32

روه په ادب او تاریخ کی

جغرافیای تاریخی افغانستان
04 November 1982

د افغانستان او هند په تاریخی کتابو او د پښتو او دري او هندی ژبو په ادبیاتو کی دا ډیری پیړی دوره،  روهیله،  روهیل کهند اصطلاحات لیدل کیږی . خو ترا اوسه پر دې کلماتو او د دوی پر تاریخی سوابقو باندی چا څه تحقیقی پلټنه نه دی کړی .

سراولف کیرو لیکی : د ملتان او دیره جاتو جتان او بلو ځان او نور خلک د کسی غره ( د سلیمان غره ) ته تر اوسه هم (روه) وایی او د پنجابی ژبی په جنوب غربی لهجو کی (روه) د غره په معنا دی .(۱)

ځکه چه روه د غره په مفهوم په پښتو او د افغانستان په تاریخ کی لرغونی سوابق لری. نو باید سړی داسی و ویلای شی. چی دا کلمه د غزنویانو له عصره د پښتنو د سېاسی او کلتوری قدر ته سره یو ځای د هند په ژبو ورننه وتلی ده. چی منسوب یې ( روهیله ) او د دوی هستو گنځای ته بې ( روهیل کهند ) وایه.

په پښتو کی د ( روه ) کلمه کت مټ،  لکه افغانستان یا اپښتونخوا یادیدله او پښتنو خپل ټاټوبی یی ( روه ) هم بللی دی.

خوشحال خان خټک د پښټنو نر او جنگره شاعر ( ۱۰۲۲ – ۱۱۰۰ ق ) په خپلو فارسی اشعارو کی دروهی تخلص لری چی روه ته منسوبه کلمه د خودی کله کله دروهی پر ځای ( کوهی ) هم راوړي او داسي ښکاري چی روهی او کوهی یوه معنا لری. ( غزنی یا غززی ) لکه:

   زلعل شکرین او نباتی 

به کوهی میرسد من من بگوئید

یا :

روی زرد و آه سرد و چشم تر

عشق کوهی را چنین بیمار کرد

د ځینی فارسی غزلیاتو په وروستي بیت که دغه تخلص ( روهی ) هم دی 

لکه:

روهی وجور مهوشان در دو بلای عاشقی

لذت درد یافته، یاد دوا نمیکند

یا :

چو روهی در حدیث آید نبات و شکر افشاند

در آن دم طوطی خوشگوی و بلبل را چه یاد آرم

د خوشحال خان خټک زوی اشرف خان هجری چی په ۱۰۹۳ ق کال د هند د دکن په بیجاپور کی بندی او له خپله وطنه ( روه ) څخه لیری او سید،  وایی: 

قاصدان له ( روهه ) نه راځی مدت شو

سلام بادرا رسوی منت یې تم دي

کاظم خان شیدا د دغه هجری لمسی ( زیږدلی ۱۱۴۰ ق ) چی له وطنه ( روه ) په کشمیر او رامپور کی ورک و . تل د وطن او یارانو په بیلتانه کی ژاړی دی خپل نیکه خوشحال خان په داسی ډول د (روه) د شاعرانو استاد گنی : 

خان استاد د تمام روه دی

بل استاد دې گروه دی

شیدا په هند کی د وطن بیلتون گالی او هلته چی دروه د غرو د بازانو غوټی او د زرکو نری وربیا دیږی،  نو داسی وایی: 

په زړه می گرزی د غرونو څوکی 

حملی د بازو د زرکو کوکی

ووایه څه کا،  دروه نسېمه !

گیر امنگلی زیبا مښو کې

شیدا لطیفه طبعه او خلاق فکر لری د ده پښتو شعرونه خواوږه او د تخیله ډک او خورا ښکلی دی مگر افسوس ! چی هندیان دده په ژبه نه پوهیږی او دده شعر له نزاکتونو او ښکلا وو څخه خوند نه مومی . نو دی د ( روه ) د سخندانانو یاد داسی کوی:

شیدا روستوه رنگین اشعار له هنده

ستا له رای سره اشنا دروه یاران دي

شیدا دروه ساده افغان په هند کی د هغه ځای د خرامانو د لبرانو په تماشا کی زړه بایللی دی او خپله نارسایی داسی ښیی : 

په هندی ادایې وکړې په ما چارې

زه شیدا په زړه ساده دروه افغان یم


دروهی تخلص یوازي خوشحال خان نه وغوره کړی. په ۱۱۵۲ کایل یوه سید جعفر نومی سړی هم ځان روهی با له او یو کتاب یې د تدقیق التحقیق په نامه وکیښ چی ما په کابل کی لیدلی دئ . 

