کوشانیان
هغه قبيلې چې د (۱۶۵ ق.م) پر شاوخوا يې له اريايي ساکانو او سيتانو سره د وينې او توکم (نژاد) ګډون لاره د بڼې، څېرې جګو پوزو او نور څرګندو ژبنيو ځانګړتياوو له مخې د ختيز شمال له آريايي نژاد څخه ګڼل کېږي او چینیانو دوی یوچی yuach-chi بللي دي چې له خپل پخواني ټاټوبي څخه چې د ختيز چين خوا ته و راووتلې او د آمو سيند شمالي سيموته راغلي دوی د هغه ځای ساکان په باختر کښې د آريانه ختيزو سيمو او د هندوکوش جنوب ته وشړل چې تر ۱۲۷ ق م وروسته تر هنده پورې هم پرشا شول او ځای يې يو چيانو ونيو. پر ۱۳۸ ق م چې د چین امپراتور ووتی Wo-ti ( ۱۴۰ - ۱۷ ق، م) د هیوانګ نو د قبيلو له يرغلو او حملو څخه وربړېد، نو خپل يو سفير يې د چانک کین Tchang-kien په نامه یوچیانو ته واستاوه چې له ده سره مرسته وکړي، خو هغوی مرسته ورنه کړه د دغه سفير په وينا د آمو په جنوبي سیمو باختر او بدخشان كښې د تاهيا (تخار) خلك اوسېدل او د يوه بل چيني مورخ سيو . ماتسین Se-Matsien (د) ۱۰ ق، م شاوخوا له ليکنې څخه هم څرګندېږي چې يو چيانوتر (۱۲۵) ق، م) پورې لا د آمو په شمالي سيمو کښې ژوند کاوه او د آمو جنوبي خواته را شيوه شوي نه وو. يوچي خلك د (۷۰) ق.م) په شاوخوا کښې تر آمو را پوریوتل، او د تخاریانو (تاهیا) په مرسته يې باختر ونیو تر هغه وروسته د يوچي او تخار تر منځ ګډون راغی او یو غښتلی او ممتازتكم (عرق) يې منځته راوست چې د كوشي Kushi کوی شانګ کوشان نامتو قبيله د دغو خلکو له پېنځګونو قبيلو څخه وه. د کوچي اوسنۍ کلمه په پښتو او دري دواړو ژبو کښې ددې ريښې نمايندګي کوي. د چين د يوه مورخ د يادونې په اساس د kieu-Tsiu-Kieu کوشیانو مشر چې کيو . تسيو - کيو - نومېد د نورو څلورو قبيلو مشران يې د ځان تابع کړل او په خپله دی د کوی شانگ پاچا په نامه وپېژندل شو، له همدې وخته په تاريخ کښې د کوشان کلمې د يوچي ځای ونيو، د دغه ټبر لومړی نامتو پاچا د چین د لیکونکیو په وینا همدا کیو : تسیو - کیو کوجوله کره کد فیزیس (Kujula-kara-kadphises د ۴۰م شاوخوا) و، چې پارتيا (خراسان)، کابل او کاپيسا يې ونيول او د غزني په شاوخوا کښې يې د پوتا Pauta خلك هم د ځان تابع کړل چې د فرانسوي واله د وپوسن په وینا دا خلك پښتانه وو. کوشان شاه د خپلې پاچهۍ په اوږده موده کښې وکړای شول چې د يوناني او پارتي پاچهانو پايڅور (بقايا ) له منځه يوسي؛ د آريانا په ټوله خاوره کښې خپل نفوذ ټینګ کړی او دافغانستان د خورا سترې امپراتورۍ بنسټ کښيږدي. دي د ۷۸ م په شاوخوا کښې پر ۸۰ کلنی تر ۳۸ کالو پاچهی وروسته مړ شوی دی، تر اوسه پورې يوازې د ده راز راز مسي سکې پيدا شوي دي، چې يوناني او خروشتي ليکنې لري، دده نوم په يوناني کښې" كورولا كده فيس" دی چې دده القاب يې دیندار، د آسمان زوی، شاهنشاه" لیکلی دی وګوری ۲۹ مه نومره عکس د ستر کوشانشاه لومړي کد فیزیس تر مړينې وروسته یې زوی دویمويمه . کد فیزیس Wema-Kadphises د ۱۱۰ م تر شاوخوا پورې حکمراني وکړه او پر ۸۰ کلنۍ وفات شو وګورئ ۳۰ مه نومره (عکس). دی لومړی کوشانی شهنشاه دی چې د خپل هېواد وېش يې ختیز خواته د ګنګا تر غاړو پورې رسولی و. خو چې د چين د پاچا در بارته یې خپل استازی (سفیر) واستاوه او د هغه لور يې ځانته وغوښتله او دا غوښتنه یې رد شوه، نو پر ۹۰ م کال يې او یا زره سپاره د خپل نایب (سی) (Si) په مشرۍ د پامير له لارې ختيز چین ته د يرغل له پاره ولېږل او د چینی جنرال پان - چاو په لاس يې ماتې وخوړه، د چین امپراتور Ho-Ti هو - تي ته يې کلنگ(باج) ورکړ، خو تر هغه وروسته یې درومن له امپراتورۍ سره خپل اړيکي ټينګ کړل