32

اجمل خټك

د پښتو ادب لنډ تاريخ

په اوسنۍ زمانه کي که سړی په پښتو شاعري کي يو حقيقي شاعر او هنرمند غواړي نو به هغه اجمل خټك وي. نوموړى د حکمت خان زوی او په (١٩٣۶ ميلادي) کي د خټکو په اکوړه کي زيږېدلى دئ. 

دی پس د تحصيله په سياست کي ونښت او په وارو وارو انګرېزي او پاکستانی حکومتو ګرفتار کی. د اجمل ژوند له شور او ولولې څخه ډك دئ. د پښتونستان په ټولو سياسي او ادبي او فکري حركاتو کي لويه برخه لري. 

دى ليكوال دئ، شاعر دئ، خطیب دئ او هم سياسي فعال سړی او لېډر دئ. په کم مجلس کي چي اجمل خټك  شامل سي خلک د ميني په سترګه ورته ګوري او د پښتو د اوسني فکري هيكل شمزۍ ګڼل کېږي.

د اجمل ادبي آثار څو جلده نشر سوي دي. د ده د منثورو آثارو مجموعه د کچکول په نامه په (١٩۶٠ م) په پېښور کي چاپ سوه او د شعر يو دېوان يې په (١٩۵٨ ميلادي) کي د پېښوره نشر سوى دئ، د اجمل د هنر د قدر ټاکلو له پاره به بهتره دا وي، چي د ده کتاب د غیرت چغه ولولو او په کومو الفاظو چي ده پخپله شعر معرفي کړى دئ، همغسې وپېژنو، دی د د کتاب په مقدمه کي وايي : 

"د ژوبل احساس يو څو څړيكي، د زخمي غيرت يو څو غروځنګونه، د سړې ویني یو څو تړم څاڅکي، د اولسي جونګړيو څو شنه اسويلي، د غيرت يو څو ترخې تجربې، د سرمايې يو څو ناکړدي، او ورسره د پښتنولۍ احساس چي زما شاعر زړه يې د پښتني فن په سور رباب وتړنګولو.

نو زه پوه نه شوم چي خوږې سندري ترې جوړي شوې او که سوي ساندي، ولي دومره پوه شوم چي د زوراورو د سپينو قبرونو، څربو مجاورانو واورېدل نو تندی یې تریو کړل او چي د غریب اولس او باشعوره طبقې تر غوږ شول نو په سوي زړه یې لکه د دسمالي ولګېدل". 

په دي ډول د اجمل شاعري حقيقتاً شاعري ده، ځکه چي دی تل له خپل خوږمن احساسه څخه ږغیږي، د زړه درد او زخمي جذبات پخپلو اشعارو کي نغاړي او لکه چي د ده شعر سړی واوري نو په رښتيا متأثر کيږي او په هغه ډول چي يو فارسي شاعر ويلي و :


سخن کز دل بیرون آید

نشيند لاجرم بر دل

نو د اجمل شعرونه هم د زړونو سره کار لري. د غیرت چیغي لومړی شعر دا دئ :

د خوشحال د خاوري پورته يو نغمه شوم

بل مثال په اباسین او تاتره شوم

سرې پوه شوې د غیرت چغه سور اور وم

چي تا څومره را نغړ دلم سره لمبه شوم

اجمل طوفاني احساس لري او هر شعر یې د متروکې کار ورکوي، دا شعر یې هم د کتاب په سرکي ليکلى دئ :

ملګرو تش په لوګېدو ونه شوه

ځئ چي لمبه شو دا خپل ځان او سوزو

د نوي ګل د خسماني دپاره

دا زوړ خوړلی ګلستان اوسوزو

د اجمل د شعر او هنر مخه تش د قوم د ښېګڼي خوا ته ده، دی داسي شعر نه وايي چي د خلکو په درد ونه خوري، د ده هنر خو دا دئ چي شعر يې د ژوند له پاره استعمال کړی دی، مګر شاعرانه هنر او د الفاظو ښكلا هم لري. نو ځکه هنري اثرونه هم هنري ښېګڼي لري او هم اجتماعي او اولسي دي، پخپله وايي :

"د احساس د زخمونو نه مي لا ويني څاڅي، د غیرت پرهارونه مي لا تازه دي، اوس ژوند راته هغسي ازغی ازغی دی او د زړه د د رباب تارونه مي شكر دی لا سست شوي نه دي، اوس هم چيرته چي زه او زړه مي يوازي شو نو داسي محسوسوم لکه چي د سوي نغمو باران کي ناست یم.

نو که ژوند او حالاتو دومره مهلت راکړی و چي دغه نغمې مي د اشعارو جامه کي ايسارولای شوې نو که خير وي د پښتونخوا د غرونو او ميدانونو نه به د غيرت يوه بله چغه هم واورېدی شي، د زړه د دنیا خوږې ترخې تجربې، واردات او جذبات یا د احساس جمال رنګ چي د غزلو، نظمونو، سندرو، قطعو او رباعياتو شکل کي وخت بې وخته ظاهر شوي دي هغه زه نه د خپل ژونده نه بېلولای شم نه د شاعرۍ نه".