په دې ډول په پښتنو کی دوره کلمه د پښتونخوا افغانستان په معنا مستعمله وه (۱)

او هم له دې ځایه له پښتنو سره هند ته ولاړه او د هند په ژبو ورگډه سوه چی دا کلمه ډیر لرغونی تاریخ لري او زه یې لاندی لیکم.

 


په اوستا کی:

د اوستا کتاب د بخدی (بلخ) لرغونی لارښوونکی زره نشتره ( زردشت ) ته د ۱۲۰۰ ق م په شاوخوا کی منسوب دی. د دی کتاب په وندیداد برخه کی د اهوره مزده په حکم د زمکې د شپاړ سو سیمو د پیدا کولو قصه راغلی ده چی هغه شپاړس سیمې دادي :

    1- آریانا ویجو = خوارزم یا پامیر

    2- سوغد = سغد یا نه او ماورا النهر

    3- مورو = مرو

    4- بخدی = باختر یا بلخ

    5- نیسایه = ښایی چی نساوی

    6- هره ایود = هرات

    7- وای کرته = کابل

    8- اروه = روه.

    9- خننته ؟

    10- هره ویتی = ده هر اوت ( ارغنداب )

    11- هیتومنت = هلمند

    12- راغه ؟ ښایی چی د بدخشان راغ وی.

    13- کخره = ښایی چی کروخ وی.

    14- سورنه = ښایی چی کروخ وی.

    15- هپته هندو = هند شمالی 

    16- رنگه ؟ ښایی چی د سیر دریا سر چینه وی (۱)  که څه د دغو سیمو په ټاکڼه کی د محققانو اختلاف دی خوا کثر پوهان وایی چی سوغده دغه ماورالنهر او مور و مرو او بخدی بلخ او هره ایوه هرات،  او وای کرته کابل،  او هره ویتی ارغنداب یاده روات،  او هیتو منته د هلمند سیمه ده.

   

داتمی سیمی اوره ټاکنه کی منلی خبر نسته خو ځینو دغه سیمه دلر فرات سیمه گڼلی ده، مگر اوستایی زمکی چی د مخه ذکر سوی ټولی هغه سیمی دی چی په اوسنی افغانستان یا شاوخوا کی پرتی دي جغرافی تسلسل لری نو اروه چی کوم ځای ذکر سوی ده باید چی د  هرات او هلمند او کابل او د هند ترمنح واقع وی چی دروه سره پوره سمون لري او په وروستنیو کتابو کی چی دروه کوم تعرېف او ټاکنه سته هغه د اوستا له اروه سره ښه برابریږی نو ځکه ویلای سو چی د اوستا اوره دغه رورستنی روه ده.

روه دپاڼی ڼی په اتو وینا ووکی:

ما دوره خورا لرغونی یاد د تاریخ په کتابو کی د پاڼی ڼی PANUINI په اتو وېنا وو ASHTADHYAYI کی موندلی دی (۱)  دغه پوهانداو د گرامر لیکوال د سنسکریت د نامه موجد دی چی د ۳۵۰ ق م په شاوخوا کی اوسیدئ او پخپلو کتابو کی جغرافی ښه معلومات هم لیکی پانی نی یوه مملکت یا یو فرهنگی واحد ته جنه پده وایی او ددغه ځآی اوسیدونکی سجنیه پداه بولی (۱)  دی څلور جنه پده داسی یاد وی : 

    1- گندهاره GANDAHARA له تکشه شیلا ( تکسیلا ) څخه د کونړ تر روده .

    2- کپیشه KAPISA اوسنی کاپیسا د شمالی سیمه.

    3- بالهیکه BALHIKA بلخ د هندوکش شمالی سیمی.

    4- کمبوجه KAMBOJA (۳)  د آمو سر چینی او پامیر (۴)

    (1) دغه کتاب د ژبو د علمی تحلیل لرغونی کتاب دی چی ۸ وینا وی او ۳۹۵۵ سترا لری او له دغو څخه فقط ۱۴ ستراوې الحاقی دی. نورې گرده اصیلی دې.

    (2) ۵ ویناج،  ۴،  ۳ سترا،  ۸۵ .

    (3) سترا ۸۵. ۳ ) ( وینا،  ج ۱ سترا ۱۷۵ ) .

    (4) هندوستان د پاڼی ټی په حواله ص ۴۸ – ۴۹ دلکهنو د پوهنتون چاپ ۱۹۵۳ م داشتادهیایی صفحه ۴۸ حواله.


