سمهیتا Samhita
پوهانو د دې کلمې معنا مجموعه collection راوړې ده، پخپله د ويدا څلور کتابونه چه دمخه ذکر شول، د مقدس علم څلور مجموعې گڼل شوي دي او هره یوه سمهيتا بلله کيږي مثلاً ریگویدا سمهيتا، ساما ويدا سمهيتا او نور، الماني مستشرق ونټرنيټس M. Winternits اصلاً ويدي ادب پر درو برخو ويشي. يوه مهمه او لومړني برخه ئي سمهيتا بولي، چه ټول د ويدو متون پکي داخل دي په پښتو کي تر اوسه دغه کلمه کټ مټ نژدې دغي معنا ته سته سمته samatah يعني مجموع او ټول او کافي او په ښه اندازه: مثلاً وني ښه سمته ميوه کړيده يا ډوډۍ ئې وخوړه، خو ښه سمته ځني پاته سوه، پلاني ډیري پيسې لري، خو سمته ئې څلویښت زره کيږي.
نو دغه د پښتو سمته کټ مټ د ويدي ژبي سمهيتا دى (ى) او (الف) چه حروف علت دي هر وخت حذفيږي يا زياتي كيږي، يا د حرکاتو کار ورکوي. په دې لنډۍ کي دا تاريخي کلمه ساتلې شویده:
د غم د برخو په ویش راغلم
سمت سمت غمونه زما په برخه شونه
يعني كافي او مجموعه غمونه د برخو په ويش کي زما حصه شوه.