سکندر په آریانا کښی

د افغانستان پخوانی تاریخ پنجم ، لو مړۍ برخه

د سکندر حرکت له هایر کانیی څخه د پارت او هرای وخوا ته: د داریوش تر مرگ وروسته مقدونیانو گمان وکر چه د سکندر جهانگیری تمامه شوه، پس له دې به د خپل وطن لور ته بېرته ځی - اما نوموړی پس له ١۵ ورځو ځند نه چه د هایرکانیی په یوه مهم ښار کښی ئی وکړ چه زود را کارتا  Zudracarta نومېد د شرق لور ته د حرکت په نيت کښی شو، اما پخوا تر هغه چه دې کار ته اقدام و کوی، لازم  وو چه د تاپورانو Tapurians یعنی د اوسنی طبرستان د غرنيو برخو د خلقو په ضد او همدارنگه د مارد یا نو Mardians د مازندران د شرقی برخی د اوسیدونکو په خلاف حمله وکړی، امر ئی وکړچه د ده لښکری دی په زادراکات را Zadracatra (استرآباد)  سره غوندې شی - همدلته وو، چه ده ته ئی خبر ورکړ چه بسوس د باختر والی تاج په سر کړی او د استقلال اعلان ئی کړیدی - اسکندر له ده څخه خورا زیات په وېره کښی ؤ، ځکه دی خبر ؤ، چه بسوس له ډېرې مودې راپدېخوا د هخامنشیانو د دولت د غورزولو په چاره بوخت ؤ، اوغوښتل ئی چه د آریانا پخوانی دولت ته بیا سر او صورت ورکړی ۔ خیال ئی و کړ چه دا مهال چه لا تر اوسه ئی دولت ندی ټینگ شوی که د هغه د استیصال چاره تمامه نه کړی نو د یونان قواوې به هرو مرو له دغه مملکت څخه خورا زر وشړی او کار به بیا سخت شی. 

بسوس د هخامنشی د پاچا داریوش له مرگه څخه وروسته د پارتيا له لیاری زر بکتریانی ته راغی ځکه ده غوښتل چه زر د خپل مملکت کشوری انتظام جور کړی محلی سر دارانو هم لکه نابارزانس Nabarzanes ساتی بارزانس Satibarzanes او بارسائنتس له ده سره ملگری و کوله او دا فکر ئی تقویه کړ. 

دغو سترو سردارانو دا حس کړی وه چه د دوی خورا کوچنی غفلت به خارجی دښمن د دوی په مملکت باندی مسلط کړی - لدې کبله دوی ټول سره اتفاق شول - بسوس په باختر یا نه کښی د پاچاهی اعلان وکړ، او ساتی بارزانس، اریا (هرات) او بارزائنتس در انگیانا (سيستان) ته بيرته راغلل. 

لدې کبله سکندر د باختریانه خوا ته د تگ تیاری ژرونیو او د پارتيا له منځه را تیر شو، د آری ولایت ته راغی، هر کله چه د سوزیا Susia ښار یعنی طوس ته هغه مهال د هرات په ولایت پورې تړلی ؤ،  راورسید، نو ساتی بارزانس د هرات والی ئی مخی ته ورغی - ځکه هغه یوازی نشوای کولای چه د سکندر له ډیرو لښکرو سره مقابله وکړی، لدې کبله ئی مصلحت داسى وليده چه پدې وخت کښی له ده سره مقاومت و نه کړی او پرې ئی ږدی چه د افغا نستان د لوړو غرو درو ته راننوزی، او هغه مهال بیا د نورو جنگيالو متفقينو په مرسته د ده کار تمام کری - اسکندر ساتی بارزانس بیا پخپل حکومت باندی پرېښود، او یونانی اناکسیپ (Anaxippe) ئی له څلويښتو لندى لرونکو سره مأمور وگرزاؤ چه دا ولایت د مقدونی لښکرو له ضرره څخه وساتی. 

