مناقب رحمکار
چي شمس الدين بن شيخ زبير( قياس الدين) بن ضياء الدين منظوم کښلي په دې مناقبو كي ځيني داسي ټکي ښکاري چي د تاريخ لپاره د ارزښتمنو مواد و حیثیت لري د شېخ رحمکار د وفات په باب يې ويلي دي :
تر اتیا کالو قریب
ده حیات درلود مجيب
سن د هجر د حضرت
پوره و هغه ساعت
پوره درې شپېته زر کاله
سن د هجر و کماله
چي خطيب پاس په منبر شه
په خطبه لوستو زړه ور شه
دا خوشحال خټک ویلي
په کتاب کي ماليدي
چي په حين کي دوفات
د شيخ جي ولي نیک ذات
زه حاضر و مه په ځان
هغه ځای هغه مکان
چي جمع مه ادا کړله
جنازه مي را اخیسستله
ترېنه لاندي زه په ځان سوم
و مطلب ته شتابان سوم
زمانیت د خاطر دا و
چي وماوته پیدا و
چي زيارت به دصاحب
په میره کړم عجایب
چي زما د مندڼ پوله
شيخ صاحب وي زړه قبوله
چي دا اوس د ده روضه ده
په ښه شان عجیبه ده
چي رسيد سوو تر دې ځايه
واړه ستړي شوو نېکرايه
جنازه مو کوزه کړله
موږه خپله دمه کړله
جنازه نه خوزېدله
موږه ډېره خواري کړله
دغه ډول همدغه شمس الدین مناقب جمیل بیگ هم نظم کړی دی د دې مناقبو ډیري پيښي که څه هم په روایاتو مبنی دي خو په تاريخ کي نه سي هېرېدای، په دغو مناقبو کي د کندهاري غلجي خان د آسونو د تجارت قصه او بیا له جمیل بیگ سره د ده لیدنه او بیا بیرته کندهار ته د هغه تگ او.... ټولي داسي خبري دي چي د محقق لپاره د غور وړ مواد گڼل کيږي. دادین چي د ميا عمرڅمکني مناقب یې د ۱۲۱۹ ق د ذوالحجې په آخر کي نظم کړي د ميا عمر د خوارقو او عاداتو د ښوولو تر څنگه ځيني تاريخي وقايع هم ضبطوي لکه : د احمد شاه بابا د مستونگ د فتحي بيان چي څو بيته يې دا دي :
چي يو ځلي احمد شاه در دران مي
له هراته تلوپه لوري د ايران مي
ولي پېښ ورته په لار د مستونگ خړند شه
دی پښتون څړه غیرت و ورته ړند شه
هک حیران شه احمد شاه په دغه کار کي
بل پرې ژمی راغی ډېر په دند و کار کي
باري دی عجب پښتو غیرت نیولی
نه پرېږدم زه دا عالم داسي ناولى
شریف نومی شاعر چي د اخون الياس (۱۰۸۶ ق مړ) کوم مناقب (۱۳۲۱ ق تالیف) نظم کړي او یوه قديمه نسخه يې هم ما ليدلې، د دې مناقبو ځای ځای په تاریخي پیښو څرگندوني موندلي کيږي.