32

شیخ رزق الله مشتاقي دهلوي د (واقعات مشتاقي) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا مؤرخ غالباً د ډهلي اوسېدونکی او د وفات کال يې (۹۸۹ هـ ۱۵۸۱م) دی نعمت الله هروي په مخزن کي دغه کتاب خپل ماخذ گڼي او په مقدمه کي داسي وايي چي : مشتاقي د هند د پښتنو پاچهانو احوال په خپل تاريخ كي كښيلي دي مگر نعمت الله د دې کتاب نوم نه ښيي. تر نعمت الله هروي وروسته شیخ امام الدین متی زی هم د خپل کتاب تاریخ افغاني په مقدمه کي د مشتاقي تاريخ خپل ماخذ گڼي، مگر د کتاب د نامه تصریح نه کوي. خو دوني ښکاريږي چي دغه مؤرخ وروستنيو پښتنو تاریخ لیکونکو ته معلوم نه وو، خواجه نظام الدین احمد بخشي د محمد مقيم الهروي زوی چي خپل کتاب "طبقات اکبري" يې په (۱۰۰۱ هـ) کښلی دی په خپلو ماخذو کي "واقعات مشتاقي" هم يادوي او له دغه تاريخه د مشتاقي د کتاب نوم پیدا کولای سو، د مؤرخینو له احوالو او اقوالو څخه داسي ښکاريږي چي مولانا مشتاقي ښه مؤرخ وو، ځکه ثقه مؤرخينو د ده کتاب په خپلو ماخذو کي راوړی او گڼلی دی، مخصوصاً نظام الدین احمد هروي چي د اکبر پاچا د دربار سړی اوهم غټ لیکوال او مؤرخ دی. د واقعات مشتاقي يوه خطي نسخه په برټش موزيم کي سته نمبر ۱۹۲۹.