32

دلوی خدای په نامه

افغان او افغانستان

  د افغان کلمه چی اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او داسيا په زړه کې تر ټولو،تاریخي، اقتصادي او اجتماعي شرایطو لاندي يونه بیلېدونکی واحد جوړ کړی – داسې نوم دی چې لږ تر لږه یو زر اووه سوه (۱۷۰۰) کلن تاريخي لرغونتوب او ملي اصالت لري.

    په افغانستان کې دننه او دباندې ځینې کسان فکر کوي چې دانومونه د احمدشاه ابدالي په لاس د افغاني دولت تر بیا جوړولو وروسته په اتلسمه پېړۍ کې رامینځ ته شوي او زموږ هغه هېوادوال چې له تاريخي پېښونه خبر نه دي تل له مانه پوښتي چې ايا دا نومونه لرغونی تاریخ لري کنه ؟ نو ځکه په دې ليکنه کې په ډېر لنډیز سره د خپل ملي تاريخ داموضوع درنو لوستونکو ته وړاندې کوم.

    د افغان نوم ترکومه ځایه چې ماته څرګند دی په تاريخ کې اوږدې ریښې لري او په همدې سيمه کې دهلمند او سند د دوو لويو سيندونو تر مینځ په همدې نامه یوې ډلې وګړو ژوند کاوه چې تفصيل يې دادی:

    شل کاله پخوا اوس (پنځه پنځوس کاله – مترجم) د ایران د شیراز په "نقش رستم "کی د شیکاګو د ختيځې موسسې د لرغونپوهانو يـــوې ډلې د هغه ځای په ډبر ليکونو کې د زردشت پــه کعبه کې په دوو پهلوی اشکاني (پارتي) او يوناني ژبو یو ډېر ليك وموند چي هغه د ساساني کورنی دو هم بادشاه لومړني شاه پورتر ۲۶۰ میلادی کال او د او دیسي په جګړه کې د روم د امپراتور واليرين Valerian)) تر ماتې او اسارت وروسته دلته د زردشت د کعبې د دیوال په ډبرو ليکلي دي.

     څرنګه چی لومړی شاپور په ۲۷۳م کال مرشوی نو د دې ډبرليك د ليکلو نېټه د ۲۶۰ تر ۲۷۳ع کال

پورې دديارلسو کلونو تر مینځ مینځ ټاکلای شو. 

     ( د دې ډبرليك نيمګړې فارسي ژباړه دې د لرغونپوهنې د رپوټونو د ۴ ټوک په ۱۸۱ مخ كې چې په ۱۹۵۹ع کال په شیراز (ایران) کی خپور شوی،وکتل شي(. د دې ډبرليك په دوهم بند کې دپشکابور (pashkabur) د ښار نوم د کوشان خساتر (Kushan-khsatr) يعني د کوشاني هېواد د وروستني ختیځ سرحد په توګه یاد شوی دی چې هغه یې د يوناني له "کسپاپوروس" د چيني هيون تسنګ له پو - لو - شا - پو- لو او د اسلامي دورې د مورخينو له پرشا پورا و پر شاور(پېښور) سره یو بللی دی. د همدې ډبر ليك په شپږمه برخه کې د شاه پور د واکمنۍ په مهمو کسانو کې د "وینده فرو ابان رزمه ود "(۱) نوم یاد شوی دی چې د سپرنګ لونګ (Sprengling) په نامه یوه محقق لومړی ځل داډبر ليك ولوست او دامريكې په سامي مجله کې يې په ۱۹۴۰ کال یوه مقاله ولیکله او دوهمه کلمه "ابګان" يې په قاطع ډول د افغان له اوسني پاچا دريم شاہ پور له نامه سره چی له ۳۰۹ تر ۳۷۹ ع کال پورې یې او یا کاله پاچاهي کړې د اپکان (Apkan) په بڼه يو صفت او لقب یاد شوی دی چې دا کلمه هم کولای شو د "ابګان "د يادې شوې کلمې غوندې و ګڼو چې زړورتوب، رشد او نجابت د صفت او یا به هم د نژادي تړون په بنا راوړل شوې وي او همدا موضوع ده چې ځینې مورخین لکه سر او لف کیرو يې دساساني دربارپه مشرانو کې د درانیو اويوسفزیو دشته والي په فکر کړی دی (وګورئ: پټانان - انګلیسي متن ۸۰ مخ). او موږ نوموړی نوم "وینده فرن افغان رزم بد" يعني "د افغان د جګړې سالار وینده فرن" ویلای شو چې ښايي يو افغاني سلار وي. د فردوسي په شهنامه کې هم دوه ځله د "آوګان" نوم راغلی چې د فریدون دوخت له سپه سالارانو څخه و:

