32

سوات نامه

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره

په دوران د شاه جهان پادشاه ځواني وه 

میسره د زړه هره کامراني وه

«سرای» له سواته فاصله لري دیرش کروهه

چې ور کوزشې تر دریا د سوات تر کوهه 

درې څيزونه مې د سوات د زړه په ياد وو

نور یې هر څه په حیات و ماته باد ور

 یو خسران، چې په حضور د وا ده کارو

بل یې بوی د نرگس زار، دریم يې ښکارو

زه نوکر وم، یوسفزیه رو گردان وو

ځکه ورغله تر سواته د ما گران و و

ملوخان د واده چار د ما په زړه کړه

زه په کور د (صدر) مور یې، را واده کړه

تماشه د نرگس زار و ه که د ښکار وه 

په پیرۍ کې راپیرزو د کرد گار وه

سوات مې واړه لگد مال کړه سر تر پایه 

خبر دا ریې شوم له هر ه هره ځایه

ملک د سوات د ملوکاڼو د نشاط دی

په دوران د یوسفزیو وران رباط دی

و شمال و ته يې غر بلورستان دی

شرق کشمیر غرب يې کابل او بدخشان دی

هندوستان و ته تور غر لري بد غا شي

تر کابل نه سې هوا د اوړي ښه ده

د کابل هو ا تر خه د ده خوږه ده

په هوا کې د کشمیر په آب و رنگ دی 

حيف دا چې کشمیر ارت دی، دی تنگ دی

طولاني دره تر دېر شو کروهو ډېره

عرض يې دوه کروهه، يا، يو يا تېرو بېره 

له مشرقه يې درياب د رومي مغرب ته

په کج راست یې ویل مه کوه کاتب ته

په هر کلي په هر کور کې یې ولې ځي 

هم یې خوري، هم یې هر لوري ته غلې ځي

نه پرې لار شته، نه بل کار، نه يې بل سود دی

خو يو کنج گوښه له خلکو، غله بود دی

کله کله پکې هسې ارزاني شي

چې په دوو تورو د شلو مهماني شي 

هم سړې او به چينې لري هم واورې 

نه په سوات باد سموم شته، نه گرد خاورې

هر هر ځای د سوات د ملک، ملوکا  نه دى

بې سر داره بې حاکمه، کوه خانه دی

ملو کانو عيش عشرت دی پکې کړی 

په هغه هنر کې نه دی دا وگړی

پکې لويې منارې شته، بتخانې شته

لوی کوټونه، حویلۍ د زمانې شته

د میوو دی، د گلونو د بوستان دی

د ملوک لايق په وخت د تابستان دی 

دوه څيزونه دي د سوات تحفه تر واړه

گل رخسارې یې کافرې، باز دا دواړه 

د سوات ملک چې پکې روغې حويلۍ دي 

په هر کور کې گلزارونه، سهیلۍ دي

د سوات ملک چې درست لايق دى د باغونو

یوسفزیو برابر کړ، له راغونو

په هر لور کې فوارې دي، ابشارونه

ښه ښهرونه، ښه سرایونه، بازارونه

هسې ملک، هسې هوا، هسې جويونه

نه ځایونه، نه باغونه، نه بويونه:

کال په کال د ملک به هيسک کاندي باختونه

بې لښکرو پخپل ځان کاندي تاختونه

يوسفزيه دیر چرکین لري ځايونه

آلوده، گنده، بد بوی لکه سرایونه

که په سوات کې په پېخردي ورږې، ماشي

د منگوړو، بروړو، ويل په چاشي؟

پکې دوه ځله تبژن په بروړو شوم 

هر هر ځای دانې دانې په څو موړو شوم

څو سړي هومره يې سپې په هره خونه

په انگڼ کې يې چرگان گرزي سلگو نه

درسته خونه يې نيولې په کندوانو

په گنده روزگا و بتر دي تر هندوانو

بايي زيه يې روزگار کا، چې سیالان دي

خوا جوزي يې نور څه نه دي، بقالان دي

په هر کال یي دوه تيرسو باز نيول شي

کافر گيه يې په شکل، شمايل شي

که بل ښکار د سوات په ملک کې په مقداردى

په هر لوري يې تل، دل دزرکو ښکار دی

مرغاویه یي د سیند تر سرو پا شته

دنا اهلود ټوپکو پرې غوغا شته

هم گاوز، بزونه، سرزې هم کو ته پايي

اما ورکې کړې توپچیانوڅه به وایي

چې د سوات سره تړلى دى ملک ډېر دی

د یوه سردار تر سرو پایه تیر دی

د چترال سرحد د سوات سره قریب دی

غر اوسم يې دي آبادان جريب جریب دی

و چترال و ته يې لار د کوهستان ځي 

تر چتراله په پنځه ورځې کاروان ځي 

درې څلور مياشتې دا لار وي ښه روانه 

د پر آفت لري له برفه، له بارانه

تله راتله د خلایق په دا لار کم شي 

مگر کار په بدرقه د ملک سم شي

يوه لار د هند و کوه ده ترکستان ته

بله لار دا د چترال ده بدخشان ته

بله لار چې د  بټن ځي تر کا شغره

بله لار که په مو رنگ ځي لره بره

دا څو لارې په سرحد د هندوستا ن دي

نورې لارې په سرحد د خراسان دي

يوسفزیه په شماره تر حساب تېر دي

اما واړه گاو خرونه دي که ډير دي

د مغل نمک مې و خوړ شپږ پیړۍ 

ما د زرو پکې روغې کړې پیړۍ

رعيت مې يوسفزیه، درست ختک وو

په عزت او په حرمت کې مې څه شک و

د مغل د پاره ما تورې وهلې

پښتنو به راته کړې، ډېرې ښکنځلې

که ور کزیه که بنگښ او که یوسف دي 

د يو همه د ما د تیغ په تاسف دي 

پښتانه مې په زرگونو دي وژلي

په سرونو به یې خره غوايه وو لښلي

لا تر اوسه د سرونو یې انبار دی 

په اټک په پېښور کې يې منار دی 

په دوران د اورنگزیب پادشاه به بند شوم 

بې تقصيره، بې گناهه درد مند شوم

دري څلور کاله په بند د اورنگزیب شوم 

خدای چې خلاص کړم، انتقام ته ناشکیب شوم

د مغلو زیست روزگار را باندې اور و

په صحبت یېد ما رنگ که تورسکورو

را په غاړه د مغل منصب په زور و

ته به وايې چې منصب نه و، سور اور و

ناگهانه په دا ملک فساد بنياد شو

د ما هم د تلافۍ کار په یاد شو

د فساد که یو بڅری و، ما اور کړ

اور یړې پورې د او رنگ پادشاه په کورک

دریا خان مې د خچۍ گوتې څلی دی

ا يمل خان مي د پگړۍ شملگی دی

اما دریا چې د پښتنو د ډېرو تاريخي رجالو نوم دی. له فارسي دريا څخه ندى راغلی، بلکې پخپله کلمه د پښتو ريښې څخه راوتلې ده، تر يوې عامې قاعدې لاندي:

په پښتو کې یوه اصلي ريښه وي، چې هغې څخه د ( ېدل ) په نښلولو د فعل اسم جورشي. که په هغې ريښې پورې يو د وصف او تملک (يا) ونښلرو، دیر توصيفي نومونه له هغو اصلي ريښو څخه جوړېږي، چې د پښتنو په اعلامو کې لېدل کېږي، او په لومړي نظر یې وصفي ريښ نه ښکاري لکه:

بس ( ريښه ) + ېدل = بيسدل (بس شدن) بس + يا = بسيا ( سنده ) 

موس (رر) + ېدل = موسيدل (تبسم کردن) موس + یا = موسیا (خندان) 

غور (رر) + ېدل = غورېدل (فخر کردن) غور + يا -=غور یا (مفتخر) 

لگ (رر) + ېدل = لگيدل (شاغل شدن) لگ + یا = لگیا (شاغل ) 

 اور (رر) + ېدل = اورېدل (باریدن) اور + یا = اور یا ( بارنده و فاض ) 

خوږ (رر ) + ېدل = خوږیدل (شیرین شدن) خوږ + یا = خوږیا = خوږا ( شیرين )

بر (رر) + ېدل = برېدل (پیروز شدن) بر + یا = بریا (پیروز) 

د ېغې قاعدې سره سم له در + بدل ( قيام ، مقاومت) څخه در + يا = د یا جوړ شو چې یو وصف دى. يعنې درېدلی او هغه څوک چې مقاومت لري. او د قیام او د رېدنې همت لري. دا نوم ځکه د پښتنو خوښ و، چې دوی تل مقاومت او زغم او ټينگ درېدل خوښول. نو د (دریا) معنا په اصله پښتو کې (مقاوم، ایستا، مدافع، مبارز مستقيم ) ده. نه (بهاند، جاري، دريا ).


چې تنبې مې د خټک د وړاندې تللې

د مغل راسره ملې وې سورې، پلې

د خپل وچولي په کار د ما باور دی

څه و ما وته خاپښ څه يې خیبردی! 

