غوره وینا
او د هغې څلور ستنی او ښېگڼی په هره ژبه ډېر وگړی لیکونه کوی خو ځینی لیکوال گړندی او غښتلی وی، او ځنی هم بې واکه او بې سپکه مگر کم لیکوال غښتلی دی؟ او کـه یـو نـا غښتلی ؟ د دې پوښتنی غبرگون لندی واروئ
چا له یو استاده پوښتنه وکړه چی کم کلام بلیغ او خوږ دئ؟ او کم لیکوال مقتدر او گرندی لیکونکی دئ؟
استاد ورته و ویل د دې پوښتنی غبرگون خو اوږد دئ او هم هر سړی په دغه کی بېله رایه او ځانته فکر او عقیده لری، خو زه وایم چی بلیغ کلام شعر هغه دئ چی "جمهور ئې خوښوي نظم وي که نثر شعر وي که سندی،
په دغه خواب کی استاد حق درلود ځکه چی د جمهور پر مذاق سم کلام بلیغ،وی، فصیح،وی غوره،وی مگر دلته جهمور د عوامو په معنی نه دئ، بلکی د ادب په نظر کی جمهوری ټولنه ملت، اولس دی په اولس کی. هر راز وگړي وي، ناپوهان وي، لوړ وي، خوړ وي، نو هغه كلام چي دغه طبقات يې ټول خوښوي. بهترین کلام دی پنځلس کاله وسوه چی دغه پوښتنه ما له استاده کړې وه، او دغه خواب می اروېدلی وو لند اما جامع خواب دئ. خو لږ څه شرح غواړی، او زه یې په دغه مقاله کي څېړم یی هغه ژبه چی جمهوری یې خوښوی یعنی هم خواصو ته ښه ایسی او هم عوامو نه خوند ورکوی او ښه په پوهیږی عموما څلور مقتضی مراندی لری که دغه ستنی نه وی نوی د هغې ژبیګی چت او، بنا در او. ه څوک دی چی د ژبی دغه څلور عنصره هر کله د ده په لیک کی په معتدله درجه موجود وی او پر یوه خوا ډېر مایل او څارو نه وي.
ا لغوی او تحت اللظی معانی.
۲ د کلماتو ارت معانی او وسیع ډگرونه.
دا دوه عنصره په معنی اړه لری. مگر دوه نور د الفاظو په ږغ او تلفظ اره لري :
۱ د کملاتو د هجایی صوت او مقاطعو ږغونه او اینگونه است ډولونه .
2. د کلماتو د نښلولو یا جمله بندی صور چی د دغو څلورو مراندو لږ لږ شرح لندی لیکم :
(۱) د کلماتو لغوي معاني او ترتيب :
هره کلمه په لغت کی مخصوصه معنی لری او د ژبی گرامر صرف و نحو) د هغې کلمې ډول او د استعمال او اوښتلو اصول راښیی. کلمات د لغت او گرامر له پلوه د کلام او لیک او شعر اصلی د ستي تيږي دي مگر دغو تيږو جوړونه او لتورنه او سمونه او هم پر خپل خای ایښودنه د گرامر وظیفه ده
د یوې وینا یا یوه لیک یا شعر د تنقید او گوت مندی لپاره هـم لمړۍ پلا مفردو الفاظو او کلماتو ته د لغت او گرامر له پلوه کتنه کیږی، چی آیا دغوو کلماتو معاني او مفاهیم مقصد ادا کوي که یا ؟ وروسته د کلمات و ترتیب اوډنه تر نظر لندی راځی که دا دواړه پلوه ښه او سم وه، نو موږ وایو چی دا کلام د لغت او گرامر.
له پلوه سم دئ، غلطی نه لری او یو گرامری كلام دئ، د وینا د تنقید لمړۍ مرحله همدغه ده. مگر دا په یاد ولرئ چی یوازی په دغه مزیت یوه وینا د فصاحت او بلاغت لوړی درجې ته نه رسيږي، بايد دغه لاندي درې نور مزايا هم پكښي موجود وي.