او پر ۹۹ او پر ۹۹ م کال يې خپل استازی د روما امپراتور تراجان" دربارته استولى و، او له هغه هېواد سره یې تجارتی او فرهنګي را وابط درلودل چې دده، د عصر په سکو کښې درومن د سکو جوړولو د هنر پیښې (تقلید) څرګندې دي او پر هغو باندې دستر کوشانشاه د یوه پوتره Deva-putra (خداوند زاده) القاب ليدل کېږي چې دفغ پور(فغفور) د لقب مانا ده دده مړينه د ۱۱۰ م کال په شاوخوا کښې ګڼلې شوې ده. تر ده وروسته په تاريخ کښې ۲۰ کاله خلا شته چې په دې موده کښې له لرغونیو آثارو او سکو څخه تر اوسه د یوپاچا وجود نه دی څرګند شوی ځینی د سوتر ميګاس لوي ژغورونکی) سکې په دې خلا کښې ځايوي، خو غالب اټکل دادی چې دا سړی په هند کښې دويمه نایب السلطنه و. په هر صورت د لويو کوشانيانو شهنشاهي د ۱۲۵ م یا د ۱۴۴ م په شاوخوا کښې يو چاته ورسیدله چې کنیشکه Kanishka نومېد ، او ښايي چې د كد فيزيس له کورنۍ سره یې د خپلوۍ روابط هم درلودل، خو دی دیوه لوی کهاله موسس دی چې د میلاد د دریمې پیړۍ تر منځ پورې يې زموږ په هېواد کښې پاچهي کړې او خپله واکمني يې په هند کښې هم پراخه کړې ده. د کنيشکه د شهنشاهی مرکز په ژمي کښې پوروشاپوره (پیښور) او په دوبي کښې د کاپیسه بګرام و چې د هېواد ختيز ويش يې د هند تر بنارس رسیده او د لوېديځ خواته په پارت پورې نښتی و، د شمال لوري ته یی کاشغر، یار کند او ختن هم ونیول د چین له امپراتوره يې يرغمل واخیستل بودایی دین یې ومانه؛ د اشوکا غوندې يې د هغه دين تبليغ او خپرولو ته ملاوتړله؛ د بودايانو څلورمه لويه ديني جرګه يې چې پېنځو سوو پوهانو برخه په کښې اخيستې وه د کشمير په سرینګر کښې د هغو اختلافاتو د لیرې کولو له پاره جوړه کړه چې د هغه دين د روحاني طبقو تر منځ پيدا شوي و، په بودایی دین کښې بدعتونه او پساتونه پېښ شوي وو، او پر خپل اصالت پاتې نه وو هر پلوته بېلې بېلې ډلې منځ ته راغلې وې نو په دې جرګه کښې چې د کنيشکه د دربار پوهان او د ګندهاره علما هم په کښې و، د اووم بودايي پيشوا د ګندهاره د لوی عالم واسو میتره Vasumitra په مشر تا به جوړه شوې وه داسې فیصله وشوه چې دهينه یا نه Hina - Yana د کوچنۍ بګۍ - کوچني مذهب لرغونی مذهب چې د بودا تر مړينې را په دې خوا يې پېنځه پیړی رواج موندلی و تعدیل او اصلاح شی، او دا مذهب چې د سپيڅلي تقوا او نفس د تهذیب سپارښتنه یې کوله د مهایانه Maha-yana په لوی مذهب تعديل شو، چې د ناګار جونه Nagarjuna نومې عالم له خوا ترتیب شوی و. په بودايي لوی مذهب کښې چې ورسته يې په ختيزه آریانه کښې هم رواج و موند ، د کوچني مذهب د اخلاقي سپېڅليو د ساتیرو پر ځای داسې ښوول کېده چې يو سړی باید د بود نستوه Bodhisattva روښانه شوي راتلونکي بودا مقام ته لوړ شی او هم د بودا د پښې يا نورو نخښو ښوولو پر ځای باید د ده ټوله او بشپړه مجسمه لکه د آریانه نور ارباب انواع چې
د یونانو باختري په صنعت کښې يې رواج و، ونمانځل شي. د هند د جنوبي ژبي پالي" پر ځای دې د سنسکريټ ژبه مذهبي ژبه شي، په همدې سبب پخواني کوچنی مذهب جنوبي مذهب، او مهايانه د شمال مذهب ګڼل کېږي. هغه وخت چې لوی کوشانشاه بودايي دين ومانه نو پر خپلو سکو يې چې پخوا د آريانه نور ارباب انواع کښل د بودا بشپړ صورت وکيښ په دې توګه نو د لوی مذهب طرفدارانو وکړای شول چې خپل ځانونه له کوچني مذهب څخه بيل او په ماوراء الطبیعه مسالو کښې خپل عقاید او د بودايت په عالم کښې د ژوندانه دساتير خپاره او د خپلو نويو ګروهو تفسيرونه بشپړ کړي په هغه زمانه کښې د کنيشکه تر دربار پرته بل داسی دربار چې په متبحر و پوهانو عالمانو ډك واى نه شو ليدل کيداى چې په هغه کښې دلوی مذهب پر موسس ناکار" جونه" سربیره نور پوهان هم وو، لکه اسوه کهوشا Asvaghosha د حماسياتو او هسکو ډرامو ليکونکی د بودهه چریته مؤلف او ساري پوټره پره کره نه د طبي علومو سنتر ليکونکي چره که د دربار دینی مشاور ،پارسوا، سنگهه ،رکشه، او سدره سنه (هغه مبلغ چې کنيشکه يي بودايي دين ته واړا وه.)) د کنیشکه په وختو کښې د ده په ټول ارت هېواد کښې خورا ډېر بودايي معبدونه او سنګارامې ودانې شوې چې له هغې جملې څخه دهيون تسنګ په وينا يو د "شا۔ لو - كيا" معبدو، چې چيني يرغملانو ودان کړی و، په هغه کښې يې د مها کاله د لوی بت په پښو کښې خزانه هم ښخه کړې وه چې که دا سنگها را مه ورانه شي بيرته يې په هغو پيسو ودانه کړي. اوس د دغه لوی بودايي معبد نښې بګرام ته دوه کيلو متره ورڅیرمه د شترك پر غونډۍ (پوزه شترك) كښې ښکاره شوي او هلته انځور شوې ودانۍ او ښکلېد دویم لوی معبد آثار چی کنیشکه خپل ژمني تاټوبي پېښور ته نژدې ودان کړی و، د شهر شاهي جنوب ختيز ته د ۱۵۰ فتپه جګ معبد کنډوالې دي، هغه یې په خوارا عظمت د بودا د کچکول Patra-Chity د ساتنې له پاره ودان کړی و، د دغه معبد په اړندو ودانيو کښې د اووسوو په شاوخوا کښې بودایی راهبان اوسېدل. د هيون تسنګ په وينا دا کچکول وروسته کندهار ته وړل شوی و چې پر ۱۳۰۴ ش کال د کابل موزیم ته راوړل شو وايي چې د بودا دا کچکول په شپږ مې ميلادي پیړۍ کښې هغه وخته چې شاه کیپین (کابل) کندهاره و نیو کندهار ته یووړل شو. دغه معبد ته نژدې سل فتپه جګه د پیپل ونه ولاړه وه چې د هغه وخت د خلکو په عقیده بودا د هغې تر سیوري لاندې کښینستلی و، او همدلته يې د بودايي دين روزونکي شهنشا کنيشکه د زيږيدو پیشګويي کړې وه. همدارنګه کنیشکه د دې مقدسې ونې جنوب ته يوه لويه سټوپه جوړه کړه چې د فاهيان په وینا د ۴۷۰ فتو په شاوخوا کښې لوړه، او په قيمتي جواهر و ښکلې شوې وه؛ چې اوس يې آثار د پيښور جنوب ته نيم ميل ليرې د شاه چې ډهیری" په شپږ ګزه غولي کښې پيدا شوي دي؛ او ډاکټر سپونر پر ۱۹۰۹ کال د هغې سټوپې له ګنډوالې څخه يوه فلزي انځور شوې سند و خچه کشف کړه چې پر هغې د کنیشکه ولاړ تصویر کښلی شوی و، او په سندوخچه کښې د بودا مقدس آثار وو، چې دلارډ کرزن له خوا د برما بودایانو ته ورکړل شوه د هغې سندوخچې يوه مهمه ليکنه داسې ژباړل شوې ده د اکیسله Agisala خدمتکار مهاسینه په سنگهارامه کښې د کنیشکه د ويهاري د کار څارندوی په هر صورت کنيشکه د افغانستان د کوشانيانو له سترو پاچهانو څخه دی وګوری ۳۱ مه نومره عکس. چې دد یونانو باختري په صنعت کښې یې رواج و ونمانځل شي. د هند د جنوبي ژبي پالي" پر ځای دې د سنسکريټ ژبه مذهبي ژبه شي، په همدې سبب پخواني کوچنی مذهب جنوبي مذهب، او مهايانه د شمال مذهب ګڼل کېږي. هغه وخت چې لوی کوشانشاه بودايي دين ومانه نو پر خپلو سکو يې چې پخوا د آريانه نور ارباب انواع کښل د بودا بشپړ صورت وکيښ په دې توګه نو د لوی مذهب طرفدارانو وکړای شول چې خپل ځانونه له کوچني مذهب څخه بيل او په ماوراء الطبیعه مسالو کښې خپل عقايد او د بودايت په عالم کښې د ژوندانه دساتير خپاره او د خپلو نويو ګروهو تفسيرونه بشپړ کړي په هغه زمانه کښې د کنيشکه تر دربار پرته بل داسې دربار چې په متبحرو پوهانو عالمانو ډك واى نه شو ليدل كيداى چې په هغه کښې دلوی مذهب پر موسس ناکار" جونه" سربیره نور پوهان هم وو، لکه: ((اسوه هوشا Asvaghosha د حماسياتو او هسکو ډرامو ليکونکی د بودهه چریته مؤلف او ساري پوتره پره کره نه د طبي علومو سنتر ليکونکي چره که د دربار دینی مشاور ،پارسوا سنگهه ،رکشه، او سدره