د اسکندر په ضد لومړی ملی اقدام: اسکندر هر کله چه د هرات د والی (هرای و) له خوا څخه څه قدر خاطر جمع شو، نو غوښتل ئی چه د دې هـواد له شمالی برخو څخه د شمال شرقی سمت د باختر پانې خوا ته و لېږدی هوری له بسوس سره چه سره ارغوانی کالی ئی اغوستی او ځان ئی د آریانا پاچا بللی ؤ، خپل حساب پاک کړی، له دې کبله ئی له هرات څخه د باختريانې خوا ته کوچ و کړ، مگر پس له دری، څلورو، ور ځو ئی دا کشف کړه چه ساتی بارزانس له بسوس د باختر پاچا سره په یوه اتحاد کښی دی، او سربیره پر دې، پدې څو ورځو کښی چه دى غائب ؤ، د آریا خلق د خپل سردار ساتی بارزانس په قیادت په ښورښت راغلل او د پردیو پر ضد ئی اقدامات شروع کړی او یونانی انا کسیپ او د هغه ملگری ئی وژلی دی، ساتی بارزانس هر کله چه اسکندر له هرات څخه لیری ولید. نو د جگړې تیاری ئی کاوه ترڅو چه هغه وخت چه بسوس له اسکندر سره په جگړه بوخت شی نو دی به د شا له خوا په یونانیانو باندی کار تنگ کړی او دا، اور به دوی د باحتریانی په ډگرونو کښی په اتفاق سره ووژنی – د دې لپاره چه د ده د اقداماتو خبر سکندر ته ونه رسېږی، یونانی انا کسیپ او د هغه ملگری ئی ووژل او ده ، د دی هواد له آزادو خلقو سره په خورا جوش او ملی احساساتو په جدی اقداماتو گوتی پوری کړی، ځکه ده غوښتل چه د همسایه مملکت (فارس) له ولاياتو او بالواسطه د یونان سره د سکندر اړیکی و شلوی او پرې نږدی چه له دغی لاری څخه کومه مرسته اسکندر ته ورسېږی تر څو چه په دې وسیله سره زر خپل ملی مرام ته ورسيږی او له خپل هواد څخه خطر دفع کړی ...

ددې مسئلی اروید و اسکندر خورا زیات په ویره او دهشت کښی وغورزاؤ، ځکه ده خپل ځان د آریانا په میدانو کښی، خپله هواده (مقدونی) څخه خورا ليرى او داسی ليده چه د دې غرنی مملکت د زړورو میړو، د سر نېزو سره مخا مخ شويدى - لدې کبله په خورا فوق العاده چټکتیا سره له ليارې بيرته را وگرزېد او په شدت او قوت د آرتاکوانا Artakoana لورته، چه د آریه يومهم ښار و، راغیء دا مهال سکندر په خپل خطرناک موقعيت او هغی غلطۍ باندی چه لومړۍ پلائی کړی وه پوه شو، او د علاج په پیدا کولو بوخت شو. هر کله چه ساتی بارزانس د سکندر د حرکت له چټکتیا څخه خبر شو چه ۶٠٠ ستيده (۲۰ فرسخ) فاصله ئی په دوو ورځو  وهلی ده، خورا متوحش شو، او له څو تنو خپلو فداکارانو سره ئی هرات پریښود تر څو چه په بل ځای کښی د خپل مملکت د نجات لپاره هغه څه چه په خپل زړه کښی لری عملی ئی کړی. د ملی عسکرو یوه برخه د ښار په شاوخوا کښی یو غرنی ځنگله ته ورداخله شوه او هغه ئی سنگر ونیو هر کله چه سکندر ونه شوای کولی چه هغوی مغلوب کړی، نو امرئی وکړ چه ځنگله نه اور ورته کړی، هوری یوه زیاته ډله زمونږ زړور عسکر تر وطن قربان شول - همدا ډول اسکندر د دی ښورښت طرفداران تعقیب کړل د هغوی نه ئی ځینی و وژل او یوه بله ډله ئی په ځنځیرونو کښی و ساتل د دې د پاره چه ځان د دغه مملکت د خلقو د عکس العمل له لاسه وساتى، نو (اريان الکذاندویه Arian - Alekandria) ئی بنا کړه، چه بنا ئی له آرتا کوانا Artacoana د منطقی له پايتخت سره مطابقت ولری. دا ځای یوه عسکری قتله وه، چه یونانی عسکرو د هستوگنی لپاره جوړ شوه، خو یونانیانو د سکندر د نوم د ژوندی ساتلو او د شهرت لپاره هغه چوڼۍ ښار وباله اوعيناً دغه معامله ئی له هغو نور و نظامی قلا گانو سره وچلوله کومی چه سکندر زموږ د مملکت په نورو ځایو کښی ودانې کړې وې، پروفیسر ولسن ارتاکوانا اواسکندر په آریس Alexandria in Arus دواړه د هرات له موقعیت سره منطبق گڼی (روز) د هغه په باب کښی داسی وائی: ده (سکندر) یو ښار ودان کړ چه سکندر په ار یوروم  Alexandria Ariorum یعنی هرات چه تر اوسه لاهم د مرکزی آسیا د تجارت له مهمو مراکزو څخه يو مرکز دی بار تولد په دې باره کښی داسی لیکلی دی: مسلمانانو لوی سکندر د هرات او د مروی و دانوونکی باله په دی صورت کښی د آریا په ولایت کښی د سکندریه نومی ښار د ودانولو په باب کښی د یونانی مورخینو روایات د مخه ذکر شوی داستان تائید کوی، بطلیموس د آریا مترو پولیس Ariametropolis ترعنوان لاندی، دغه رنگه (ریزید ور خارا کسی) بیله ارتا کوان ښار د پخوانی بومی او محلی پایتخت څخه له دی ښار څخه هم یادونه کوی، لدې جهته د ارتا  کوان د ښار د موقعیت موضوع د پوهانو په منځ کښی تر بحث لا ندی ده، د (تو مانک) په عقیده د آر تا کوان ښار دهرات د ارگ په ځای واقع ؤ، چه وروسته بیا د کرت د سلسی په زمانه (۱۳ او ١۴ پیړي) کښی د اختیار الدین په نامه مشهورشو. 