دا اسمان چرخ فلک ودا به شوله 

اورنگزیب پادشاه ویرانه کړه پخپله

یکباره یي په لاس ونیوې ناپسندې

خو د په خود يې په ځان و کړلې د اشندې 

دا همه واړه د ما ظاهر، باطن دي

پښتانه چې واړه خوښ له ځانه نن دي

که مغل سره د ما د زړه اخلاص وی

خدای خبر دی، که پښتون له مانه خلاص وی

نن دواړو پښتنو په ننگ ولاړ يم

دا چې هسې په هر در، هر درنگ ولار یم 

چې پښتون شوم په دا هسې سپینه ږیزه

نور مې خدای مکړ مغل، وایم په ځيره 

که مغل و ماته سل وایي خبرې

همگي واړه په ما دي خاورې، سرې

دا پوهيږم چې مغل لره که ورشم 

تر اوله به زه لا، په چار بهتر شم

مخامخ به يو څو ورځې ښه نمانځه شم

پسې شا به حرام خور، گیدی ښکانځه شم

په تعظیم چی ورته و دم مخ وراندي

امراگان به د مغلو خوښي کاندي

په ورتله به بیا خدمت را څخه غواړي

پښتانه چې سره وژنو، د يو پرې وياړي

پښتانه به را ته هم کاندي ښکنځلې 

چې يې لافې په ناحق دننگ وهلې

چې په زړه کړم دا يو څو خبرې يادې 

نوې واړه اندېښنې شي، را ته با دې

و مغل ته به خبرې په وربوز کړم 

سرمې پر یوزه که به سر ورته بیا کوز کړم

نه په خپل، نه په پردي يم، خو په ننگ یم

په دا ننگ کې ځويه، پلار سره په جنگ یم

که د ننگ پښتانه شته، ساعت هم دا دی 

په دا ننگ کی سرو مال و ملک فدا دی

دا هم شکر چې مې و تړله توره 

د ما توره په جهان کی شوه مشهوره

ورځ په ورځ فتح و نصرت-، تازه تازه شي

کال په کال، د ښو مغلو جنازه شي

تر کابله تر اټک، په سم په غرونو

انبارې دي د مغلو د سرونو

اورنگزیب پادشاه پخپله رایت راوړ

که يې زرو، که يې زور و، دی پرې چا وړ؟

په غرزي له هندوستانه را ولار شو

حبطه خاورې په سر، په بیار ته لار شو

پنځه، شپږ کالو نه تېر د دې فتور دي

پښتانه په زړه خوشحال، مغل رنځور دي

عاقبت يې و هیچا ته سرگند نه دی 

گوره څه شی؟ کار د خدای دی، د سند نه دی

که حیات په دا دنیا یم، بخت مدد کا 

یوسفزيه د نفاق خو یو نه رد کا

اوه مياشتې یم په سوات کې گرزیدلی 

همه واړو دی عظیم سوگند خوړلی

ملکان به يې و خپل سوگند ته گوري

په لښکر په جملگي سره وښوري 

و مغل و ته به نن کړم، اټک بوله

ملک به خلاص کړم د مغل له غاله غوله

 د اټک، د پيښور، د کابل کوټ ځي

لوى هلک کوټونه واړه په دا چوټ ځي

په دا کار، که یوسفزیه بې وفا شي

الوداع ده، چې د ما به ور ته شا شي

نور مې ځای په څو تره، به لوحاني دی

 که څوک وي، که نه ناکام د کرلاني دی

خو ژوندی یم، وا به نه وړم، له دې هوډه 

مړد کۍ (ه= دا برخه ونه لوستل شول) په وار وار، ور شي تر کوډه

که پیوند د ایمل خان د دریاخان شته

خوشحال خټک سيلوى تر د امیان شته

ورځ په ورځ به کار بهتر د پښتانه وي 

د نن کار به د مغلو، سبا نه وي

 که نور واړه پښتانه د مغل آش خوري

چې د موږه ورته شاه ده، واړه شاش کا 

 خدای دې نه کا، که له موږه يو کنډ وشي

بیا به هله په چا جوړ د مغل رو شي

دا د خان کلان قصیده ده، په احوال د جنگ و جدل چی له مغل له مخالفته و *

    . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . 

