پیر محمد کاکړ
د کندهار د خوا له پښتنو شاعرانو څخه و، چي په شعر کي يوه خاصه شېوه لري. پيرمحمد کاکړ دئ، چي د (١١٢٠ هـ) په حدودو کي په ږوب کي پيدا سوی او عمر یې په کندهار کي تېر کړى دئ.
پیر محمد د احمدشاه بابا د دربار يو نامي او عالم او محترم سړی و د خپل اصلي ځای څخه د کندها ښار ته هجرت کړی او د شهزاده سلېمان د احمدشاه بابا د زوی استاد و، په ١١٩۶ هـ ) د ده د شعر دېوان تمام سوی او یو د پښتو ژبي لنډکی ګرامر د معرفة الافغاني په نامه هم په (١١٨۶ هـ ) هغه وخت کښلى دئ، چي د ده دغه شهزاده شاګرد په دغه کال د احمدشاه بابا تر مرګ وروسته په کندهار کي موقتاً پاچا سوی و.
وايي پيرمحمد کاکړ یو کتاب د پښتنو په تاريخ کي لیکلی و، مګر د دغه کتاب نسخه اوس نسته، اما دېوان يې چي تخميناً (۵٠٠٠) بيته كيږي خوشبختانه پاته دئ او دا د پښتو ژبي د اولي درجې شاعرانو له آثارو څخه شمېرل کيږي، چي هم د معنی له رویه متين او قيمتي دئ او هم يې د يوه هنري اثر په حيث په پښتو آثارو کي لومړی مقام نیولی دئ، پیرمحمد ځان ته خاص سبك لري چي د خوشحال خان د کلام رواني او سلاست او د رحمان بابا د وينا معنوي ښېګڼي او روحانيت او د حميد موشګافي او نازکخيالي يې ټوله پخپل هنر کي سره يو ځای کړي دي، دی نازکخيال مبتكر شاعر دئ، مګر داسي نه دئ لكه شيدا خټك چي صناعتي او بديعي ښېګڼي په فارسي يا هندي تعبيرونو کي پېچي او د پښتو ژبي د بيان خپل مزيت نه ساتي، بلکي پيرمحمد نوي فکرونه په داسي ساده او د پښتو ژبي له بياني جوړښته سره سم بيانوي، چي د ژبي نواميس ساتي، مثلاً د صوفيانو دا فکر و، چي انسان له يوه الهي مبدا څخه را جلا سوی او د بېلتانه یوه دوره تېروي څو بیرته هغه مبدا ته وصل سي، دا فکر په دري ادب کي مولوي بلخي ښه روزلی دئ، دی وايي چي (نی) کله له نیستانه جلا کېږي نو د شکايت نارې د بېلتانه په دنيا کي وهي، ، د ده د مثنوي لومړي بيتونه همدغه قصه بيانوي، لکه چي وايي :
بشنو از نی چون حکایت می کند
وزجدائيها شکایت می کند
کز نیستان تا مرا ببریده اند
از نفیرم مرد و زن نالیده اند
هر کس که اودور ماند زاصل خویش
بازجوید روزګار وصل خویش
په پښتو او فارسي ادب که دغه فکر ډېر وسیع سوی او د ادب يوه مهمه برخه يې نيولې ده، پیرمحمد دغه مطلب په يوه داسي ژبه بیان کړى دئ، چي هم صوفیانه رنګ لري او هم اجتماعي خوا لري، دى وايي :
بېلتانه په غم شريك كړم د غمجنو
د هر چا په غاړه ژاړم لکه نی
په دې بيت کي د ني د ژړا صوفیانه تعبیر هم موجود دئ، چي له اصلي مبداء څخه بېلتون او ژړا ده، مګر په دوهم مصرع کي شاعر د يوه همدرد انسان په ډول د ټولو غمجنو سره د دوی د درد د سکيندې له پاره ورسره ژاړي او په اجتماعي او انساني دردونو کي د همدردۍ پوره برخه اخلي، خو دغه دوه مطلبه په يوه بيت کي په ساده تعبیر ادا سوي دي، مګر بديعي ښېګڼي هم لري او هغه دا دي، چي په پښتو کي غاړه دوې معناوي لري، حقيقي معنا يې حلقوم ده، مګر مجازاً د نل د وهلو خاصه طريقه هم ده، چي نى وهونکي وايي : "نل ته غاړه ور واچوه" دلته نو د نى وهونکي غاړه او د نل وهلو غاړه او د يوه ژړاند مهجور انسان غاړه چي ژړا ځني راوزي ټول په دغه يوه بيت کي ادا سوي دي، چي د شاعر د تعبير او تخيل او ابتكار كمال ځني معلوميږي، د پيرمحمد شعري تعبيرونه اكثراً طبيعي او له يوه واقعيته څخه راوتلي دي، مثلاً د معشوقې خوب او پر پلنګ را اوښتل په داسي طبيعي تشبيه سره بيانوي :
محبوبا پر پلنګ واوښته له خوابه
که هوسۍ وه د بهار پرګلو رغښته
د معشوقې والي په داسي لطيفه تشبيه سره ستايي :
داشبنم د ګل په پاڼو پوري يخ سو
که په غوږ د ګلرخ پوري سپين والي دي
دلته د شبنم سپین والی او د محبوبا د باړخو سوروالی د تجاهل عارف په ډول دګل او د شبنم د يخي سره تشبيه سوي دي، دا تشبيه هنري ارزښت ښووي، مګر د پښتو بيان يې هم خوږ او د ژبي له اصلي جوړښته سره برابر دئ، يعني لفظ یې تر معنی نه دئ قربان کړی او معنی یې هم په ښه ډول ادا کړېده.