د اجمل د شعر يوه خاصه مميزه دا ده، چي دی د جامعې په لوړ قشر کي نه ګرځي، دی د یو همدرد انسان په ډول د محرومو طبقاتو په کوډغلو کي ورننوزي او د دوی ژوند ته ځير کيږي. د دوی بدبختۍ ويني، د دوی بدحال او فلاکتونه شمېري او د مقتدري بدايي طبقې پر خلاف پخپلو اشعارو کي سرې لمبې ځايوي :

غټان غټان نيکان نيكان پيدا دي

دوی خو له ځايه جنتيان پيدا دي

ځئ! هغي خوارو له جنت وګټو

څوك چي له موره دوږخيان پيدا دي

په يوه منظومه کي دغه طوفاني احساس په داسي ډول څرګندوي :

چي د څربو څربو جوشو شراب شي

د داسي ويني په سرخي مي قسم

چي د غټانو د سيخو کباب شي

د داسي هډ په بې وسي مي قسم

د پخوانو څلو په شنو خزوکي

د اوسني رګونو مړوچو کي

چیرته توده وینه به نه وي چي و اوري

چرته کي سره وينه به نه وي چي و اوري 

زه د وطن د شهيدانو وينه

يو ارماني غوندي فرياد كومه 

دا چي زموږ د پلار نیکه په څلو 

نن دنګوي د خپل هوس اسونه

دا د ذاتي اقتدار وږي سترګي 

چي لګوي مو په هر هد چکونه

بس د دوی سترګي غړول غواړي

د كبر جام نسکورول غواړي



په اوسني پښتو شعر کي د ژوند څپې

شعر او شاعر د قومي ژوند هینداره ده او ادب د ژوندانه د څپو سره مل روان وي. کوم اجتماعي تحولات چي پر انساني ټولنو راځي دغه تحول د ادب مخه وراړوي. د کومو ژبو ادب چي د تحولاتو او اوښتنو سره ملګری هغه نو مترقي ادب ګڼل کیدای سي. اساساً ادب يوه اجتماعي پديده ده، او د انساني ټولني د ژوند ډولونه او دودونه ښکاره کوي، او هر ادب چي د ژوندانه سره مل نه وي نو هغه ژوندی ادب نه سو ګڼلای. د پښتو ادب په خپلو منځنيو دورو کي د خوشحال خان له جنبش سره د پښتنو د سیاسي او اجتماعي ژوندانه سره ربط پیدا کړی و، خو دغه حرکت وروسته د نورو ادابو تر اثر لاندي ضعيف سو، او زموږ شعر د تصوف او ادبي هوسونو په کږو وږو کي هغه د ژوندانه د اصالت رنګ لږ څه بایلود. 

رحمن بابا دغه حياتي متاع د مادې له چارچوبه یوه آسماني او روحاني فضا ته ورسوله، شيدا او حميد د لفاظۍ او نازکخيالۍ او ادبي هوسناکۍ په چاپېر کي سره رادې خوا او هغي خوا ته کړه، او حتى ځیني خلکو خوارکی ادب د مضمضې او استنشاق او استنجا په احکاموكي راونغښت. 

رحمان خو په خپله اقرار کوي، چي د بېخودۍ څپو لاهو کړى دئ او نه پوهيږي چي دغه جذبه او کشش له کومي خوا دئ، وايي :

زه دا هسي دېوانه او مجنون چاکړم؟

له رواجه له رسومه بیرون چاکړم؟

نه پوهيږم چي دا چاري په ما څوك كا ؟

لېونی د خپل نګاه په افسون چاکړم؟

رحمان هيڅ له خپله ځانه خبر نوم

چي دا هسي رنګ زبون او محزون چا کړم؟

د شيدا او حمید نازکخیالۍ او لفاظۍ خو د یوه صنعت کار په ډول بدي نه دي، مګر د دوی شعر د شعر له پاره و اوکوم لوړ هدف او عالي موخه نه لري. 

خوشحال خو هم دغسي بزمي اشعار لري، او کله د خالص فنان جوله مومي. مګر ژوند او اجتماع هم د ده په شعر کي خپله څېره ښکاره کوي، او د مقصدیت لوري ته متمايل کيږي.

رحمان بابا هم مقصد لري خو هغه به لږ څه لاهوتي او آسماني وي مګر د شيدا او حميد هنر د هنر له پاره دئ. دوى صنعتکاران دي.

دوی ښکلي او رنګين لوښي جوړوي، مګر داسي لوښي چي د ژوندانه په چارو کي نه په کارېږي او هغه چيني منقش لوښي دي، چي فقط د تزئین له پاره يې په صالون کي د هوس او آني خوند له پاره ایښولای سو، شیدا په شاعرانه تخيل کي د ځان له پاره د ماښام او هلال منظره داسي جوړوي :

تل په دا خمو ابرو په شهلا سترګو

د خپل یار شام و هلاله راشه کښېنه

مګر دی پخپله هم په دغه نازکخیالۍ قانع دئ او صنعت يې تش د صنعت له پاره دی که د یار طبعى نازكي موزونه کاندي نو به ډېر خوښ وي :

نازکي د يار د طبعي کړه موزونه

اي شيدا نازکخیاله راشه کښېنه

حميد له لړمونه خپل زړه د ترکو په لاس داسي راکاږي :

دا یې ښاخ دګل سره په تلوار پرې کړ

که له زړه سره مي تركو لړمون وكېښ

وګورئ منظر څوني فجیع دئ او که د شاعر خوارکي زړه په داسي قساوت له لړمونه راوکيښ سي دا نه خوند لري او نه حسن منظر او د اجتماعي او انساني احساس له رویه به هم دا کار د غندني وړ وي. مګر د شاعرانه هوسبازۍ له پاره خو يوه فقط ښکلې موضوع کېدای سي، او حمید هم په دغه جذبه ځان په داسي بلا لړلی دئ.

