32

نیاز احمد (هوش) د (تاریخ روهیل کهنډ) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

د نیاز محمد زوی او د حافظ یار محمد خان لمسی او د حافظ رحمت خان کړوسی او له دغه علمي خاندانه څخه معروف مؤرخ او ليکوال دی چي (هوش) تخلص لري او د ډیرو مؤلفاتو خاوند دی، مثلاً کلیات هوش، ترانهءهوش، حديقهء نعت او نور.... په اردو ډېر اشعار لري او د روهیل کهنډ تاریخ يې هم په اردو کښلی دی چي دغه کتاب هم د هند د پښتنو تاريخ گڼل کیږي د (۱۲۵۰ هـ) په حدودو کي ژوندی ؤ عمر يې په سياحت تېر اوه او د هند په علمي او ادبي جرگو کی شریک ؤ.