سکندر څو ورځی توقف و کړ او د خپل هغه کنډک اردو د رسېدو په انتظارکښی  کښیناست چه د کرا تېريوس Kraterus تر اداری لاندې ؤ «۴»آرزاسس Arzaces (ارشک) د ساتی برزنس په ځای مقرر کړ او دی بېرته له خپلو عسکرو سره يوځای شو.

د سیستان خواته د سکندر لېږدېدل: هغه مهال چه سکندر له هرات څخه روانېده تازه دمه عسکرچه ده راغوښتی وو، راورسیدل – سکندر دا کنډک عسکر په خپل لښکر کښی داخل کړل او د درانگیانا، یا زرانگيانا Zrangiana Drangiana. په لور ئی کوچ وکړ، ځينو مورخینو، دا نوم درانگی Drangi، او زرنگی Zarangai هم لیکلی دی، چه له اوسنی سیستان څخه عبارت ؤ، سيستان د سا کاستن Sakastene له کلمى څخه چه د زرنج یوه برخه وه راوتلی دی، او اوس ئی د زرانگیانا په ټول ولایت اطلاق کېږی، عربوسکستان، سجستان وباله، وروسته بيا سيستان شو.

مقدونی لښکر و د جنوب لور ته د زند د پایتخت خواته چه: پروفتاسيا Profhthasia نومید،او  پروفیسر و لسن هغه له، پشاوران Pishavaran سره یو بولی، مارش و کړ دغه هغه پخوانی ښار دی چه د هامون یا د سیستان د دریاچې په شمال کښی د ۱۸۰ میلو په فاصله د هرات په جنوب  پروت ؤ، ژوگی د دی ښار قوم، پرادا پروفتهازا یا Parada Prophthasia» ليکلى دى او ځينی هم په دی عقیده دی چه د بروفتازیا، موقعیت له فراه سره منطبق گڼی – د پروفتازيا انطباق له فراه سره څه قدر په نظر سخت برېښی ځکه د ابیدور په قول د آری د ولایت د انبان Auban منطقه په درانگیانا، پوری تړلی وه، او د مهم ښار ئی پهرا Phra دی چه د یقین له مخی اوسنۍ (فراه) گڼله شویده او په څرگند ډول معلومېږی چه دا ښار د آریا د ولایت له مهمو ښارو څخه ؤ، پرسی ساپکس هم د زرنگیانا د منطقی مرکز فراه بولی چه د یو نوم له مخی په دغه نوم بلل شوى ده بنا په دغه دلیل څرگندېږی چه پهرا، پروپهتیازیا، او پروفتازیا، له پشاوران سره پووو. اسکندر پدی ځای کښی د مقاومت چاره ونه ليده، ځکه د دې ولايت والی چه بارزانتس Barsentes نومېد او د خپل مملکت د استقلال په لاس راوستلو لپاره ئی د داریوش د قتل په سانحه کښې له بسوس، او ساتی بارزانس سره اتفاق کړی ؤ او هیله ئی درلوده چه زر تر زره به د خپل ولایت سررشته او انتظام سم کړی، او د پردی حکومت د حملی د خطر په مقابل کښی به له خپلو نورو، ورونو سره، اوږه په اوږه و دریږی - نو هر کله چه پخپل ځان کښی ئی لاتر اوسه هغه زور او قوه نه لیدله، چه له سکندر سره وجنگیږی، لدی کبله ئی سیستان پرېښود. او خپل اقدامات ئی بل وخت ته وځنډول - په نتيجه کښی سکندر پدې ولايت مستولی شو - او په دغه مهم ښار «درانگیانا» کښی وو. چه د فیلوتاس تراژیدی، پېښه وشوه، د دې پېښی مطالعه چه د ۳۳۰ ق م کال د اکتوبر په میاشت کښی واقع شوه. کافی ده چه د سکندر خود خواهی او عدم اطمینان، کبر راته څرگند کړی، فیلوتاس د سکندر له سترو جنرالانو څخه ؤ، پخپله دی او پلار ئی پارمن يو Parmenio، د آسیا د فتحی له مهمو اشخاصو څخه گڼل کېدل، سکندر، څو موده وه چه د فیلوتاس له رشاد نه څخه وېرېده سکندر په دغه جنرال باندی  چه د جګړې په ډگر کښی په هیچ وجه له ده څخه کم نه ؤ، بد