په دا کار کې چې چا ووهلې تورې

په مهمندو باندې مه شه ميندې بورې

په شنواري، افريدي باندې رحمت شه

په صافيو په غلجیو برکت شه 

چې مغل د جگدلي تا ڼه نيوله

 نو غلجي ښه په پیوند توره وهله

د خټکو نه يو لک خټک داخل دي

نورخټک واړه تر اوسه لا باطل دي

په ور کزیه په بنگښ باندې نفرین دی

له د يو وارو او لسو نومې زړه شين دی

يوسفزیه که وهلې نه ده توره 

په ها هو شرکت لري، يلا يې د زره  

که فرصت وي تر اوله تر آخره

د دې کار به درته نظم کړم خبره 

بيل په بیل کتاب، څو جزه سره ساز کړم 

حال به شرح تر انجامه تر آغاز کړم 

چې په د ا فتور کې شوي دي جنگونه

تر کا بله خرابي په فر سنگونه

اوس به حال د سوات د ملک درته بیان کړم

د دې خلقو کاروبار به درعیان کړم

چې د ننگ په کار کې شي پيدا دا چارې 

د ناکس د کس، هم ارې نا هموارې 

پښتانه واړه نادان د جهل کان دي

که یې  واروې يوسفزيه په بل شان دي

ما د سوات د عالم ښه ننداره وکړه

د هر هر فريق مې پټه، ښکاره و کړه

خو په خوله کلمه لولي مسلمان دي

په وعده په عهد، قول بې ايمان دي

د لږ سود، د لږ بهبود، د لږ مقصود دي 

په اندک له تا خوشنود، هم نا خوشنود دي 

د خپل سود دپاره گرمه ياري کاندي

چې يې سود نه وي، بې شرمه ياري کاندي 

خبر دار کله په شرم، په کرم دي

همگی عبدا لزوجه، عبدا لدرهم دي

هم یې کبر، هم یې حکم،  هم یې ناز وري

په هر څه کې د عورتو، ساز ناساز وري

يا يې شيخ، ملا په مکر په افسون خوري

یا یې مال پخپل پردي، مگر خاتون خوري

سیوایی، بدې د لور، چې لو نه پلوري

په دا څو توکه کې غرق دي مخ توري

په کم اصل، په بد اصل نظر نه کا 

د ټنگو به لالچ، خور او لور واده کا

اشنایي در سره کا، د زړه د پاسه 

خپل ساتي، طمع به کاندي ستا له لاسه

زر روپۍ به دې نقصان کا په روپۍ

آواره کا، درسته غوا، د غوا روپیۍ 

په تمیز کی سراسر واړه مبهوت دي 

چې ږلۍ ورته گوهر، شبه یاقوت دي 

که په کور کې خزانې لري د زرو 

بيا خواړه خوري، په شړشمو په ډنبرو

د ادب په کار کې هسې نا هموار دي

کشر مشر، تور و سپین، په یوه شمار دي

درست عالم یې د گوارو په شماره دي

تر تاجکو لا په زیست کې آوره دي

کور په کور  گوندۍ گوندۍ او بد نیتۍ

بیهوده له ځانه خوښ، بې برکتۍ

نصیحت به درته وایم له ما زده کړه:

چې په نه يې باور کړه، په هو يې مه کړه

مخامخ يې نور څه نشته بې اقراره

پسې شايې نور څه نشته بې انکاره

که باور يې يا په هو، يا په کړم کړې: 

