32

رساله نسب نامه فرقه غلجي

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا رساله میا عبد الحکیم کاکړ ليکلې ده، چي دی د ۱۱۴۵ ق په شاوخوا کي د کندهار د خلکو لوی لارښوونکی او د ميا فقير الله جلال آبادي مرید او معاصر و (۱۰۷۰ - ۱۱۵۳ ق) دا عالم او متصوف مشهور سړی ډیر نور تالیفونه هم لري او مرقد يې د کاکړو د لورلائي په تل چوپیالۍ کي دی.

میا عبدالحکیم پسله ۱۱۵۰ ق یوه رساله د پښتنو د قبیلو او لنډ تاريخ په باب کي په دري ژبه وکښله، چي اوس يې يوه خطي نسخه ماته پرته ده. دا د پښتنو یوه لنډه تاریخچه ده چي لومړي فصلونه يې د غلجو نسب نامه او د دوی د پاچهانو او مشرانو احوال بیانوي لکه : د توخو مشران، سلطان ملخي او حاجي ايدل او د هوتکو مشران حاجي ميرويس او شاه محمود او شاه اشرف او شاه حسین حسین د نادر افشار تر حملې پوري.

نور فصلونه د لودي اولاد او په هندوستان کي د پښتنو شاهانو او د سوريانو او د شېرشاه احوال په لنډ ډول بيانوي.

د دغي رسالې په پای کي داسي کښلي دي: "مؤلف رساله ملا عبدالحکیم کاکری است بموجب ارشاد عمه زمان... محب العلماء جناب عبد العزیز خان غلجی توخی محمدزی برهان خیل که از کندهار بقصد سپه گری بهندوستان آمده بود و به رتبه امیری رسیده و چند گاه نائب دار السلطنته لار (؟) بود... و هر افغان که از ولایت بهندوستان آمدی از نوازش او محروم نرفتي.."

د میا عبدالحکیم دغه رساله که څه هم کوچنوټې ده خو حاوي او مفيده ښكاري.