گمانی پیدا کړه او د کراتيريوس او نورو جنرالانو د بدو ويلو په اثر، چه د فیلوتاس په مقام او رتبه ئی حسد درلود، سکندر په قهر شو، او د هغه د اعدام حکم ئی صادر کړ سکندر د دی زړور ملگری د وژلو په وخت کښی چه د ده د افتخاراتو د گټلو په مورد کښی ئی د یونانی عالم په نظر کښی خوراستر خدمتونه کړی وو ښه غورا و سنجش و نه کړ- او يا د دې لپاره چه هغه ټول افتخارات پخپله په ده پوری منحصر پاتی شی نو دغه کار ئی و کړ، پارمن يو، د فيلوتاس پلار د فلیپ د سکندر د پلار له سترو جرنیلانو څخه يو مېړه ؤ. چه د خپل فوق العاده مهارت په سبب سره چه په جگړه کښی ئی درلود او د متواتر و تجربو، افتخاراتو د گټلو، او تیک نامۍ له کبله د مقدونی په عسکرو کښی لومړنی سړی گڼل کېدi پلوتارک وائی: پارمن پر د ده زړو ملگرو او مشاورينو څخه يواځينې شخص ؤ چه په آسیا باندی د حملې تشويق ئی ورکاوه، د نوموړې دری ځوانان زامن هم د ده په شان عسکر شول، د هغوی د ټولو نه کوچنی هکتور Hector، د لښکر تېرېدو په وخت  کښی د نیل په سیند کښی غرق شو. تیکانور Nikanor هم مړ شو، او مشر زوی ئی چه د پلار د زړه تړلو يواځينى ځاى ؤ، هغه هم اعدام شو، پارمن يو په اکبتانا (همدان) کښی د لوی لښکر او ډېرې خزانې سره ؤ، نو سکندر په مخفې ډول د هغه د اعدام حکم هم صادر کړ، او په دې صورت سره دا لوبه پای ته ورسیده. سکندر په آریا سپ کښی: و مولیدل چه سکندر د خپل مقصد د تمامېدو له پاره چه ښائی دی پخپله به ئی په اهمیت یوه ؤ. د خپلو خورا گرانو همکارانو، او مشاورينو له وحشيانه وژلو څخه ئی هم مخ نه گرزاؤ، د فیلو تاس ملگری هم محاکمه شول، اما د لښکر اسامبلی دوی بری الذمه کړل، مگر وروسته ئی بله قربانی پیدا کړه چه هغه هم د متریوس، Demetrias د گارد سرد از او قوماندان ؤ، د مقدونی د لشکر کشۍ او فتوحاتو په تاریخ کښی هیڅ څېزدونه د تعجب وړ نه دی چه خلقو د داسی یو پاچا اطاعت کاؤ، چه هره ورځ به یواځی او منفرد گرزېده، او په فکر کښی د هغو کسانو نه د هېڅ يوه سره هم نه شريک کېده چه د ده د لویوالی او شهرت سبب گرزېدلی وو، هغه وخت چه دیمتریوس اعدام شو، د مقدونیی لښکر د آریا سپیانو Ariaspians د خلکو په منځ کښی ؤ، اسکندر د زرنگیانا له پایتخت څخه د شرق لور ته پر مخ ولاړ. او دی ولایت ته رسېدلی ؤ. یونانيانو دا خلق (اورگیتی) Eurgetae، بللی دی. او پخوا د اگریاسپی Agriaspae یا آری ماسپی Arimaspi یا بیله شبهی نه په سم تلفظ سره آریا سپی  Ariaspae، یا آریا سوایان Aryaswas یعنی د اعلی آسونو سپاره بلل کېدل – دا خلق د کوم مستقل ایالت لرونګی نه وو بلکه د دوی علاقه د درانجیانا د ولايت له اجزاؤ څخه وه چه بطلیموس د هغوی ستر ښار، یعنی آریا سپ په هغه کښی راښئی، اور کیتیان د اتیی ماندر Etymander د سيند په غاړه يا د هلمند د رود په څنډو کی هم ودان وو، د هغی نظریی په قرار چه دیو دورس Diodorus، د دې تیر په باره کښی څرگنده کړېده - نوموړی قبیله گدرو زیا Godrosia، نه خورا نزدې وه. او سکندر له هغو سره په یوه ولایت کښی چه د تیریدېتس. Tiridates د حکومت تر اداری لاندى ؤ، مخامخ شو.