په د سفله سړي، په ځان باندې ستم کړې په

په درست کال يې ګوتې نه خيژي له کاره

بو تیمار دی د اوبو په شالیز اره

يا د سوات خاورې گنده په کار د کشت دي

يا له ځایه يوسفزیه بد سرشت دي

ویش قسمت چې د وفا د مروت و 

یوسفزیه په دا کار کې بې قسمت وو 

پول، پیسه پکې دواړو، دين مذهب ده

اندیشه یې خو د سيم او د ذهب ده

که يوه پيسه په څه انواع دوه کيږي

هم هغه کا، هیڅ په بله نه پوهيږي

د دنیا په کار و بار کې هسې غرق دي

نر او ښځې، لوى، هلک يي تا بفرق دي

یو عالم دی، پرې سبا شي، يا بيگاه شي 

که په خوب يې له بنده گی لاس کوتاه شي

پکې نه چې يوسفزي په دا طريق دي 

چې په سوات کې مونده نشي، کوم فريق دي؟

و میلمه و ته ست، بړ بړ، راشه نشته

نه د ژبې چار، نه شناخت، مهر د زړه شته

اصيلان پکې بنده غوندې خرڅيږي

هيڅ څوک نه وي، چې په داد يې و رسيږي

که مظلوم چرې ملک وته داد خواه شي 

چې يوه روپۍ بل ور کا، روی سیاه شي

که په خوله کلمه لولي، مسلمان دي

په عمل کي يوسفزي، لکه ۲۴د دان دي

تولا که تبرا، که دین ننگ وي

په دا دواړه کې د هر يوه زړه سنگ وي

که هندو کلمه ولولي، مرتد شي 

څوک به نه وايې، چې دا په دین کې بد شي

هسې خلاص دي له ادبه، له تميزه

لکه داه عربي، هندي کنيزه

په هر کار کې ناهموار، نا فهميده دي

ناديده دي، ناديده دي، ناديده دي

پکې نشته میوه دارې، باغي ونې 

همگي د غره پلوسې دي يا، غنې

په وعده په عهد، قول بې وفا دي

در، شبه، کاڼی، یاقوت ورته يو شان دي 

سیب، شلغم، انار بهي ورته يکسان دي 

نه (در= دا برخه ونه لوستل شول) د انو غوندې موخې شهنکي کا

سپينې ږيرې سره ټول شي، مړدکي کا 

نه يې قول، نه عهد، نه بول شته

خو د د يو ریش و فش، د ښځو پسول شته 

نه پرې حکم  نه و چا څه ورکوینه 

واړه ځان لره گټي، په ځان يې خورينه

آشنايي يي خواب و خیال غوندې ليده شي

یا په مثل لکه باد چې و زيده شي

مبتلا په څو څو رنگه پليدي دي

مريدي دي عنيدي دي، نديدي دي 

نیکان، پاکان یې دا وي، دا يې حال وي

له بدانو به یې چې وایه، کوم مقال وي؟

د بابا د مال یوازې ميراث خور دي

نه په ترور دي، نه په مور دي، نه په خور دي

چې د ورور يې جنازه په گور کی کښيو زي

که رضا، که بې رضا، په ورنه، او پريوزي

له قاتله ځان غلط کا، په قصاص کې

د مقتول په ځای بل ووژني په خاص کې

هر ملا په دا صحبت ورسره مل وي

په ثنا د يوسفزيه وي، که غل وي

دا لا څه دي، ځنې نو رقبا حتونه

کور په کور سره اخته په شدتونه

هومره ملک، هومره اولس، برکت هیڅ

که یې مال، که يې دولت، سخاوت هیڅ

که پالیز د خټکيو څوک ودان کا

پخيدوته يې پرې نږدي، اوم یې وران کا

کوم ملک یې هومره زړه، هومره خواړه کا؟

چې څلور ورځې، څلور سړي ماړه کا

که سړي يې په صورت لکه آدم دی

په روزگار، په خوی. خصلت، له د ېوه سم دی

په غلط غلط خویونو مبتلا دي

په بدخوی، په بد خصلت، د ځان بلا دي 

نه سزا د بد کارانو پکې کيږي

نه په خپل عقل، په ښه سړي پوهيږي 

چې څوک ووايې: د ښه دي، هغه ښه دي

چې څوک ووايي: دا بد دي، کله ښه دي 

که په مکر څوک خپل ځان پکې طبيب کا 

څوک به نه وي، چې ښکاره د ده تکذیب کا

که په مکر څوک ملا شي، يا درويش شي

څوک به نه وي، چې خبر د ده په کیش شي

هر مغل چې په سوات راشي شهزاده شي

هر سړی يې و منصب ته آماده شی

که د کلي د اولس د تومن بزرگ دی 

و ميلمه و ته یې کټر، مگر چرگ دی

خبر دار کله په ننگ افغاني دي 

کشمیري او پکلی وال دي، لغماني دي

د هغو چې زړه د چرگې په مرگ ویږدي

مصلحت د سپینو، تورو ورته بلیږ دي

ځکه هسې په هر جنگ باندې بري کا

بیا له تر سه جنگ ته نه ځي ځان مرزي کا؟

دایې واړه نامردي ده، هيچکاره دي 

خيراتي، د جنگ په کار په څه شماره دي

آسوده په مال، په ملک، په زر، دينار دي 

د دنیا روزگار یې نزده، بد روزگار دي

نه يې خوان، نه دستار خوان، نه چراغدان شته 

درسته شپه یې د شو نټيو بد دخان شته 

چې په تيل، په دستار خوان يې څه خرڅيږي 

که زرد اروي، هم یې غوښې اوبه کيږي



فصل

ملکان، خانان يې کل واړه خران دي

عالمان، شيخان يې واړه جاهلان دي 

چې «عبدل» عبدل باله شي پکې کټ دی

اوس بساند کوټه د کلي کټوۍ څټ دی 

د جهان عیبونه واړه سره ټول کړه 

هغه واړه د «همزه» د غاړې پسول کړه 

د « تالي» که درته وایم یو کالی دی 

ډک ښانک دى دا وگرې، که یا تالی دی

د « کاچو» نمسی نه خان دی، نه ملک دى 

کا لکوچن، دروغژن دی د هلک دى 

ملکي يې په کرم  نه ده په توره 

په دا واړه توکه مور وه باندی بوره

کار یې ځکه مسخره، حبطه، سپک دى

څوک چې زيات دى په تپه هغه ملک دى

سود حاصل یې یاد ېدو، ياد خواست وي

په هر کلي، په هر چم باندې يې زغاست وي

د ملک يې د « دفتر پولی» پتی وي

نورې تورې خاورې تويې په کوټى وي:

د ملک يې که درې نور وروڼه سکه وي 

پدري پټی دې درست ریشه ریشه وي 

یوه بخره د ملک وي، درې د نورو 

په کم، زیات یې سرد جنگ وي په تسکورو

چې نيکان، پاکان يې دا دي، حال یې دا دی

شیخ «میان نور» پکې تر واړو لا والا دی

اول حال د عالمانو درته وایم 

بیا له پسه «میان نور» درته وستایم

   

*

عالمان همگي واړه سفيه دي

نه عالم د یې، نه فاضل دي، نه فقيه دي

چې د « کنز»، د « قدوري» شي، ځان ملاکا 

هر حلال، حرام په ځان باندې روا کا

نه د « کنز » د دقیقو څخه خبر شوي 

نه په مخ د « قدوري» مبصر شوي 

کتابونه په سر کيږدي ځان ملا کا 

په هر کلي، محلت گرځي ټگي، غلا کا 

کښینی شرع پرېکوي په رشوتونو

ځان قاضي کا، په غلط  روایتونو

و هر چاته مسئلې د سخاوت کا

خپله خونه ډکوه، بله غارت کا 

په مسجد راځه پینځه وخته اذان کا 

چې زکات، سرسایه نه وي، مسجد وران کا

د میراث مالونه خوره له ظالمانو

نوم په ځان باندې کيږده د عالمانو

په دا هسې علم برند کښېني ملا شي

عالم ته میراث خور د انبیا شي

نه یې کښل زده نه لوستل زد، تل ټکل کا

تعويذ و نه ورکوي، په دروغ کښل کا

په ناروغ یې خوښي لا زياته تر روغ 

څښت، تعويذ، دعا، هيکل کښې په دروغ 

لا رنځور غريب، صحت نه وي موندلی 

چې اخون وي اخستو ته ور نیولی

 که په ورکړه کې څه د رنگ څه خو تعطيل وي 

به غوغا به شورو شر یي قال و قيل وي:

چی د ما په خلکو، قدر قیمت نشته 

د رنځور مې بې تعويذه صحت نشته:


چي رنځور له رنځه خلاص شي، راته شا کا 

 نور به بيا دما تعویذ، د چا بلا کا؟

 دا چې زر هسې ناسازې کا آغازی

خپل مقصود، مطلب حاصل کا په ناسازې

وايي: موږ ته  چې نظر د سترگو سپک کا: 

خپل ایمان به په دا هومره چارو ورک کا 

په دا عام وگړي هسې هیبت کښېږ دي 

چی د دوی په رضا ځي، هرڅه به پرېږدي

چې څه ترس له خدایه نه کاندې غلول کا 

اس به پريږدي، زين به باندې په جاهل کا

چی ملا د «میان نور» په حکم درومي 

هم هغه د سوات په ملک کې سېرى مومي

«میان نور» که د خنزير غوښې روا کا 

ملایان به باندې ژر جوړه فتوا کا

د «میان نور» مفتیان د سوات په ملک کې دوه دي 

الله داد او دوست محمد دواړه ياوه دي

لږ يې علم، لږ یې لوسته، ډېر تقریر کا

چې ميا نور یې لمسوي، هغه تزویر کا

اوس به وایم د میان نور له حقيقته

چی تر نورو نه، دی لادی بد خصلته

راشه واوره په دا هومره قباحت 

چې په ما باندې يې جوړ کړ څه تهمت؟

زه چې چون په اعتقاد کې پاک سني يم 

په کندن د رافضي د بيخ کني يم 

رافضي يې په دا هسې اعتقاد کړم

په درست سوات يې په تکفیر په رفض ياد کړم

د صدیق او د فاروق په عشق کې طاق یم

د عثمان او د حيدر بنده قلماق يم

آل اولاد د پاک رسول واړه منمه

امامان نبیان هم ټول واړه منمه

د یزید پلید په کار باندې لعنت دی

چې د آل سره یې کړی شرارت دی

د بد ذات مکر په علم کې لابد شي

حبشي چې په مخ خال کښيږدي لا بدشي

*

یو کتاب دی « درویزه» سره جوړ کړی 

د سوات خلک یي له کل عامه موړ کړی

نا معقول، مجهول بيان پکې بې ځایه

پکې بد د سيد وایه، يزيد ستایه

دا احوال به په بل فصل کې اظهار شي

په مطلب نظر لرم چې در اشکار شي

ناگهانه چې دما په نظر کښېوت

په دا حرف په دا ويل سې نظر پرېوت

چې لعنت به په یزید باندې وايي نه

چې په رفض کې غره بې حده دي نه

دحسین په مرگ یزيد کله راضي و

بلکې دی د ده دخون متقاضي و

امرگان يې د حسین په مرگ قصاص کړل

زه حیران شوم د يزيد په هسې خاص کړل

بيا يې داو پکې کښلې ده، له دينه

چې په آل به رافضي درود وايي نه

غه جاهل ملا چې دا کتاب وکښلی

ما په دا خبرو دی و، ډېر ښکنځلی

مخامخ يې دا خبرې کړې نمایې

چی ته هم سکه رافضي يې ، چې دا وايې!