سنه (هغه مبلغ چې کنيشکه يي بودايي دين ته واړا وه. د کنیشکه په وختو کښې د ده په ټول ارت هېواد کښې خورا ډېر بودايي معبدونه او سنګارامې ودانې شوې چې له هغې جملې څخه دهيون تسنګ په وينا يو د "شا - لو - كيا" معبدو، چې چيني يرغملانو ودان کړی و، په هغه کښې يې د مها کاله د لوی بت په پښو کښې خزانه هم ښخه کړې وه چې که دا سنگها را مه ورانه شي بيرته يې په هغو پيسو ودانه کړي. اوس د دغه لوی بودايي معبد نښې بګرام ته دوه کيلو متره ورڅیرمه د شترك پر غونډۍ (پوزه شترك) كښې ښکاره شوي او هلته انځور شوې ودانۍ او ښکلې مجسمې له ځمکې راوتلي دي. د دویم لوی معبد آثار چی کنیشکه خپل ژمني تاټوبي پېښور ته نژدې ودان کړی و، د شهر شاهي جنوب ختيز ته د ۱۵۰ فته جګ معبد کنډوالې دي، هغه یې په خوارا عظمت د بودا د کچکول Patra-Chity د ساتنې له پاره ودان کړی و، د دغه معبد په اړندو ودانيو کښې د اووسوو په شاوخوا کښې بودایی راهبان اوسېدل. د هيون تسنګ په وينا دا کچکول وروسته کندهار ته وړل شوی و چې پر ۱۳۰۴ ش کال د کابل موزیم ته راوړل شو) وايي چې د بودا دا کچکول په شپږ مې ميلادي پیړۍ کښې هغه وخته چې شاه کیپین (کابل) کندهاره و نیو کندهار ته يووړل شو. دغه معبد ته نژدې سل فيه جګه د پیپل ونه ولاړه وه چې د هغه وخت د خلکو په عقيده بودا د هغې تر سیوري لاندې کښینستلی و، او همدلته يې د بودايي دين روزونکي شهنشا کنیشکه د زيږيد و پيشگويي کړې وه. همدارنګه کنیشکه د دې مقدسې ونې جنوب ته يوه لويه سټوپه جوړه کړه چې د فاهيان په وینا د ۴۷۰ فتو په شاوخوا کښې لوړه، او په قيمتي جواهر و ښکلې شوې وه؛ چې اوس يې آثار د پيښور جنوب ته نيم ميل ليرې د شاه چې ډهيرۍ په شپږ ګزه غولي کښې پيدا شوي دي؛ او ډاکټر سپونر پر ۱۹۰۹ کال د هغې سټوپې له ګنډوالې څخه يوه فلزي انځور شوې سندوخچه کشف کړه چې پر هغې د کنیشکه ولاړ تصویر کښلی شوی و، او په سندوخچه کښې د بودا مقدس آثار وو، چې دلارډ کرزن له خوا د برما بودایانو ته ورکړل شوه د هغې سند و خچې يوه مهمه ليکنه داسې ژباړل شوې ده " د اکیسله Agisala خدمتکار مهاسینه په سنګها رامه کښې د کنیشکه د ويهاري د کار څارندوی په هر صورت کنيشکه د افغانستان د کوشانيانو له سترو پاچهانو څخه دی وګوری ۳۱ مه نومره عکس). چې دده له راتلو سره په دې خاوره کښې د ادارې يو مركزي واك او د مدنيت او فکر پیدا کیده منځته راغله او څنګه چې دده شهنشاهی ۲۲ کاله ګڼل شوې ده، نو ځکه دده مړينه د ۱۵۱م په شاوخوا کښې اټکليداى شي چې په دغه وخت کښې به دی د ختن په سیمو او د چین او سغد ترمنځ په غرو کښې مروي. د کنیشکه تر مړينې وروسته د ده هېواد د ده د زامنو تر منځ وویشل شو، او واسیشکه - Vasishka زوی يې چې د هند په ماتوره کښې نايب السطنه و دده پر ځای کښیناست که څه هم دده کومه سکه لاس ته نه ده راغلې خو ماتوره ته نژدې په يوه ډبرليك كښې چې د کنيشکه د سلطنت پر ۲۴ کال ليکلې شوې ده او هم په دوو نورو ليکنو کښې چې دده د جلوس پر ٢٦ - ٢٩ کلو پورې اړه لري دده د زوی نوم ليکل شوی دی او له دې څخه څرګندیږی چې دی د ۱۴۵ څخه تر ۱۶۰ پورې په هند کښې حکمران و، چې زوی يې هم د کنیشکه په نامه یادیده او ده ته يې دويم کنيشکه وايه اباسیند ته نژدې د آرا په ډبرليك كښې د ده نوم په څرګند ډول په خروشتي ليکدود" واجشکه پوتره کنیشکه یعنی واسیشکه د کنیشکه زوی لیکل شوی دی. همدارنګه کنیشکه یو بل زوی د هوویشکه Huvishka په نامه درلود چې د کنيشکه د جلوس د ۳۳ کال په شاوخوا کښې دده د شهنشاهی د ختیز ولایت حکمران و خود جلوس د ۴۰ کال په شاوخوا کښې ( ١٦٩م) د مهاراجه د یوه پوتره (خداوند) زاده شهنشاه په نامه یاد شو او څرګنده ده چې تر دې دمخه یې بشپړه خپلواکي نه درلوده، خو وروسته يې سكه وهلې ده او داسې معلوميږي چې ده په هند کښې او دده واره دویم کنشکه په آریانه کښې پاچهي کړله، مګر د پاچهۍ په ۵۱ کال د ۱۸۰ م شاوخوا) دهوویشکه نفوذ تر کابل پورې رسېده، هغه ډبرليك كښې چې د وردګو په خوات کښي لاس ته راغلی دی دی د مهاراجه (شهنشاه) په عنوان بلل شوی دی او له بګرامه هم د ده ډېرې سکي کشف شوې دي، په دې توګه د ده د هېواد ویش ختیځ خواته تر کشمیره او د هند تر ماتوره پورې رسېده، ده په ماتوره کښې یو شاندار معبد پخپل نامه ودان کړی و، پرسکو يې هم په يوناني ليکدود شانن شا او ويشكى كوشان" یعنې شاهنشاه هويشکه کوشان ليکلي شوي، په کشمير کښې يې د "هوشکه پوره" ښار ودان کړی کال يې د ۱۸۲ م شاوخوا کښې لیکلی دی. دی، او د ده د مړينې د دغه کهاله بل شهزاده و اسوشکه Vasushka دی چې په هندي آثارو د ۱۸۲ م په واسودیوه Vasu-Diva بللی دی، ده په هند کښې کښې يې شاوخوا کښې پاچهي کوله، خو آریانه ته يې نفوذ ، نه و رارسیدلی، پرسکه يې په يوناني ليکدود د شاناناشا - یاشانن شا - شهنشاه" عنوان شته، خو ترده وروسته مود دې کهاله بل پاچا نه دی پېژندلی. د لويو کوشانيانو دوره د ۱۲۵ م په شاوخوا کښې د او ، کنیشکه له جلوسه پیل تو د ۲۵۰م وه شاوخوا کښې پر واسوشکه ختمیږۍ چې په اټکلي ډول يوه پېړۍ او د پېړۍ څلورمه شي. په دې دوره کښې زموږ د هېواد ویدی او اوېستايي لرغوني فکري او فرهنګي مبادي د هخامنشي يوناني - هندي او بودايي مدنيتو له آثارو سره ګډ شوي، او د شمالي توراني آريايانو د ساکانو وسیتی تهذیبی عناصر هم په کښې داخل شول او يو ډير غښتلي افغاني فرهنګ یې منځ ته راوړ چې د دین نمانځنې له مخې یې بشپړه آزادي درلوده، له سپيڅلي او رمز دیسنایی اتشکدو سره بودایي سټو يې ولاړې وې چې کنيشکه او زامن يې د بودايي دين ټينګ روزونکي او نمانځونکي وو، خو بيا هم د کوشانیو په ټول ارت هېواد کښې د نورو ادیا نو معبدونه او نمانځونکي هم وو. لکه د بغلان د مهادژ په معبد کښې، چې د کشف شوي ډبرليك له مخې د كنيشكه په وخت کښې جوړ شوی او بيا د ١٦٠م په شاوخوا کښې يعنې د کنيشکه د جلوس د ۳۱ کال په پسرلي کښې یې ترمیم کړی دی د مقدس اور او د زردشتي معبد آثار پيدا شوي دي او د هغه معبد ترمیم کوونکی نوکونزیکی نومېد چې د ماريك Marig له کورنۍ څخه و چې د فرانسوي څېړونکي مريك په وينا دا فاميلي نوم د دوو وروڼو له نامه سره د وردګو د خوات په خروشتي ډبرليك كښې هم راغلي دي حال دا چې د بغلان در مهادژ په معبد کښې د اور نمانځنې آثار او د خوات په ډبرليك كښې د بودايي دين نخښې څرګندې دي او دا معبد د کنیشکه د جلوس پر ۵۱ کال د (۱۸۰م) شاوخوا ودان شوی دی، د دواړو ترمنځ يوازې شل کاله واټن شته دی. په هغه عصر کښې د ديني عقایدو د آزادۍ بل مظهر دادی په ټکسیلا کښې چې د بودايي تهذيب مرکز و د اتشکدې د ودانۍ دیوالونه ۱۵۸ فته اوږدوالی او ۸۵ فته پلنوالی لري او د ستنو د جوړښت شته چې او معمارۍ سليقه يې يوناني ده دا څرګنده ده چې د يونانو باختري د مدنیت تر خپرېدو وروسته جوړه شوې ده پردې سربېره هلته اتشکده، بودايي معبدونه او برهمني بود تون هم و چې البته د هر دين پيروانو په آزادی سره د خپل دین مناسک پر ځای کول. د ژبې او ليکدود له مخې هم کوشاني فرهنګ ځکه غني و، چې په سکو او د معبدو په ډبرلیکونو کښې يې يوناني، برهمني او خروشتي ليکدود استعمالاوه او د بغلان د مهادژ په ډبرليك كښې په پخوانۍ تخاري دري ژبه داسې مطالب ليکل شوي چې پښتو ته ډېر نژدې دي، خو په خروشتي