پنجوايي

افغانستان د تاریخ په رڼاکې

 له کندهار ښاره جنوب لويديځ خواته لس كروه لرې يو شمېر کلي پراته دي چې د پنجوايي) په نوم یادېږي اوسنۍ پنجوايي هغه سيمه ده، چې ډیره ښیرازه سمسوره او حاصل خبزه ده او مبوي غلي داني پکې ډېرې دي. په ځانگړي توګه د انګورو باغونه يې ډېر شهرت لري، مگر که کیسو داستانونو او تاريخي ماخذونو او سربېره پردې د لرغون پېژندونکي څېړنو ته پاملرنه وکړو وینو چې تقريبا له ۵ زرو کلو وړاندې دا کوچنۍ سيمه له زراعتي ځمکي نه نيولې د غره تر غارونو پورې چې دا سيمه يې د جنوب له خوا را چاپېره کړې د ارغنداو رود تر غاړو (كين خواته يو انساني استوګنځای دی او ترتاریخ وړاندې او تاريخي دوري يې په بېلا بېلو وختونو کې تېرې کړي دي. ښايي ډېرو لږو خلکو د شمشیر غار) او تور غار نوم او همدارنګه د مراسمی غونډی نوم اورېدلی وي. شمشیر غار او تور غار د لرغوني زماني دوه غارونه دي، چې د پخوانیو خلکو د استوګنې ځايونه وو. د لومړي ځل لپاره پر ۱۹۳۰ کال هغه وخت چې د زیر کاروان پلاوی افغانستان ته راتلو، يوه ورځ مې له پروفیسر هاکن سره یو ځای شمشیر غار وليد عام خلك د دې غارونو په باره کې عجيبي کيسې کوي د سرو زرو د خښتو او د هغه څرخ په باره کې چې په پرو کې يې چړې تړلي خبري کوي او هلته ورننوتل هم ناشونی کار بولي.

غار ته تر ننوتلو وروسته یوه ستره کرده احاطه راځي، چې د وخت په تېرېدو د ځينو موادو د ويلې کېدو په وجه او يو ډول اهکی مواد په دیوالونو راڅڅېدلي، چې ډېر عجیب غوندي شكلونه يې جوړ کړي دي، چې طبعا يې ځايي خلك له حيرانتيا سره مخامخ کړي او هغې ته په علمي اصطلاح کی گلفهشنگ)) او ((شفشاهنگ) وايي وروسته له هغـــي پــه ۱۹۵۱ ز کال کې موسيوديو يو تن پوه، چې لرغون پېژندونکی و او د نيويارك د طبيعي تاريخ د وګړ پوهنې د پلاوي غړى و دې غارونو ته ورنشوت او هلته يې تر کيندنو وروسته له کوشاني دورې څخه نيولې تــر نــن پورې د ژوند د مختلفو دورو نښې نښانې ترلاسه کړې. تور غار چې نسبتا ښکته واقع دی د پنجوايي د خلکو له خوا بند کړای شوی، ځکه چې د هغوی يو شمېر ماشومان هلته ورك شوي دي. دا غارونه ډېر اوږده دهلېزونه لري که چېرته څوك پكې ډېر وړاندې ولاړ شي لاره ورڅخه ورکېږي. له دې غارونو څخه حتما په هغه دوره کې کار اخیستل شوی، چې موږ يې د غارونو دوره بولو او لکه څرنګه، چې په تاريخي دورو کې هم ورځنې کار اخیستل شوی نو همدا وجه ده، چې د چې تيږو د دورې د ژوند نښې نښانې يې پاتې شوي نه دي. فير مسرویس امریکایي د همغه پلاوي رئيس، چې وړاندې يې مــا یادونه وکړه په همدغه ۱۹۵۱ ز کال کې د پنجوايي له غونډيو څخه په يوه غونډۍ کې چې مراسي غونډۍ يې بولي لنډې کیندنې وکړې او ويې ویل، چې پنجوايي د لرغونتيا د تثبيت له نظره ډېر ارزښت لري، ځکه له دې غونډۍ نه د لومړي ځل لپاره له پخې خټې د مور ربـه النـوع مــع بـانـو) يا الهه مجسمې په لاس راغلي. لکه څنګه، چې ټول پوهېږو چې دا الهې د اولي تيك په ۹ مه دوره يا د تيږي په نوې دوره کې د ټولې پخوانۍ دنیا د قبرس او بهر روم لـــه سواحلو نه نيولې تر هند او چين پورې مشهورې وې او د سند له سيمې (موهنجو دیرو) او (هر په) او بالاخره د کندهار له شمال غرب د منډيكك) له غونډۍ نه يې بیلګې په لاس راغلي په هر حال ويلى شوو چي هغه خلك چې له مودو راهيسې د پنجوايي د غرونو په غارونو کې اوسېدل بالاخره له غارونو نه د غرونو لمنو ته راښکته شوي او د ارغنداو کین پلوته په غاړو څنډو کې په بزګرۍ بوخت شوي دي او پنجوايي يې يو استوګنځی و او د بزرگری کسب او کار به یې هلته کاوه، پنجوايي د هغو اوسېدونکيو له وخته، چې دزره کاله وړاندې پيل کېږي تر اوسه پورې يوه حاصل خبزه سیمه ده. د اشوکا)) د ډبرليك كشف په اوسني کندهار کې د چهل زينې په ګاونډ کې، چې له پنجوايي نه ډېره فاصله نه لري، راښيي چې د دريمي مخزیږدی پیری پر مهال هغه ځای کې چې د کندهار د زاړه ښار کند والي پرتې دي اباد و او خلك به پکې اوسېدل او دارغنداوکين پلو غاړو کې له آباد و سیمو څخه یو همدغه ځای و دموریا پاچا یا اشوکا) په زمانه کې حتما په دغه ځای کې ابادي وه او له نښو نښانو څخه داسي ښکاري چې اسکندریه ارا کوزی او یا کیدای شي د یونانیانو یو ستر ښار به همدغلته جوړ شوی وي. په اسلامي دورو او د دې عصر په ماخذونو کې هغه عربي دي او که فارسي، هر ځای چې د رخد) یا (رخج) نوم راغلی دی، نو خامخا هلته پنجوايي هم یاد شوی دی او دا یو بشپر طبيعي کار دی، ځکه چې پنجوايي د (رخج) له ډېرو مهمو کوچنیو کلیو څخه شمېرل کېږي ابو الفدا په خپل تقویم البلدان کی پنجوايي په دوه بنو پنجوان او پنجوايي ياد کړی او هغه د رخج له ښارونو څخه شمېري په داسې حال کې چې ابن حوقل درخج سيمه له سجستان (سیستان) سره څېرمه ګڼي او پنجوايي د هغو له ښارونو څخه یو ښار ګڼي. همدارنګه له پنجوايي نه د هغولويو او وړو لارو ټاکنه، چې د (بست) او (غزني) پر لور تللې وي، له موږ سره به دنورو ډېرو ابادو سیمو او ځایونو په پېدا کولو کې ډېره مرسته وکړي. په پای کې دا یادونه کوو، چې د افغانستان سويلي لاره، چې د ارغنداو له غاړو څنډو څخه د غزني او ملتان پر لار د سند وادۍ پر لور تلله ډېر ارزښت يې درلود چې متاسفانه تر اوسه یې موږ د هغې رښتيني اهمیت ته پوره پاملرنه نه ده کړي.