د دغو سیمو په بیان کی پاڼی ڼی وایی: چی کپیشه له کونړه تر هندو کشه مځکی دی او یو غر دروهیتا گیری په نامه سیمه له بالهیکه څخه بېلوی دغه غر خو په ښکاره همدغه هندوکش دی چی تر میلاد څلور پیړی د مخه خلکو روهیتا گیری باله  او ددی نامه تجزیه داسی ده :

روهیته گیری ېعنی دروه غر چی دواړه کلمی تر اوسه هم په پښتو کی سته او هغو لرغونیو نومونه ډیر نړدی دی او داسی ښکاری :

پاڼی ڼی چی د اباسین د غاړو اوسیدونکی و،  دروه کلمه یې پیژندله او هندوکش یې دروه غر باله.

روه په مهابهار ته کی :

مهابهار ته MAHA-BHARATA د هند د لرغونیو ویاړنو ( حماسیانو ) مشهور کتاب دی ( د ۱۲۰۰ ق م حدود ) چی ۸۰۰ م کال بیاس دیوا په سنسکریت منظوم کړ په دی کتاب کی د هند دوو لرغونیو کورنیو کورو . پاندو د جگړ رو کیسې راغلی دي . په دغه لرغونی کتاب کی چی د پخوانو آریایانو د تاریخ یو مهم منبع دی د افغانستان د سیمو نوم لوها LOHA دی چی ددغه روه یو هندی سوی شکل دی او هندوانو د R پر ځای L وایه چی دغسی اوښتنی په آریایی ژبو کی سته،  لکه 

دری دیوار = د پښټو دېوال

دری راه = د پښتو لار

دری گلشاه = د پښتو غر شاه ( نورستانی گل ) .

د مهابار ته په ۲۶ سبها کی چی د لوها ذکر سوی دی نو دغه ځای ټولو محققانو دغه افغانستان بللی دی (۱)  چی چی مختلف تلفظونه ېی روهی روها – لوهاوو (۲).



روه د شی فاهیان په سفر نامه کی: 

دا دچین بودایی راهب په ۳۹۹ م کال د دینی کتابو د ټولونی لپاره چانکان څخه راری شو. تئ تئ تئ څورلس کاله وروسته په ۴۱۴ م کال بیر ته نانکن ته ورسیدئ او ډیر بودایی کتابونه یې چینی ژبی ته واړول او خپله سفرنامه یې هم و کښه عمر پر ۸۶ کال مړ شو.

فاهیان له کاشغره د پاس اباسین سیمو ته راغی او بیایی د گندهارا پیښور،  بنون او جلال آباد معبدونه وکتل.

په دغو سیمو کی چی فاهیان لیدلی دی،  دی سو – هو – تو ( سوات ) کندهار او چو – چا – شی – لو ( ټکسیلا ) فو – لو – شا ( پیښور ) هی – لو ( هده ) نا . کی ( ننگرهار ) یادوی او د ننگرهار او پو – نه ( بنون ) تر منځ سیمه لو – یی LO-I بولی (۱) .

جنرال کننگهم د لو – بی د موقعېت په ټاکنه کی داسی وایی: د اباسین غرب ته که سړی دری ورځی سفروکی نو به پو – نو ته ورسیږی دغه چی ( بنو ) دی .

فاهیان د کورمی درود په لوړه سېمه کی یو بل ولایت د LO-I ېعنی ROH  په نامه یادوی . چی دغه ولاېت دهیون تسنگ په وخت کی ۶۰۰ میله گرداگرد درلود او باید چی د  کورمی او گوملی سېمه پکښی شاملی وې.

فاهیان وایی چی لو – یی له و اورین غره ( سپین غره ) څخه شروع کیږی او د جنوب پر لور ترسیو ستا نه رسیږی . د غزنی سیمی تر قندهاره او د شرق پر خواتر دریای سند پوری نیسی (۲)  په دې ډول وینو چی د فاهیان د سفر نامی لو – یی د هندی لهجو د لوها – روها – روهی سره برابریږی . چی جغرافی موقعیت یې هم دغه (روه ) دی .

   


دا هم باید ووایو چی د افغانستان د کوشانی پاچا هو وېشکا پر مسکو کاتو باندی د ۱۷۰،  کال په یونانی مات خط لوه LOH کښلی ده (۱)  که دغه کلمه د سکی وهلو ځای وبولو نو به دغه روه وي،  چی که فاهیان هم لو – یی کښلی دی،  اوښایی دغه کوشانی لوه ( روه ) د کوهسار رب النوع وي،  ځکه چی کوشانیانو دغسی ارباب انواع لکه: اوبه،  باد،  لمر او نور پر خپلو سکو باندی کښل.