سپهدار چون قارن کاوگان

سپه کش چو شیروي و چون آوګان

(شاهنامه، د مسکوچاپ، لومړى ټوك، ۱۱۰مخ)

همدا د فریدون په داستان کې يو بل ځل وايي:

همه ګرد ایوان، دورویه سپاه

بزرین عمود و به زرین کلاه 

سپهدار چون قارن کاوان

به پیش سپاه اندرون آوګان

(لومړى توك، ۱۱۶ مخ(

      که څه هم چې د شاهنامې داستانونه تاريخي سندونه نه دي خو زيات پخواني حقيقتونه پکښې نغښتي دي. د نمونې په توګه په همدې بيتونو کې قارن یاد شوی چې د قارن کورنۍ د اشکانیانو ددورې یوه اشرافي کورنۍ وه او په (۴۵۰ ع) کال کې دبين النهرين اشكاني واكمن کارنس (Carenes) نومېده (وگورئ: د مینارسكي د ويــس وراميــــن مقاله، ۴۳۱ مخ،د تهران چاپ، ۶۱۹۵۸ع کال). 

      دا "او ګان" هم هماغه د ساساني عهد "ابگان "ته ورته دی خو په زړو روایتونو کې د فریدون سپه سالار و چې هغه یې سمكنان د زوی آوه نومي پهلوان سره منسوباوه او الماني بوستي په خپل کتاب "ايراني نومونه "کې وايي چې : "د اوه اصل او ستايي دی د مهربان او لاس نیوونکي په نامه" د شاهنامې فرهنگ، ۱۲ مخ،د تهران چاپ۱۹۴۱ع) خوپه شاهنامه کې په خپله دا دوه کسان د کیخسرو دوخت اتلان (پهلوانان) دي چې له افراسیاب سره دده په لويه جګړه کې داسې یاد شوي دي:

چو کیخسروان رزم ترکان بدید

که خورشید ګشت از جهان ناپدید

سوی اوه و سمکنان کرد روی

که بودند شیران پر خاشجوی 

                                    (شاهنامه ۲۸۱مخ، ۵ ټوك)

      په هر حال له دې يادونې څخه داسې څرګندېږي چې اوه – او ګان په لرغونو اريايي رواياتو او شاهنامو کې دود و او که د بوستي د وينا له مخې يې اصل او ستايي و بولو نو معنی به يې مهربان اولاس نیوونکی وي چې داسې نومونه له لرغونو اتلانو سره وړ وو او که بیا وروسته د یوه قوم او یا ټولنې په معنی اوښتی وي ليرې نه ده.

    که د ابګان په اګان او اوګان کلمو ته په زړو روایاتو او د ساساني دورې په پاتي شونو کې د باور ور اهمیت ورکړل شي لکه چي سپرنګ لنګ او اولف كيرو همدا نظر لري نو دعوه کولای شو چې دافغان نوم یا صفت د ابګان او اپه ګان په بڼه له دريمې عيسوي پېړۍ (صدئ) څخه اخیستل کېده او بادشاهانو، اداره چیانو او واکمنانو پېژانده او داسند تر اوسه د دې نامه د لرغونتوب په باب د یادولو وړ زوړ سند دی چې د زړو روایتونو "اوګان" هم ورته دى.

     دوهم زوړ سند چې د دی نامه په باب يې لرو دهند له تر لاسه شويو او پاتې شويو آثارو سره اړه لري چې دا نوم د اوه ګانه (Avagana) په بڼه چې د ساساني دورې د ابګان او اپه ګان له بڼو سره ورته دی، په هندي آثارو کې په لاندې تفصيل مومو: 

     ورها مي هيرا (Varha-Mihira )هندي شاعر او نجومي دی چې د پنځمې عيسوي پېړۍ په پای کې د هند په راجين کې وزيږېد اود۵, ۵ع شاوخوا يې ښه شهرت و موند، د ده مهم کتاب "پنچه سید هانتيكا" (Pance Siddhantika )نومیده چې د نجوم د علم د پنځو کتابونو لنډيز و او دی د نجوم په باب یو منظوم کتاب هم لري چې پکې يې د ښکلو ډبرو. د هند د جغرافيې او نور د کار وړ موضوعاتو په باب هم خبرې کړې او نوم يې پرې "بهریته سنهیتهBhrita Sanhita) )اېښي دي چې په ۱۱-۶۱ او ۱۶-۳۱ بیتونوکې يې دافغــان نـــوم داوه ګانه په بڼه یاد شوی دی. لکه څرنګه چې فرانسوي عالم موسیو فوشه په خپل" تکسیلاته د هند او باختر زړه لار "نومي کتاب (په ۱۹۴۷ کال کې د پاریس چاپ، ۲۳۵-۲۵۲ مخونه،۱۷ نوټ) کې شرح کړی دی: دا د شپږ مې پېړۍ په مینځ – مینځ کې د افغان ډېر زوړ ياد دی، ځکه هندي منجم "ورها ميهيرا" په۵۸۷ع کال مړشوی او وایي چې د ده نجومي معلومات يوناني سرچینه درلوده اود ځمکې په کرویتوب (گردوالي) قایل و، دده دوه کتابونه ابوریحان بیروني په عربي ژباړلي نوله همدې امله په پوهانو کې د ده شهرت او ثقه والی تل د باور ورو.

