32

گوهر خان خټك

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د خوشحال خان د درنې او د ستايني وړ کورنۍ چي پښتو ادب ته کوم خدمتونه کړي دي، د دوی په سبب د خټکو کام د احترام وړ دئ.

ما د دې کورنۍ پر قصیده سرايي باندي څېړنه او کتنه تر دې ځايه رارسولې وه، چي متأسفانه د دماغي او قلمي کارونو د ډېرښت په سبب داسي ناروغي راته پېښه سوه، چي باید د طبیعت په سپارښت قلم کښیږدم، کتاب او کاغذ هم پریږدم. ځکه نو پر سکندر خان باندي هم لنډ لنډ وږغېدم او د دې له پاره چي د خوشحال خان د زامنو څخه يو بل قصيده ويونکی ناپېژندلی نه وي پاته سوی، ناچاره يم چي دا بحث پوره کم او يو څو ټکي پر ګوهر خان باندي هم وکاږم. 

راسئ چي لومړی خو ګوهر خان لږ څه وپېژنو : 

دی د خوشحال خان له زامنو څخه دئ، چي د خپل پلار سره له کوچنیوالي څخه تر ځوانۍ پوري په اکثرو سفرونو او جنګي واقعو كي ملګری و،( تاریخ مرصع ٣٢٢ - ٣٩۶)، او کله چي خوشحال خان په (۱۱۰۰ هـ ق) كال وفات سو، ده په دغه مثنوي کي د وفات تاريخ ووايه :


خان خانان و قدوه افغان

چون به هفتاد و هشت سال شده

روز آدینه بود چون زجهان

 غرهٔ ماه مهر بود آن حوت

بیست و هشتم ربیع آخر بود

چون زتاریخ فوت خان خبرم


آن حکیمی سر خردمندان

چو الف بود، همچو دال شده

رفت و ماندیم ما به آه و فغان

که به لب می نهاد مهرسكوت

که امین جان پاك او بر بود

شده "زما رفت زین جهان پدرم"


( تاريخ مرصع،۴۸۲مخ)


تر خوشحال خان وروسته چي په قبیلوي رقابتونو کي افضل خان د اشرف خان زوی او د ګوهر خان وراره بریالی او د خټکو خان سو، نو ګوهر خان هم د خپل وراره سره ملګری و، خو د سیاست چاري يې هغه ته پرې ايښي وې. وخت په علمي او ادبي چارو تېراوه، د ده دېوان ما نه دئ ليدلی، خو یو غونډ او ضخیم منثور کتاب يې د قلب السیر په نامه (۴٠٠) پاڼي ما د پېښور په موزيم کي کتلی دئ، چي په دېرش بابه کي يې د حضرت محمد ) سير او انساب او احوال او د خلفای راشدینو تاريخ د ډېرو عربي او فارسي معتبرو کتابو په حواله ترجمه کړى دئ، او د پښتو نثر په غورو آثارو کي راتلای سي. 

ګوهر په دې کتاب کي ځای پر ځای خپل اشعار لکه غزل، قطعات، رباعیات او تغزلات او قصاید راوړي او دکتاب نثر په ښکلی کوي. 

داکتاب يې په (۱۱۲۰ هـ) کال د خپل وراره افضل خان په نامه کښلی او د دغه ادیب او مؤرخ او مقتدر خان ادب پالنه او د پښتو کتابونو را ژوندي کړنه یې ستایلي ده.

دى وايي : 

"اگر چه پښتو ژبه په علت د دورنشینۍ هونبره لذت نلري چه عربي او فارسي سره نسبت شي، لیکن از راه ضرور پښتنو ته هم په پښتو ویل بهتر دي، او سنت الهي هم پدا جاري دئ. هر کتاب چي به نازلېده، هم د هغه قوم په ژبه به نازل شه، دا پدا چي د هر چا پخپله ژبه فهم کيږي :

دوه ياران چي راز د زړه تر بله نمايي

 بايده دئ چي پخپله ژبه وايي

د فارسیانو کن مکن ويل څه سود کا

پښتنو ته کړه مکړه ويل ښه ښايي

د کتاب د مضمونونو په ترڅ کي ځيني مفيدي اخلاقي او اجتماعي ټوټې داسي ځايوي :

مال چي دي وخوړ، هم هغه ستا دئ

چي له تا پاتو شي نور د نور چادئ

که دي څه وښنده د خدای په لوري

مال دي هم دا دئ مال دي هم دا دئ

د ګوهر خان د فکر جولانګاه هم هغه دیني او مذهبي چاپېر دئ او دغه کتاب یې هم په دیني احساس او روحاني داعيه د ديني لویو لارښوونکو پر احوال کښلی دئ. نو ځکه د ده قصیده هم دغسي رنګ لري او په ديني پيرايو سبمالیږي. 

د قلب السير په سریزه کي د حمد و ثنا يوه ډېره اوږده قصیده لري چي د حضرت محمد ) پر نعت او دعا ختميږي، او داسي ښکاري چي سړی په مسجد کي د يوه ژبور اخوند خطبه اوري، دا قصيده داسي شروع کيږي دلته نو په صنعت التفات لوی څښتن ته خبره اړوي :

نه د خيال د عقل کار شته ستا و ذات ته

انبيا دي سرګشته په دا اسرار شي


وروسته بیرته له مخاطبه، غايب ته ملتفت كيږي :


څه عجب خرګاه يې روغ کړ ېې ستونه

پکښي نور کاروڼ ... چي يې رفتار شي (؟) 

څه عجبه فرش ترو لاندي غوړولی 

بیا پر جوړ، جبال، اشجار، دريا ثمار شي

 ډېر تأثير يې په آفتاب مهتاب کي ايښى

هم له نوره يې روشن ليل و نهار شي


دا دئ له دغي قصيدې څخه د نعت څو بيته :

محمد يې کړ پیدا له خپله نوره

عرش و فرش يې کل روشن پدا انوار شي 

دی سلطان دئ اولوالعزم د انبياوو 

د آدم او د حوا پری افتخار شي

قصیده خورا اوږده ده، دلته نوره نه ځايېږي. مقطع يې په شاعرانه وياړ ختميږي، مګر ښاغلي لوستونکي په ذوقي توګه دا ټاکلای سي چي ګوهر خان به په دغه افتخار کي څوني برخه لري؟

ښه يې و پپیل ګوهر په تار د نظم

آفرین دي پدا هسي شان اشعار شي

(د قلب السير له خطي نسخې څخه)

تر هغه ځایه چي د ګوهر خان نظمونه او نثرونه لیدل سوي او پيدا سوي دي، موږ ده ته د خوشحال خان په شاعرانو لیکوالو زامنو کي  دريمه برخه ورکولای سوای، ځکه چي د ده په تخليقاتو کي هنري ښكلا او شاعرانه لطافت لږ ښکاري، او په فني لحاظ يې ناظم بللای سو، نه شاعر.

د ګوهر خان د وفات نېټه نه ده معلومه، خو د قلب السير له سريزي او د ده له ویناوو څخه ښکاري چي په (١١٢٠ هـ ق) کال سپین ږیری او د کورنۍ مشر و. خپل وراره افضل خان ته دکشر په خطابونو سره دعاوي کوي، او د ده توفيق د قوم او ژبي په خدمت کي غواړي.