سايکس د دې ځای په نسبت لیکی: اما د نفوسو مرکز باید همیشه د هلمند دلتا وی، دې رودخانې په داسی چټکتیا سره خپلی مجرى ته تغير ورکړ، چه د آرکیالوجیکی د اثبات تر موقع پوری، امکان نه لری چه په صحيح ډول سره د دلتا وجود، او په دی سرعت سره د هغی آبادی، په دې عصر کښی و پیژندله شی- هنری مکمهن Mahon.Mc.SirHچه د قدر وړ لیاقت او مهارت لری، داسې نتیجه اخستې ده: چه هغه د تاراکان Tarakan دلتا وه، او د رام رود Ramrud، خرابې ئې ټاکلی او هغه ئی د اریاسپی AriaSpae مرکز بللې دی. چه مقدونیان پس له درانگیانا څخه، دغه ځای ته راغلل.

هغه وخت چه د مقدونیې لښکرى د يورگتيانو ملک ته راغلې اوسيدونکو ئی، د دوی په مقابل کښی هیڅ مقاومت ښکاره نه کړ ځکه د سکندر د سترو قواؤ په مقابل کښی د یورگت متفرقو ټبر وو نشوای کولې کوم مؤثر کار وکړی شی. د گد روزیې خلقو چه هغه له اوسنی بلوچستان سره تطبيق کوی هم پدی سبب چه ځانته ځانته پراته او تیت و پرک ژوندون ئی درلود مقاومت و نشو کړی.

د سکندر په ضد د ساتی بارزانس دوهم اقدام: دغه ځای ته له راتگ نه پنځه ورځ وروسته سکندر واورېدل چه ساتی بارزانی له خپلو نظامی سپرو سره پر هرات حمله کړيده أو يونانیانو ته ئی ډېری صدمی او تاوانونه رسولی دی دی دهشتناک خبر سکندر خورا پریشان کړ، لدی کبله ئی یو لښکر چه د شپږو زرو پلیو. او شپږو سوؤ سپرو څخه (جر= دا برخه ونه لوستل شول) شوی ؤ د کارانس Caranus او دینکس په سردارۍ هغی خواته ولیږه او پخپله ئى دوي مياشتی پدې برخه کښی په خورا اضطراب سره تېرې کړی او نتیجی ته منتظرؤ. سکندر په اراکهوزیا کښی: د بورگتيانو له مملکت څخه سکندر د شمال خواته پرمخ ولاړ، او اراکهوزيا ته ورسید، لومړی ئی د درانجی او دره گوگی Dragogi وګړی د ځان تابع کړل، او بیا وروسته تر هغه اراکهوزیا ته ور داخل شو، د اراکوزیا ولایت د نن ورځنی قندهار له ولایت سره یو شی دی. هغه سیند چه له دې ولایت څخه تیرېږی، د بطلیموس د یادونی په قرار اراکوتس بلل کېده، چه بېله اندوس څخه ؤ، د ارا کوتس سیند چه بطلیموس یاد کړی مسئله سختوی او نه معلومېږی چه آیا کوم سیند به وی؟ ځکه د اراکهوزیا په ولایت کښی څو سيندونه موجود، دی. چه تر ټولو خورا ستر ئی د هلمند سیند دی چه پخوانو خلکو به اتیی ماندر هرمندوس Hermandus، او یا ارى مانتس Erymantus باله. د اسيند له هغو غرو څخه راښکته شوی دی چه د کابل غرب ته پراته دی او دغه سيند جنوب غربی خواته روان دی، او تر ریگستان پوری تللی دی او له دغه ځایه شمال غربی لور ته راکږېږی. او د سیستان له يوې حصې څخه تېر شوی او درزې په ډنډ کښی توئېږی. 

