تر پنځه ویشت کلن سیر وروسته
ما دمخه وويل چي په پښتو شعر کي د فکري تحول نوې دوره له (۱۳۱۰) شمسی کال څخه شروع سوې وه، او دا د يوه قرن څلورمه برخه تر ۱٣٣۵ ش پوري زه د منځګړو دوره ګڼم ځکه چي دغه دوره د پښتو د كلاسيك شعر او نوی غورځنګ تر مینځ د يوې منځنۍ دورې حيثيت لري.
په دې دوره کي د پښتو شعر فورم او قالب هغه د خوشحال او رحمان او د دوی د ملګرو په څېر و. خو فکر يې نوی و. د شعر محتوى اوښتې وه. وګورئ! پیر محمد کاکړ د بېلتانه سندره په داسي قالب کي اچولې وه:
هجران انبار کړه پر ما غمونه
ضعیف نحیف سوم په تن زبونه
اور مي بیا بل سو د زړه په خونه
ګھی ژړا کړم، ګھی آهونه
اوښکي مي څاڅي له ځيګرخونه
رنځ مي زياتيږي له دې تاخونه
ښاغلي الفت په همدغه پخواني قالب کي نوی فکر ځای کی، او وې ویل :
ګرانه وطنه! څومره زيبا يې!
جنت د ځمکي، زړه د دنيا يې!
ښاغلی تاج ته، د ايشيا يې!
وړ د ستایلو ته په رښتيا يې!
لعل و ګوهر شته ستا بدخشان کی
تمدن خور شو، ستا په جهان کي
پنځه ویشت کاله پښتو شعر د پخواني فورمالیزم په غولي کي خالپوڅي وکړې او د منځګړو تر ډلي وروسته په دې وروستيو پنځو شپږو کلو کي يوه زلمۍ ډله شاعران راووتل، چي دوی په فکري خواکي له منځګړو سره لږ و ډېر مشترك دي. خو د شعر فورم او قالب او تعابیر او د اداء طرز يې نوی ښکاري. له دې ډلي څخه ښاغلی سلیمان لایق د خاص استعداد او ادبي ذوق خاوند دئ او د ده نوی کلام د پښتو شعر د نوي غورځنګ شمله ده. هم فكري ښكلا لري، او هم د د فورم او آهنګ په ایجاد کي ګړندی ښکاري. لايق لکه نوی زلمی چي دئ افکار یې هم زلمي دي، كوم هيجان، کوم تلاطم او غورځنګ او نڅا چي دده په اشعاروکي د اورنيو احساساتو سره ښکاري، د ده د شعر او نوي فورم او آهنګه سره اوږه پر اوږه ځي او زه داسي ګمان کوم چي د آرامو زړو او مړاو احساساتو خاوندان به هم له خپله شعره سره خوځوي، او په خپله شعري نڅا کي يې له ځانه سره ملګري کوي.
دلته به زه د نمونې په توګه د ده يو پيغام راوړم. وګورئ څوني څپان، او څوني متلاطم او څوني تود دئ، دی وايي :
تېر به شي کلونه مګر نه به شي
زما دغه رنګيني تراني هېري
محوه به شي ګور زما
کلی زما کور زما
مر به نه شی اور زما
تل به زه ږغیږمه شعرونو کي له کامه سره
دا د بیدارۍ او ناپوهۍ څپې
زما هنر او مینه غرقوى نه شي
تل به د افغان بچي
پورته د بامیان بچي
ښکته د سیستان بچي
لولي زما سندري له آغاز او له انجامه سره
زما ولس به يو شي هيوادونو ته
زما د تراني ښکلي رنګين ګلان
تل به د پښتو ژبه
دا د لويو غرو ژبه
دغه د درنو ژبه
ساتي زما شعر له فکرونو او مرامه سره
د شعر په پای کي لايق د زلميتابه تودې هيلي د خپل هنر د ښکلا له پاره رابولي. د ده یقین دئ چي دا هنر نه مړه کېدونکې او جاویدانه او پايېدونکې پدیده ده او هرو مرو به دا ږغ د فضا په تپېدونکې څپه کي آيندګانو ته رسيږي او خپل اثر به کوي او وايي:
اې زما د ځوانۍ تودو هيلو!
