32

عبدالرحيم هوتك

د پښتو ادب لنډ تاريخ

عبدالرحيم له هغو شاعرانو څخه دئ، چي پخپله يې خپله اغلب سوانح په خپل دېوان کي ځای پر ځای ښوولې ده. د ده مسقط الراس او اصلي وطن کندهار دئ او په غربت کي يې ډېر ډېر يادوي د ده دېوان د مطالعې څخه معلوميږي، چي دی د هوتکو په عصر د کندهار په زاړه ښار کي اوسېدلى دئ او هلته یې دوستان درلودل او بيا چي د افشار نادر شاه په لاس د (١١۵٠هـ) په حدودو کي کندهار خراب سو نو عبدالرحیم په مفارقت او مسافرت کي هم د خپل ښار ياد له زړه نه دئ ایستلی.

عبدالرحیم ذاتاً له هوتکو څخه د ښه بولان (کلات) معلوميږي، او د زاړه او اوسني کندهار په حدودو کي يې هم ژوند کړی دئ او بيا نو له وطنه جلا سوی دئ دی پر لسم کال د څه ناچاریو په سبب له وطنه وتلی دئ  د ده د مفارقت او غربت دا زمانه تر اتیا کالو پوري رسيږي، او د دې مفارقت او جدایۍ په عمر كي دى تل وطن او د وطن ياران يادوي او په سوران سوران ژاړي او وايي :

زه رحيم په بخارا کي آرزو كرم

که مي خدای کړي په بلاد د کندهار ګډ

عبدالرحیم د خپل مسافرت او پردېسۍ ځايونه ټول یاد کړي دي، نیشاپور، تهران، ورامین او بیا له دې ځايو څخه بخارا ته تللی دئ او په تورکستان کي يې ډېر عمر په يو جهان سوز و ګداز کي تېر کړی دی د ترکستان په مشهورو ښارو بخارا او سمرقند کي يې پنځوس کاله په یوه اوږد انتظار او فراق کي پای ته رسولي دي بيا نو په دغه غربت او مسافرت کي بوډاتوب او سپين ږيرتوب ته رسېدلي، نور حالات يې نه دي ښکاره.


اشعار او افکار :

عبدالرحيم يو مرتب او مردف دېوان لري چي تقريباً په (۳۰۰) مخوكي تخميناً زر مردفي غزلي لري او ټول ابيات يې تقريباً شپږ زرو ته رسيږي، مګر کوم دېوان چي زموږ لاسو ته راغلی دی، متاسفانه د سر او آخر پاڼي نه لري د دې دېوان متن په جلا خط لیکل سوى دئ، او د غزل پر سر يې ليکلي دي (وله ايضاً مد ظله تعالى) لکه چي د ده په ژوند ليکل سوى دئ او پر حاشيه باندي يې څه نوري غزلي په بل خط ليکلي سويدي، لکه پخپله د شاعر خط چي وي، عبدالرحيم په پښتنو شاعرانو کي د رحمان بابا د مكتب يو ركن دئ، دی طرفدار د ساده ویلو دئ. په کلام کي يې هيڅ تکلف نسته. 

عبدالرحيم يو خوږ وينا مقتدر شاعر دئ د شعر ژبه يې خورا سلیسه، روانه او خوږه ده. دی هیڅکله په تلازم کي د طبيعت د دائرې نه وزي. د عبدالرحیم اشعار او غزلیات لکه په پارسي کي د حافظ دغسي خواږه، روان او د سلاسته ډك دي.

 عبدالرحيم په اصل کي د وطن د علمي خلکو څخه و، ده غالباً د وطن متداول علوم لكه : فقه، تفسیر، صرف، نحو، فلسفه منطق ويلي دي په دغه سبب د ده په شعر کي قوت، متانت او علمي رنګ ښکاره دئ. د عبدالرحيم په شعر کي عشقي، اخلاقي، اجتماعي او فلسفي اقسام ټول سته. 

د وطن محبت د ده د شعر يوه خاصه مميزه ده. عبدالرحيم د روحاني دنيا سره ټينګه علاقه لري، غالباً له مادياتو څخه تښتي، له دې جهته د ده په اخلاقي شعر کي د غزلت او تجرد، صبر او د نفس د اصلاح خوا ډېره ده، دی په دنيا کي د روحاني خوند او ذوق قائل دئ، د جد و جهد او کوښښ تبلیغ هم کوي.

د عبدالرحيم په شعر کي رباعي، غزل، قطعې او د شعر اکثره اقسام سته، دی لکه رحمان او خوشحال په اوله درجه شاعرانو کي ګڼل کيږي، اخلاقي او عرفاني مضامين ډېر وايي، مثلاً :

منبر وسوځه په اوركي شراب وڅښه 

درته وایم خو د زړونو آزار مه کره

په ظاهر شکستگی فایده نه کاندي

په باطن کي ځان د هر چا خدمتګار کړه

 ناخوانده له کوره مه وزه که مرد يې

چي دي نه بولي، مېلمه د خپل پلار مه سه

که ته غواړې چي په دوه کونه عزيز سې

 بې له خدايه د مخلوق طمع دار مه سه

د خاموشۍ تلقين په دې ډول برهان سره کوي :

همیشه یې حلق شېرین لکه نبات وي 

چي بسته یې خوله په مهر خاموشي کړه

د نورو د زړه زهيرولو بدۍ داسي ښيي :