رد بدل د دې خبرې ډېر مذ کور شو

دا مذکور په واړه سواتو کې مشهور شو

هغه نیم ملا روان شوو «میان نور» ته

خس خاشاک يې سره ولو ستل تنور ته

سرې لمبې د «ميان نور » په کور شوې بلې 

نه و څوک چې يې اوبه کړې باندې تلې

ملايان شيخان يې واړه سره ټول کړه 

گډ یې واړه په دا وير په دا اشول کړه

«میان نور» وې چې «اخوان» زموږ امام دی 

درست مخزن پرې نازل شوی په الهام دی 

په مخزن باندې چې بد وايي کافر دی 

د کافر قتل، په شرع معتبر دی

چا به داوې: چې لعنت په يزيد وایي 

رافضي دی، چې دوازده امام هم ستایي 

چا به داوې: نه په توره د کشتن دي 

رافضي په سرو لمبو کې د سوختن دي 

چا به داوې: چې د ملکه ديستو دي 

چا به داوي: چې توبه ده، د ویشتو دي 

یوه لویه هنگامه شوله برپایه

چې یې زړه، هسې خبرې په ما وایه

ملکان د يوسفزیو لکه خرونه

په گندگي سره لړلي خولې، سرونه

نه یې علم، نه دانش، نه فهم، پوهه 

خو دوستي د دروېزه باندې انبوهه 

په ويل د دروېزه عقیده څومره؟

لکه عین په آیت، په حدیث هومره

          * * *  

درویزه چی بیان کړی خپل کتاب دی 

نوم يې مخزن الاسرار ( ؟ ) کړی جناب دی

هر بیان دې ناموزون، مجهول، بې رنگه

خالي پاتو له دانشه، له فرهنگه

که یوه مسره په شل، بله په سل ده

نامربوطه، ناموزونه، په ويل ده

قا فيه يې لام ودال سره وهلی:

په ردیف کې يې نون و او سره پېیلی

قصيده د « بوصيري» ترجمه کړې 

عربي یې تر پښتو مضحک راوړې

هر هر بيت د قصيدې چې در مرجان دی 

په پښتو کی تر اور بشو لا ارزان دی

 معما د «آذري » ترجمه کړې

تصوف يې وعالم و ته نومړې 

ترجمه د «شاه ناصر» يو څو اشکاله

و عالم ته جوړه کړ ې له مقاله

مسئلې يې نظم کړي په پښتو دي

درته څه وايم چې څه دي؟ د ستودي؟ 

په دا هسې شان کتاب يې مباهات دي

د جامي تر « هفت اورنگ» ورته نا ويات دي 

گنده پز، د گنده خور سره جوړيږي 

خاص په خاص، او عام په عام ویل خوښېږي

په حیرت به واړه گوتې و چېچلې

د «اخون» په «مخزن» چا گوتې کښېښولې

هر سړی چې په مخزن باندې څه وایي

په دنیا کې تر ساعته به څوک پايي؟

ملکان، شيخان يې واړه سره ټول کړه 

پخپل سحر په افسون يې گيچ اوگول کړه

یو «میاخان » و، بل «ماڼکی» و، بل «سنگر» و

يو سنگر څه خو په يوهه کی بهتر و

د لنگر خټک په کلي کې زه ناست وم

فراغت د توت تر سیوره لاندې نماست وم 

دامگان را لره راغله، زه يې ويښ کړم 

په ليده او په راتله يې په تشویش کړم 

په خندا یی راته ووې دا خبره: 

اوس ترو پاڅه خوشخال خان زوره وره ! 

په درست سوات دې غوغا گډه کړه، ته خوب کړې! 

نه دې غم، نه دې پروا، نه تلا توب کړې! 

«میا نور» در لره راغی ناست په رود دی

خبرو لو لره راغلو د موږ دود دی: 