برنوف (MBurnouf) دغه سيند له اراکوتس څخه عبارت بولی او د اراکوتی اصطلاح ئي له زند څخه ورته پیدا کړیده، چه دا د زند کلمه په سنسکرت کښی له سراسواتی Saraswati څخه نماینده گی کوی، او معنائی په عموی مفهوم سره، هغه سیند او دریاب دی چه له کوم غدیر سره ارتباط ونه لری مگر پخپله د ولسن له نظریاتو څخه څرگندیږی چه د اراکهوزی سیند له ارغنداب څخه عبارت دی چه د ترنک (Turnuk) د رود په نامه ئی د غزنی له نزدی مځکی نه سر چینی اخستی او له یو کوچنی غدیر څخه تېریږی او په ارغنداب وو توتیږی. ځکه ارغنداب. یا ارکنداب د اراکهوزیا د سیند په حیث زیاتره ائمات ته رسېږی، مگر د اراکوتس د سر چینو او د جریان خوا په باب کښی خصوصی او کامل معلومات په لاس  کښی نه لرو.

د اراکهوزیا خورا ډير مشهور ښارونه چه بطليموس هغه یاد کړی دی ازولاArola فوکليس Phoklis اسکندریه، اراکوتس Arachotus دی - ابسيدور څو نور دغه ښارونه هم په نومورو ښارو علاوه کړی دی لکه: بيوت Biut، فرساگ Pharsages کروشاد، Chorochad، د یمتریاس Dematrias او الکذاندر و بولیس چه د ولايت پايتخت و او د ارکوتس یعنی ارغنداب د سیند په غاړه پروت ؤ.

کننگهم ازولا، يا وزولا، Osol له گذر Guzar یا گذارستان څخه عبارت گڼلی دی چه په پاستی هلمند کښی واقع ؤ. او فو کلس امکان لری چه د غزنی او قندهار په منځ کښی د ټرنک د سيند په غاړه د غلجيو له قلات یا پخپله څخه د غزنی عبارت وی، کننگهم هغه د دمیتریاس - سره یو شی بولی، اسکندریه د قندهار له ښار څخه عبارت دی او امکان لری له فرساگ سره هم تطبیق شی اراکوتس، د اراکوتس (ارغنداب) د سيند د غاړې د ناحيى مرکز ؤ.  موقعیت ئی د استر ابو په قول د هغه ځای به ۲۳۰ انگریزی میلی کښی دی چه د اورتسپانا  Ortosqanaپه شمال کښی دری لاری سره یو ځای کیږی - بیوت یا بیت (Biut) به عبارت له بېجس Bigis یا «بست»  څخه وی د دغو ښارو په منځ کښی الکذاندر په ليدنه کیږی، چه عموما هغه قندهار، تصور کوی - پدې کښی کوم تردید نشته چه دا ښار د مقدونیانو د لاری په سر کښی واقع شوی دی مگر هغه وخت چه سکندر دې برخې ته راته، پدې ځای کښی یو ښار موجود، ؤ چه هغه اسکندریه نه ده اسکندر د اوسنی قندهار په شاؤخوا کښی عادتاً یوه نظامی قلا بنا کړه او د هغی نوم ئی د آراکهوزی اسکندریه کېښود – د دې ښار ديوالونه د ۳۲۹ ق م کال په اوړی کښی په یوه پوره اندازه لوړ شوی وو او اسکندر د هغې قاعدی په قرار چه درلوده ئی یو شمیر عسکر په دغه ځای  کښی واچول د دې نظامی قلا موقعیت غالباً د قندهار جنوب ته ؤ چه که چېرې لرغونی او نوی ښارونه په نظر کښی ونیسو د سکندر دغه نظامی قلا، د قندهار له زاړه ښار او د احمد شاهی ښار سره يو درې کوته (درې کونجه) مثلث تشکیلوی، هغه خلق چه د پخوانی قندهار په شاؤخوا او د ارغنداب په غاړو هستوگنه درلوده. ارا کوتی Arachoti بلل کیږی - اسکندر د دې ځاى له محلی خلقو نه عسکر ونيول او ممنن ئی د دی ځای والی مقرر کړ.