ننوزئ د شعر ابدي کور ته!
يوسئ ولولې زما
پټي زلزلي زما
اوښکی قافلی زما
وروسته زمانو ته د دې عصر له پیغامه سره
بېنوا خو ما د منځګړو په ډله کي شمارکی، خو دی کله په نوي اتڼ هم کښېوزي او د فورم او فوند په لحاظ نوی شعر هم وايي. د ده يوه خوږه او د شعر ښکلې ټوټه په خپله د دغه تجدد او نوي توب حکايت کوي، او د زمانې نوی رنګ او نویڅېر راښيي. دی وايي :
نسیم و وې د ګل غوږكي :
بدل سو د ياراني رنګ
غلی شانته انقلاب دئ
بدلوي د زماني رنګ
ور سره نوي رنګونه
رنګا رنګ تحولونه
کړي سمسور به راغ راغونه
موسم بل دئ هم بل سوى
د بلبل د تراني رنګ
دړي وړي زوړ رباب دئ
زړو مطرب خانه خراب دئ
زوړ آهنګ د روح عذاب دئ
نوی ساز نوی آواز دئ
هم سو نوی د نغمي رنګ
هنر تل له صفا او سپېڅلتوبه سره مل وي. د ښکلا سره ټول وي او هر څوني چي دغه سپېڅلتيا او ښکلا ولري هغومره يې فني ارزښت زياتيږي، نو هنرمن تل په ځيرو سترګو د زمانې کرغېړنو ته هم ګوري او نه غواړي چي د هنر ښکلې او ځلانده څېره په ځينو تورکڼو آلوده او ککړه سي. بېنوا د نوي نسل توجه دې نکتې ته هم راګرځوي او وايي :
طلايي جام کي د دور
شراب زهر دي په دور
نوشېدل يې غواړي غور
ای سرمست زلمیه پام کړه!
بل راز سو د ميخاني رنګ
په دې ډول په پښتو شعر کي زموږ د نوي شاعر کار ډیر نوى دئ او دا ښکاره ده چي نوی شاعر خپل پراخوالی او نضج ته نه دئ رسېدلی او دا يې د صباوت او کوچنیتوب دوره ده، مګر دکانټ په قول د هر هنر ایجاد د هنرمن په ظريف استعداد پوري اړه لري او انساني دماغ د نوي روش او نوي لاري د پيدا کولو یو خارق العاده استعداد هم لري. نو که زموږ زلمي شاعران او د نوي طرز لېوالان په آينده کي د فورم او فوند په لحاظ د نوي شعر نوزاد وړونکي په ښه ډول وروزي ګمان کیږي، چي پښتو به په ادب کي د نوي هنر له پلوه هم يوه غني ژبه سي. د اوسني پښتو نوي شعر د تنکي بڼ يو بل غوړېدلی ګل فاراني دئ. دی په فارسي کي هم د دغه مكتب له پيروانو څخه دئ په پښتو خو لږ شعر وايي، اما هغه لږ يې هم ښه ښکاري. فاراني په نوي مکتب کي د فورم په لحاظ پخواني اساليب نه هېروي، او د وزن او حتى قافیې په ساتلو کي محتاط او متوسط ښكاري. د ده يوه ټوټه شعر د غرو غروب نوميږي خو زه يې د نتيجې له پلوه عنوان د تېر يادونه ږدم. په دې پاړکي کي شاعر د پښتني عوامي ژوند مناظر پېش کوي او بيان يې هم خوږ دئ، د فکري جولان ساحه يې بالکل وګړنۍ ده او د فوند په لحاظ هم دا ټوټه بې ارزښته نه ده، دی وايي :
د سپينو دنګو غرونو شاته
زیړی لمر ورو - ورو پټيږي
ځما هیر او مړه يادونه
بيا مي زړه کي ژوندي کيږي
مازيګر وږمه چليږي
رپوي وحشي ګلونه
سردرو کي انګازه کړي
د زړو شپنو ږغونه
د کږدۍ مېرمني پيايي