ليکدود کښې یې سنسکريټ او پراکریتو ژبې هم استعمالولې همدارنګه د هغه وخت په افغانستان کښې د برهمني ليك نخښي هم ليدل کېږي او هغه ليکدود چې د کوشانيانو په عصر کښې د يوناني الفبا له تغييره منځته راغلي ځينو څېړونکيو پوهانو هغه یونانو كوشاني" ليك بللى، چې تر ميلادي پېړۍ او د هيون تسنګ د راتګ تر مهاله پورې لاو، او له کينې خوا څخه ښۍ خواته ليکل کېده چې (۲۵) توري يې درلودل وګورئ ۳۲ مه نومره عکس په هغو اسنادو کښې چې د بغلان د سره کوتل د کوشاني او کنیشکه (د ۱۳۰ م د شاوخوا د معبد له كيندنو څخه لاس ته راغلي داسې څرګندېږي چې کوشانيانو د دغه هېواد د افکارو، فرهنګ او صنعت په جوړښت کښې چې هغه ته د ګريكو بوديك تر دورې وروسته د افغاني فرهنگ یوه ټاکلی او ځانګړې دوره ویل کیدای شي، څرګندې کارنامې کړي، چې له هغې ډلې څخه د شاه نمانځنې ځانګړی قانون دی چې د بودايي او زردشتي (سپيڅلې (اور) د افکارو د پايڅوړ له عناصرو سره يې په خپلو معبدو كښې د پاچهانو مجسمې او بتان هم ايښي دي موږ د دغه آيين پايڅور (بقايا) د اسلامي دورې په سر کښې د غزني او باميان د دروازې په مزګت کښې ګورو چې د لويك د کهاله وروستنی پاچا د خپل لوی نیکه لويك مجسمه د بت ماتوونکيو مسلمانانو له وېرې د سپينو زرو په تابوت کښې ايښې او په هغه مزګت کښې چې پخوا د شاه پرستۍ خاص معبدو په ځمکه کښې ښخه کړې ده. دا مطلب د غزني په تاريخ کښې راوړل شوی و. فرانسوي موسيسو فوشه وايي چې کوشاني صنعت ددې دورې له ابتكارو څخه بلل کیدای شي، ځکه چې د دې دورې د سټوپو نوعيت د آشو- کا د زمانې له ودانيو څخه په ډېره آسانۍ بيلېږي او د آشو کاسټوبې د ايران د فلات لوړو ته نه دي راغلي، خو د کنيشکه او د ده د ځای ناستو کسانو سټوپو په آسانۍ سره هند ته لار پیدا دا کړې ده، او ان د نوي پايتخت پوروشا پوره (پیښور) د ختيځ په شاوخوا کښې د کوشان امپراتور خورا لوی بود تون ودان کړی دی." د کتور هرمان ګويتز چې د هند په اړه د څیړنو المانی استاد دی د کوشاني دورې د هنر په اړه وايي: يوناني هنر د هندي هنر شکل ته تغییر ورکړ او د ګندها را د آرت مكتب بنه يې پيدا کړه، خو دغه هنر ته باید لږ د يوناني او بودايي طرز پراخوالی وويل شي، بلکې اصلاً د ایران ختیز خوا (آریانه) د طرز پراخوالی دی چې ورسره سم يې د جنوب ختيز ساکانو د قبيلو او کوشانيانو تر حکمرانۍ لاندې پراختيا موندلې ده، تر ۳ - ۴ پیړۍ پورې لکه د کشمير د هروان په معبد و کښې چې ليدل کېږي بيخي خالص هنر پاتې شوی د دغو خلکو يرغل د یونان بلخ او هند دولتونه له منځه وړي دي او داسې هنريې منځته راوړی چې د ايران د فلات په ختيز پورې اړه لري او د لوېدیز ایران او هخامنشی له هنر څخه اخیستل شوی نه دی. په دې ډول نور د افغانستان د کوشاني دورې مدنيت ددې خاورې يو خاص تمدن او په دغه هېواد کښې زيږېدلی فرهنګ دی چې د ودانۍ جوړولو، هیکل توږلو، مجسمه جوړولو، ژبې، سکې وهلو او کالیو اغوستلو د هنرو له مخې بیخې افغاني خصوصيت لري، د مثال په توګه، سره له دې چې د دغو پاچهانو پر سکو په يوناني خروشتي او هندي ژبو او ليکدودو ليکنې شوي خو بیا هم د دري تخاری ژبی کلمات چې د همدې اوسنۍ ژبې مور ده هم ليدل کېږي لکه شا شاه شاناناشا ) شهنشاه او فر - برم او عظمت) چې د پخوانۍ دري ژبې کلمات دي د کوشاني مدنيت ډېر ښه ښکارندوی د بغلان د نوشاد د مهادژ د مندر (معبد) کنډوالې دي، چې په سټوپو په آسانۍ سره هند ته لار پیدا دا کړې ده، او ان د نوي پايتخت پوروشا پوره (پیښور) د ختيځ په شاوخوا کښې د کوشان امپراتور خورا لوی بود تون ودان کړی دی." د کتور هرمان ګويتز چې