منډيګک

افغانستان د تاریخ په رڼاکې

 ديارلس ځله يو پر بل (سرپرس) ودانۍ د پېنځه زره کلن ژوند نښې نښانې 

تل د خلکو له ژبو اورو او په مقالو کې لولو، چې افغانستان پېنځه زره کلن تاريخ لري. دې خبرو ترڅو کالو وړاندې ډېر اندي ارخ درلود. څه د خلکو په نقل قول او يو څه په اريايي سرودونو، اسطورو او په نیمه تاريخي او نيمه افسانوي اقوالو متکي وي، خو له دي کلو راپدې خوا زموږ اتکا علمـــي اړخ پېدا کړی دی او د افغانستان د يوې سيمې پـه يــوه غونډۍ کې، چې د منډيكك په نوم يادېږي داسې نښې نښانې په لاس راغلي دي، چې د پېنځه زره کلو تاريخي پړاو او تر تاريخ دمخه زمانه کې د افغانستان اوسېدونکيو د ژوند د يوې ګوښې څرګندويي کوي. مند يكك هغه غونډۍ ده، چې له هواري برخې نه تقریبا ۳۱ متره لوړوالی لري او د کندهار شمال لودیځ پلو ته په ۵۰ کیلو متری کې د يې كشك نخود په سیمه کې د شاه مقصود د غره په خوا کې پرته ده. که يې په يو پراخ چوکاټ کې راونيسو دا لویه غونډۍ د دوه لويو سیندو (ارغنداب او هیرمند ترمنځ سیمه کې پرته ده، چې په همغه پلو ترڅنګ د كشك نخود سيند ، چې دا يـو سـيـلابـي خــوړ دی، چې زياتره وخت وچ او کله کله په باراني موسم کي څپانديږي. په يوه ګوښه کې د منډيگک د غونډۍ ننی موقعیت انسان له حيرانتيا سره مخامخوي، خو په لرغونو او تر تاریخ دمخه دورو کې دا ځائ حتما د دوو خوړونو د تګ لوري په منځ کې د کاروانونو د تګ لارې پر سر و او په مجموعي ډول د دوه سترو رودخانو هیرمند او ارغند او تر منځ دغه ټوله ساحه يو له هغو ساحو څخه ده، چې تر تاريخ دمخه يې افغانستان کې د ژوند و ژواک مهم مرکز ګڼلی شو.

