میر عبدالکریم ندیم د افغان او بخارا مؤرخ
دا ليکوال د دير لسم هجري قرن له مؤرخانو څخه دی، چي د اسماعيل افغان زوی او اصلاً د کابل د شاه محمود سدوزي د دربار سړی و په خپله وايي (از بلاد کابلم در خدمت محمود شاه).
دی په ۱۲۱۹ ق کال د بخارا په دربار کي و او د بخارا د سفير امير علاء الدین سره یو ځای روس ته ولیږل سو، نه میاشتي په پترسبورگ او مسکو کي او بيا اته مياشتي په استرخان کي و.
کله چي شاه محمود سدوزي لومړۍ پلار له کابله بخارا ته وتښتېدى نو دی له شاه محمود سره یو ځای و او د بخارا په دربار کي يې د قراول بیگی منصب هم درلود.
په ۱۲۱۲ ق ۱۸۰۷م عبدالکریم د بخارا د يوه بل سفيره سره د روس له لاري استانبول ته ولاړ او هلته يې يوه ترکه ماینه وکړه، تر ۱۲۳۳ ق پوري هلته د بخارا د سفارت منشي و او د گانکوفسکي په قول په ۱۸۳۰م کال په استانبول کي مړ سو (د درانو امپراتوري ۱۳ مقدمه د کابل چاپ ۱۳۵۷ ش)
د عبد الكريم له خپلو ليکنو څخه ښکاري چي دی ۱۸ کلن کشمیر ته تللی او دوهمه پلا یې بیا کشمیر لیدلی و په فارسي يې شعر هم وايه.
د ندیم مهم کتاب په اوزبکي ژبه (افغان و کابل د بخارا و خیوق و خوقند خانگرینگ احوال و حکایات) دى چي له ۱۱۵۳ ق څخه بياتر ۱۲۲۳ ق پوري چي د کتاب د تکمیل کال دی، د دغو هيوادو تاريخي واقعې او گټه ور اطلاعات پکښي ليکل سوي دي چي يوه د ۱۲۶۴ ق کال مخطوطه يې د استانبول د عارف بای په کتابخانه کي وه او اوزبكي متن يې په ۱۲۴۲ ق په استانبول کي چاپ سوی و. داسي ښکاري چي د دغه کتاب فارسي متن هم په خپله مؤلف کښلی و چي لومړی ټوک يې د مصر په بولاق کي په ۱۸۷۳ م کال چاپ سو، بيا يې فرانسوي ترجمه د تعليقاتو سره چارلس شیفر په پاريس کي په ۱۸۷۶ کال نشر کړه (گنډ اسنگ، احمد شاه درانی ۴۲۶).
يادونه : دغه بخاري عبد الکریم (ندیم یا نادم) له علوي عبد الكريم (نمبر ۳۴) او کشمیری عبدالکریم (نمبر ۷۴) سره مه گډوئ.