32

محمد حسن خان مراغی د (مطلع الشمس) ليكوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 دا سړی د اېران د قاجاري دربار یو مهم رکن و، چي د صنیع الدوله او اعتماد السلطنه لقب یې درلود (متوفی ۱۳۱۳ ق) او خپل کتاب يې د مطلع الشمس يعني خراسان په نامه درې ټوکه کښلی دی. چي دوهم ټوک يې د دې سيمي تاريخ له ۱۰۳۶ څخه تر ۱۸۸۵ م پوري بيانوي او ځيني واقعات يې په سترگو هم ليدلي دي.

دا کتاب د افغانستان د درانو شاهانو روابط د خراسان له يوې قديمي برخي طوس او نشاپور سره بيانوي او د احمد شاه فوجي لامونه پر دې په تفصيلي ډول لیکي. (د تهران چاپ ۱۳۰۱ ق)

د ده بل تاريخي كتاب منتظم تاريخ ناصري دوه ټوکه په تهران کي چاپ سوی و، چي په دې کتاب کي هم د درانو شاهانو د وختو واقعات په هرات او غربي افغانستان کي بيان سوي او په دوهم ټوک کي د صفويانو د سقوط احوال او پر اصفهان د افغانانو قبضه بيانوي چي د هوتکو د وختو لپاره ښه منبع کېدای سي، کله کله ځيني رسمي اسناد او فرامين هم رانقل کوي.