سیرلکي په شنو وښوكي
یو کمکی ماشوم ويده دئ
کیږدۍ لاندي په ځانګو کي
د نښتروګڼ ځنګله کي
ګدونكي سندري وايي
صحرايي ښایسته پېغله
يو جونګی اوبو ته بيايي
د نښترو څانګي باندي
ځنګلي مرغان چغېږي
د تور تم راتګ نږدې دئ
ګوندي دوی ورنه ډاريږي
د شفق وروستۍ وړانګي
مچوي اوچت ښاخونه
زه لا هسي چرت کي ناست يم
زوروي مي تېر يادونه
د همدغه نوي مكتب يو بل شاګرد شپون دئ، دا زلمی هم د نوي فکر استعداد لري او د خپل فکر د ښکاره کولو له پاره د بيان نوې لاره پيدا کوي. د ده نظر د نوي شعر په شاوخواکي د يوې نوي شعري ټوټې څخه ښکاري، چي همزولي شاعر ته خطاب کوي او داسي وايي :
ته د دنيا د کاروانو جرس
د تمدن د قافلو زنځير
ستا له تېز بينو سترګو ډډه کوي
د هندوکش د آسمانونو کجير
هو! ته شاعر یې، قلم سم چلوه!
چي يې د چا د لاس رانجه خوړلي
د هغو ږغ ستا له ستوني راځي
چي په کړ او په بېکسي کي ومري
دا ستا قلم يې جنازې پسي ځي
چي يې چاړه په سينه ننوځي
ستا له قلمه ورته آخ وځي
هو! ته شاعر يې، قلم سم چلوه!
شپون نوی، شاعر، د نوي دنيا جوړونکی، او د نوي فكري تحول ښکاره کوونکی، او د سبا پر ژوندانه يو مؤثر عامل ګنی، او د همزولي شاعر د خطاب په پای کي وايي :
د ژوند د ذوق پاکه هنداره ته يې
ته چي خندا کوې دنيا خاندي
ته نو چي خاندې رښتینی خانده!
که نه تاریخ به بیا پر تا خاندي
ستا د هري اوښکي په اثر
يو زر ګلونه په سبا خاندي
هو! ته شاعر يې، قلم سم چلوه!
د نوي شاعر د فکر یوازنۍ جولانګاه د خپل وطن ځمکه ده، دی که څه وايي، نو له خپله ژونده وايي د وطن له هري پرښي او بوټي څخه د ميني الهام اخلي. د شپون د کوکچي سيند، يوه داسي سندره ده چي د نوي شعر د دغه مزيت نمايندګي ښه کوي او دا وطن جنت ورته بريښي دى وايي:
کوکچه زما د آرزوګانو د اسرو سيند دئ
چي څاڅکي څاڅکي د پامير له سپينو څوکو رغړي
په هر یو څاڅکي کي د دې وطن هستي غوټه ده
وچه یې مه کړي، دغه څاڅکي دي همېش بهیږي
په هر یو موج او هر شکن کي يې رازونه ګورم
او تا ته وا یم: د اسرو او امیندونو ربه!
زه خبر نه ومه، چي مااته دي جنت راکړی
د نوي شاعر نهايي آرزو دغه ده، چي د یو لوی افغاني مليت په تکمیل کي لومړنی وي. د ده پخوانی تاریخ مخي ته پروت دئ، او زلمی نسل د دغو پاڼو لوستونکی ګڼي. دی غواړي چي تل دغه څاڅکي د یوه بهاند سیند په څېر سره راټول و ويني او هیڅ څاڅکی د لوی افغان د فیاض او عظیم سیند له غیږ څخه وتلی نه وي، نو د دې سندري په پای کي دغه هيله داسي د شعر په څپو کي را وړاندي کوي:
چیرته د زړه د کوم يو ګوټ نه مي لمسون غوندي دئ
چي ، هه! شپونکیه له دي ګاري ځان لاهو کړه سيند ته
بيا چي لاهو شي لمبو مه وهه کرار پرېوځه
یوه قطره شه غاړه ورکړه د همزولو سره!
