32

منشي عبدالکريم د (تاریخ احمد) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 د دې کتاب نسخه له قاري عبدالله خان سره وه نه پوهېږم چي څه سوه؟ دا کتاب د پښتنو د سلطنت مفصل تاریخ دی چي منشي عبد الکریم د شجاع الملک سدوزي په وخت کي کښلی دی ژبه يې پاړسو ده.

منشي عبد الكريم علوی مدقق او پوه مؤرخ دی د نادر افشار احوال او د احمد شاه بابا د سلطنت وقایع یې خورا مفصل کښلي دي او داسي ښکاري چي د دې تاریخ په ليکنه کي هم مقصد د دغه عصر حوادث وه او د احمد شاه بابا له په نامه يې بللی دی، دا کتاب په اردو هم ترجمه سوی او د (واقعات درانی) په نامه په کانپور کي په (۱۲۹۲) چاپ سوی دی. فيض محمد يې هم په خپلو ماخذو کي ذکر کوي. د افغانستان په تاريخ کي ډېر قيمتي معلومات لري او له مهمو مراجعو څخه گڼل کيږي. د دغه عبدالکریم په نامه ما دوه چاپي کتابونه ليدلي دي :

۱. تاريخ احمد يعني محاربات سلاطين درانیه باسکهان  وبهاؤ و د جهنکو طبع لکهنو ۱۲۶۵ هـ.

۲. محاربة قندهار : مصنفهء عبد الكريم طبع لکهنو (۱۸۴۸م) کانپور (۱۲۶۷ ق) دی د ډیرو کتابو مترجم ؤ، تر (۱۲۹۲ ق) دمخه مړ دى.