دلته د حضرت جامي يوه مشهوره لطیفه را په ياديږي : بابر وايي چي د ده معاصر او شاعر شیخم سهيلي دا بيت ووايه او د جامي څخه يې وپوښتل چي څنګه دئ؟

شب غم ګرد باد آهم از جا برد گردون را 

فرو برد اژدهای سیل اشکم ربع مسکون را

جامي چي واورېد، ورته وې ويل : "وروره! ته شعر وايي او كه خلك بېروې؟"

د حضرت جامي دا انتقادي لطيف نظر د حمید پر دغه بیت هم وارد کېدای سي، سړی چي دا بيت لولي نو حتماً مور مړى عاشق په وینو لژند سړي ته تصوير کېږي، چي ظالم عاشق يې په سينه په قساوت ور څيري، او د ده لړمون او زړه راکاږي، نو دا به څوني نفرت راوړنکې او مستكره منظره وي، مګر حمید پخپله شاعرانه هوسكاري کي دغه تشبيه روا ګڼلې ده. حال ذا چي دغه شاعرانه قصابي په ژوند کي زموږ هیڅ په درد نه خوري.

د پښتو شعر د منځنۍ دورې اکثر آثار همدغه فن تازي او نازکخيالي ده، چي له فارسي شعره سره اوږه پر اوږه ځي او دا هم د اجتماعي احوال او د سياسي جوړښت يوه ښکاره نتیجه ده، چي د فکر سیر د ژوندانه له مجرا څخه منحرف کړ سي، او خلك د زور او جبر په وسيله له ژوندانه څخه بېزاره سي، نو به ضرور افکار لاهوت او آسمان ته متوجه کيږي، يا به تش هنر د هنر له پاره وي. ځکه د انسان فکري فعاليت خو هر وخت ځانله اول په ماده او ژوند کي مجرا مومي، مګر کله دغه لاره تړلې وويني، نو ځانته حتماً نوري مجاري پيداکوي.

د پښتو شعر له منځنۍ دورې څخه په داسي اجتماعي جريان كي نوي عصر ته راوووت، او په نولسم قرن کي بيرته له ژوندانه سره مخامخ سو.

پښتون قوم د ايشيا يو فعال او ښورېدونکی او نه مړکېدونکی قوم دئ، دوی هر وخت په تاريخ کي ځانته نوی مجاري موندلي دي او د ژوندانه له پاره پوره استعداد او تکړه توب لري. په نونسم قرن کي دوی د استعمار سره سختي ډغري  و وهلې، او خپل حياتي او دفاعي استعداد يې ثابت کړ، دوی خپل ژوندانه ته متوجه سول، او د خپلي آزادۍ د ساتني يا بيرته ګټني په فکر کي ولوېدل. 

د ژوندانه دغه جریان د دوی په ادب کي هم اثر وکړ او د پخوانو د ادبي هوسونو پر ځای يې خپل ادب ژوندانه ته توجیه کړ، نو ځکه د پښتو نوی ادب د ژوندانه مل سو او د قديمو صنعتي فن تازيو پر ځای د قومی ژوندون او آزادي خواهۍ او اجتماعي اصلاح او سمون زيات افکار د ادب په هنداره کي ښکاره سول.

په نونسم قرن کي د طباعت او صحافت فن هم په پښتونخوا کي رواج وموند. نثر او نظم دواړه خپاره سول، او پښتو د پښتنو له نهضته سره یو ځای د نوي ادب او نوي فکر او نوي ژوند په ډګر کي په وده او پرورښت کښېوته. دلته هوس او خیالبافی خپل ځای واقعیت او فکر ته ورکړ. ليکوال او شاعر دواړه د ژوندانه واقعي مسایلو ته متوجه سول. د لاهوت او آسماني فکر پر ځای د اباسین او خيبر او ارغنداو مناظر ودرېدل، د بڼ او زلف و کاکل پر ځای د قومي ژوندانه خبري د غور وړ سوې. دا تحول په پښتو ادب کي عصر او زمان او د تاريخ جبر قهراً راووست. د پیر محمد او شمس الدین پر ځای يې مخلص او الفت ودرول، د رحمان بابا او حمید پر غولي يې اجمل او طوفان میشته کړل.

دا تحول فكري او عقلي تحول و او موږ ویلای سوای، که دا اوښتنه نه وای راغلې، نو به قوم له ژونده مرګ ته تلای، او کوم حرکت چي اوس په پښتنو کي د ژوندانه له پاره لیدل کېږي، د مړه ادب په مردګانيو اسویلیو به بدل سوی وای. ما دمخه و ويل چي زمانې په ادبي تحول کي خپل کار پوره وکړ، او اوسنی شاعر او لیکوال یې د ژوندانه نوو زواياوو ته ملتفت کړ. د مثال په توګه وايم : د چرګ ږغ د پښتنو په کلیو او کورو کي اورېدل کیږي، او دغه موضوع له قديمه په شرقي شعر كي داخله سوې ده. 

سعدي هم ويلي دي :

ای مرغ سحر! عشق ز پروانه بیاموز 

کان سوخته را جان شد و اواز نیامد

تر سعدي دمخه لا دا رباعي عمر خيام ته منسوبه وه :

دانی که سفیده دم خروس سحرى 

هر لحظه چرا همی کند نوحه گری؟ 

یعنی که نمودند در آئینه صبح

کز عمر شبی ګذشت و تو بی خبری؟

د سهار له چرګه سره د قدیمو شاعرانو مخاطبې په عشقي ماحول يا د تنبيه او وعظ په چاپېرکي محصوري وې، خو په شلم قرن کي د ژوندانه له تحوله سره دغه مضمون آفريني هم واوښته او يوه عصري شاعر داسي وويل :

ای مرغ سحر! بنالهٔ دورا دور

بیهوده مکن تو خویشتن رنجور 

زینسان که گرفته خواب غفلت ما را

بیدار نمی شویم،تا نفخهٔ صور

پښتنو شاعرانو هم پخوا پر دغه موضوع باندي مختلف تعابیر پیدا کړي او هر چا د خپل تخیل په چاپېر کي د سهار چرګ ته خطاب کړى دئ .

