32

آریانا ويجه

د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک ، لومړي برخه

دمخه مو ولوستل: چه آریائیانو تر هجرت او خپريدلو پخوا په يوه مځکه کي ژوند کاوه چه پوهان ئې په تعين کي سره مختلف دي، مگر په دې اواخرو کي ډیرو پوهانو دا خبره منلې ده چه د آریائیانو اصلي ټاټوبي د ايشيا په منځ

کي د پامیر لوړي ته نژدې و چه د مختلفو اقوامو روایات او د آریائیانو د هجرت له لارو څخه هم دغه زباديږي پرسی سايكس ليکي چه دا ځاي د آمو او ايگزارت په منځ کي پروت و، چه دغه پامير او بدخشان ته نژدې دي.

دې قديم وطن او ټاټوبي ته دوي پخپله قديمه ژبه (آرینه ويجه يا ويجو) (واج) ويله په اوستا کي چه شپاړس آريائي هيوادونه ښئي، (آرينه ويجه) هم يادوي، چه د وانگوهي دیتیا Vanghui Daitya د برکتمن روده سره واقع وه. جیگر الماني او ځيني نور غربي پوهان وايي، چه دا (ارينه ويجه) په غرنیو مځکو کي وه، چه په سیر دریا او زرافشان او آمو اوبیده، او آریائیانو په دغو غرو کي ځانونه د تاتار، او نورو له حملو څخه خوندي کړي وه، او د (آرینه ويجه) د کلماتو معنا داسي ده: د شريفانو او اصيلانو مځکه يا د پاکزادانو ټاټوبي.

د آریا د کلمې په خصوص کي مو دمخه تشريحات او تاريخي او لساني پلټني ولوستې اوس به راسو، او د ويجه (واج) کلمه به هم په پښتو کي وگورو، چه سته که نه؟ دا تاريخي کلمه تر اوسه هم په پښتو ژبه کي مستعمله ده، د قندهار خلق ئې (اويجه) د الف په زور او مجهوله يا؟، او د جيم په زورکي وائي: احمد محمود د خداي پر اويجه نه پريږدي چه په جمله کي اويجه هم د مځکي او سر زمین معنا لري، او دا پښتو ژوندۍ کلمه په هغه زاړه ډول او معنا په لږ تغير تر اوسه مستعمله ده، او موږ ته را ښکاره کوي چه له آريائي پخوانۍ ژبي سره پښتو څنگه نزدې ده، او ښائي چه سنسکریت او اوستا هم دوني قرابت نه ورسره ولري.