ږغونه او توري
د پښتو ادبیاتو تاریخ
ږغپوهنه Phonology
، پنځمه برخه
د ژبي اساس هغه ږغونه او اصوات دي، چه له خولې څخه را وزي، دا اصوات چه سره يو ځاي سي، يوه کلمه ځيني تشکيل کيږي. د اصواتو او ږغو د ښکاره کولو لپاره ځيني اشکال وضع شوې دي، چه هغه موږ حروف او توري بولو.
هره ژبه ځانته ځيني مخصوص اصوات لري، او ځيني اصوات بيا د اکثرو ژبو تر منځ مشترک دي، د ژبو د مخصوصو اصواتو د مقایسې له خوا موږ کولاي سو، چه د دوي نزديوالي يو له بله ومنو.
په ټولو ژبو کي ځيني توري صايت (ږغیږ) وي، چه د دوي په واسطه د نورو صامتو توريو تلفظ کيږي او دغه لومړي ډول توریو ته چه د تلفظ واسطه دي، حروف علت vowels وايي، دوهم ډول توري چه صامت او صحيح دي، حروف صحيحه consonants ئې بولي.
دلته زما مقصد دا دي، چه پښتو او سنسکریت او اوستا ته د اصواتو او ږغونو د مقایسې په سترگه وگورم او تهجي حروف ئې سره پرتله کړم.