پر یوه چا چي شپه یې په خوښي کي سبا کړې وه، د چرګ ږغ د ماتم اواز سو، ځکه چي د وصل شپه يې

لنډه کړه، نو ده په ډېره غصه داسي و ويل:

د سحر چرګه کومي دي غوڅ سه

په ما دي لنډه د وصل شپه کړه 

ښایسته ملاله، په ميو مسته وه

چي تا را ږغ کړ، دا دي خپه کړه

دا څلوريځه د خدا يرحم اکاخېل کندهاري ده، چي اویا کاله دمخه د کلات په سيوري کي اوسېدی، خو د دغه عصر يو بل شاعر عیسی آخوندزاده د مرغ سحري له اوازه څخه داسي الهام اخيستى و، چي:

سحري مرغه په خپل آذان کي وايي

ولاړیږه! هڅه کړه چي شپه سوه تېره

سپېدې وچاودې انوار يې راخپرېږي

رڼايي د ورځي سوله را برسره

شلم قرن پښتون شاعر اجمل خټك چي د خوشحال د دېرې روڼ څراغ دئ په خپل یوه شعر کي د ميرې چرګ ته خطاب کوي، مګر دا شعر د عصر هینداره ده، او شاعر د شلم قرن په ژبه چرګ ته ګډ دئ، اجمل په دې سندره کي د خپل قوم د محرومیت نقشه راکاږي، او د خیال پرستۍ پر ځای واقعیت ته درومي، او خپل اولس ته د واقعبینۍ درس ورکوي. دوی خپل اصلي حال ته ملتفت کوي، او له غروره او تيرو تلو یې د ژوندانه واقعي حالت ته راکاږي. دی چرګ ته خطاب کوي، خو په یی دې خطاب کي د ژوندانه ډېر پټ، مګر واقعي څنګونه روښانه کېږي، او ادب له ژوند سره نښلوي، اجمل خټك د ميرې چرګ ته وايي :

تاته به سحر ښکاري خو پام کورئ ماښام نه شي 

ته به یې آغاز ګڼی خو پام ګورئ انجام نه شي 

ته به څه مستۍ ګوره بي وخته را ځوان کړی يې!

ته به چا په بادو پړسولی روان کړې يې!

نو اې د میرې چرګه!

په ماښام بانګونه مه وايه!

دا منم چي تا سره، څانګونه ښه درانه شته دي

دا منم چي ستا دوه خاروګان پاخه زاړه شته دي

دا منم چي ستا آواز تر ليري رسيدی شي نن

دا منم چي ستا په کرکره به څوك غولېدى نه شي

یاد کړه! دا څانګونه ګوري ستا د الوتو نه دي

یاد کړه! ګوري ستا دا خاروګان د جنګېدو نه دي 

ستا دا لوی اواز به ګورې تاته مصيبت وي بيا

ستا دا کرکری به دي هم تاته لوی آفت وي بيان

نو اې د میرې چرګ

په ماښام بانګونه مه وايه!

دا شعر خو لس کاله پخوا ویل سوی او د اجمل د غيرت په چیغه کي نشر سوى دئ او زموږ په پښتو اوسني ادب کي هم اکثره برخه دغسي د ژوند خبري او د عصري ژوند نقاشي او نقادي ده، او دا حرکت په ټولو پښتنو كي مشترك دئ. په افغانستان کي هم پښتو ادب له پنځوسو کالو څخه پر دغه خوا روان سوى دئ، ملا عبد الباقي افغان کندهاری کاکړ خپل کتاب تبيين الواجبات په همدغه رنګ د امیر عبدالرحمان په عصر کي شروع کی، او د سراج الملة والدين امير حبيب الله په نام يې ختم کړ، دی وايي:

د ضیاء په نور روښان وم، مقتبس سوم له سراجه

را اخيستي مي قلم دئ، بېلوم دين له رواجه

په سراجي دوره کي څلویښت کاله دمخه، دغه د فكر مكتب سراج الاخبار وروزه، د مولوی غلام محی الدین افغان او مولوی صالح محمد او مستغني او سید محسن کندهاري او عبدالهاد پرېشان، ډېر اشعار او آثار د عصر او زمان په رنګ رنګېدلي او پسوللي سوي دي، چي وروسته حاجي ولي محمد مخلص او بېنوا او خادم او الفت او رښتين او زمريالي او جلالي او سليمي او مجروح او نورو هم خپل ادب او هنر له ژونده سره ونښلاوه، او اوس موږ ډېر څه داسي پښتو اثار لرو، چي  د اوسني ژوندانه تجليات په ښکاره ډول پکښې بريښي. فضل حق شيدا د دې مكتب یو تکړه استاد دئ، ده دېرش کاله پخوا د دغه ادبي تحول او د ژوندانه د ترجمانۍ افکار داسي پېودلي او د زمانې نوي شيان يې په دې ډول ښوولي وو :

زلمیه په وطن قربانېدل زده کړه بل شان

د مرګ چل دي خطا دئ مړه کېدل زده کړه بل شان 

چي مړ شې نو ډېوې ته فايده ورسېده څه؟ 

پتنګه ته په شمع سوزېدل زده کړه بل شان

هر څېز چي زوړ شي خوند نه کړي، زړه خندا دي پرېږدي 

بلبل له اې ګلابه! خندېدل زده کړه بل شان

موږ نشې تڼولی جوړ اثر درکي نشته دئ 

اي تاره! د رباب ته تڼېدل زده کړه بل شان 

که نه وينې ليلا د آزادۍ نو ستا قصور دئ 

ولاړه ده هغه خو ته لیدل زده کړه بل شان

تا داغ ونه وینځلی شو، لمن نه د غوټيه 

شبنمه! په ګلونو ورېدل زده کړه بل شان 

تا زخم د لاله د زړه جوړ نکړای شو تر اوسه 

ملهمه د شبنم! ته لګېدل زده کړه بل شان 

دا ولي د ښکاري زړه په تا نه سوزي بلبلي؟ 

پخپله پنجره کي ژړېدل زده کره بل شان 

دښمن تا هغه شاني  خس ګڼي ګورې ازغيه!

