32

اجمل خټك

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د لري پښتونخوا په نوې ډله کي يو ډېر ځلاند ستوری او د لوړي قريحې خاوند اجمل خټك دئ. د ده د فکر برېښناوي د پښتنو کوډغلي روښانه کوي، د خټکو د عالي استعداد او راڼه محيطه او د اکوړې د تاريخي پلوشو رڼاوي او ځلاوي اوسني ته رارسوي. زه چي به کله د لنډي سين پر غاړه د کابل د رود څپاندو نڅاوو ته په پسرلي ناست وم او د اکوړې منظر به ښکاره کېدی، نو ماته به د خوشحال خان نغمې د شيدا او هجري سوځوونکي کريږي، او د اجمل د دردناکو ږغونو انګازې نسیم راوړې او ما به په اکوړه کي د خوشحال له څنګه سره اجمل لیدی، چي په شلم قرن کي په عصري رنګ او نوې ځلا د اکوړې پر کنډوالو برېښېدی.

دی خپل اشعار " د ژوبل احساس يو څو څړيكي، د زخمي غيرت يو څو غورځنګونه د سرې ویني یو څو تړم څاڅکي، د اولسي جونګړیو څو شنه اسويلي، د غاوره اقتدار يو څو ړندې لتي" بولي.

 خو زه اجمل د پښتنو د زړو ارمانو ممثل، د دوی د مړو او ځپلو غورځنګونو ژوندی کوونکی، او د پښتني ټولني د اجتماعي روح او احساس پېژندوی ګڼم، دی په نوې ژبه او نوي ډول د قوم مړ احساس راخوځوي. د خوشحال خان د کهاله د ادبي رواياتو حامل دئ. د خوشحال خان جاويدانه نغمه اوس د پښتونخوا په فضا کي د اجمل په رباب انګازې اچوي، دی وايي:

 د خوشحال له خاوري پورته یوه نغمه يم

 بل مشال په اباسين او تاتره یم

سرې! پوه شوې د غيرت چیغه سور اور وم

چي تا څومره را نغړ دلم سره لمبه سوم

د غیرت چیغه، د اجمل د ابتکاري ادب او ابداع ډېره ښه پلوشه ده. دی څپانده روح لري او د هر استعماري ټونګ مخالف دئ. که موږ د پښتونستان په پښتنو کي د دوی د ارواد زواياوو ترجمان وغواړو، بايد اجمل يې بهترین پوهاند و څرګندوي وبولو. اجمل وايي، او څنګه ښه وايي :

ملګرو! تش په لوګيدو ونه شوه

ځئ چي لمبه شو، دا خپل ځان وسوځو

د نوي ګل د خسماني له پاره

دا زوړ خوړلی ګلستان وسوځو

په سياست کي خو اجمل د پاکستاني استعماره سره جنګیږي، او دا وروست نظام ورانوي، مګر د هنر د نوي ګل د خسمانې او پرورښت له پاره هم ښايي چي زاړه او وراسته اساليب وغورځوي. د اجمل په چيغه کي ځيني د نوي ادب شهکارونه هم سته، چي د اوسني ادب د وياړ شمله ده. د شهيدانو د ويني فرياد، د زلمي سندره، احتجاج، چرګ ته، بین مار ته، ګوجر، جنت، زلمي شاعر ته، د زمانې باد ته، پېغله داسي هنري شهکارونه دي، چي د شاعر د غورځنده زړه څخه راوتلي اوازونه دي.

د هنر، د جمال، د وينا، د ښکلا، د احساس، د تلاطم او د يوه مواج روح مظاهر دي او هر کله چي د پښتو د اوسني شعر او هنر خبري کيږي، نو د اجمل دا آثار يې په سر کي دريږي.

په یوه مسته نغمه کي د خيبر د شپېلۍ ږغوونکي سره داسي خبري اتري کوي، د زړه اور او طوفاني احساس داسي پکښې ځايوي، چي د پښتونستان مجاهد ملت ته د ژوندانه ږغ دئ :

ستا د سوز و ساز پردو کي

 سري لمبي دي را خورې کړې

ستا  سوري سوري کوګل کي

څو نغمي دي راخوري کړي

دا سړه سړه فضا دي

په نغمو لمبه - لمبه کړه

دا اوده - اوده دنيا دي

په دې بين نغمه - نغمه کړه

په دې چپه چپايي کي

غلبلې اودې پرتې دي

 د دې تړو په ځولۍ کي

 زلزلي اودې پرتي دي


په دې بين دي ګوتي کېده!

دغه غرونه په ګډا کړه

د خیبر د سر د پاسه

 تندرونه په ګډا کړه 

راشه پورته يو ټپه کړه 

له دې سوي - سوي غره

 اي بين ماره د خيبره! 

اي شپونکيه د تور غره 

راشه پوك وهه دا بين دي!


په دې بين کي راته واړوه

يوه داسي ګرمه لوبه

چي اوده زړونه راويښ کړي

له دې ډېره غرقه خوبه 

لیوني اتڼ شروع کړي

ورته كاڼي بوټي ژاړي 

په ګډا شي په نڅا شي

غرونه - غرونه، غاړي - غاړي

د دې بين له سوي سازه

سره بڅري رابهر شي

د سړې ويني رګونه

دلته بيا په ګډا سر شي

د دې تړو د رغو نه

بيا مستياني راپيدا شي

د واورينو سر درو نه


بيا بجلياني را پيدا شي

 لړزنده شي په دې ساندو! 

هر خبر او ناخبره!

اې شپونکيه د خيبره! 

اي بين ماره د تور غره!


راشه پوك وهه دا بين دي


د سندري په پای کي وايي : 

د دې ټولو سوو زړو نه 

شین لوګی پکښې لمبه کړه

ګني اور د غیرت واخله

دا خیبر پکښې لمبه کړه 

بین ته داسي پوکی ورکړه

يو کړه لوړي او ژوري


په يو تار دي زړونه ګډ کړه

 که نږدې وي او که لري

 دغه شاړي - شاړي كندي

 ټول خوږه - خوږه نغمه کړه 

دغه جاړي - جاړي غر دي

 یو پسته - پسته وږمه کړه

د آواز سره دي تاو کړه 

د تنکو زلمو روحونه

د نغمو سره دي ګډ کړه 

د نوخیزو قدمونه

 پردې ټولي تار په تارکړه 

که څو لر وي او که بره

اي بين ماره د خيبره! 

اې شپونکيه د خيبره!


راشه پوك وهه دا بين دي