د ساتی بارزانس جگړه: له اراکهوزی څخه سکندر تیاری ونیو چه د بسوس په مقابل په باختره یا نه کښی مارش و کړی، مگر ده ته ئې خبر ورکړ چه آریا بیا د ساتی بارزانس تر حملى لاندی راغلی ده ساتی بارزانس د دې هواد نامتو جنگیالی سردار خپل وطن ته د نجات ورکولو دپاره يوه گړۍ هم له سعی او کوشش څخه فارغ نه کښیناست که څه هم یونانیانو ده ته ماتې ورکړ يوه اما د ده لوړ روح نه ذلیله کېده، او هگه غاړه ئې نه ټیټوله ساتی بارزانس له ځانه هیله درلوده، او سره له دې چه لښکر ئې لږ ؤ، د پرديو په مقابل کښی به ئې ويل چه آخر به غالب شم، د ده دا حمله له نورو اقداماتو څخه ئې خورا سخته وه، مخصوصاً دغه پېښه چه بسوس د باختر پاچا هم ده ته دوه زره زړور عسکر مرسته ور ولېږله - سکندر د دی خبری په اروېدو سره خورا مضطرب شو، او تر پخوا زيات له دې وطن دوست مېړه څخه ووېرېده يوه ستره قوه ئی له خپل اردو څخه جلا کړه، او خپل خورا ستر سرداران ئې که آرته یازیوس( Artal = دا برخه ونه لوستل شول) ایری ژی یوس Erigyos او کارانوس Caranos د ساتی بارزانس د دفع کولو او د آریا د یونانیانو د نجات لپاره ولېږل او دغه رنگه د پارتيا والی چه «قراتا فرون» نومېده مامور کړ چه له خپلو ټولو قواؤ سره لدغو سردارانو سره ملگری شی، او ټول په يوه لاس له محلی سردار سره په جگړه گوتی پورې کړی - ساتی بارزانس چه له خپلو لږو قواؤ سره ځان د دريو لښکرو په مقابل کښی وليد، له خپله ژوند څخه ئې لاس پری مینځ، او خپلو راتلونکو ته ئې د فداکارۍ درس ورکړ. دا جگړه خورا سخته او مدهشه وه – د افغان ملی قواؤ د یونانیانو په مقابل کښی خورا ټینگار ښکاره کړ. مگر له بده مرغه هر کله چه ساتی بارزانس د ایری ژی یوس په لاس ووژل شو په لښکر کښی ماتی گډه شوه او سکندر د زياتو تلفاتو د ورکولو نه وروسته موفق شو، او د ده خورا سخت سره لوی غلیم له منځ څخه وووت.

د اسکندر لېږدېدل د پارو پامیزادی لورته: د اراکهوزی د وگړیو له تابع کېدو څخه پس سکندر د شمال خوا ته مخه وکړه او غوښتل ئې چه د پارو یا میسن د سلسلې څخه د دیزنگی له لیاری لنده لاره باختر ته پیدا کړی، مگر د دې منطقى لورو عرونو او صعب العبور و کوتلونو، او د ده د هغو لوا زمانو . حمل و نقل له ځان سره ئی درلود، دی خورا په زحمت او سختيو اخته کاوه لدې کبله د اسکندر لپاره بی له هغی یوې لارې نه چه له اراکهوزی څخه د پارو پامیزادی د ولایت یا د کابل د اوسنی ولایت خوا ته تلله بله لاره نه وه نو دى مجبور شو او همدغه لاره ئې غوره کړه، او دغه هماغه لاره ده چه اوس هم شته ده.

د دغی لشکر کشی به وخت کښې بيا هم هغو تيت و پرکو افغانانو چه په غرونو کښی اوسېدل په ده باندی کار تنک کړ د غزنی په شاؤخوا سختو او شارو منطقو کښې د هزاره وو د غرونو یا پارو ياميسن سره د سیلمان د غره د غربی لوړو څوکو د یو ځای کېدو په ځای کښی دغه زړور او وطن دوست قبائل اوسېدل سره له دی چه دوی گوښی، گوښی او یو له بله څخه لیری وو، اما هر ټبر جلا جلا د مقدونی پر لښکرو داسی یرغلونه کول چه مقدونيان به ئې په مقابل کښی نا چاره شول، هر کله چه به لښکر د یوې افغانی قبیلی له حدودو څخه په زرگونو سختیو سره تیرېده، د بلی حملی سره به مخامخ کېدل اسکندر په دی منطقه کښی له دغو سخت سرو، زړورو سره ډېرې جگړې و کړی. او حتی کار ئې مایوسۍ ته رسیدلې ؤ هر کله چه به ئی د یوه ټبر حمله رده کړه نو گمان به ئې وکړ چه نور نو کار تمام شو، مگر د هیلې په خلاف سره به بیا تر لومړۍ حملې نه په خورا سخته بله حمله واؤښت، خو هر کله چه دغه افغانی قبائل يو له بله لری پراته وو، او په مجموعی ډول ئې پر مقدونيانو حمله و نه کړه نو ټول کوشش ئې کومې مثبتی نتیجی ته و نه رسید او مقدونيان د ډېرو تلفاتو ورکولو، او زیاتو سختیو او مشکلاتو گاللو څخه وروسته، په خورا اضطراب د کابل اطرافو ته راورسېدل.

