شاهنامې او جنگنامی او نور دې ته ورته منظوم آثار
د موجود معلوماتو له مخي د پښتو ادب په تاريخ کي د شاهنامو کښل په دولسم قرن کي پيل سوي دي.حافظ مرغزي (۱۱۲۶ هـ ق زوکړی )په ۱۱۷۶ هـ ق کال احمدشاهي شاهنامه نظم کړه تر دې وروسته تر څورلسم قرنه ما د پښتو په ادبي تاريخ کي د شاهنامې څرک نه دی ایستلی خو په څورلسم قرن کي احمدگل (۱۲۵۸ ۱۳۱۰ هـ ق) د امیر عبدالرحمن (۱۳۱۹ هـ ق مړ) شاهنامه نظم کړېده.
په جنگنامو کي هغه جنگنامې چي د پښتني تاريخ په کښلو کي د موادو په توگه ښه ارزښت لري هغه دي چي د پښتنو د ملي مبارزو په دوران کي پښتو ناظمانو او شاعرانو جوړي کړي دي، ددغه ډول جنگنامو په لړۍ کي دوې متاخري جنگنامې يوه د صاحب الدین خټک جنگنامه چي د "فیروز نامه "په نامه ياديږي او بله هم د دلاور طالب عمرخېل د "مغل خان جنگنامه" د تاریخي موادو په لحا ظ غني دي. ( د دې جنگنامې یوه نسخه د علومو اکاډیمۍ په کتابخانه کي سته.) ښاغلي رفيع کار پر کړی دی.
د صاحب الدین خټک فیروزنامه د کتاب د محتوياتو له مخي د سکهانو سره د هغه مهال د خټکو د یوه مشر فیروز خان خټک د جنگ حالات بيانوي، د فېروز نامې څو بیتونه دا دي :
رنجیتی نومی کافردی
مخ یې ورک شه لوی مضر دی
په يوې سترگي معذوردی
یا دجال دی يا يې زوی دی؟
دی یو سکهو په ماجي کي
لکه مات لوښی پجی کي
نه يې قدرنه يې قارو
د دریو کلیو یو سردار و
زور يې کم حكم يي سست و
هر دښمن پرې بالا درست و
چي بادشاه به لائ لاهور ته
دی به وتیښ و بل لور ته
توان به يې نه لیده د جنگ
نور به يې ځان کړو نو په څنگ
دغه راز دلاور طالب د مغل خان په منظومه جنگنامه کي له انگرېزانو سره د دغه پښتانه د مبارزو او جنگونو قصې او واقعې بیان کړي دي.
د سپيني هغه حماسيات چي د ۱۳۵۵ ق په حدودو کي پر هرات باندي د پردي تاړاک په زمانه کي ويل سوي ټول هغه نظميات دي چي د خپل ادبي ارزښت تر څنگه ملي او تاريخي ښېگڼي هم لري او د دغه پردي تاړاک او د هرات د مېړنيو خلکو د دفاع او مېړاني په خصوص کي ښې خبري ځني تر لاسه کيږي.
سربېره پر دې د پښتو ادبیات ځيني نور منظوم کتابونه هم لري چي د ځينو نورو مقاصدو لپاره کښل سوي خو د مطالبو په ترڅ کښي ځيني مهم مطالب هم راغلي وي چي د یوې دورې د تاريخي وقايعو په څرگندونه کي د مؤرخينو او تاریخ د پلټونکو په درد خوري له دغه ډول آثارو څخه يو هم د ملا مست (۹۵۰ هـ ق حدود) سلوک الغزاه دی چي د ځينو پیښو او جنگونو په باب ښه معلومات لري.
لوړ ما څو کتابونه او ادبي منظومي، صرف د مثال په نیامت يادي کړې که نه وي زموږ د فولکلوري،اولسي او كتبي ادب ډيري پاڼي ځيني مهمي تاريخي څرگندوني لري چي مؤرخ یې د تاریخي لیکلو پر وخت نه سوای هیرولای.
روایات او شفاهي څرگندوني :
د پښتنو مختلف قبایل، عشایر او نوري وړې څانگي د خپلو شجرو په مورد کي ځيني شفاهي او روايي معلومات لري چي زياتره يې په انسابو او تاريخونو کي هغسي نه وي نو په همدې اساس زموږ د مختلفو قبايلو دغه روايي شجرې او د دوی د لېږد او کورنیو په باب د دوی خپل معلومات هم بې ځايه او بې گټي نه دي همدارنگه زموږ خلک د ځينو مهمو تاريخي وقایعو په باب هم روايتي مالومات لري، چي که راټول او اضافات ترې حذف سي نو زموږ د ملي تاريخ په کښلو کي د يوې منبع په توگه له پامه نه سوای غورځېدای.
...
د لوی استاد پوهاند عبدالحي حبيبي دغه رساله به وکړای سي چي د مؤرخينو، د افغانستان او پښتنو د تاریخ څېړونکو ته د ماخذ او څېړني په خصوص کي گټوري لارښووني وکړي، ډېر تاريخي كتب به وروښيي، دغه رساله له تاریخ څېړونکو او پلټونکو سره له مرستي سربېره د پښتو د ادبي تحقیقاتو له پلوه هم ارزښت لري ځکه ځيني داسي پښتو تاريخ كتب يې هم را معرفي کړي چي تر اوسه بل ځای يي چا یادونه نه وه کړې.
لوی استاد ته دي خدای(ج) صحت او عمر ورکي، چي خپلي نوري مفيدي تاريخي، جغرافي، ادبي او علمي څېړني پر پښتنو ولوروي او پښتانه یې د علم له فيضه مستفيد سي.