ستهان Sthan
ستهان په سنسكريت کي د طرف او ځاي، مركز، موقف، سر زمین په معناو دي او دا کلمه په نورو آريائي ژبو لکه پاړسو د (ستان) په ډول تر اوسه هم مستعمله ده مثلاً شارستان گلستان، غرجستان، افغانستان.
داسي معلوميږي چه د ستهان کلمه پخوانۍ آريائي کلمه وي، ځکه چه آریائیان په هند کي تيت شوه، دا کلمه ئې په دغو معناو در لوده دوي ديوستهان Deva Sthan د عبادت ځاي ته ويل او خپل گرد مملکت ئې هم لومړي دیوستهان باله يعني د عبادت او نيکيو ځاي، چه وروسته ئې هندوستان وباله يعني د هندوانو ځاي او
هيواد.
دا کلمه کټ مټ په پاړسو کي هم پخوا مستعمله وه، او مفهوم ئې هم تقريباً دغه و مثلاً فخر مدبر مبارک شاه د غزنوي عصر مورخ ليكي: " به ستهان لوهور در میان شدند "دا کلمه په پخوانۍ پښتو کي هم مستعمله وه، او هم له دغه جهته ويلاي شو، چه یوه آريائي پخواني کلمه ده، چه هم دلې پخپل هيواد کي پاته، او هم شاو خوا په سنسکریت او پاړسو کي رواج شوې وه، ښکارندوي د پښتو د غوري دورې يو شاعر وايي:
داسلام ددین شهاب دنړي لمردي
تور ستهان ئی کړ رڼا په جهادونه
دغه بيت له يوې قصيدې څخه دي، چه ښکارندوي د سلطان شهاب الدين غوري په مدح کي ويلې ده دی
وايي چه سلطان شهاب الدين تور ستهان يعني تور مملکت (هند) په جهادو روښانه کي، له دې بيته د کلمې
پخواني ژوند په پښتو کي ښکاري.
نمزدک، مزدک، نمست، مزدا
دا کلمات ټول آريائي دي، د هند او ايران په ژبو کي پخوانۍ ریښې سته، او په پښتو کي هم ډيري کلمې سته
چه په دغه ريښه اړه لري.
لومړی به سنسکریت ته وگورو: نمست namasit محترم ستایلې شوی، معزز نمسیت namasyit یا نمسیه namasya د عزت او احترام خاوند مجلل مکرم دا مواد چه په سنسكريت کي موجود دي ريښه ئې (ن،م،س، ت) ده چه (ن) ئې په نورو ژبو کي کله کله حذفيږي (س) په (ز) بدليږي او (ت) په (د) خو په اصل کي د احترام، نیایش، لمانځلو، او تكريم معاني پراته دي، په اوستا کي هم دا کلمه ښه موقع لري.
مزدا Mazda په اوستا کي د لوي خداي نوم دي، چه اهور مزدا یا اورمزد ئې هم باله. دا خداي دوي يو مبداء واحد مجرد گاڼه چه ټول مخلوقات ئې پیدا کړي دي، دلته ئې زموږ (مزدا يا مزد) يعني دوهم جزو د دې بحث لپاره په کار دي، چه هغه (م،ز،د) حروف لري او د سنسکریت (م،س،ت) سره د يوه جنسه دي او له یوه مخرجه.
په مزدا کي هم د تجليل او تكريم معاني پراته دي ځکه چه خداي تعالي جليل دي لوي دي، او د تجليل او
پرستش وړ هم فقط دى دي!
