پخواني كلمات او نوي مفاهيم
پرپه ابتدایی ژبو کښي ځيني كلمات موجود وي چي د ژبي تر علمي پرورښت او جوړښت دمخه هغه کلمات په غير مرتب او نامعين ډول په مختلف و مواقعو کښي استعماليږي کلماتي ديگر کله چي ژبه پهولان تر علمي. خپل خپل ځای باندی د یوه خاص مفهوم لپاره وټاکی، او په داسی ډول هغو وحشی کلماتو ته مانوس او مدنی مفاهیم ورکی چی ترتداول او استعمال وروسته ئې خلک له هغو مفهومو سره آشنای او هغو وحشی. احتياج ئې ور پوره کي. دغه کار اکثر ملتو کړئ دئ په اوسنۍ عربي کښي ډېرو زړو کلمات و نوي مفهوم موندلي دي چي خورا مروج دي. مثلاً كليه د فاكولتې په مقابل كښي يا عميد د فاكولتي د رئيس (ډين) لپاره يا :
استاد = پروفیسر
دبابه =جنگی ټانک
مسلسل =ماشنگن
سیاره = موتر، اتومبیل
طیاره = ایروپلین
صک = چګ
او داسي نور په زرو قدیم عربی کلمات چی اوس د نوی ژوند په نوو مفاهیمو کښي مستعمل دي.
د فارسي ژبي ځيني قديم قديم کلمات هم اوس د معنوي تلازم په نظر په ځینو نوو اصطلاحاتو کښي مروج سوي دي، او دا کار جاری دی لکه :
پیشوند = عربی سابقه
پسوند = عربي لاحقه
دستور = گرامر
دانشگاه = پوهنتون
دانشکده =پوهنځي
آتش = عسکر
پری فکس =سفکس
کار په پهتو کښي هم روان دئ او ډېر پخواني کلمات په نوو مفهومو سره خپاره سوي او پژندل سوي چي اوس ئي خلکو : تكليفه استعمالوي، مثلاً :
په پښتو کښی له قدیمه د (تون) ادات د ظرفیت لپاره موجود و بدون د خلکو غوږونه ورسره نه آشنا و او کله چی موږ لومړی پلا دغه ادات په نوو نومو کښی استعمال کړ ځی کاڪروی استعمال کړ ځیسته اوه. چي په پوهنتون او روزنتون او درملتون او نورو کښي استعمال سو اوس گورو چي ني په اوره مينه استعمالوي او ډېر مانوس او آشنا ښکاري ، د پښتو په ژبپوهنه او گرامر کښي پوته او را لازم مي داند. یل او کلام په در مقابل کښی خپل پښتو کلمات یا اصطلاحات ولرو چی تر ټاکلو او را به کار می بندد تا کلمات په علمي ډول مانوس او مفهوم سي او خلک است. ږغ یا غږ وایو او رغپوهنه هغه ژبنی بحث بولو چی په صوت شناسه پوری اړه لری پښتو کښی درې نوری دغسی کلمېسته چی پوهان ئی په گرمری احتیاجاتو کښی استعمالولای سي او زه ئي له ادبي اسنادو سره دلته درښییم : د (ویل) له مادې څخه یوه کلمه په قدیم ادب کښي موجود وه ، چی اوس ئې موږ نه وایو مګر ممکنه ده چي دغه کلمه په گرامر اوژبني مباحٍثو کښي پر خپل ځای کښېږدو او ښه کار ځنی واخلو.
(ویي)خوشحال خان په کلام کښی مکرر راغلی دی او داسی ښکاری چی په خټکو کښی دا کلمه و مثلاً . خوشحال خان وایی :
چی به بل تر تا راتېر کړم
دا ویي زړه وبـــــــــاسـه
بل ځای وایي :
یو ویی دلاسا راته پرې نږدی
ځان که هر څو خپل مین ته مرور کړم
بیا بل ځای وایی:
دا ویي زما دراز دئ
دا منزل دور و دراز دئ
په یوه بله قصید کي وایي:
چی په نیم ویی ئي کارکیږي د خلق
دخلاصۍ می همیشه کاندي جدال
له دې سندو څخه ښکاری چی وی په قدیمه پښتو کښی د کلمې په مفهوم استعمال داده او که اوس هم په گرامری او ژب پوهنه کښی دا کلمه د مرفیم یا کلمې پرځای وټاکو مفیده به وی. دوهمه کلمه له دغي مادي هم خوشحال خان مکرر استعمالوي او ښکاري چي په محاوره کښي هم داخل و، څخه (ووي) دئ دا مثلاً وايي :
داووی می خوښ دي چي چا ويلي دي
ډېر مي په زړه بندي ښه لگېدلي دي
بل ځای وایي:
دا آسمان نه دی یو خـــونی پړانگ دئ
راته غرمبيري تلتـــل په بانك دئ
خوله ئې سره کــــــرې د دارا په وینو ده
شفق ته گوره دا ووی په تانـــــــــگ دی
په یوه بل بيت کښي داسي وايي
شيطان هر گوره ښايسته روغ دي
چي ئې بدرنگ بولي دا ووي دروغ دي
له دغو گردو مثالو څخه ښکاری چی ووی د قدماوو په ژبه کلام او جمله او د انگلیسی سین ټنس و او اوس هم ښایی چی موږ یې په گرامر کی د کلام او جملې پر ځای وټاکو. بله کلمه له همدې ريښي څخه وينا ده چي اوس ئي هم موږ په عامه محاوره کښي وايو دغه وينا له ډېره وخته د پښتو مر هم د نطق په مقابل کښي ټاکلې وه اوه اوس په اوس منوئات. ته داسي ترتيب ورکړو چي :
د ژبی هغه لومړی ووړ جزوه به ږغ یا (فونیم) وبولو بیا به نو د ځو رغو مجموعه یو گر (سلابیل) وبولو، د یوه یا خو گرو مجموعه به وییی یعنی مرفیم یا کلمه،و گڼو، او د څو کلمو اوویو مجموعه به یو. ووی یعنی کلام او جمله وبولو او د څو وویو یعنی جملو مجموعه به وینا وبولو یو انسان چی خبري کوي هم اول ږغ له خولې راباسي، او بيا له څو ږغو څخه یو گړ او سلابیل جوړوي، بيانو اويو ويله گړي څخه جملی یعنی وویونه او له وویو څخه وینا جوړوی.
د ږغ ـ گړ – ویی – ووی ـ وینـا استعمال در اروپا یا عربی اصطلاحاتو پر ځای په گرامر او ږغپوهنه او ژب پوهنه کښی ماتـه مناسب ښکاری او دغه کلمات پیشنهاد په ډول وړاندی کوم. البته که بل څوک په ادبي او علمي اسنادو سره بل څه راوړاندي کوي که هغه تر دغو کلماتو موزون او مستند و باید هغه ومنل سی، ځکه چی په داسی کارو کښی تر یوه فکر او د یوه سړی دیگر معلوماتو د ټولنی او گڼو پوهانو فکر رسا او سم مفید وی باید زموږ هغله چشه. کښي ئې عالي تحصيلات کړي دي او داسي کارو ته ډېر صلاحيت لري، دغسي څېړنو ته ملتفت سي، او د پښتو لمن د علمي اصطلاحاتو او د اوسني ژوند لپاره پلنه کي ځواتو اصطلاحا چي دو هريوات. ښتو لپاره په دې خوا کښي منظم او علمي کار تر اوسه نه دي سوئ. (۱)