32

علامه پوهاند عبدالحی حبیبي

د پښتو د نوي ادب لارې

 د هیواد نومیالی عالم ، مؤرخ او ادیب (لیکوال او شاعر ) علامه پوهاند عبدالحی حبیبی د ۱۲۸۹ هجری لمریز ( ۱۳۲۸ هق ـ ۱۹۱۰م) کال د پنجشښې په ورځ د ثور په میاشت کې وزیږید . پلاریې ملا عبدالحق اخوند زاده زوی او دعلامه حبیب الله محقق کندهاري لمسی و .

استاد حبیبي پر ۱۲۹۹ هجري لمریز (۱۹۲۰م) کال د کندهار د شالمارپه لومړنۍ ښوونځي کې شامل او ددې ترڅنگ یې په خصوصي توگه د مروجو دینی او ادبی علومو او فنونو زده کړه هم پیل کړه .

په ۱۳۰۴ هجري لمریز ( ۱۹۲۵ م) کال نوموړي ښوونځی څخه فارغ شو. په خصوصي توگه یې د دیني او عصري علومو او فنونو لوستلو ته دوام ورکړ ، فقه ، حدیث ، تفسیر منطق ، صرف ، نحو ، فصاحت ، بلاغت اود نړۍ د مشهورو پوهانو او ادیبانو د نظم او نثر ډیر کتابونه یې ولوستل .

پر ۱۳۰۴ ه ش (۱۹۲۵م) کال علامه استاد حبیبی د ۱۵ کالونوی زلمی وچی د کندهار د ښارپه يو د ښوونکی په توگه خپله رسمی او دولتي وظیفه پیل کړه . څه موده په همدغه دنده بوخت و. په ۱۳۰۶ هجري لمریز (۱۹۲۸ م) کال په کندهار کې د خپریدونکې جریدې " طلوع افغان" مرستیال (معاون ) شو. څلور کاله یې په ډیره بریالۍ توگه دغه وظیفه تر سره کړه او بالاخره پر ۱۳۱۰ هجری لمریز (۱۹۳۱ م) کال د طلوع افغان د جریدې مسوول مدیر شو.

استاد حبیبی په همدغه موده کې د خپل مطبوعاتي او ژورنالستیکی کار ترڅنگ په پرله پسې توگه مطالعې ، علمې ، تاریخې ، ادبی او څیړنیزو (تحقیقی ) لیکنو ته هم دوام ورکړ . پر ۱۳۱۹ هجری لمریز (۱۹۴۰ م ) کال کابل ته راو غوښتل شو او د پښتو ټولنې لوی مدیر مقرر شو او ترڅنگ یې د مطبوعاتو د مستقل ریاست د مرستیالۍ چارې هم پر مخ بیولې . پر ۱۳۲۰ هجري لمریز (۱۹۴۱ م) کال د معارف وزارت مشاور شو او درې کاله یي دغه دنده تر سره کړه . کله چی پر ۱۳۲۳ هجری لمریز (۱۹۴۴م) کال د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د دوی په هلو ځلو د ادبیاتو پوهنځی تأسیس شوو ، نو دریاست او پښتو ادبیاتو د تاریخ د تدریس چارې دوی ته وروسپارل شوی . پر ۱۳۲۵ هجر لمریز (۱۹۴۶ م) کال په چمن کې دوکیل التجار افغانی په حیث مقرر شو . یو کال وروسته بیرته خپل هیواد ته راستون شو او په ۱۳۲۷ هجری لمریز (۱۹۴۸ م) کال د ملی شورا د اوومې دورې له پاره د کندهار د خلکو د وکیل په توگه وټاکل شو تر ۱۳۳۰ هجری لمریز (۱۹۵۲ م) کال پوری یې دغه له مسؤولیته ډکه وظیفه په ډیر ښه شان سرته ورسوله . د همدغه کال په اوږدو کې د هیواد پریشو دوته اړکړای شو ، او نږدې لس کاله یې په جلا وطنۍ کې تیر کړل څه موده یې په پیښور بیاد ځینو سیاسي ملحوظاتو له مخی هغه مجبور شو چې له بيښوره ووځي نو هماغه وچې کراچیۍ ته ولاړ په علمی او ادبي فعالیتونو بوخت شو پر ۱۳۴۰ هجری لمریز (۱۹۶۱ م) کال ورته دې زمینه برابره شوه چې خپل هیواد ته ولاړشي اود پخوا په څیر په خپلو علمي او فرهنگي چارو بوخت شي . پر ۱۳۴۱ هجری لمریز ( ۱۹۶۲ م) کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د استاد په توگه مقرر او په ۱۳۴۴ هجری لمریز (۱۹۶۶م) کال يې د خپلو علمي ، تاریخي او ادبی آثار په وړاندی کولو سره وکړای شول چې د ((پوهاند )) علمي رتبه تر لاسه کړي.

