انندرام د (بدائع وقایع) لیکوال
د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین
دا سړی چي مخلص يې شعري تخلص دی، د احمدشاه په وختو کي د هند د لاهور اوسیدونکی و، او د بدایع وقایع په نامه يې د خپل عصر واقعات په فارسي وکښل. چي په هغو کي اکثر د احمدشاه بابا د هند د جنگي سفرونو بیان راغلی دی، او یوه برخه يې په ۱۹۵۰ م د لاهور په اورینتل کالج میگزین کي چاپ سوې ده. مخلص د ډهلي او لاهور په دربارو کي محشور سړی و. وقايع يې تر ۱۷۴۸ م پوري کښلي دي او په ۱۷۵۱م په ډهلي کي مړ دی. د ده کتاب د احمدشاه پر لومړي هندي لام باندي مفيد ماخذ دى.