32

نتائج

پښتو څوارلس سوه کاله پخوا

اوس چي تاسو د ۱۴۰۰ کاله پخوا ځني د پښتو ليکونه او اسناد او د لویکانو یو پښتو بیت ټکي په ټکي د لغوي او تاريخي تحليل سره ولوست، نو به د دې څېړني ادبي او لساني تاريخي نتائج لنډ لنډ وليكم.

۱.  لویکان، یوه شاهي کورنۍ وه په زابلستان او غزني کښي چي د کابلشاهانو سره يې خپلوي لرله، د دوی نوم له پښتو (لوی) څخه جوړ شوی دی او ژبه يې پښتو وه، او فديمتر "لويك" وجوير ( هجویر) نومېد د حدود.

۲. دغه یو بیت د لویکانو د ژبي نمونه پاته ده.

۳.  د دوی د ژبي لهجوي سيستم د وردګو او مسيدو او وزیرو اوسنۍ ادا ته ورته و.

۴. دوی بتان درلوده، خو وروسته مسلمانان سول.

۵.  د دوی جګړي له صفاریانو او غزنویانو سره څو قرنه جاري وي.

۶. د دوی نژادي تقارب له غلجیانو (خلجیانو) سره ښکاري، ځکه چي ژبه يي هم "لسان خلجيه" بللي شوي

ده.

7. د غزني قديم نوم (ګزنه) لکه په سغدي او فارسي کښي چي ريښې لري، په پښتو کښی هم (ګزنه) و.

۸. د پښتو د یوه قدیم نظم ویونکی (لويك) چی د خانان لويك او خنچل کابلشاه معاصر و په (۱۶۳ه) کښي به ژوندی و، نو دی هم لکه امیر کروړ سوري، د پښتو قدیم شاعر او د هغه معاصر و.

۹. د لویکانو کورنۍ د سبکتګین په لاس ختمه سوه (۳۶۵ھ).

۱۰. پښتو په دغو اوقاتو ( ۲۰۰ه حدود) په شرقي خوا کښي پهلوي ته نژدې وه، چي په دې بيت کښي د زمي، ګزنه، براغلوم او تازي كلمات له سغدي او پهلوي سره نژدېوالي او اشتراك لري، خو په دغه عصر کښي چي د امیر کروړ شعر هم موجود دی، له دغو اغېزو څخه سپېڅلی دی، نو داسي ښکاري، چي د امير کروړ ژبه د غور په غرو کښي له دغو پردو اغېزو څخه لیري پاته وه، د زابل او غزني پرخوا د ساساني دورې ثقافت او ژبي اثرونه کړي وو، او ځکه چی دا غرونه او رغونه د هند سیاسی او تجارتی لار وه،او د ایران او ماوراء النهر او عربو خلکو تګ او راتگ دلته ډېر و، نو د دوی تقافتي او ژمني اثرونه هم یوه طبیعي خبره ده. 

۱۱.په مسيحي لومړیو پېړيو کښي چي سپين "هون" (آريايي اقوام) د تخارستان له خوا زابلستان ته راغلل، له دوی څخه هفتالیان (ابدالیان )د ارغنداو او هلمند په ناوو اوغرو او رغو کښي تر کوږ که له پخوانو پښتنو سره ګډ او میشته شول، چي اوس د ابدالي (دراني) په نامه کښي هغه قديمه ریښه سته، او بله ډله د غلجي، خلجي، غرځي) په نامه له محلي پښتنو سره ګډ، سول، د دغو خلکو ژبه دمخه هر څه چي وه، خو دلته په زابلستان کښي له غزني څخه تر سیستانه پښتو سوه، او د دوی ګډون له پخوانو پښتنو سره په دغه ژبه کښي ځيني قديم تركي كلمات ګډل کړل: لکه هون چی "خان" سو، یا اولس، "جرګه" "يرغل" او نور.

خو کوم وخت چي پر دغو هونانو (خانانو) د اسلامي فتوحاتو يرغلونه راغلل، نو دوی غرو ته وخاته، او د دوی لهجه او ادا په غروکښي پاته سوه، لکه د وردګو او وزيرو او مسيدو لهجې.

اما هغه اقوام چي په سيمو کښي وو، د دوی پر لهجو د  سیمي د خلکو او مدنیت او ژبو اثر وسو، او تهذيب يې وموند، چي اوسنيو ابداليو لهجه يې نمونه ده.

سيمي

د لويكانو تاريخي بكارندوى

لويك وجوير (هجوير، وجير) د رتبيل او کابلشاه په خدمت (کرامات) د ۱۲۰ه حدود، لويك خانان د وجویر زوی (د ګرديزي: خاقان) مسلمان او بیا مرتد شوى لويك، چي د خنچل کابلشاه معاصر و (د دوی معاصر یو بل لويك، د پښتو بيت ویونکی) د ۱۶۳ه حدود محمد بن خاقان (ګردیزی) د ده نوم اسلامي او هم مسلمان و، د ۲۱۰ ه حدود، افلخ د محمد زوی (د ګرديزي ابو منصورافلح) د یعقوب لیث څخه په ګردیز کښي مات سو ۲۵۶ه. 

ابو علي (ابوبكر) لاويك (طبقات ناصري) يا مطلق لويك (سیاست نامه) د کابلشاه د زوی خسر، چي د سبکتګن له لاسه يې په چرخ کښي د خپل زوم (د کابل شاه زوی) سره ماته وکړه ۵۶۳ه.