فاهیان چینی زایر خپل لو – یی د غزنی او دریای سند تر منځ ښیی چه ترده وروسته یو بل – چینی زیارت کوونکی چی هیون تسنگ نومیږی . د تکسیلا څخه تر اباسین را اوړی،  او د لغمان له لاری دغو سیمو ته ځی . چی د جون له ۲۰ تر ۲۵ پوری ( ۲۴۳ م ) هلته و . دی غزنی او بنو تر منځ سیمی او – پو کین O-P-OKIEN بولی (۲)  چی پوهاند دغه نوم د او گان سره تطبېق کړی دی . هیون تسنگ وایی چی ددغه ځای خلک هندی نه وایی . مگر ژبه یی له هندی ژبو سره شباهت لری . نو ځکه د کننگهم په قول دغه ژبه پښتو ده (۳)

ځکه چی د هیون تسنگ او – پو – کین کټ مټ په هغه ځای کی دی چی فاهیان ترده د مخه لویی بللی دی او هم په هندی او نورو منابعو کی دغه سیمه لوها – روهیتا – روهی بللی شوې ده . نو به ضرور دغه نومونه ټوله د ( روه ) په ریښته پوری مښلی .

ما د مخه د ۱۳۴۸ م کال د سرطان په آریانا مجله ( ۳ گڼه ۱۷ کال،  کابل چاپ ) کی کښلی وو،  چی د افغان نوم د شیرز ء نقش رستم په اشکانی پهلوی ( پارتی ) ډبر لیک کی په ۲۷۰ م کال د ابگان ABGAN په ډول لیک سوی دی (۴).

   

تر دي رورسته د هند منجم او شاعر ورهه مه هیره چی (۵۰۵ م ) کال په شاوخوا کی خپل کتاب بهریته سمهیته کښلی دی. دی د افغان نوم اوه – گانه AVAGANA لیکي ( ۱۱ – ۶۱ او ۱۶ – ۳۱ بیتونه ).

له دغو ټولو سندونو څخه ښکاری چی د افغان نوم په همدغه سیمه کی د چینی زایرانو تر راتگ لا دمخه مشهور  واو دلمر لویدو خواته پارسیانو او دلمر ختو لوري ته هندوانو دوی پیژندل تر څو چی په اسلامی عصر کی یوه جوزجانی لیکوال خپل جغرافی کتاب حدود العالم . په ( ۳۷۲ ق = ۹۸۲ م ) کال وکیښ دی هم په دی کتاب کی د افغان نوم څو واره راوړی او بیایې نور مؤرخان، لکه: العتبی،  بیهقی،  بیرونی . منهاج سراج،  ابن اثیر،  فخر مدبر در وضات الجنات مولف . میر خواند. خواندمیر فرشته او نور د قبایل افغان = اوغان = اوغانیان په نامه په وار وار ذکر کوي .

افغانستان اوروه

دغه سیمه چی روه بلله کیده په اسلامی متوسطه زمانه کی د افغانستان په نامه ځکه مشهور شوه چی د افغانانو سیمه او استوگن ځای و.

د افغانستان نوم په هندوستان کې کابودا ۶۰۰ کاله لیکل کیږي . ضیابرنی د هند یو مورخ وایی: د سلطان محمد تغلق په پاچهی کی یو افغان ملک شاهو لودی په ۷۳۵ ق کال = ۱۳۳۴ م د ملتان حکمران ملک بهزاد یی مړ کئ او تر هغه ورورسته : « شاهو از بلغاک دست بداشت و توبه کرد و ملتآنرا ترک داد و با افغانان خود در افغانستان رفت. » (۱)

په همدغه وختو کی چی په هند او ملتان کی د افغانستان نوم مشهور سوی و په غربی خواوو کی هم دغه نوم خلکو پیژاند مثلاً سیفی هروی مورخ د ۷۲۰ ق په شاوخوا کی دغه نوم د هغو سیمو لپاره استعمالوی چی له قندهار تر تیراهه بیا تر اباسین پوري (۱).

نو ښایی چی سړی دي نتیجی ته ورسیږی چی د مملکت په شرقی څنډو او هند کی دروه،  روهی روهیله نومونه مشهور وو او په غربی خواوو کی یې دغه سیمی افغانستان باله.

په لسمه هجری پیړۍ کی چی بابر د خپلی پاچهی مرکز له کابله ډهلی ته ولیږداوه چی له کابل او غزنی څخه تر اباسین پوري پرتی دي او تر ده وروسته محمد قاسم فرشته په ۱۰۱۵ ق ۱۶۰۶ م کی دروه حدود داسی ټاکی : « روه عبارتست از کوهستان مخصوص که باعتبار طول اط سواد بخور (۲)  است تا قصبه سوی (۳)  که از توابع بکر است و باعتبار غرض از حسن ابدال (۴)  تا کابل و قندهار در حدود این کوهستان واقع شده (۵). » اوس دلته دروه حدود داسی ټاکلای سوای له کابله د ماریگلی تر کوتله بیا له قندهاره د بولان درۍ تر آخر چی سیوۍ ده .