احمد علي خان وزيري د تاريخ كرمان ليکوال
د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین
دا سړی د قاجاري دورې د ۱۳۰۰ ق کال د کرمان اوسېدونکی و چي د کرمان تاریخ یې کښلی او په ۱۳۴۰ ش په تهران کي چاپ سوی دی.
په دې کتاب کي د افغانانو د جنگو او د دوی د کورنیو احوال د شاه محمود هوتک له وخته تر ۱۱۳۵ ق څخه بیا د قاجاري دورې تر آخرو وختو پوري راغلي دي او د افغانانو داسي کورنۍ او اشخاص يې هم ذکر کړي دي، چي تر هوتکيانو وروسته يې د زندیانو او قاجاریانو په وختو کي د کرمان او پارس پر سیمو سرداري کوله.