32

فریغونیان (۲۵۰ - ۴۱۰ هـ شاوخوا)

د افغانستان لنډ تاریخ دریمه برخه

دغه کهاله د سامانیانو او غزنویانو په وختو کښې په ګوز ګانان کښې واکمني درلوده او له دواړو سلطنتي کورنيو سره يې دوستانه اړيکي ساتل، علم روزونکي او سوله پال پوه پاچاهان وو د دوی د حکومت شمالي ويش امو سيند او جنوبي ويش يې غرستان غور او تالقان (د كروان رباط ته نژدې د زمينداور او هیلمند تر شاوخوا پورې رسېده، په غور کښې هم د فريغونيا نو تر لاس لاندې یو حکمران ناست و... و دی غورشاه نومید. په خپله گوزګان د سرپل شاوخوا ته ویل کېده دا کهول تر اسلام د مخه د ګوزګان خداه" د پاچهانو له نسله و، چې د فريغون په رباط يې اړه درلود، دا رباط د مقدسي په ويناله اندخو د اوسنی اندخوی او کرکی څخه د یوې ورځې لارې واټن و. د افریغ کلمه د دغه هېواد په لرغونيو نومو کښې تر خوازرمه لیدل کېږي خو په خپله در فریغون د دغه کهاله د لړۍ د مشر په اړه څه معلومات نه لرو پرته له دې چې دا لعتبی په وینا د درېيمې هجري پېړۍ په شاوخوا کښې د افریغون رباط ته نژدې اوسېده خو د ده زوی احمد بن فريغون د اسلامي دورې په تاريخ کښې د دغه کهاله لومړی سړی دی چې موږ يې پېژنو نرشخی وايي: پر (۲۸۷ هـ - (۱۰۰م) کال چې امیر اسمعيل ساماني له عمر وليث صفاري سره جنګېده، امیر احمد فريغوني د عمر وليث له خوا هم د بلخ حکمران وپېژندل شو قابوسنامه دی د ډېرو آسونو د ګلو خاوند ګڼي چې د ورځې یې زر ارزق بهانمان راوړل او دا خبره مبالغه نه ده، ځکه چې د دې سيمو خلك تر اوسه د اسونو د ګلو په ساتنه او روزنه مشهور دي. د دغه کهاله یو بل واكمن ابو الحارث محمد د احمد زوی دی چې موږ هغه د دري ژبې د پخوانۍ جغرافيې کتاب (حدود العالم) له مخې پېژنو، دی پوه پالونکی واکمن و چې دا کتاب پر (۳۷۲ - ۹۷۲م) کال ده ته وړاندې شوی و او د دې کورنۍ د ډېر ځواک په وخت كښې حکمران و، اصطخري د (۹۵۱-۳۴۰) په شاوخوا کښې هغه یاد کړی دی. د بارتولد په وینا (۳۶۵ (۹۷۵ ع کال يې خپله لور ساماني زلمي پاچا نوح د منصور زوی ته ورکړه، د العبتي په وینا تر (۳۸۰) هـ - ۹۹۰م کال وروسته نوح د منصور زوی دی د فایق جګړی ته را وغوښت خو ماته يي وخوړه ابن اثیر وايي چې پر (۳۸۳هـ) كال نوح له خراسانه ګورګان ته راغی او ابوالحارث ورسره یو ځای شو او پر چې سبکتګین له له فايق سره جنگیده ابو الحارث د سبکتگین (۳۸۵ هـ) کال د ملاتړ له پاره هرات ته راغی او د العبتي په وينا، په همدغو وختو کښې خپله بله لور د سبکتګین زوی محمود ته ورکړه او د سبکتګین یوه لور يې خپل زوي ابوالنصر احمد د محمد زوی ته په نکاح کړه، پر (٣٨٦ هـ - ٩٩٦م) کال چې سبکتګین مړ شو همدغه ابوالحارث د محمود او د هغه د ورور اسمعیل تر منځ روغه وکړه، له محمود سره غزني ته لاړ او پر (۳۸۹هـ (۸۹۸م) کال محمود د اسمعیل نیول هم ابوالحارث ته وسپارل دا د تاريخ په پاڼو کښې د ابوالحارث وروستنۍ یادونه ده. العبتي پر (۳۹۴ هـ - (۱۰۰۳م) کال د فريغون بن محمد په نامه يوتن يادوي چې محمود هغه له بلخ څخه په وروستنی ساماني شهزاده منتصر پسې د اند خود او مرورود خواته استولی و، خو د ده پوره احوال لاس ته رانه غی د دې کورنۍ یو بل سړی ابو نصر احمد د محمد ابوالحارث زوی دی چې دالعبتي او ګرديزي په وينا د ګوزګانان و، پر (۳۹۸) هـ - ۱۰۰۷م) کال په هغه جګړه کښې چې د قراخانیان او د محمود د ورور تر منځ په پل چرخیان کښې وشوه د محمودی لښکر د منځ (قلب) مشرو او پر (۴۱۰هـ ۱۰۱۰م) کال مړ شو. بيهقي د (۴۱۰) هـ - ۱۰ - ۱م) کال په پېښو کښې ليکي چې پر همدغه کال محمود د غور جګړو ته لاړ، خو د ده شهزادګان مسعود او محمد پر څوارلس کلنۍ په زمينداور کښې د امير فريغون ګوزګانان له زوى حسن نومي سره اوسېدل په همدغه کال امیر ابوالحارث مړ و، ځکه نو د ده زلمی زوی حسن د سبکتګین د لور له نسه د ګوزګانان د تاج و تخت نامزد و، خو دا سمه څرګنده نه ده چې د احسن د همهغه فريغون بن محمد زوی و که د ابو نصر؟ خو په دې خبر یوو چې سلطان محمود د العبتي او عوفي په وينا د ابو نصر فريغوني لور خپل زوی محمد ته وکړه او د ګوزګانان ولايت يې بيرته ابو نصر ته ورکړ او ابو محمد حسن د مهران زوی يې د هغه ځای د چارو په کفالت له ده سره وګماره ګواکي د ګوزګان سيمه او پر (۴۰۸هـ - (۱۰۱۷م) کال بشپړه د غزنویانو تر واکمنۍ لاندې راغلې وه، ناصر خسرو علوي په دغه بيت کښې اشاره ورته کړې ده:

                                               کجاست آنکه فریغونیان زهیبت

                                              ز دست خویش بدادند ګوزګانان را

 په دې توګه نو د فريغونيانو کهول دافغانستان د لوېديزو شمالې سیمو، سیمه ییز پاچاهان وو چې په عدالت نیکنامۍ او د علومو په پالنه یی شهرت درلود د فريغون په دربار کښې نامتو پوهان او ليکونکي روزلي شوي دي چې له هغې جملې څخه بديع الزمان همداني، ابو الفتح بستي، د مفاتيح العلوم خاوند خوارزمي او د حدود العالم نامعلوم مولف دی. د دغه کهاله نوميالي:

 ۱ امیر فریغون (۲۵۰) هـ).

 ۲ امیر احمد دفریغون زوی (۲۷۹-۳۳۷ هـ شاوخوا).

۳ ابوحارث محمد داحمد زوی (۳۳۷-۳۸۹هـ). 

۴- فریغون د محمد زوی (۳۹۴ هـ شاوخوا)

 ۵ ابو نصر احمد د محمد زوی (۳۹۰ ۴۱۰هـ).

۶ حسن دابو نصر احمد زوی (۴۱۰هـ).

 اخځ

العبتي، ګردیزی اصطخری ،نرشخی مقدسي، بيهقى، قابوس نامه عوفي ابن اثیر مینورسکی دحدود العالم پر لمنلیکونو د بار تولد جغرافیای تاریخی ایران معجم الانساب - د مینورسکي مقالې د لندن چاپ.