د هند په اړه د څیړنو المانی استاد دی ۶۶ د کوشاني دورې د هنر په اړه وايي: يوناني هنر د هندي هنر شکل ته تغییر ورکړ او د ګندها را د آرت مكتب بنه يې پيدا کړه، خو دغه هنر ته باید لږ د يوناني او بودايي طرز پراخوالی وويل شي، بلکې اصلاً د ایران ختیز خوا (آریانه) د طرز پراخوالی دی چې ورسره سم يې د جنوب ختيز ساکانو د قبيلو او کوشانيانو تر حکمرانۍ لاندې پراختيا موندلې ده، تر ۳ - ۴ پیړۍ پورې لکه د کشمير د هروان په معبد و کښې چې ليدل کېږي بيخي خالص هنر پاتې شوی د دغو خلکو يرغل د یونان بلخ او هند دولتونه له منځه وړي دي او داسې هنريې منځته راوړی چې د ايران د فلات په ختيز پورې اړه لري او د لوېدیز ایران او هخامنشی له هنر څخه اخیستل شوی نه دی. په دې ډول نور د افغانستان د کوشاني دورې مدنيت ددې خاورې يو خاص تمدن او په دغه هېواد کښې زيږېدلی فرهنګ دی چې د ودانۍ جوړولو، هیکل توږلو، مجسمه جوړولو، ژبې، سکې وهلو او کالیو اغوستلو د هنرو له مخې بیخې افغاني خصوصيت لري، د مثال په توګه، سره له دې چې د دغو پاچهانو پر سکو په يوناني خروشتي او هندي ژبو او ليکدودو ليکنې شوي خو بیا هم د دري تخاری ژبی کلمات چې د همدې اوسنۍ ژبې مور ده هم ليدل کېږي لکه شا شاه شاناناشا ) شهنشاه او فر - برم او عظمت) چې د پخوانۍ دري ژبې کلمات دي د کوشاني مدنيت ډېر ښه ښکارندوی د بغلان د نوشاد د مهادژ د مندر (معبد) کنډوالې دي، چې په سره کوتل کښې له ځمکې څخه راوتلي او د زردشت د مقدس اور د نمانځنې خورا لوی ځای و هلته ليکنې مجسمې سكې او د پخوانيو ودانيو دوهې ( اتشگاه آثار کشف شوي دي. په دغه لرغوني معبد کښې پر يوه ډبره د لیکل شوي مضمون درې نسخې لاس ته راغلي چې اصلي او يقيني نسخه يې د معبد د پورتنیو کند والو له خاورو څخه را ويستل شوي دا يوه هواره شاخه ده چې کيڼ اړخ ۱۲۷ سانتي متره، ښي اړخ يې ۱۱۰ - پورتنی اړخ يې ۱۳۲ . او لاندینی اړخ يې ۱۲۵ سانتي متره دی پر هغې (۲۵) ليکې چې (۹۴۷) شکسته يوناني توري او (١٦٠) كلمې لري ليکلى شوي دي وګورئ ۳۳ مه يې نومره (عکس) د معبد په کښته پوړ کښې يې د يوې لویې څا کنده موندل شوی چې ديوالونه يې په منظم ډول په ډبرو را پورته شوی، د دیوال د دغو ډبرو تر منځ د مسطحو ډبرو ټوټې پيداشوي چې پر هرې ټوټې په همهغه شکسته يوناني ليکدود ليکنې وې، همدا چې د ډبرو دا ټوټې څنګ تر څنګ سره کښيښوول شوې نو څرګنده شوه چې د دغو ټوټو ليکنې د ځينو کلمو په لږ املایی اختلاف همهغه د پورتنۍ شاخی مضمون و، د ډبرو دا ټوتې (۲۱) وې چې په مختلف سور او اوږدوالي د ډبرليك دويمه نسخه ځنې جوړېږي، . او (۲۷) ليکې لري، چې د ليك او املا د ښکلا له مخې دویمه درجه ګڼل کېږي، خو دريمه نسخه د ډبرو پر (۳۲) ټوټو په (۲۷) ليکو کښې ليکلې شوې چې ليکدود يې ډېر بې تناسبه او ناوړه دى، په املا کښې يې هم ځينې كلمات له هغو نورو دوو نسخو سره توپير لري داچې دا (۵۳) ليك لرونکې د ډېرو ټوټې يې ولې د څاپه دیوال کښې کارولې دی؟ د دې پوښتنې ځواب تر اوسه څرګند نه دی دا درې واړه نسخې د کابل په موزیم کښې شته، د ډبرليك له مضمون څخه څرګندېږي چې د بك لنگ (بغلان) اصلی بنسټ اېښوونکی کنیشکه و د ۱۳۰ م شاوخوا دغه نامتو او بریمن بک شاه (لوی پاچا د بغلان ماليز (مهادژ او مندر) (معبد) ودان کړی و، چې هغه یې نوشاده هم باله، خو د کنېشکه تر مړينې وروسته (د ۱۵۱ شاوخوا) د دغه معبد اوبه وچې شوې، نو ځکه د مقدس اور نمانځونکي له دغه ځايه لاړل او معبد يې پرېښوو، څو چې د کنشکه د عهد د ۳۱ کال د پسرلی د حمل (نیسان) پر میاشت د ١٦٠م شاوخوا هغه وخت چې شاه بغپور لويك بوسر د شېزو