په سترګو د دښمن کي غړېدل زده کړه بل شان 

ستا اور څوك سوزلی نه شي اې اور اورکيه! 

که خس خاشاك سيزې نو ځلېدل زده کړه بل شان

جرس نه دئ شيدا، چي قافله دي نه کړي ويښه

که ځان جرس کوې، نو غږېدل زده کړه بل شان

په دې ډول په پښتو ادب کي د نوي ژوندانه څپې له پنځوسو کالو را په دې خوا په ښکاره لیدل کېږي، او پښتو ادب له حياتي تحولاتو سره اوږه پر اوږه روان دئ.

مگر دا حرکت په نوي ډول روزنه او تودونه غواړي، او دا کار د قوم د پوهانو او ادبي ټولنو او ژبنيو مؤسسو دئ، چي څنګه نوی ادب په نوي فکر مجهز، د نوي ودي او پرورښت پر خوا روانوي.

د جرس غوندي فقط خوزول غواړي

يقين وكړه! هره خوله کي ترانه ده!

په اوسنی پښتو شعركى نوى څرك:

ادب د انساني ژوند یوه ښکلې پدیده ده. نو په هره اندازه چي ژوند سره اوړي، او له یوه حاله بل حال ته تحول مومي، ادب هم هغسي د اوښتلو تر قانون لاندي په هره زمانه کي نوی رنګ، نوی خوند، نوی طرز او نوې ښکلا پيدا کوي. او دا چي د هري ژبي په ادب کي خاص خاص سبکونه او دورې موجودي وي، او هره دوره ځانته ځيني خصايص او ټاکلي ټکي لري هم يوه طبيعي خبره ده. ځکه چي هره زمانه د ځانه سره نوي نوي تعابير، او نوي فکرونه، او نوي اندېښنې راوړي او هرو مرو د ادیب او شاعر فکر پخپل چوکاټ کي اچوي.

د هري ژبي ادب دغه مختلفي دورې لري، او هره دوره يې  ځانته په ځینو خاصو خاصو ټکو له نورو دورو څخه ممتازه وي، او دا د ادب ډېر غښتلی جبر دئ، چي اديب بايد پر يوه زاړه عنعنوي ډول پاته نه سي بلکي د زمانې له سيره سره پر مخ ولاړ سي.

شعر او شاعري هم د انسان د ژوندانه له تحوله سره هرو مرو اوښتونکې او ګرزېدونکې او نوي ډول قبلوونکې ده. د مثال په توګه به د فارسي ادب تحول ته وګورو، چي لومړۍ مرحله او د سامانیانو په دوره کي څنګه و؟ او بيا د غزنويانو په دوره کي څنګه سو.

د رودكي الفاظ، اداء، دكلماتو تلقين، معاني او فكري اړخ بالکل د سنايي يا مولوي څخه بېل دئ. حال دا چي

د دوی تر منځ دوه درې قرنه فاصله ده، اما هر قرن پر ژبه او ادب او فکر باندي دوني اثر کړى دئ چي فرق يې برالا ښکاري او هيڅوك له دې حقيقته سترګي نه سي پټولای. د پښتو شعر هم د اسلامي دورې له ابتداء څخه مختلفي مرحلې تیري کړي دي، خو دا څلور قرنه د (۹۰۰) هـ را په دې خوا ادبي تسلسل لري او د پير روښان تر ادبي اجتهاد وروسته د خوشحال خان او خټکو ادبي نهضت شروع سوى و، چي دا دئ لمن يې اوس موږ ته رارسيږي. د پښتو نوې دوره او د ژوندانه په حرکت شروع زه د شلمي پېړۍ له ابتداء څخه ګڼم. 

تر دې دورې دمخه پښتو ادب پر هغه لاره تګ کاوه، چي قدماوو ټاکلې وه، د شعر قالب هغه ګڼل کېدى، چي په مدون ادب کي تر خوشحال خان وروسته شاعرانو جوړ کړی و. په فکري لحاظ هم شاعرانو هغه لار غوره کړې وه، او د پښتو ادب د عشقي او اخلاقي او ديني اشعارو په غولي کي محصور و.

نوی یعنی څه ؟

کله چي د نوي صفت پر شعر باندي تطبيق كيږي نو زما په خيال تر دوو مقولو لاندي راتلاى سي:

 اول :  د شعر معنوي اړخ او د تخيل چاپېر او هغه څه چي شاعر يې د خپل چاپېر شمزۍ ګڼي او د ده د هنر اصل او موضوع وي چي په فرانسوي يې فوند (Fond) بولي. 

