32

فدا حسین د (تاریخ افغانستان) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

د دې کتاب ليکوال سید فدا حسین ترکسواز بخاري نوميږي چي د افغانستان په لومړي جنگ کي شامل و، او د خپلو سترگو لیدلی حال يې وکيښ، وروسته دی د امیر دوست محمد خان سره لودهیانې ته ولاړ او تر تقاعد وروسته په ډهلي کي اوسېدی، او خپل کتاب يې په ډهلي کي چاپ کی. دغه کتاب د پیسه اخبار د خپروونکي محبوب عالم په لاس کي و او د تذکرۂ اصول امیر دوست محمد خان په لیکلو کي يې ډيري خبري ځني را اخيستي دي.