ګرګ ارواښاد (مرحوم) زوی د کوشاني شهنشاهۍ تر اثر لاندې په دغه هېواد کښې حکومت کاوه د هغه وخت يو سړى چې "نوكونزوك" نومېد او د خداوند او ايومن نوبخت پاچا او د هغه د وزیر په فرمان يې د ماریک د کورنۍ د کنارنگی منصب لاره د نوموړي نويك بوسر له خوا فریستار آب د اوبو رسولو مامور و یک لنگ ته راغی او د هغه نوشاد او مندر د بيرته ودانولو له پاره یې څا وكينده او د هغه بنسټ يې په ډبرينو خښتو کښيښوو او په هغه پورې يې يو ارت غولی هم ونښلاوه؛ چې تر اوبو پیدا کېدو وروسته د نوشاد معبد بیا استوګن او ودان شو او اور نمانځونکي هلته راغونډ شول. د ډبرليك په پای کښې څو تنو چې د هغه مندر په بېرته ودانولو کښې يې ونډه اخيستې وه لاسليك كړى دى چې نومونه يې دادي: بورزو مهر - کوز کاشکي پور - نوکو نزیکی کنارنگ ماریک، ایمن نوبخت مهره من بورزو مهر پورا مهره من هغه ژبه چې په يوناني ليکدود ددې مهمې تاریخي ډبرې په ليکنه کښې کار ځنې اخيستل شوی دی بې له شکه د همدې اوسنۍ دري ژبې پخوانی شکل دی چې د ګډو توريو او ګډ ګرامر د استعمال له مخې له پښتو سره خورا زیات نژدیوالی لري د مثال په توګه آب - فريستار آب د اوبو ر سولو مامور) شا (شاه) بک لنک (بغلان) بک شا لوی شاه، مالیز (مهادژ) انند په پښتو د بهره ور په مانا سا (شا) ناموبرگ (نامور) کرد (د کاف په زير د کردن . کړنې له مصدر څخه د ودانولو په مانا) فروګرد (پوره کدر - پوره کړ - تمام کرد تادي په پښتو د تلوار په مانا) ستا د د لومړی وری په سکون ، ایستاد) ایر (د) آتشگاه په مانا چې په وزيرۍ پښتو کښې هم تر اوسه "ایر" د "اور" په مانا دى او ايرې خاکستر ته وايي) فري (فرا) خودي (خدای) بگ پوهر فغفور) الو په پښتو او دری کښې اروا) ایوک او دوهيرس ( يوديرش) نیسان (حمل) ما (ماه) - میاشت مال په پښتو مهال د وخت په مانا دی کند د) کندن - کیندل مطلقه ماضي) نوشال (نوشاد) فرومان د لومړي توري په سکون - فرمان). د فرانسي هيئت كيندونکي پوهان وايي: دا لوی او له برمه ډك معبد په وروستیو زمانو کښې د خورا مدهش اور لګیدو له امله نړیدلی دی، لکه چې د ودانۍ په مرکزي شبستان کوشکنو او برنډه کښې د ايرو پنډې طبقې شته او هم د نوشاد په دواړو اصلي او فرعي اتشکدو کښې د اور لګيدلو نخښې ليدلې کېږي، ښايي دا اور د ۲۴۰ م) په شاوخوا کښې د ساساني لومړي شاپور د فتوحاتو په وختو کښې په قصدي او عمدي توګه لګېدلي وي. د نوموړى ډبرليك له كتنې او څېړنې څخه دې نتيجې ته رسېږو چې په لومړۍ او دويمه ميلادي پیړۍ کښې دري ژبه په همغه لرغوني شکل په تخارستان او کوشاني دربار کښې د لیکنو او دفتر ژبه وه، حال داچې په همدغو وختو کښې په لوېديز او شمالي ايران کښې په پهلوي ژبه خبرې کېدې او ديني او درباري ژبه وه پر يوه مهال په دوو ختيزو او لوېديزو دربارو کښې د دوو ژبو له دغه نژديوالي څخه پوهېږو چې دري ژبه له پهلوي ژبې څخه زيږېدلی نه ده او له لوېديځه ختيځ ته نه ده راغلې، بلکې د افغانستان وطني ژبه او له پښتو سره يې ريښه يوه او نژدې ده. څنګه چې د يوې ژبې د پیدایښت مرحلې په آني او ارتجالي توګه نه دي نو بايد وويل شي چې پخوانۍ دري ژبه د ساکانو او کوشانيانو تر مهاجرت دمخه هم په تخارستان کښې وه خو د يونانيانو له تسلط سره يوناني ژبه پر دمخه شوه او د سکندر د اخلاقو د دربار، دفتر او سکې ژبه وه، هغه وخت شمالي آريايي نژاده قبيلې تر آمو سينده راپورې وتې او په تخارستان او باختر کښې مېشتې شوې او بيا يې ټوله آریانه تر لاس لاندې کړه، دغه وخت به نودري ژبه د دربار او ليکنې ژبه ګرځېدلې وي، چې همدا ډبرليك د هغې رسمي ځاى او شهرت ثابتوي.