د همدې تاريخي سند له مخې د "افغان" کلمه په هندیانو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کاله وړاندې هم مشهوره وه او هندي ليکوالو ياده کړې ده.


     تر اسلام وړاندې پېړيو کې مو دافغـان نـوم پــه دوو پخوانیو سندونو لویدیځ ته په پارس او ختیځ ته په هندوکې در وښود او موږ پوهېږو چې همدا وخت بودايي دين د افغانستان په ختيځ او شمال کې دودو او لوی بودايي بود تونونه د افغاني هېواد په بېلا بېلو ښارونو لکه بلخ، کندز، کاپیسا، هدې، لغمان او له غزني نه تر کندهاره پورې ودان وو او څرنګه چې د چين خلك هم د دین له مخې بودايان وو نــو ځکه به د چین بودايي زیارت کوونکي تل د زيارت او تبرك له پاره دې هېواد ته تلل راتلل. له دې زيارت کوونکو څخه یو هم "هيون تسنګ "دی چې د اوومې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د اسلام له ظهور سره سم خو د عربو په لاس د افغانستان تر فتح کېدو وړاندې دي هېواد ته راغلی دی، دی د ۶۲۹ع کال د اګست په لومرئ نیته له "لیانگ چو" نه را روان شو او د۶۳۰ع د مارچ په ۵ "سمرقند " او په ۲۰ نېټه د افغانستان "خلم" ته راورسېد، دی د اپرېل په ۲۰ په "بلخ" او د اپرېل په ۳۰ په بامیانو کې ؤ او دهندوکش په له واورو ډك غره د می په لسمه نېټه "کاپیسا" ته راورسېد، د اوړي تر پايه پورې د کابل شاهانو په دې پايتخت کي پاتې شو او بيا يې خپل سفر ته داسې دوام ورکړ:

      د اګست په ۱۵ لغمان ته راغی او درې ورځې يې هلته تېرې کړې، د اګست په ۲۰ ننګرهار ته راغی دوې میاشتې هلته پاتې شو، د نومبر له لومړۍ نیتې نه د ګندهارا په نورو برخو او د دسمبر له لومړۍ نېټې نه د پېښور په سیمو کې ؤ، د ۶۳۱ع د جنوري په لومړۍ نېټه د سند د سيند په کڅونو کې په سفر روان شو او د اپرېل په ۱۰ نېټه ټکسیلا ته ورسېد، دی ۱۲ کاله په هند کې پاتې شو او په بېرته راستنیدو کې د۶۴۳ع کال د دسمبر په ۱۵ نېټه بېرته ټکسیلا ته راغی او بیایې د افغانستان لاندني ښارونه وليدل:

      د دسمبر په ۲۵ نبته د فیل په سورلۍ له اباسین نه - راواوښت، د ۶۴۴ع کال د مارچ په ۱۵ نېته لغمان ته راورسېد او دهغه ځای له پاچا سره یوه میاشت پاتې شو، د جون په ۱۵ "فه- له - نه" يعني "بنو" ته ورسېد، د جون په ۲۰ "او - پو - کین "او د جون په ۲۵ "تساو - كيو - تو" (غزني ته ولاړ، د جولای په لومړى نبته اور تسپانه (کابل)، د جولای په ۵ کاپیسا، د جولای په ۲۰ اندراب، د اګست په لومړی نبته تو خار(تخار) د ستمبر په ۸ بدخشان او د دسمبر په ۱۲ پامیر ته ورسېد چې بيا له هغه ځایه یار کند او ختن ته تیر شو.

