سریزه
د پخوانو آریایانو او د اکثرو نورو اقوامو زاړه ادبی آثار منظوم وو او منثور یی ډیر لږ پاته دی.
ويدا او اویستا دواړه منظوم وو د سنسکرت زاره كتب هم اکثر منظوم دی. نو له جهته د آریایی اقوامو د نظم تاریخ تر نثر دمخه دی. په دی کی هیڅ شك نسته، چی د ژبی اساس پر نثر ایښودل کیږی مگر څنگه چی بشر خپل پخوانی ادبی آثار په حافظه کی ساتله، او د ليك او تحرير فن لا نه و ایجاد سوی نو د حافظی د ساتلو لپاره نظم تر نثر آسانه و او هر کله به د آریایی اقوامو ریشیانو (شاعرانو) خپل دینی او اجتماعی مطالب نظم كول، او حماسی شاعرانو به خپل جنگی او حماسی اشعار په منظوم ډول پېودل. د ويدا قديم آثار د دغو ريشيانو د قریحی نتایج دی، اوستا هم د زرتشت او د ده د اتباعو گيتونه او سندرۍ دی، د زاړه یونان ایلیاد او اوډیسه هم د هومر حماسی سرودونه دی.
د پښتو ژبی په ادبی تاریخ کی هم موږ ته تر اسلام را وروسته، لومړی منظوم اشعار لاس ته راغلی دی، او د قدماوو په دوره کی تر (٦٠٠ هـ ق) دمخه د کوم منثور اثر درک نه لرو، فقط هاشم سروانی (د سالو وږمه) يو کتاب راته معلوم دی، مگر منظوم اشعار خورا ډیر دی چی لکه پخوانی آریایی متون سینه په سینه را نقل سوئ او وروسته په کتابو کی ضبط سوی، او تر موږ پوری را رسیدلی دی.
ځکه چی پښتو ژبه د قديمو منظوماتو په شهادت موجوده وه، نو طبعأ به یی نثر هم درلود، مگر ښایی چی د ليك او تحرير د نه والی په سبب (نثر) نه وی ضبط سوی، او که څه هم و، هغه به د زمانی څپو وروسته وړی وی.
په دغه علت نو موږ د قدماوو په دوره کی تر (٦۰۰ ه ق ) پوری د پښتو نثر نسو موندلای، او تر دغه وروسته د متوسطینو په دوره کی چی څلور پیری ده، د نثر نمونی لرو او نثر ليکونکي پښتانه پیژنو چی کتب یی تالیف کړی دی.
د مغلو تر تاړاک دمخه یعنی تر (٦٠٠ هـ ق) پخوا د پښتو ژبی ادبی مراکز، غور، هلمند، ارغنداو او د ترنك ورشو گانی وی، څنگه چی دغه مراكز د مغولو خونخورو لښکرو وران کړل او د مدنيت یوه بولگه یی نه پکی پریښووه، نو ښایی چی د پښتو ډير کتب او آثار هم ورسره تباه سوی وی.
یو ټینگ دلیل سته چی د (٦٠٠ هـ ق) په حدودو کی چی د نثر کومه نمونه موجوده ده، هغه ډیره پخه او متينه او خوږه ده، د یوی ژبی نثر چی دی درجی ته را رسیږی طبعاً یی باید دمخه ابتدایی مراحل طی کړی وی، څو د طفولیت له مراتبو څخه د رشد او پخوالی درجی ته راغلی وی.
نو له دی خبری څخه استدلال کوو چی باید ډیر دمخه لااقل دوی دری پیری پر پښتو نثر تیری سوی وی، خو د اوومی پیری متانت او پوخوالی یی میندلی وی.
له دی لڼدو يادونو وروسته به زه د پښتو د لومړنی تر لاسه سوی نثر لیکوال در وپیژنم او بیا به یی په نثر او خصوصياتو وږغیږم.