د دولت لوڼ په قصایدو کی عرفانی مضامین
د دولت په تغزلاتو کی او قصیدو کی عرفان اخلاق او شرعیات سره گډ دی، اوسړی ئی په پښتو کی د سنایی د قصایدو پیرو گڼلای سی. مگر د سنائی د شعریت قوت نلری.
د ده د فکر او ادبی قوت د ښکاره کولو له پاره دغه تغزل ولولیء، چی ټول یو گڼی:
په ظاهر باطن چی گوری سبحان یو دی
صورتونه ډیر لیده شی جانان یودی
د کثرت په حسابونه غلط مه شه
مومنان هر خوا نیوه دی ایمان یو دی
په صدف کی در خالص په مارکی زهر
بارنده پر هر ځای ابر نیسان یودی
پر اغزی پرگل ئی نور یوشان ويشلى
تا بنده پر جهان لمر درخشان یو دی
رنگ رنگ گل ځنی پیدا شی په پټی کی
چی گیاه پرې زرغونیږی باران یو دی
که لښکر حشم ئی ډیر لیده شی څه شو
چی په حکم یی عمل شی، سلطان يو دى
د دنیا بازارئی جوړ کا په څوشانی
د معنی به سترگو گورې هرشان يو دی
د احول سترگی کږې دی يو دوه وينی
جلوه گر په عرش، کرسی، کان، مكان يو دى
د شاهد لباس اغوستی دلبری کا
ذات واحد، بصير، عليم، څوالوان يودى
د عا شقانو زړه په زلفو خال وړی
دلربای د زړونو ژر په جهان یو دی
د معشوق عاشق جامه واغوندي راشی
عشق باقی، شاهد، مشهود بی گومان یو دی
پری مومن، کافر، ماهی، چونگښه زیست کا
پاك دريا بيحده لوى، بی پایان یو دی
د مجاز په څوڅا درکی کی ئی مخ پټ کا
د «دولت» د زړه انیس پټ، عيان يودي
( د دولت ديوان ۱۷۶)
په دی ډول تاسی د دولت د بیان هغه اصلی جوهر او پر کلماتو او الفاظو د ده راڅرمه توب اټکلولای سیء
چی یوازی د عرفان فکری پانگه نلری بلکه د بیانی هنر لږڅه ذوق او ذخیره هم ورسره ده.
ځان جهان په لا الله نیست کړه «دولته»
د جانان په سترگو گوره خپل جانان ته
د دولت قصيدې چی عرفانی او اخلاقی مضامین لری لکه د سنایی عرفانی قصیدې، اوږدې دی، او د ده كلام په پښتو ادب کی د عرفانی پانگی یوه غوره ذخیره گڼلای سو. د ده شعر د شعر لپاره نه ؤ، هدف ئې د روښانی عرفان څرگندول و. د دی کار لپاره چی ده کوم هنری استعداد او د كلماتو ذخیره درلوده، هغه ئی تو له په دې لار کې کښېښو وه. که څه هم ده لکه سنایی يو لطيف ادب جوړنه کیء، مگر بیا هم په پښتو ادب کی د ده وينا تر ډیرو ناظمانو غوره ده، او کله کله د لطيف ادب پر پولو هم پل ږدی، او کله چی د تغزل میدان ته را دانگی لکه یو تکړه غزل سرا داسی مضمون آفرینی کولای سی:
شیرین یارچی ما د زړه په سترگو تل كوت
هر ساعت به می د مینی د ده گل کوت
د دیدن شراب ئې راکړه هسی مست شوم
چی هر جز می د معنی په قوت كل كوت
ځان جهان راڅخه هیرشو په مستۍ کی
لور په لور به می دلبر جلوه گر خپل کوت
چی په لا الله می غير وجود نفی کا
روحانی بادشاه می ناست پر تخت د دل كوت
که نظر می د صفات پر عالم وکا
ہی آشنا می نه جهان، نه ځان، نه بل كوت
د يقين په نظریو راته ښکاره شو
چی اول می د گومان په سترگو سل کوت
د وحدت په باغ څړه بی سره گډ شوم
گل او خارمی یو لیده ، زاغ می بلبل کوت
که د زړه ارسی صفا کړې وبه وینی
هغه مخ چی پاك ولى، نبی مرسل کوت