دوهم : د شعر لفظي اړخ او ظاهري چوکاټ چي قدماوو به د بلاغت اصول ګڼل، او په بديع، عروض او قافيه کي به يې بيانول، او دغه برخه يې په نوې اصطلاح فورم (Form) بولي. د پښتو شعر د شلمي پېړۍ دوره چي شروع کېده د محتوی او موضوع له پلوه يې ډېر نوي عناصر او د عصر او زمان سره برابر معاني او مطالب په ځان کي ومنله او د پښتو شاعرانو په ډله کي موږ تر نيمي زياته برخه داسي شاعران لرو، چي د دوی د فکر مدار نوی و، دوی د کلاسیکو شاعرانو په ډول ځانونه د زلفو په کمند کي پېچلي، او دتورو څڼو په پېچ و خم کي نښتي، او د ګل او بلبل سره همنوا او د ميو او د جام په دور او تسلسل کي ګرفتار نه کړل، بلکي د دغو مکررو او ډيرو استعمال سوو او پوده سوو مضامینو پر ځای يې ملي دردونه، اجتماعي او سياسي خبري بيان کړې. خو د دوی د شعر او وينا قالب هغه و، چي قدماوو ټاکلی و. یعنی دوی د عصر او زمانې نوي ترنګونه او زمزمې په هغه قدیم رباب کي وږغولې، هغه غزل، او مثنوي او رباعي او نور پخواني قالبونه يې په نوو موادو او افكارو ډك كړل. که د دوی فوند نوی و، فورم خو يې زوړ و، نو ځکه د دې ډلي په هنر کي کوم ابداعی او تخليقي رنګ نه ښکاري. دوی د تبلیغ او تلقین له پاره کومه نوې لاره نه کړه جوړه خو بيا هم د زمانې جبر د دوی په فکر او د شعر په محتوى كي ضرور دخل وکړ، او دا هغه زمانه وه چي پښتنو د استعمار ناوړي او کروړي لیدلي وې او په مشرق کي د آزادۍ وږمه چلېدله. لومړی بین المللي جنګ خلاص سوى و او په ټولو شرقي ملتو کي د آزادۍ جنګونه له استعمار چیانو سره په مختلفو شكلو شروع سوي وو او په افغانستان کي د استقلال د بيا موندلو مبارزه په کاميابي سره ختمېده. د دغو شاعرانو څخه چي زموږ په ادبي حرکت کي پيش قدمان دي د مثال په توګه : غلام محی الدين افغان، عبدالهادي پرېشان او سید محسن کندهاری، سید حسن او مخلص کندهاری، غلام محمد پوپلزی، سید راحت او میان احمدشاه، فضل محمد مخفي، او امیر نواز جليا، او فضل احمد غر، او هلالي نومونه راوړلای سوای. دې ډلي خو په ادبي حرکت کي غټه برخه اخيستې ده. اما له قديمو زولنو او روایاتو څخه یې  ځان نه دئ ژغورلی. ډایرکټ او نېغ خپل مقصد ته ورغلي دي او په هنر نمايي او ابداعي مرحله کې پل نه دئ ايښي.

زه دغه ډله نه غندم، او د دوی فکري خدمتونه پر سر او سترګو منم، مګر کله چي د تاریخ ادب په تحلیلي او انتقادي مرحلو کي هنري آثار پلټل کیږي او پر فني معايرو باندي د هر هنري اثر قیمت ټاکل کيږي نو دغسي اشعار له نوي هنري ښکلا څخه تش ګاڼه سي، او د زاړه سبك په ډله كي شمېرل کيږي. د مثال په توګه زه د هلالي يو شعر وړاندي کوم، چي د مضمون له پلوه نوی او خوږ او مفید او د نوی نسل یو ښکلی ارمان دئ خو د اداء او څرګندوني قالب او طرز یې هغسي كلاسيك او زوړ او مستقيم دئ :

ارمان یو

اې پښتنو پوه شئ دئ ستاسو نوم نښان يو

 څانګي بېلي بېلي دي، دئ ستاسو د ذات شان يو

 دا يوسف زيي، خټك، بارك احمدزيي ، مهمند

 دا غلجي، شينواري، افريدي دئ خاندان یو

 سیل نه جدا شوي مرغۍ لاړه شي د مرګ په خوله

 راشئ د مقصود منزل لپاره کړئ کاروان يو

لاس يا پښې او سر بللي چا په بنيادم نه دي

 بېل بېل اندامونه غونډ شي جوړ شي ترې انسان يو

 اې پښتونه خدای لپاره، ولي ته يو نه شولې؟ 

خدای دی یو، کعبه يوه ده، او ښکلی قرآن یو

 ته که عزت غواړې په دنيا د نور اقوام په شان

ستا دي په دنيا د سياست کي وي ميدان يو

 اې پښتونه! پوهه که خپله ځان د ورورلۍ په راز

 ستاګټه يوه ده په دنيا کي او تاوان یو

کاشکی چی زما په ژوند پښتون یوه منګول شولي

زه هلالي بس په زړه لرمه دا ارمان یو

وګورئ دا د نوي شعر يو اعجاز دئ، دا بیتونه دېرش کاله پخوا ويل سوي وه، مګر اوس دغه ښکلی ارمان د پښتونستان په نامه عملي مبارزې ته راوتلی دئ، نو تاسي له شاعره بله څه معجزه غواړئ؟ 

مګر ښاغلو لوستونکو!

دلته زما مقصد د نوي شعر اجتماعي او سياسي موقف نه دئ، بلكي يوازي د هنر ارزښت څېړنه او پلټنه ده،

چي دا مقصد به په آينده کي پسې وڅېړم.

په پښتو کي نوى هنري حرکت څنکه شروع سو؟

د افغانستان د استقلال جنګ د ايشيا په دې برخه کي يوه ويښوونکې او خوځوونکې پېښه وه، لکه په ډيرو اجتماعي او سياسي او مدني چارو کي چي تحول راغى، دغسي هم د فکري او ادبي اړخه يوه مثمره او اغیزه ناكه حادثه وه. 