      د هیون تسنګ سفر نامه د "سي - يو - كي" يعنې د لويديځو هیوادو خاطرې نومېږي او له چيني ژبې نه په انګلیسي ژباړل شوې او په وارو - وارو خپره شوې ده چې د دې ارښتنـاك كتــاب يــوه بـرخــه دهغه وخت د افغانستان د ې خلکو د جغرافيايي ؛ ديني، سياسي او اجتماعي اوضاعو په باب ډېر په زړه پورې مواد لري او کله چې دی له هند نه په راغبرګېدو کښې "فه - له - نه" يعنې د"بنو" ولایت ته رسېږي، د "سي- يو – کي" د لومړي ټوک په ۲۶۵ مخ كې (انګلیسي ) ژباړه د "او - پو- كين"( o-po-kien) په نامه یوه سیمه د بنون او غزني تر مینځ د بنو شمال لويديځ او دغزني جنون ختيځ ته يادوي چې تر ده وړاندي یوه بل چيني زایر فاهیان هغه د "لو_يي "يعني "روه "(Roh) په نامه ياده کړې وه (۲) څېړونکو خصوصا جنرال

کننګهم د هند د لرغوني جغرافيې ليکوال دا "او - پو - کين "د "اوه ګان "(افغان) له کلمی سره تطبیق کوي او وايي چې هيون تسنګ د دې خلکو ژبه هندي نه بولي خو دده په وینا یې د هند له ژبو سره لږ ورته والی درلود نو له دې نه به مطلب پښتو وي او څرنګه چې چيني "او – پو – کین" همغه د لرغوني "ا - وه - ګان" هجاوې (څپې) لري نو بویه په باور ووایو چې مراد همدا افغان دی چې اوس هم د سنده او غزني تر مینځ د پکتیا - پکتیکا او غزنی ولایتونه د افغانی اصیلو او لرغونو قبيلو استوګنځي دي، دى حتما د همدې کورمــــــې او ګوملې په غرونو چې د "او- پو - كين" يعني "افغان" استوګنځی و او په همدې نامه يادېده، د پکتیاړولایت ته ور اوښتی دی. 

      تر اسلام وړاندې د افغان د نامه په باب همدا درې لرغوني ساساني، هندي او چيني سندونه لرو او تر دې وروسته په اسلامي دوره کې د دې نامه ياد په درې او عربي کتابونو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد يې په "حدودالعالم" کې دی چې په ٣٧٢ هـ (۹۸۲ع) کال د جوزجان دال فريغون له کورنۍ او یا مربوطینو څخه ګنی، ليکلي دي. په دې کتاب کې د عبدالجبار عتبي په " تاريخ يميني" کې"افغان" هغه د ابغان په زړه املاهم ليکي، ترې راوروسته مورخانو لکه فخر مدبر په اداب الحرب والشجاعه، قاضي منهاج سراج جوزجاني په طبقات ناصري، حمد الله مستوفي په تاریخ ګزیده او محمد قاسم فرشته او نوروهم "افغان" او "اوغاني" قبایل په وارو_ وارو ياد کړي دي.

     همدا راز د افغانستان د کلمې په باب هم ویلای شو چې دا داسې نوی نوم نه دی چې د احمد شاه ابدالي په وخت کې دې جوړ شوی وي، بلکه تر ده په پېړیو وړاندې یعنې (۷۰۰) کاله مخکي هم موجود او داستعمال وړ و او موږ د سيفي هروي په تاريخ هرات کې چې د ۷۲۱هـ )۱۳۲۱ع) کال شا او خوا تالیف شوي وينو چې د افغانستان ختيځې سيمې يې د سند تر څنډو پورې د "افغانستان" په نامه بللې اوله دې نــه څرګندېږي کله چې هرات د "ال کرت" پایتخت و او هیواد د غزنویانو او غوريانو د سیاسي وحدت لـه دورو نه د چنګیزیانو د تېريو له امله د تجزيې او ورانۍ په لور روان و، د افغانستان نوم هغه وخت هم 

موجود و خو دومره پراختیایی نه درلوده لکه داحمد شاه بابا په وخت کې یې چې تر لاسه کړه.

      د هرات د تیموریانو په وخت کې مولانا کمال الدين عبد الرزاق سمرقندي هروي چې په ۸۱۶هـ (۱۴۱۳ع) کال په هرات کې زېږیدلی او دهرات د دربار د پوهانو، مورخانو قضا او سياست له کسانو څخه و خپل د "مطلع سعدین او مجمع بحرین " تاریخ په ۸۷۵هـ (۱۴۷۰ع) کال ولیکه، دی هم په خپل کتاب کی افغانستان په همهغه جغرافيايي وسعت چې سيفي پېژانده په وارو - وارو يادوي چې د هرات د تیموریانو د لوی هیواد خراسان یوه برخه و او معین الدین اسفزاري هم په روضات الجنات کې افغانستان په وارو - وارو یاد کړی دی.