علامه پوهاند حبیبي پر۱۳۴۵ هجری لمریز (۱۹۶۷ م) کال د افغانستان د تاریخ ټولنې (انجمن ) د د رئیس په توگه مقرر شو او دغسي یې له دې لارې د افغانستان تاریخ ته د قدر وړ خدمتونه وکړل . پر ۱۳۵۱ هجری لمریز (۱۹۷۳ م) کال د صدراعظم د فرهنگې مشاور په توگه وټاکل شو . د خپل عمر په وروستۍ لسیزه کې چې له رسمي دولتې وظیفې څخه یې تقاعد هم کړی و. په کابل پوهنتون کې د استاد ، اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور ، د افغانستان د علومو د اکاډیمي د غړی او ددي ترڅنگ په خپلو علمی ، تاریخی او ادبی څپړنیزو کارونو بوخت و. 

علامه پوهاند عبدالحی حبیبی (۵۶) کاله د هیواد په علمي او فرهنگي ادارو کې د علم او فرهنگ خدمت کړی دی . په دغه موده کې یې ډیرې ادبي ، علمی ، تاریخی ، جغرافیوی او ... څیړنی کړي دي چې ځینې يې د ځانگړو کتابونو په بڼه او زیات شمیر یې د مقالو په شکل د هیواد د خپرونو له لارې خپرې شوې دي . په ډیرو ملي او نړیوالو علمي ، ادبي ، تاریخي غونډو او سیمینارونو کې يې فغالانه برخه اخیستې ، د هیواد د ډیرو علمي ، ادبي او فرهنگي مؤسسو ، ادارو او ټولنو په جوړیدو ، ودې او پرمختگ یې اغیز منه برخه لرلې ده . زیات شمیر لیکوالان ، شاعران ، د ادب او تاریخ څیړونکي د دوی په مستقیمه لارښوونه ، هڅونه او پاملرنه او یا هم د دوی د آثارو او افکارو په لوستلو روزل شوي دي.

علامه حبیبی شاعر هم و . په پښتو او دري ژبوو يې د شعرونو چاپ شوې بیلگې شته ، خو زیاتره پاملرنه یي علمي او څیړنیزو لیکنو ته وه . د ټولو چاپ شویو کتابو یو شمیره یې ۱۱۵ ښودل شوې ده چی هر یویې په خپل ځای زیات علمي ، ادبي او تاریخي ارزښت لري . موږ دلته د هغو له جملی څخه د ځینو نومونه اخلو:

‎(۱) د پښتو ادبیاتو تاریخ (۱-۲ ټوک ) (۲) افغانستان بعد از اسلام (لومړي ټوک ) (۳) تاریخچه ادبیات پښتو ( ۴) پښتانه شعرا ، (لومړی ټوک) (۵) تاریخ افغانستان د عصر تیموریان (۶) نومور کي مؤرخین (۷) جنبش مشروطیت در افغانستان (۱۰) تاریخ خط و نوشته های کهن افغانستان (۱۱) جغرافیای تاریخی افغانستان (۱۲) زبان دو هزار ساله افغانستان یا مادر زبان دری (۱۳) پښتو نثر ته کره کتنې (۱۴) د پښتو د نوې ادب لارې (۱۵) د پښتو ادب په تاریخ کې قصیده (۱۶) روابط ادبی سند با افغانستان (۱۷ ) پښتو و لویکان غزنه (۱۸) د افغانستان پیښلیک (۱۹) هنر عصر تیموریان (۲۰) نسب وزادگاه سید جمال الدین افغان اونور.

بلاخره دغه پیاوړی مؤرخ ، منلی ادیب او د علم او فرهنگ رښتینی خدمتگارد ۱۳۶۳ هجري لمریز (۱۹۸۴ م) کال د ثور د میاشتې په شلمه نیټه وفات او د کابل په شهدای صالحین کې خاوروته وسپارل شو .

( د محقق سید محی الدین هاشمي د افغانستان مشاهير لومړی ټوک څخه اقتباس )

مأخذونه : 

(۱)ـ- بینوا ، عبدالرؤف ، اوسنی  لیکوال ،لومړی توک ۱۳۴۰ ه ش کال ۲۲۴-۲۳۱ مخونه .

(۲) هارون خپل ، آفریده های مهجور علامه حبیبی علامه حبیبی ، د افغانستان د علومو اکاډیمي ۱۳۶۷ ه ش کال.

(۳) د استاد یاد ، (سیمینار مقالو مجموعه ) ه ش کال.