د پښتونخوا په ختيزو برخو کي چيري چي د خوشحال او رحمان او شيدا غوندي بلبلانو خواږه ږغونه اروېدل سوي وو، اوس هم د پښتو شعر نشوونما بيا مونده، او د ادبي تجدد مكتب لومړی پلا هلته و پرانیست سو، او دا د پښتونخوا هغه ښکلې سيمه ده، چي شيدا په زاړه نامه "بګرام" داسي ستايله :



د بګرام خطه دلکشه 

د بهار د خاطر خوښه 

سرترپایه رنګ امیز دئ

 رنګینه خیال انګیز دئ

په بهار کي يې دګلو

نارې اورم د بلبلو

د دې ښکلي ادب خيزي سيمي زلمو د اروپايي مترقي ادبه سره اشنايي وموندله، او په پښتو شاعري کي يې نوي افکار، نوي الهامات، او نوي اساليب رواج کړل، د دې ډلي پېشوایان : سید رسول رسا، فضل حق شيدا، برق کاکاخېل، سمندر، غني، بيزاري، طوفان، اجمل او سليم غوندي شعراء دي، او دلته موږ اوس د دې ښکلي بوستان رنګين ګلونه لکه : الفت، بېنوا، لایق، شپون،رشاد،ریدی، محمود، پسرلی لرو. 

نوو شاعرانو د خپل هنر فورم او فوند دواړه نوي کړل، او که یې هم کله د پخوانو قوالب او هنري اساليب وساتل په هغو کي یې لاس وواهه، او په نوې ګېڼه او نوي پسول وښكلل، او په دي ډله کي د الفت ابتکار دا و، چي نثر ته يې کټ مټ د منظوم او پيودلي شعر رنګيني ورکړه، او زه چي د ده منثوري وړې ټوټې لولم ګمان کوم چي نثر نه دئ، بلکي د يوه خواږه او پیودلي کلام په څېر خوند کوي. 

د (رسا) د بېلتانه سندره دېرش کاله پخوا ويل سوې ده، خو هم يې موضوع نوې شانتي ده، او هم يې اداء نوې ده :

د اوښکو سترګي خون فوارې وې

 ګرد و غبار وې، توري ايرې وې

 په تندر سوي، سرې ايرې وې


رېزې رېزې وی، او تر او تر وی

 يو چي په غيږ مي ښکلی دلبر وی


بيدياوي ، تړي هولناكي غرونه 

تاوده بادونه سوي رېګونه 

ناست په غرمو کي، سره وي ډاګونه


شونډي مي وچي، سوى ځیګر وی

يو چي په غيږ مي ښکلی دلبر وی

په پای کي دا شاعرانه آرزو د ژوندانه او د ميني په خطرناکو مناظرو کي داسي پای ته رسوي :

د مرګ سلګۍ مي ورو ورو راماتي 

خولې راماتي، ساه رانه پاتي

 رانه وې پاتي دنيا ميراتي

 ژبه مي بنده لاړ مي نظر وی

يو چي په غيږ مي ښکلی دلبر وی


لحد كي پروت وی، زيړ مخ کفن کي

 د ژوندون ساه مي، نه وی بدن کي

 دردمنده زړه مي خاموشه تن کي

 مرګ مي په ژوند وی، کاش چي خبر وی

سرته ولاړ مي، ښکلی دلبر وی

په دې ادبي تحول او تجدد کي د سيد رسول رسا د خيبر له خوا ماښام، د شيدا د ماښام سپوږمۍ، د برق د زړه ټوکرۍ، د سمندر ارمان دئ زلميتوبه، او د الم د څوکه ناست يم، د بيزاري ستړی له دنيا نه يم، د يادولو وړ دي.

د برق کاکاخېل د زړه ټوکرۍ، داسي يوه ټوټه ده، د قالب او فورم له مخي آهنګي او مستي او طنان وزن هم لري او محتوی يې هم د احساساتو په تصوير کي بده نه ده او يو څو ټوکرۍ يې دا دي :

غر په لوري په ګلزار

بهار راغی په یو وار

ټول وطن سو لاله زار

 بلبلان په چغار سر 

بوراګان اوتر اوتر

 نوی شان دئ په دنیا

غر په سمه په بېديا

نن چي ټول عالم مسرور

 ځيني سم، ځيني مخمور

دا یو زه یمه مجبور

 په زړکي مي دم په دم 

غلبه ده د تورتم 

آشنایان رانه ټول ځي 

نوی غم راته راځي

دلته شاعر تول او وزن او آهنگ هم ساتلی، او نوی قالب یې هم اختراع کړى دئ. د سمندر ارمان دئ زلميتوبه! هم دغسي موزونه او پېودلې ټوټه ده . دی وايي :


                      آرمان دئ زلمیتوبه!

په تېرېدو وې چي راپاڅېدم له خوبه

 آرمان دئ زلمیتوبه!


چي را ‎په خود سوم مازدیګر و

په پرېوتو کي زېړی نمر و

 دغه د توري شپې خبر و

بېغمه خوب د غم بستر و

چي مي تر غوږ شولو آواز د نی له چوبه

 آرمان دئ زلمیتوبه


وروستي شي پاته چي ويده شي 

په حرکت باندي کړه وړه شي

 دیدن په پټو سترګو نه شي

پرونۍ ورځ به بیا رانه شي

که مي سیلاب جوړ شي د اوښکو له څڅوبه

آرمان دئ زلمیتوبه!