د کیندلو له پیله آن تردا څو ورځې وړاندې پورې چې د فرانسوي لرغون پېرودونکي او د قبل التاريخ متخصص (موسیو کزال له خوا يې د کیندلو پای اعلان او د کیندلو یوولس پړاوونه په پرله پسې ډول د مند يكك) په غونډۍ کې ترسره کړل او پنځلس پوړیزه ودانـي يـــې پـــه مختلفو وختونو کې پرله پسې کشف کړه. د منديكك د غوندۍ ۳۱ متره لوړوالی په حقیقت کې د پنځلس ګونو مختلفو اباديو له لږوالي يا ښوېدلو په وجه صورت نیولی، چې د ۳ زره مخزیږدیوکلونو په اوږدو کې پرله پسې ابادي شوي دزيږدي په حساب زره کاله وړاندې ۱۳ طبقی آبادی پرله پسې په مختلفو وختونو کې منځ ته راغلي او له ۲ زره کالو راپدېخوا نوموړي غونډۍ خوشې پاتې ده. په بله وینا افغانستان په ټوله اسلامي دوره کې ياده شوې غونډۍ شره او له خلکو خالی پرته وه ان تر اسلام ۴ سوه کاله وړاندې هم هلته ژوند ندی شوی او هلته د آبادۍ ټول وختونه دزيږدي له ۳ زره کلو وړاندې وختونو پورې اړه لري. د کندهار د منډيكك د غونډۍ د قبل التاريخ مدنيت ټول د برونز او جستو په دوره پورې اړوند دی ځکه چې د اشغال په دې وروستۍ دوره کې چې د آبادۍ او ژوند شواهد د غونډۍ پر مخ ښيي د اوسپنې د دورې ډیر واړه او ناخیز آثار په لاس راغلي په غونډۍ کې د لومړۍ او پنځلسمې مرحلې ترمنځ د ارغنداو او هیرمند د سيمې اوسیدونکیو په خپل ژوند کې مختلفې دورې په بدلون سره تېرې کړي دي. خښته یې اختراع کړي او بيا يې په لمر کې وچه کړې ده او د خښتو د دیوالونو په جوړولو مشغول شوي، ورو ورو په ترتیب سره يې د خټو د لوښي پيدا کړي دي دخاورينو لوښيو پخولو کې يې نورهم زیار و کښی او ورباندې ښه نقشونه لکه د حېواناتو او مرغانو انځورنه ) چې دا مخصوصاً د قبل التاريخ د دورې و، چې نن ورځ هغـــه نســــل لـــه منځه تللی منځ ته راوړل. د منډيكك په غونډۍ کې د ژوند په لومړيو دورو کې ځينو خلکو مالداري او کوچياني ژوند لاره او بیا وروسته ځای پر ځای او مستقر ژوند پیل کړی او بیا پخه پیل شوې ده آبادي همدا راز يې تر ۸ یا ۹ نورو مرحلو دوام کړی په همدې ترتيب د تيږو او ختيو لوښيو غوره والی موندلی او په ۸ یا ۹ مرحله کې د تپې اشغال عالي درجې ته رسېدلی. د دې مرحلې لوني د کویته) بلوچستان د قبل التاريخ له لوښيو سره ډېر ورته والی لري، د غونډۍ د شپږ مې مرحلې د اشغال نه وروسته د مس او جست فلزاتو شواهد وکتل شول د مشهوري كيمياوي تجربې له مخې د ۱۴ نمبر کاربن په اصول چې په امريکا کې یې صورت نیولی د مند يكك د غونډۍ د ژوند کوونکیو د ژوند مرحله له ۲۶۲۵ م ز سره سمون خوري. وروسته له هغې، چې د منډيكك غونډۍ د اتمې دورې د ودانۍ تقريبا ۲۰ متره د سمسورې سيمې له سطحې لوړ شوې وه، يوه نوې دوره يې په مجلله توګه منځ ته راوسته چې د هغې لویې ودانۍ د جوړښت نښې نښانې په خښتو جوړي شوي لويې ستنې يې د پام را اړونې وړ دي، چې ۳ زره کاله وړاندې تر ميلاد د دې ودانۍ موجودیت د لرغون پېژندونکیو د هېښتیا لامل ګرځېدلی د منډيكك غونډۍ پرته له انځور لرونکيو لوښيو او څيزونو، چې د حيواناتو او مرغانو انځورونه پرې ښکل شوي د حېواناتو وړې مجسمې او مخصوصا د ښځو هغه مجسمې (هيكل) هم کشف شوي دي، چې (الهه مادر) دمور رب النوع يا مع بانو په نامه ته د نمانځنه عبادت کیدو. له دغو مجسمونه د يوې په غاړه کې يې غاړکۍ یا (گلوبند) دی او په هغه زنځير کې چې د دواړو سينو په منځ کې يې ځړېدلی دی یو ډول ګاڼه هم ليدل کېږي. د ۳۰۰۰ کاله وړاندې تر میلاد په وروستیو او ۴ زره کالو وړاندې د زريزې په اخر او د څلورمې زريزې په پیل کې د دغو ګاڼو موجودیت د ارغنداو د سيمې د قبل التاريخ د خلکو د مدني ژوند پراخوالی څرګندوي او معلوميږي چې د افغانستان اوسېدونکي او د (موهنجوديــــرو)، چې د سند په سیمه کې واقع دی ۵ زره کاله وړاندې يې د ژوند د قبل التاريخ دوره په يوه شان تېره کړې ده او امکان لري چې د منډيكك تپه خپله د قبل التاريخ دوري لږ څه دمخه پړاوونه تري څرګند شي.