پیر محمد د خپلي زمانې دمخه تېر سويو شعرا و باندي دقيق نظر درلود، او داسي ښکاري چي ډېر د رحمن او خوشحال خان معتقد و، په يوه غزل کي وايي :
که هر څوک وایی نازك شاعران شعر
ولي دوى ګني معجز د رحمان شعر
هیڅ تر شعر د رحمان به څه كم نه وي
و منصف ته د خټك خوشحال خان شعر
نو له دې جهته د پير محمد په دېوان کي ډېري غزلي سته، چي د رحمن يا خوشحال خان په پيروي ويلي سوي دي، مثلاً رحمن بابا وايي :
تا چي مخ د پري سترګي د آهو کړې
نه پوهیږم چی آهو يې که جادو کړې
پیر محمد وايي :
ته چي ښکار په برندو سترګو د آهو کړي
نه پوهیږم دا هنر دئ که جادو کړې
د خوشحال خان د يوې غزلي مطلع دا ده :
که زه نه وای تا به ځان لره بلل څوك
په پلنګ به دي دا هسی درختل څوك
پيرمحمد داسي وايي :
که زه نه وای عشق به تا لره بلل څوك
پر بل اور به دي د حسن کړول څوك
په لومړيو بيتو کي د رحمن او پیر محمد د تخيل لار یوه ده، خو د پیر محمد په بيت کي برندي سترګي يو پښتني خاص تعبير دئ، چي د نظربازۍ له يو خاص حاله څخه حکايت کوي، اما په دوهمو بيتو كي د خوشحال خان تعبير عريان او لوڅ او رندانه دئ، مګر د پيرمحمد تعبير لږ څه اخوندي رنګ لري او د حيا مراتب په عشق كي ساتي، مګر که شعر د انسان د واقعي احساساتو نمايندګي کوي نو د خوشحال خان شعر په شاعرانه نظر ډېر ارزښت لري، د پیر محمد اشعار کله کله د خپلي زمانې اجتماعي اوضاع هم څرګندوي او شاعر د دغو اوضاعو انتقاد هم لري، مثلاً د غریبانو حال په خپله زمانه کي په دې بيت کي د اشارې په ډول يادوي :
څو به سنګیندلو ته ژړا کړې پیر محمد ه!
غور چي هيڅ نه سي په دا دور د غريب
د ده په وخت کي هم لکه چي ځيني نالایق خلك لوړو مرتبو ته رسېدلي وو، چي په دې بيت کي ډېره نازکه اشاره ورته كيږي :
دا فلك كه څه سفله عالي منصب کا
بیا هم رغړي پر شېوه لکه کرکنډه
داسي معلوميږي چي پير محمد د خپلي زمانې د خلکو څخه يا دا چي له خپلو روزلو شاګردانو څخه ډېره جفا ليدلې وه تر دې اندازې چي په اخير کي و سختي ښرا ته مجبور سوی او وايي :
در پر در دي کړم غفاره در پر در سې
شرمنده هم تر همزولو په محشر سې
نه مي حق و ته غوږ نيسې نه حق اورې
که به حق د معلم وي کور و کر سې
داسي معلوميږي چي پيرمحمد ډېر عمر درلود او سپين ږیري توب ته رسېدلی و، پخپله وايي :
ښه موسم د شباب تېر پر پیرمحمد سو
بوالهوس هنوز هوا د ګلو مل کا
د پیرمحمد د ژوند دوره له ۱۱۲۰ هـ څخه ټاکلای سو، ځکه چي دی د احمدشاه بابا د وفات په کال (١١٨۶ هـ) سپين ږیری و او تر (١١٩۶ هـ) دمخه وفات سوى دئ.
د پیر محمد د اشعارو يو څو نمومې :
رباعي
موږ له هيواده تنها راغلي يو
د بڼ توتيان يو په دام وتلي يو
غمازه ظلم راباندي بس کړه
د ښو يارانو فراق نتلي يو
غزل
هسي کښېوتم د زلفو په کمند
د جفا په تېغ مي قتل معلوميږي
ما به حال و يار ته وې که اغیار نه وای
زه له درده همېشه پرله پېچه سم
مردمك مي د دلبر پر لبو ونښت
د هجران خواري تل پر زړه تېريږي
چي خلاصى مي ځني نه سي په هیڅ پند
خپلي ناړي راکوي د وينو خوند
ولي خار دګل له ښاخه سو پیوند
مار د زلفو یم وهلی بند پر بند يم
پر سکروټو دانه وسوه د سپند
هيڅ په وصل د يار نه سوم ارجمند
حاصل دا چي مين خوار دئ پیر محمده!
چي دلبر وي خودرایه خودپسند