چې دعوا د چا په منځ کې شي بنياده

ملکان يې سره ژغوري له فساده

د ماروغه په رښتيا، د ده د روغه

د «میان نور» سره مې وشوه، هسې روغه

نضیحت، رسوا تر کوره پورې ولاړ شو

دوگړي اعتقاد ځنې ولاړ شو

چې مې وليده يوهسې کږ زبان و 

چې په مکر، په تزویر لکه شیطان و 

ېه اعوذ بې د خدای په حکم خوار کړه 

د شیطان ټولۍ مې واړه تار په تار کړه

ما وې دی به د مخزن غلطي ورکا

دی لا ناست دی د مخزن سره سرور کا

بيا په څو رنگې تعظیم د مخزن کاندی

غلطي يې ترې ونکښه لاندې باندی

مدعي سره د خدای د پاره بدیم

آلوده نه په غرض نه په حسد یم

که په دا طور اور پزرې په درست سوات شي 

مگر هاله دا سيله مکافات شي

بیخ بنیاد یې په جهان کې دو کښودی

په جهان کې پاتو کله د  پریښودی 

چې دا هسې عالمان هسې شیخان شته 

په جهان کې بدان ډير دي لږ نیکان شته

د دنيا حرام، حلال وبله ونغاړي 

هغه واړه مدعي دي چې خدای غواړي 

په دروغ په بی شرمی عمر تیر کړی 

په روش د گدایی یې مال ډېر کړی

د هغو به څه طاعت، ځه عبادت وي؟

هغه کوم به بې د علم برکت وي؟

نمونځ، روژه چې د ریا دپاره کیږي

له اسمانه به لعنت باندې ورېږي

چې د خلق قبولیت یې په غرض وي 

د هغه طاعت، طاعت نه وي، مرض وي

چې په صدق، په اخلاص سره اداشي

په یوه مجرد، جنت باندې رواشي

که هزار ساله سجود کړې بې اخلاصه

په دا هسې نمانځه نه وي غاړه خلاصه

شیخ «میان نور) چی خجل ورغی تر کوره

په دا خپل ویل پشيمان شو، راشه گوره

هر ملک سره ځواب د دې مکاردی

په کمي په قصد دما د  کاروبار دی 

د لښکرو په وتلو، اولس ساز شی

بیا د ده له فعله ، بل فعل آغاز شي

د انا قص چې نېښ همیش و هي په کار کې

گوره څه شی، د لښکر په کاروبار کې؟

پوسفزيه خو د ننگ د ناموس نه دي

څوک چې نه کا، د هغه سړي په خوله دي

که په خوله د «میان نور» نه کا لښکري 

سکه په سر يې د لښکرو خاورې سرې




فصل

هغه وخت چې پير روښان فساد بنیاد کړ 

پښتنو ورسره ټينگ کار د فسا د کړ 

پښتانه په هغه دور پیر پرست وو

څوک مريد د شاه عيسى، څوک د سر مست وو

د روښان بخره ورکزيه، افریدي شول

هغه خوښ په رهزنی په عنيدي شول

د قاسم په بخره واړه غور یه خیل وو

ډنگر پیرو ته د بنو شيتک ایل وو 

خټک واړه بوبکري، پير منصوري وو

له بدعته له فساده په دوري وو

په مذهب کې درست خټک سني مذهب دى

اما پيرورته له جهله لکه رب دی 

که په دا سبب کافر وي، گوذي وينه

که نه واړه په مذهب کې سني دينه

يوسفزيه همه واره د سیابي وو 

ملکانو سره گډ په سوایی وو

قاسمي، شاه عيسايي سره په جنگ وو 

روښاني پیر منصوري سره دا رنگ وو 

دروېزه له يوه لوریه را پیدا شو

په لږ علم په دا ملک کې، لوی ملا شو

چې يې حال د دې عالم مشاهده کر

خپل کتاب یې په کاغذ مسوده کړ

د روښان خيرالبيان يې وليدلى 

هغه هم مجهول بیان و نا پسندلی 

ده چې خوشې ميدان بيا موند سخنگوی شو 

په ويل کې يې چې زړه و، هسې توی شو

هغه وخت په پښتنو کې علم نه و

درويزه تر مجتهد ور ته لا ښه و

په مذهب سني مذهب و، خارجی شو

د یزید په ستایش کی مارجی شو

ملنگانو به یزيد ته کړې ښکنځلې

درویزه به د يزيد ډوزې بللې

خو د نفس او د هوا په کار یې مخ شو 

ملنگان چې ور کېدل په ده به مخ شو

ملنگان يي واړه ويستل له سواته

دم یې وواهه له کشف و کراماته

په دا فن یې د درست سوات عالم مطيع کړ

و عالم وته يې خپل کتاب بد یع کړ

هیڅ دې نه کا ته د بدوو فساد ته

نقش يې کښيناوه په مکر خپل اولاد ته

«درويزه» د درويزې او گره خوړلې

په دا مکر يې حلوا سره لړلې 

چې يې توره و ینځه هم نه وه دوړاندې 

قچی  قچی یوسفزیي شوې تر لاندې

يوسفزیه په دا کار کې بد کیشي کا

چې د هریوه کم ذات سره خويشي کا

په هغه آوان اکبر پادشاه، پادشاه و

واړه خلق د پادشاه سره گمراه و

شاه عیسی ته به يې وړې د زرو بدرې

و بلوټ لره ورتلې د خلقو سدرې

مریدي یې په کلاه په شجره ده

که پيري مريدي دا ده، مسخره ده

د روښان مرید به وران شو په یقين کې 

سل فتنې به يې پیدا کړلې په دین کې

دروېزه د ناکشیسینو ( ؟ ) دین برپای کړو

خارجي يې يوسفزيه، ځای په ځای کړو

عام عالم قرآن حديث په سترگو ویني 

لا په نورو کوڅو گرزي خاورې پيني

عام وگړي په معنا لکه دواب دي

په دوابو کې د گډو په حساب دي

چې يوه گډه روانه شی د وړاندې

هغه نورې گډې تله ورپسې کاندي

حقیقت دهر ابله، د نادان نه دی

چي د خدای باندې پیرزو دی، د هغه دی

څوک په پیراو په مرشد، څه لره وياري؟ 

خپل مراد دې همگي له علمه غواړي

شکر دا چې په دا وقت، عالمان دېردي 

مدعي شيخان که هم تر شماره تېردي

خدای دې ما، د مدعي شيخانو ژغوري 

تل د ماوي عالمان د سترگو توري 

هر عالم چې رباني دی، ترې ځاریږم

نفساني وته غليم غوندې ښکارېږم

چې په علم، عمل جوړدي رباني دي

بي عمله علم، واړه شيطاني دي

نیم ملا، بلا د دین او د ایمان دی

نیم طبیب خطر د تن دی، هم د ځان دی

مدعي ملا که ډېر علم حاصل کا

دی چې علم په دنیا پلوري، باطل کا

په زره کې يې ذره د دنيا عشق دی چې

د درویش درويشي نشته، واړه فسق دی 

يوسفزیه يې ماړه کړه له سيده

ملنگان یې وشړل واړه له ضده 

(پاي)