د پارو پامیزادی معروف ښارونه «یعنی هغه منطقه چه تقریباً د کابل له اوسنی ولایت څخه عبارت دی» د بطليموس د ليکنو له مخی په لاندی ډول سره دی:

نوبی لیس Naubilis کابورا Kabura اورتسپا Ortospana پارسيانا Parsiana او د شرق خواته کيزانا Kaisana یا کار ناسا Karnasa دی استرابو او پلینی د اسکندر د استحکاماتو د نشرح په ضمن کښی د اورتسیانا ښار او سربیره په دی اسکندریه ئی هم یاده کړیده بطلیموس او د سکندر نورو مورخینو د کابل په دره کښی نور ډیر ښارونه هم یاد کړی دی، اورتسپانا یا کابورا له اوسنې کابل څخه عبارت دی چه بطلیموس د دغه ځای اوسیدونکی کابلی تی Kabolitae بللی دی، او د هغه ترڅنگ څو شاؤخوا نقطی لکه ارغنده، لوگر او وردک ئی د ارگردا Argurda لوکرنا، Locarna او بگردا Bagarda په نومو یاد کړی دی. 

هر کله چه اسکندر د کابل دری ته راغی ۳۲۹ ق م، د نومبر مياشت او د ژمی سرؤ، نوموړی دلته څنډو نکر أو سمدستی کاپيسا (کوهستان او کوهدامن) ته وخوځیده، په اوسنی کابل کښی د سکندر د ځنډ نه کولو علت ښه نه څرگندېږی، غالب گمان دا دی چه د ده عدم توقف د عسکری عواملو له کبله ؤ ځکه د یونانیانو د لښکر کشۍ په زمانه کښی کابل و دان ؤ، او لکه چه ومو ويل مورخينو دا ځای د اورتسپانا یا د اورتسپانم، او هم د کارورا Karoura په نامه یا د کابورا په نوم یاد کړی دی - استرابو یونانی مورخ دا ښار اورتسپانا، بللی، او څلور لاری ئی لیکلی دی چه له هغو څخه تجارتی لاری بکتریان، اراکهوزی، او هند ته تللی وی د اورتسپانا مرکزیت، ښائی چه اسکندر ئی مشوش کړی وی ځکه دی پوهیده چه د دی غربی محیط د درو اوسیدونکی که له دواړو خواؤ نه په ده باندی هجوم راوری، نو بیا به ئی خلاصون محال وی مخصوصا هغه صدمی چه د پښتنو له ټبرو څخه له اراکهوزی څخه د پارو پامیزادی لورته د تگ په وخت کښی ورته ورسیدلی، لا تر هغه وخت پوری، ئی زخمونه روغ شوی نه وو لدی کبله ئی تصور وکړ چه پدی ځای  کښی توقف امکان لری چه دی په مدهشه پېښ کړى، لدى جهة ئى په ځنډ کولو کښی مصلحت و نه ليده او ځان ئی گوښه کړ، ځینی مولفین د اشتباه له مخی داسی تصور کوی چه په کابل کښی د اسکندر د نه څندیډو او نه پاتی کیدو علت د نه ابادۍ له کبله ؤ حال دادی چه که چیری د دی منطقی جغرافی وضعیت وکتل شی. د دی اټکل بطلان ژر څرگندېږی ځکه چه کابل ودان ؤ، او تجارتی اهمیت ئی درلود خلاصه زمونږ مقصد دلته د کابل تاریخی قدامت نه دې بلکه غوښتل مو چه ووایو: اسکندر د عسکری جهتو له مخی په کابل کښی هستوگنه و نه کړه، هغه بل علت چه په دوهمه درجه کښی د اهمیت وړ دی، پخپله د سکندر تلوار وه چه ژر تر ژره دې باید د باکتریانی ولایت ته ورسیږی ځکه چه بسوس د باختر پاچا د هندوکش د غرونه هغى خواته ورځ په ورځ به خپلو قواؤ باندی زیادت کاؤ، او زور او موقع ئى ورځ په ورځ ټينگېده.

په هر حال هر څه چه وی، وی به، خو اسکندر د کابل له دری څخه چټک تير شو کوهدامن ته ورغی هوری د هندوکش لوړو او صعب المرورو غرو او له واورو د کودرو، د ده په مخ کښی ځان څرگند کړ خو هر کله چه ئی له بوميانو څخه معلومات وکول، نو يوه شو چه د کال په دغه وخت کښی د دې غرنۍ سلسلى له لوړو کوتلو څخه تېريدل امکان نه لرې، نو یی له دی چه د هسکو او سترو غرو په مقابل کښې تسليم شی بله چاره ئی و نه لیدله او په څنډ کولو مجبور شو.