زه وایم سینده! صبر وکړه، زه خوبونه ګورم
او تا ته وايم : د اسرو د امیندونو ربه!
زه خبر نه ومه چي ماته دي جنت راکړی
داسي ښکاري چي د نوی شاعر متلاطم او څپان احساس د يوې ورکي آرزو په تلاښ کي دئ، او زلمی نسل د يوه زړه خوځوونکي خوب تعبير ته لالهانده دئ. دغه هيله، دغه آرزو او دغه ښکلې غايه څه ده؟ د دې نېکي آرزو تعبير د نوي مكتب د يوه بل ملګري ښاغلي شفيق له خولې واروئ، چي په څه قوت او ټينګار یې په ښکاره کولو کي بريالى سوى دئ:
پاکي جذبې د زړه انګړکي د وحدت لرم
مخكي څراغونه بل د دین او د ملت لرم
زه يم چي مغزو کي رڼايي دحقیقت لرم
اوس مي که لاس تش دئ نور څه نشته یو همت لرم
شته ده په تاريخ کي د میراني افسانه زما
ما کي ټګي نشته هو مي هواو نه ده نه زما
كور مي د زړه تود دئ په تودو جذبو د قام د عشق
زه د قام په مينه کي ختلی یم پر بام د عشق
ميني دي پښتونه! نښلولی یم په دام د عشق
غواړم په قومي عروج رڼا، تياره ماښام د عشق
ګرزم سرګردانه لی په لی قومي اختر پسي
ځان سره چي راوړي سعادت هغه سحر پسي
ټینګ اميد کېدای سي چي زلمی شاعر به دغه ملي اختر ضرور وويني، او د ده هنر به و دغه لومړي معراج ته د رسېدلو له پاره د يوه محرك په ډول رهبري وكړي. هيله ده چي نوی شاعر به تل د خپل کاروان سره د يو خوږ ږغي حادي په ډول د ملي سعادت پر لوري ملګری وي او د ده تودې نغمې به تل د تلونکو په زړو کي ګرمي پيدا کړي او دا به يې يقين وي، چي د ده هنر په ملي يون کي د لاري روښانه څراغ، او په زړه پوري توښه ده او ښاغلي الفت ډېر ښه ويلي دي چي:
ښه آهنګ چي په هر سازکي وي موزون وي
که رباب وي، که شپېلۍ وي، که داريا وي
نندارو او تماش ته به ورځمه
د هرچا په ساز چي ښکلي په ګډا وي
د دې څېړني په پای کي زه د یوه بل نوي معاصر شاعر ښاغلي رشاد يو بل شعر هم راوړم. دى بالكل نوى فكر لري مګر قالب يې هغه پخوانی دئ، ځکه چي د ده آثار فكري ارزښتونه لري نو د نوي شعر په صفت کي ښه ځای نیسي او د ده هنر د هنر له پاره دئ نه مجرد هنر :
پیره!