زه « فقير دولت» هرگز په میان کی نه وم
دلبر خپل جمال پخپلو سترگو تل كوت
(ديوان ۸۲)
اوس د دولت يوه قصیده را اخلو، چی دا هم د مضمون تسلسل لری او هم د تخيل سره نښتون پکی ښکاری مگر موضوع ئی هغه عرفان او هغه د روښانی مکتب د افکارو څرگندونه ده:
هر چی نوش د توحید می کا
د خودی مرکب به پی کا
يو دیدن به د دوست وینی
هر نظر چی پرڅه شی کا
دا هغه زه، ته پرده یم
په پرده کی بازی دی کا
وایی نه یم، نوازه شی
څه عجب اشارت نی کا
چی د شک گومان مچ وخوری
د توحید نعمت په قی کا
کامل ځکه غلط نه ځی
تگ د پغمبر په پی کا
هغه نه مری تل باقی باشی
چی مړ زړه په ذکر حی کا
د خير ساج په شان به
په رضا د ده مرگی کا
درست بدن د ذاكر ذکر
گوشت پوست، هډ، مغز، رگ و پی کا
پر بیابان مجنون جا روزی
لیلی سیل د خپل حى کا
يو صفت په خپله ژبه
چین، ختن په هند، روم، ری کا
په قدرت له يوې خاوری
سوار، پیاده، شتر، مزری کا
د یگ، طباخ، سرپوش ججری
دپښتو ادب په تاریخ کی قصیده
خم، پياله، بدنه، گړی کا
بېل د غوښي له صورته
پی، شودې، شړومبی، غوړی کا
بادشاهان ئی خدمت هسی
لکه ښه عاجز مر يي کا
او لیا په یوه دم کی
تر مشرق مغرب، لا ر طی کا
د دې قصيدې د تخلص په برخه کی داسی نتیجه اخلی او خپل مطلب ته گریز کوی:
غير مه گوره دو لته!
خير، شرسبب کل دى کا
په ساعت کی نیست نفی شی
د هستی لا في لو گی کا
مراد ها له مومی مرید چی
سر د پښی تلی کا
عاشقان د ده له شونه
تنن ، تن، تنا، له لى کا
په بهشت کی گفت کم دی
بی سلامه بې علیکا
(دیوان ۲۲ـ ۲۵)
د دولت د قصیدو موضوعونه د عرفان په ارت چا پیر کی متنوع دی، او ډير داسی څه پکی سته، چی سړى ئې د اسلامی عرفان او د شرقی صوفیانه ادب نڅور بللای سی. که یو څوك دغه افکار او ښکلی مضامین سره بېل او تر خپل عنوان لاندی کښيږ دي، د عرفان او تصوف یوه ښکلی او گلالی باغچه به وی لکه:
د دلبر دیدن په هر لوري عيان وينم
هو نظر یی په هر څه کی به څوشان وینم
چی می سیر کی د باطن کړې پیر کامل وڼی
په هرڅه کی یو دیدن د پاك سبحان وينم
(دیوان ۲۱۲)
د سالک څه زده؟
نن هغه سالک د دې لاری ادب زده
چی له دم سره ئی ذکر د پاك رب زده
مرده دل ددل له سره خبر نه دی
په تقلید ئی په زبان د خدای لقب زده
غیر دېوال به ئی حجاب په میان کی نه وی
چی ئی سهل پر فلک لکه کوکب زده
زه « فقير دولت» به روغ په نور څه نشم
كل زما درد و دارو د دلبر لب زده
(د د یوان۹۹)
بی الحاده او حلوله خالص توحید
د توحيد وينا مې شوه په زړه نزوله
مبرا ده الحاد هم له حلوله
يو الله دی بی جهته ، تجلی کا
پوشیده دی له دوبین، ظالم، جهوله
( ديوان۴۳)
يو حق دی:
په ظاهر، باطن، اول، آخر يوحق دی
نصیحت په زړه کی و نغوږه زما دا
د احد په ملک کې بی احده نشته
تل دا حال په ژبه وایی کل اشیا دا
(ديوان ١٨٦)
د وحدت د باغ مرغه د کثرت په ننداره کی:
د وحدت د باغ مرغه بلند پروازه
ننداری لره راغلی د کثرت یم
روحانی وطن می نه هېريږی هیڅ وخت
د صورت په ملک کی بند په ضرورت یم
(دیوان۱۴۹)