     کله چې بابر په ۹۳۲ هـ (۱۵۲۶ع) کال له افغانستان نه د هند په لور ولاړ او په ډيلي کې يې د هند د مغولو امپراتوري جوړه کړه نو دال بابر په اکثر و تاریخونو کې وینو چې همدا د افغانستان نوم په همهغه واړه جغرافيايي مفهوم موجود او مستعمل دی او د دې سيمې خلك تل د هند د تیموریانو او دایران د   صفویانو د يرغلګرو امپراتوریو په مقابل کې د خپل ژوند او آزادۍ د ساتلو په جګړه بوخت دي - څو چې په همدې افغانستان کې ددوو پېړیو د اوږده مقاومت او مقابلې په نتيجه کې د میرویس او احمدشاه د مېړنیو قیامونو په وسیله یو ځل بیا ددې خاورې په سياسي وحدت، بيا احياء او د لوی افغانستان په جوړولو بريالي شول او دادی موږ اوس د افغان یو زر اووه سوه کلن او د افغانستان اووه سوه کلن و یار من نومونه د خپل ملي وحدت او تاريخي سوابقو د ویاړ وړ پیل او مبداء په توګه پیژنو (۳)

پایلیکونه :

     (۱) سر اولف کیرو (پتانان ) د ډبرليك دا درې کلمې د يوناني متن له مخې د پروفیسر سپرنګ لنګ په حواله (د امریکا سيامي مجله ۱۹۴۰) داسي ليکلي دي:

" ګونديفر - ابغان -رسمون"(Goundifer Abgan Rismaud)خو فارسي ترجمه يې چې د سپرنګ لنګ له خو انګليسي متن څخه شوې (د لرغون پېژندنې رپوټونه، ۴ ټوك، د شېراز چاپ ) دا درې کلمې "وینده فرن - ابـه کـان - رزمي يد " دي. په لومړۍ کلمه کې چې د جنګ د دې سردار نوم دی "وینده فرن "پهلوي او "ګونديفر" يوناني دی. په دوهمه کلمه کې ابه ګان د يوناني د "ابګان " په مقابل کې راځي خو دریمه کلمه به غالب ګومان "رزمه + پت =رزمه ود = رزم پت" وه چې پت = بد = بذ= د = بيذ د یوې کلمې اصل بېلا بېلې املاګانې دي او د ويدي، سنسکریت اوستازاړه "پتي" ته (چې د خاوند او بادارپه معنی دی) رسېږي.

     د "رزمي يد" املا د يوناني د "رزم + ود" په مقابل کې هم نمونې لري، لکه طبري (۱ ټوك /۶۸۳ مخ )ليکي: د کياني يشتاسپ په وخت کې اووه لوی سرداران وو چې يو له هغو نه "مهکابیذ" د ګرګان په کلیو کې و، څرنګه چې د رزمه کلمه په زړه پارسي کې (Razma) او په اوستا کې (Razma) د جنگ د صف په معنی وه او رجه د سنسکریت له (Raji) سره سم (رده= صف) تر اوسه هم په پښتو کې له همدې ريښې نه ژوندۍ کلمه ده. نورسمه + ود يا رزمي + ید یا رزمه پت = رزم بد، د جنگ سالار او سردار ته وايه شي او د رزمي يد املا به هم د طبري پرمهكابيذ باندې د قياس له مخې سمه وي. 

     (۲) د ظهیر الدین بابر د کورنۍ د واکمنۍ په دوره کې تر ۹۰۰ هـ (۱۴۹۴ع) کال وروسته اکثرو تاریخ لیکونکو د افغانستان همدا ختیځه برخه ترحسن ابدال پورې "روه" بللې ده چې محمد قاسم فرشته يې اوږده له هراته تر حسن ابدال پورې بولي او په پښتو ادبياتو کې هم د انوم ډېر راغلی دی. 

     په حقيقت کې دا نوم له ډېرې زړې زمانې څخه دود دی او په هندوستان کې یې افغانانو ته روهيله او د دوی استوګنځي ته روهيلکنډ وايه چې لاتر اوسه هم په هند کې مستعمل دی. د ملتان د جنوبي سیمې په پنجابي او ډېرو په بلوڅي لهجو کې روه د غره (کوه) په معنی د سلیمان د غرونو له سلسلو څخه عبارت دی (پټانان د سر اولف كېرو تاليف د لندن چاپ، ۴۳۹ مخ).      

(۳) دا کلونه ما د اوسنیو تر لاسه شویو اسنادو له مخی لیکلي چې حتما د افغان نوم تردې هم زوړ دی.