که هزار ځله تقوا پرهیزګاری کړې

ښه دی نسته چي مدام دل آزاری کړې 

دا خبره چي انسان باید پر ځان ويسا يعني پر خپل نفس اعتماد ولري، د اوسنيو اجتماعي ترقياتو او اخلاقو اساس ده، عبدالرحیم دا پر ځان ویسا په داسي ډول بيانوي :

چي د پلار او د نیکه په نوم خوښيږي

لكه سپی ښادي په محض استخوان کړي

دا یې واړه يې عقلي ده که پوهیږي

چي هوس د نورو خلکو په بیان کړي

د سعي او عمل تلقين داسي كوي :

د هر چه برخه له خپله برآورده

چي کار ډېر كا و هغه وته مزد ډېر سو

د عبدالرحيم عشقي اشعار هم ډېر تاوده دي، خپل مشتعل احساسات په شعر کي داسي ښکاره کوي او د سهار نسیم خپل وطن ته داسي راليږي :

سحر باده! د اشنا پر مقام ورسه

 لوی و کم چي وي ټول ووينه په سترګو

 هر يوه چي زما له حاله پوښتېدو وې

 که خبري زما دپاره درته وکړي



خما دپاره پکښې وګرزه کوتر سه

په احوال سره د هر یوه خبر سه

په ژړا ورته په اوښکو کي احمر سه

مخ راکوز کړه زما و لوري ته چپر سه


د نسيم په زباء دي ښه نه سي "رحيمه"

د دلدار پر لور پخپله قلندر سه

له دې لاندي بدلو څخه د عبدالرحيم د کلام سلاست او رواني او د ميني تاوده احساسات او د عشق د دنیا سوز او ساز ښه څرګنديږي:

راسه راسه ستا تر دواړو سترګو جار سم

د زړه ولي مي په تا پسې پرې کيږي

شېريني به دي د وصل هېره نه کړم

 چي دي خیال په زړه کي راسي دننه

 د اختر په ورځ که مخ راته څرګند کړې

 جنتونه پر خاطر کله را دروي



هم تر مخ دي پروانه غوندي نثار سم 

راته وګوره قربان دي تر ديدار سم

که هر څو غربت زده او خوار و زار سم

 اور مي واخلي په نارو او په کوکار سم 

قرباني به دي په مينه د رخسار سم

چي په شوق ګډ ستا د حسن په ګلزار سم


ستا وصال په بخاراكي "رحيم" بيا موند

بهار راغى خلك درومي و صحرا ته 

لوی اوکم دي پله ګډ ښادي هوس کا

 هر سړی یو کار لري مشغول په کار دئ

 د عاشق له خپله یاره سروکار دئ



رنگا رنګ ګلونه ډېر د غره و خوا ته

ما له غمه ملا تړلې و ژړا ته

د مجنون دي دواړه سترګي و ليلا ته

 بې له یاره کله ګوري و بل چا ته


صدقه تر ټوله مځکه د بخار سم

اویا کاله د "رحيم" په عشق کي تېر سوه

عقل، هوښ يې مدام وي و دلربا ته

د وطن بېلتون :

ښایسته کندهار ډېر ډېر يادومه

خصوصاً د ارغنداو باغ او ولو ته

 سرپوزه او كاغانك چي پر زړه راسي

 کوکران او کندیګان د خدای په حکم

 سرپوزه چي لو ویاله پکښې بهيږي

يو دم کښېنه په ايوان د چلزينو کي

 څه فيضونه چي له دې ځايه زه وينم

 هم یاد کړه که دي خدای کړي برخه لويه

 نیاز من درو له پر زړه نارې وهنه



نه هېرېږي که هر څو يې هېرومه

زړه مي غورځي بې طاقت سم ندرمه

اور مي واخلي پر ځان پيك وښورومه

څه فيضونه باندي اوري کې شمېرمه

د ويل ږغ يې مدام پر زړه لرمه  

تماشا وکړه چي زړه دي سي بې غمه

چي له غيبه باندي تل اوري هر دمه

 چي غريب په بخارا کي يم له غمه

چي دي ورسي ناره پر درست عالمه


دا بدله عبدالرحيم په بخارا کي د خپل ګران وطن په ياد ويلې ده :.

دغه خوار "رحيم" چي دا اشعار بيان کړه

غرض دا چي قدردان وژړومه

لمن ليكونه :

(۱)           ښایسته کندهار ډېر ډېر يادومه

               نه هېرېږي که هر ځو یې هیرومه

(۲)          پر زاړه ښار مي راوړرای قدمونه

              د فراق نارې مي وکراي په کوکار

             هغه ښه یاران چي ما لیدلي ونه

              پرې پوهیږم یو به نه وي په قرار

 (۳)        ستا قسمت سو بخارا عبدالرحیمه

              عزیزانو اختیار ټولو شه بولان کړ

(۴)          لس کلن له ملکه ووتم بیرون سوم

              په سراغ د مهوشانو ځګر خون سوم

(۵)         بخارا او سمرقند مي زړه زخمي کړ

             غواړم پاڅم په زیارت د کندهار

(۶)        پنځوس کاله زیات و کم وسوه رحیمه

             په سراغ د اشنا ناست په ترکستان یم

(۷) د پېښور د اسلاميه کالج په کتابخانه کي د دې دېوان مکمله نسخه سته.


(۸)           صرف و نحوه، فلسفه، تفسیر او فقه

              ټول مي هېر کړه چي مي زړه په عشق خبر سو

(۹) په دې بدله کي د کندهار شاوخوا سرسبز كلي ارغنداو او سرپوزه، کاغانک، کوکران ،کندیگان، چلزينه ستايل سوي دي.