د سمندر بله ټوټه شعر د الم په څوکه دوه دېرش کاله پخوا جوړه سوې ده، چي د شاعر د نوي قالب جوړولو او موزوني او مضمون آفرینۍ ښکاره دليل دئ، د منظر نګارۍ كمال دئ، د لوړ تخيل معراج دئ او نتيجه يې يوه محکوم قوم ته ډېره مفيده او مثبته ده او تر اوسه لا هم د محکومو او مظلومو پښتونستانيانو پر حال صدق مومي، د دې نوي شعري ټوټې آغاز داسي دئ :

لكه والوزي له شوقه

 چورلنډي خوري په فضا کي

 مرغ دل مي دئ خوشحاله

د دنیا له درد و غمه

د الم په څوکه ناست يم



آسمانونو ته کوتره!

 کوزه ګوري ګرزي بره

سیل کوي د غره له سره

دا ساعت دئ ناخبره

زه له ټول جهانه پورته




په دې آسماني سير او جګوالي کي چي د شاعر تخیل ډېر لوړ الوتنګ کوي او خپل ټول مناظر په اوږده بیان او مهارت تصویر کوي او د منظر نګارۍ اوج ته رسيږي، ناببره ځانته ملتفت كيږي چي زه خو مريی يم، او پردو ته په سلام ولاړ یم، نو دا ټوله خيالي اعتلا او لوړېدنه د ځان غولونه ده، وايي :




د الم په څوکه پورته

 په تندي مي لاس تړلی

 دا ټوپونه په درياب کي

په دنيا کي پست ترینه

د الم په څوکه ناست يم



هوش مي راغى چي غلام یم

شپه او ورځي په سلام يم

که وهم ماهی د دام یم

لکه خس د راه عام يم

زه له ټول جهان نه پورته



د پښتونستان په متجدد و شاعرانو کي چي د خپل زړه درد او سوځنده احساس په ډېر ادبي قدرت ښکاره کولای سي، او د خونین زړه ټوټې د شعر په پاړکيو کي نغښتلای سي، بېزاري دئ. نه پوهيږم چي دا تکړه او خوږمن شاعر څوك و؟ دى لږ پېژندل سوی دئ، خو دېرش کاله پخوا د پېښور د خيبر په مجله کي د دې مقتدر او متجدد ويونکي ويناوي خپرېدې، چي ما يې هغه وخت د پښتو شعر په تاریخچه کي نوم او آثار ليکلي وه .

دا شاعر کاملاً پسيمسټ او بدبین ښکاري خو په وينا کې قدرت او مهارت او طراوت او جدت سته او لکه د فارسي کرماني د آرمانجن زړه د اورنيو احساساتو ترجماني ښه کولای سي. (ستړی له دنیا نه يم) د ده يوه ډېره د آرمانه او احساسه ډکه ټوټه داسي ده :

مه راوړه ساړه لاسونه ستړی له هر چا نه یم 

اې د صبحدم نسيمه! ما سره نخرې مه کوه 

خوښ يوازي ځانته د سرو ګلو د بستانه یم 

څو به غږوې مطربه! خوږ سرود په زیر و بم

 ستړی د فراق د سرودونو نه یې شانه یم 

اې د آسمان ستورو! ولي بد بد راله ګورئ نن

ځای په زمکه نشته ځما، ليري له آسمانه یم

 اې ښايسته سپوږمۍ! په سر مي ولي غمازي كوي

 زه دغم لمبو وژلی ټول ستی سوزانه یم

  اې د يار د مخ جلوې! چي بيا جلوه نما نه شې! 

پریږده چي جل بل ستى لمبو کي د هجرانه یم

 نور دي زه پاللی نشم، چوه زړګيه چوې که ته

 بس کړه ځان کړه صبر زه موړ شوی له جانانه يم

اې د يار بې مثلو، دل آزارو، دلربا سترګو! 

روی د رب دئ ، نور په قهر مه ګورئ پښېمانه یم! 

روی د رب دئ، اي رقيبه! ما پوري خندا مه کوه! 

يار دي ستا نصيب شي زه بېل شوی له جانانه یم



ستړی له دنیا نه يم

ټوکي مسخرې مه کوه!

ستړی له دنيا نه یم

لا مي زياتوي ته غم

 ستړی له دنيا نه يم

ډېر له قهره ښورئ نن 

ستړی له دنيا نه يم 

لا مي دلسوزي کوې

ستړی له دنیا نه یم

بیا عکس نما نه شې

ستړی له دنیا نه یم

مره زړګیه مری که ته!

ستړی له دنيا نه يم 

نورو د آشنا سترګو! 

ستړی له دنیا نه يم 

لافي د آشنا مه کوه!

ستړی له دنيا نه يم




تر دې ځايه ما د لري پښتونخوا د نورو شاعرانو د هنري تخليقاتو څو نمونې در وړاندي کړې، او تاسي ګورئ چي دا شاعران د شعر په نوو قالبونو کي خپل افکار او د زړه دردونه تويوي، د دوی د فورماليزم تخليقي احساس هغوني نوى دئ، لکه د فكري الهام اخيستلو او محتوی مواد چي يې په نوي ډول او سينګار سره اوډلي دي. اما دا ډله په دواړو خواوو کي بيا هم معتدله ښکاري، په دوی کي د تحول افراطي ميل نسته، د شعر د ټوټو يو له بله تناسب او توازن ساتي، او بيخي ځانونه له قالبه نه باسي او ښايي چي د نوی شعر ځيني افراطي لېوالان دغسي اشعار اصلاً نوي هم ونه ګڼي، مګر زه يې د نوي شعر طلیعه بولم. ځکه چي نوی شاعر د فورم په ټاکلو او جوړولو کي آزادي او په ژبه کي نوي تعابير او تراکیب هم پیدا کولای سي.