په پښتو او پاړسو کي له دغي مادې څخه نماز او نمونځ، نمنځل، او نمزدک او مزگت جور شويدي، چه شرح
ئي لاندي راځي:
د پاړسو نماز او مزگت
نماز اوس فقط د عربي صلوة په معني دي. چه يو مخصوص عبادت دي مگر په پخوانۍ پاړسو کي دا کلمه د نيايش خضوع، تكريم تجليل په معناوو هم وه، عبدالحي گردیزی ليکي: "چون امیر را بدیدند همه نماز بردند وخدمت کردند "
فردوسي وائي:
زمین را ببوسید و بردش نماز
همي بود پيش زماني دراز
اما مزگت په پاړسو کي د مسجد په معنا و چه دغه هم د تجلیل او نيايش ځاي دي. زموږ د وطن يو جغرافيا ليکونکي په (۳۷۲) (هـ) كي مسجد جامع "مزگت ادينه" ليكي، مثلاً د هرات د لوي مسجد په خصوص کي وايي: "و مزکت جامع این شهر آبادان تر مزکتها است"
ابوعلي محمد بلعمي د سامانیانو مشهور وزير (متوفي ٣٦٣ هـ) د تاريخ طبري په ترجمه کي ډيرځله د مسجدپر ځاي مزكت ليكي مثلاً: "و مریم همچنان اندران حجرة مزكت بدست زكريا عليه السلام بوده"یا "روز آدینه نمزکت جامع نماز کرد"
په دې ډول د پاړسو نماز او مزکت هم د هغي ريښې څخه دي چه د سنسکریت (نمست) او د اوستا (مزد) ځني جوړ شوي وه، او د دغو کلماتو معنوي ارتباط هم د تجلیل او نیایش او نمنځي په مفهوم کي ښکاره دي، د پښتو ژبي مونځ، نمونځ،لمونځ (نماز) مزدک، نمزدک (مسجد)، لمانځل، نمانځل، لمانځه، نمنځنه (نیایس، عبادت، تكريم) او نمنځن
(با نماز و نیایش و مهر)، نمنځلي (ستوده و نیایش شده) ټول له هغي ريښې څخه دي او (ن،م،ځ) ئې هغه پخواني حروف دي،چه هم په سنسکریت،هم په اوستا کي وه، اوهم په پاړسو کي سته (ځ،ز، س) درې سره د يوې کورنۍ او یوه مخرج حروف دي ادبي اسناد ئې دا دي.دوست محمد کاکړ وائي:
شپې ئې روڼي په لمانځو وې
په ژړا او به نارو وې
چه به گښیووت په لمانځنه
یا به گنیووت به ستاینه
یا:
يوه ورځ جهاد الفضل
تركلو كلو لمانځل
دلته ټول د نیایش ،عبادت تجليل په معناؤ دي.
خوشحال خان وائي:
پیرځوينه، ښه سلوک نمنځنه، عدل
که دي دا خويونه شته څه غواړې نور؟
عبدالقادر خان وائي:
سر و مال ښندل زينت د عاشقانو
عنایت، مهر، نمنځنه زينت ستاسي
دلته د (عبادت، مهر، نوازش) معاني لري.
بل ځاي خوشحال خان نمنځلي او نمونځ دواړه له يوې ریښې څخه په نژدو معناؤ سره راوړي:
خداي هغه په دواړو کونو دي نمنځلی
چه په ورځ ئې عدل و داد په شپه نمنځونه
نمنځن هم له دغي ريښې څخه د (با مهر او با لطف او ښو) په معناو دي، عبدالقادر خان وائي:
که نمځن ویل دي نه کيږي و ما ته
کله کله راته کړه خبرې سپوري
په پښتو کي له دغي قديمي ريښې څخه مزدک، او نمزدک د مسجد او نیایش گاه په معناو هم سته، تر اوسه د ناصر و کوچي قبايل مسجد مزدک بولي.
په زړو ادبياتو کي دا کلمه نمزدک nmazdak ضبط شوې ده، ښکارندوی د غوری سلطان شهاب الدین په
دعاكي وائي:
نوم دي تل وه پر دریځ په نمزدکونه.
يعني نوم دي تل د مسجدو پر منابرو یادیږه، دا مزدک او اوسني مزدک هغه د پاړسو پخواني (مزکت) ته ډير نژدې دي، او لکه چه وويل شوه، ریښه ئې هغه پخواني آريائي ده چه هم په سنسکریت هم په اوستا کي هم په پاړسو کي سته.