د حمزه په غزل کی پښتنی عناصر
په اوسنۍ پښتو شاعری کی که څوک کتنه کوی، نو ضرورهغه ته حمزه ور په یادیږی. حمزه پوخ او دروند سپین ږیری دی او د خیبر په زړه کی ژوند کوی چیری چی د پښتنو د تهذیب زړه هم دی.
د حمزه کړه وړه، د ده وينا، راشه درشه، او د ژوندانه ټول مظاهر او د ده شخصيت او فکر او هنر ټول د پښتانه دی زه په دې عصر کی هم دی د پښتو غزل استاد، او د خو شحال او رحمان پر ګدی ناست ګڼم.
د حمزه شخصیت او سیرت د پښتنو د زاړه تهذیب او فکر یوه ژوندی نمونه ده ه د شرقی کلتور او د تاریخ ورکی رڼاوی د ده په تندی کی بریښی، د انسانانو د اوسنی علم او فکری جریانه سره د حمزه فکری تخلیقات د تاریخ او روحانیت او تصوف او پښتنوالی په پړونی کی نغښتی ځی، او د ده دغه خصوصیات دی چی د هر فکری مکتب شاگردان حمزه او د ده هنر خوښوی او دا سړی نن د پښتنو یومسلم ادبی شخصیت ګاڼه شی.
د پېښور په ادبی حلقو کی حمزه په درنه سترګه لیدل کیږی د هر فکر خاوند که نوی وی که زوړ، که د مترقی ادب پر خواوی، که څه بل فکر ولری، ټول حمزه د بزم مشر او د هنر استاد ګڼی، زلمی د ده احترام هسی کوی لکه زاړه! زاړه یی هم هغسی دروند ګڼی لکه زلمی.
حمزه پر ژوندانه باندی دغایر نظر خاوند دی، په اجتماعی مسایلو کی خاص او پاخه فکرونه لری. ماضی له اوس او آینده سرمښه نښلولای شی، شعر یی لکه نثر، او نثر یې لکه شعر، خوږ، روان، اغېزمن او د منهلو وړ دی.
په پښتو کی د حمزه آثار څه نظم دی څه نثر ډېر دی، بعضی یی چاپ او خپاره شوی هم دی. او د ده آخر نی کتاب غزونی څو کاله مخکی خپورشو، دا کتاب د حمزه دهنر یعنی دغزلی بهترینه مجموعه ده او څه نور اشعار هم لری.
زه د حمزه د هنر ښکلی او جامع مظهر هم د ده غزل ګڼم، نور چی هر څه هنری آثار ولری، ټول د ده د غزلې د بداعت تر سیوري لاندی رالی او د حمزه غزل د اوسنی پښتو ادب پر آسمان لکه رون ستوری داسی بر يښي.
د حمزه غزل لکه روان سیند په نو یوز مز مو ور وورو بهیری. ظاهراً خاموشی اوسکون او متانت لری، خو په باطن کې يې د طوفانو غوندی موجونه پراته دی الفاظ یی نرم او ملایم او متوازن دی. خومعانی او مطالب يې خوځوونکی دی او د پښتنو د فکر او تخیل غونډ او کره مواد یکی راټولوی. نو ځکه د حمزه هنر د پښتنی فکر مظهر دی او په عاشقانه مضامینو کی هم دغسی جوله ښکاره کوی.
وګوریء په دې غزل کی څونی د پښتنی فکر عناصر سره یوځای سویدی:
سوی می نظر لکه پتنګ لیدلی دی
ښه د شمع رو یو می قلنګ ليدلی دی
نن درقیب سترګو کی پیغام د صلحی ښکاری
ده پرون زمونږ د سترګو جنګ لیدلی دی
سترګی دی چی غشی ګر توی زما نظر ته
تا د پښتنو زلميو جنگ لیدلی دی
تا له يم راغلی هغه ته وې که ته نه وې؟
څوک خو می شاید چی ستا په رنګ لیدلی دی
لاس دی صراحۍ ته داسی کم ولی ساقی ځی؟
چرته کوم زاهد دې په زړه تنگ لیدلی دی
د عشق په دنیا کی تکبر او ځان ځانی نه ځاییږی، مین تل د مینی په سوزو ګداز کی د معشوق پر درګاه یو متواضع نیاز من وی، مګر د حمزه په عاشقۍ کی د پښتنی خو دۍ مظاهر داسی ښکاری:
ما کوزورته لیمه کړه، ز ما سرنه تيتيده
شاید چی په الفت کی هم افغان پاتې کیدلم
په يوه بله غزله کی خپل عشق ته د سر کوزۍ داسی پیغور ورکوی:
دا سرکوزی پښتونه عشقه ولی؟
ستا د زلمو هغه بګړۍ څه شوې؟
د حمزه هنری مضمون آفرینی ډېر ځله قومی او پښتنی جوله لری کله چی دعشق د ترخو او د معشوق د جفا لپاره چاره لټوی، نو هم پخپل قومی ژوند کی دهغه لپاره داسی علاج مومی:
ستا د ترخو به داعلاج وی چی په کور درشم
ننګ د پښتو به دی مېلمه ته کړی خو ږې سترګی
په دې ډول د حمزه په غزل کې د خپلې قومی دنیا نقشه کښله کیږی، د ده تخیل اصلی محور او قالب هم دغه پښتنواله ده، د هنر په تخلیق کې اصلی مساله هم خپل قومی دود اوجال دی:
دهغه سترګو پښتنو خبری
څنګه درنې وی د درنو خبری ؟
د اوستری ژوند دى مبارک شه مینی!
زده چی اشنا کړی په لېمو خبری
زاهده! پریږده د تسپو خبری
کوى ما حول د زولنو خبری
درنه به وانوړمه پوی شوې که نه؟
درته می وکړې په پښتو خبری
د ابو ګڼېدلی هوسۍ سترګی د تا
وکړی ناڅاپه د مزرو خبری
د حمزه زړه ته دلاسه ورکوه!
دادی ارمانه! د زلمو خبری
او په پای کی دحمزه یوه بله غزله هم راوړم:
تل به په لار د مېړنو سره ځم
يمه پښتون د پښتنو سره ځم
د ملیت نمره! د پرخی په څېر
ستا د دې شو خو پلوشو سره ځم
دا چی خرد هم په ملت ځار وی
زه د همداسی لېونو سره ځم
پام کوه زه هغه نظر نه یمه
چی به په دود د سپېلنو سره ځم
وایی اغیار چی د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
راستنېدی چی نشی وخت خونه یم
خو د حالت د تقاضو سره ځم
کړمه جهان چی دپ ښتون زلمی
د خپلو پېغلو حو صلو سره ځم
وړم مستقبل ته د ماضی روایات
زه د خپل حال د ولولو سره ځم
څوچی راغونډ په يو مرکز يې نکړم
هری تپې ته د جرګو سره ځم
حمزه سفر که د حجاز وی نو هم
زه د پښتون د قافلو سره ځم