پیره! ته شمع زموږ د تورو شپو يې
شمع څه چي زموږ کسی د لېمو يې
بويه دا چي دي د پښو خاوري رانجه کړو
وايي: ته مسیح د جهل د ړندو يې
وایي: ژوی ستا په دم د غفلت مړی
وايي: ته حكيم د زړونو د رنځو یې
وايي: ته د بغل ځای په مينه نيسې
وايي: ته خضر د دې تورو تيارو يې
وايي: ته ايسته کوې کین له کوګلو
وايي: ته پوه د ناولو زړو په ولو يې
ته ښايسته کوې صفا زړونه
ته صیقل د دې زنګنو آئينو يې
وايي : ته د بدبينۍ د لچ توتيا يې
ته اکسیر د خودخواهۍ د مرضو يې
چي جنون د مال و جاه و نسب بيايې
وايي : ته عامل د هغو اورادو يې
چي پېښيږي د حرص و سودايي ته
وايي : ته دافع د هغو اندېښنو يې
چي ترې زېږي خرخښې نفاق جنګونه
ته ماهر د هغو بدو رواجو يې
وايي : ستا په لاس بي لاري پر لارکيږي
وايي: ته مصلح د کيڼو او کږو يې
وايي: ستا په خوله دښنه سره رغيږي
وايي : ته د دوستۍ تومنه د تربرو يې
وايي : ستا په تلقين زړونه سره نښلي
مکمل د عشق د ټولو طريقو يې
وایي : ستا له ساه سيځي ريښې د رخي
ته طبيب د وږو سترګو تنګو زړو يې
زړونه کاږې د دني مينو له ږغومو
وايي : نوح د نفسانيو توپانو يې
وايي : ستا په تربیت بخل ورکيږي
وايي : ته مصدر د رحم او پېرزو يې
وايي : ته ژړوې سترګي پر مظلومو
په زړه غوڅ د نامېندۍ له اسوېلو يې
وايي : ستا د خولې ګوله ده په شریکه
ته خواخوږی د بېوزلو بې اسرو يې
وايي : ته د خدای پر پار د حق له پاره
تېر د ځان تر هر مطلب هري ارزو يې
نه د مال تمه لرې نه د سر بېره
وايي : ته آزاد له دې ټيټو قيدو يې
ته د هر نمرود ميرڅي تمه لېڅي غړې
په طلب د حق راضي په سرو لمبو يې
وايي : سر نه کږوې طاغي طاقت ته
ته قاطع د ظلم او جبر د ريښو یې
وايي : ته د بادارۍ له نامه بد وړې
ته له كبره تښتېدونکی په مزلو يې
وايي : ستا سره همېش دا کرامت سته
چي خارق د ریاکارو د پردو يې
د رښتيني سړيتوب مزله تې بيايې
ته هادي د ژوندانه د قافلو يي
که رښتيا وي دا چي وايي ستا په باب کي
رارسیږه! ته مهدي د دې قومو يې
په جلو کي دي اصلاح ځي د ټولنو
ته خاوند د بختورو قدمو يې
موږ به ستا تر قدم لاندي ايږدو سترګي
ته رهبر د دغو ورکو کاروانو يې
موږ به ستا مخ ته سرونه نذرانه ږدو
ته لایق پيره! د لوړو دروږو يې
اوکنه نو خوشي ټګ يې نور څه نسته
ټولوونکی د نذرو د شکرانو يې
غوړولي دي دامونه د سلوک دي
ته صياد د څو سپېدلو پښتنو يې
د عزت او د ارام بتان په زړه کي
په دې څه سي چي محراب ته پر سجدو يې
چي له ښې ارشو دي زړه بل لور ته نه ځي
د نس ميني بترکړی تر څاروو يې
د خداي ميني ته دي زړه په څه فارغ سي
ته چي غرق د مال په مينه تر غوږو يې
شپه و ورځ پر تسپو شمېرې غوا و غېلي
په لمانځه کي په تلاښ د ښايستو يي
نه د ذکر په پلمه پټوې سترګي
ډوب په فکر د پټو د پالېزو يې
په ښکاره مراقبه له خلګو ګوښي
پټ اخته د شکرانو په حسابو يې
په ښکاره وچه ګوله په اوبو نغړې
پټ سېځلی تر سږمو په نعمتو يې
په ښکاره ژغورې نظر له خپلو ښځو
پټ لګيا د نامحرمو په ورنو يې
ښکاره نورو ته غندې د دنيا مينه
پټ مخکښ د دې ليلا د لېونو يې
ته په سپينه ورځ لوټې کلي کورونه
په جامه کي د پېري مشر د غلو يې
خدای دي وساتي قومونه ستا له غدره
ته پیر يې مبتکر د شعبدو يې