه که پښتون ژوندی وي که دا خاوره د پښتانه په نوم ياديږي د خوشحال خان په نامه به د افتخار خلي دريږي او د پښتنو خلمی نسل بي په نوم افتخار کوي او په خوشحال خان به ویاړي ما دا کرښي د دې ښاغلي په نامه وليکلي ګوندي خلمي پښتانه يې ولولي، او د ده روح ښاد سي. رحماً الله عليه رحماً واسعاً

همیشه به پری نارې وي د بلبلو 

دا چی ساز کر نن خوشحال په ویل باغ



پارسی اشعار :-

خوشحال خان په پارسی کی هم روانه طبعه لري او خواږه اشعار په دغه ژبه کي وايي مگر د مليت په مینه دی پښتو شعرونه غوره کوي لکه چي په خپله وایي :-

پارسي شعر مي هم زده سليقه لـ رم دواړو 

د پښتو شعر مي خوښ سه هر څوک خپل ګڼي ښاغلي 


خوشحال خان په پارسی شعر کي کوهی یا روهي تخلص کوي د ده ډيري پارسي بدلي سته موږ له پاره د نمونې د ده خو بدلي دلته رانقل کوو:

پیر ما از می پرستی تو به فرماید مرا

الله الله وقت گل این توبه میشاید مرا

هر که از نظاره روی بتان منعم کند

بند او گیرم بدل در دل نمی آید مرا

شوق زلف یار دارم برجنون خویشتن

خودگواهی میدهم زنجیر می باید مرا

غم چو آتش دل سمندر وار میرقصد درو

راستی جز غم کنون خاطر نیاساید مرا

از جفای خار بلبل برنمیگردد زگل

چون جفایش بیش بینم مهر افزاید مرا

نام لبت گرفتن شیرین کـ ند دهان را

خوشوقت آنکه بوسد پیوسته آن لبانرا

درد درون دارا گر در کشم بپوشم

لیکن چه چاره سازم این چشم خون فشانرا 

هر گفتگو که باشد جز ذکر روی آن بت

 نامردم از نه بندم زان گفتگو زبانرا

 مجنون ذكر ليلى فرهاد و ذکر شیرین

 در پیششان چه خوانی صدگونه داستان را 

تو بهار و می و معشوقه و جامست اینجا 

زهد و پرهیز و ورع را چه مقامست اینجا 

قصه کوتاه که در مذهب ما ای صوفی

 غیر می هر چه بود جمله حرامست اینجا 

یا رب آن مغبچه را هیچ گزندی مرسان 

که برویش نگران خاص و عوامست اینجا

 پیشم از مشک خطادم مزن ای باده فروش

 که پر از نگهت آن زلف مشامست اینجا

 شاه من تند مران رخش که بس مردم شهر

 بهر نظاره تو بر در و بامست اینجا

از و دل برگرفتن کارمن نیست

 که از جان سیر گشتن کار تن نیست 

چمن را گر چه گلها بس شگرفست 

ولی همچو رخت گل در چمن نیست 

مرا کوئی وصف دهانم

 چه گویم چون درو جای سخن نیست 

من وسودای رویت تا که هستم 

اگر چه خود ترا پروای من نیست 

چرا خوشحال را پرسی که چونی 

مگر از چهره او مبرهن نیست


حدیث روی او با من بگوئید

به بلبل از گل و گلشن بگگوئید

نه آن چشم و نه آن مژگان نه ابروست

بلای دین و جان و تن بگوئید

 يل اشك من پروا ندارد

دلست این سنگ و یا آهن بگوئید 

شب وصل است مو آنجا نمانده

 تو کی گنجی به پیراهن بگوئید 

ز لعل شكرين او نباتی 

بکوهی میرسد من من بگوئید


نیست دمی که نرگست فتنه بیا نمیکند. 

نیست شبی که دیده ام بیتو ژرا نمیکند.

 آنچه رو لعل تو کند آیحیات کی کند آنچه روز لف میکند 

مشک خطا نمیکند نگهت زلف مشک بو میطلبم به آرزو

 چون کنم این ترحمی باد صبا نمیکند 

وقت بهار میرود بلبل خوشنوا بخوان 

دور نشاط گل چو عمر هیچ وفا نمیکند 

روهی و جور مهوشان درد و بلای عاشقی 

لذت درد یافته یاد دوا نمی کند



لطف بی حد و بی عدد گردی

اینکه قتلم به تیغ خود کردی

تیغ تو آب زندگانی داشت

کشتی و زنده ابد کردی

دل زمن خواستی و جان رادم

جان من باز گو که بد کردی

چه شرابیست اینکه روهی را

بیکی جرعه بی خرد کردی