32

معلومو سندرو ژبه يا ويدي ژبه

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

د ويدي ژبي ادبي آثار اوس سته او د پوهانو مفصلي پلټني پکښي شوي دي، موسیو وکرناگل Wackernagle وائي: چه آريائي ستانو او روحانیونو يوه ژبه ویله چه د صوت له پلوه له ويدي ژبي سره يوه وه فقط د شاعرانه اصطلاحاتو په نه درلودلو کي فرق ورسره درلود. دغه معلومي بدلي چه اوس زموږ په لاس کي دي، په اوښتلي شکل را رسیدلي دي. که نه وي ويدي ژبي ځانته پخوانۍ صرف او نحو درلوده او پخوانی اشکال پکي وه، دغه معلومي بدلي چه زموږ څخه سته، په زمامو زمانو او پیړیو پیړیو ئې له زاړه حاله تغير کړي دي له دې جهته د BH او DH حروف يوازي په H کښل شوي، او د (ر،ل) پر ځاي (ل،L) راغلي دي. په دې ژبه کي چه كوم تغيرات او تحولات پيښ سويدي هغه ټول د ریگویدا له لسو ټوکو څخه معلوميږي د دغه کتاب د لومړيو سندرو ژبه د ويدي ژبي لومړنې شکل دي، وروسته وروسته چه د کتاب لسمي برخي ته نژدې کيږو ژبه ئې تغیر کوي او ښکاره ښکاره اختلافات پکښي ليدل کيږي، حتي د ريگویدا ضمایم او شروح هم په داسي ژبه دي، چه د ويدي ژبي پیړۍ په پیړۍ تغیرات ښه را ښيئي، او لکه پوهان چه وائي د ويدا د لومړيو برخو او وروستنيو تر منځ باید اقلاً پنځه پیړۍ تيري شوي وي. 

د ریگویدا ځینو برخو ژبه د اوستا له زړې برخي (گاتا) سره داسي ورته ده، چه تر ډیره وخته پوري د اروپا د پوهانو دا خیال ؤ، چه د اوستا ژبه فقط د ويدي ژبي محرفه ده او د سنسکریت اوښتلي رنگ دي، تر ډیره وخته ويليام جونس Gons د اکسفورد محقق عالم دغي خبري ته ټينگ ؤ څو چه پروفيسور رسک وروسته د اوستا د ژبي استقلال او وجود ثابت کړ.

له دې څخه هم دا خبره په ښه ډول څرگندیږي، چه د ويدي ژبي پيدايښت په هغه ځاي کي و، چه اوستا پکښي پيدا شوې ده او هغه نو زموږ هیواد او د آريا مركز دي، ويدي ژبه هم تر ډیره پر خپل حال پاته نشوه، آريائي اقوام تر انډوس (اباسین) تیر شول، د پنجاب او هند په شنو او زرغونو ورشوگانو کي سره خپاره شول، د دوي د حیات د نوي چاپیر اغیزې هم طبيعي وي، نو ځکه د دوي ژبه هم بل رازشوه، او له ويدي ژبي څخه يوه بله مهذبه او سمه کړي ژبه پیدا شوه، چه سنسكريت ئې بولي.