مثلاً دا جمله په پټو د پټو (پلټنه که څه هم د لغت او گرامر په حکم کم نقص نه لری مگر سر دې هم نه سو ویلای چی دا یو برجسته او لوړ ادبی تعبیر دی یا لکه دا بیت :
د ابوالقاسم غرض د یار وصال دئ
خدای یې لا برکت کېږده په همت کي
دلته هم د ترکیب او د لغاتو د انفرادی نوعیت له لامله کم نسته، خو د بیان کمزوری او د اداء ضعیف ښه پکښی څرگند دئ.
(۲) دکلماتو توارت مفاهیم :
کلمات او الفاظ کله کله خپلو اصلي مفاهيمو چي په لغت کې لري، ځيني آرت او وسيع معاني هم مومي، چي دغه پراخ او ډول ډول مفهوم د مجاز او نوي استعمال له لاري و لغت ځانته موه يا داي چي. یوه مرکزي مندکه چی د مېوې په منځ کی وی، که څه هم د مېوې اصل او بنسټ هغه مند که ده، خو بیا هم اصلى مېوه نه د هغې مندکی خوند لری رنگ، بلکی مېوه پخپل خوندہ اویہ خویی. چی مند که ترخه وی د کلماتوارت مفاهیم هم دا شانته دی، چی کله کله له خپلی اصلي او حقيقي لغوي معنـا سـره بالکل تشابه نه لري هغه مرکزي مندکه چي د لغت اصل بل کي، کوچن وي بد رنگه،ويه ترخه وي چي. له مندكي څخه راوزي او هغه مېوه چي بيا يې دغه ونه كوي، د اصلي مندكي سره كورټ نه قياسيږي د كلمه و ارت مفهوم كت مټ دغسي دي.
یو گړندی لیکوال او غتلی شاعر کولای سی چی د کلمات و دغه نوی نوی او خواږه - نه خواږه مفاهیم د خپل کلام د خوږتیا لپاره استخدام کړی اما په دې ډول چی د هغی لغت نور مفاهیم د کلام بلاغت وران نه کري او هم رکالت پکښي وارد نه سي .
د مثال په ډول د پيرمحمد کاکړ دغه بیت دستلو وړ دئ، ده دلته غاړه چی د لغت له پلوه فقط گردن ته وایی، په خپل ارت ادبی مفهوم په داسی استادی په خپل شعر کی راوړې ده، چی د شعر کمال ورته ویلا سو .
محبت په غم شریک کړم د غمجنو
د هر چا په غاړه ژاړم لکه نی
وگورئ !
(۱) نل ته غاړه وراچول د ژبی مخصوص تعبیر دئ.
(۲) پر غاړه ورسره ژړل، بله اصطلاح ده.
(۳) نل د هر چا په غم کی ورسره ژاړی یا دا چی د هر چا په غاړه ژاړی دا د شاعر کمال د یووه کلمې لغوي او هم ادبي او اصطلاحي ارت مفاهيم يې په داسي ډول په يوه بيت کي . هم په خوله کی ښه خوند ورکوی، او هم په زړه کي .
بل مثال يې د خرښبون بابا په دې بيت کي د (مراندي) کلمه ده:
نه هېريږي که مي بيانه استا يادي کي
په چړو د ویر به پرې سی د زړه مراندي
مراندي په حقیقت کی د کږدۍ او خیمې تناوونـه دی د زړه مراندی د زړه رگونه او شرائین دی د زړه مراندی پرېکېدل، د ویـر په چړو داسي بیلغ تعبیر دئ چي د شاعر کمال څرګندوي
د کلمات ږغونه او تلفظ : بېله دوو لوړو ادبي شرطو چي د كلام د حسن لپاره ضروري دي، د كلمات و ږغونه او اهميت او د ويلو او لوستلو سهولت او د جملو او خبرو د نښلولو اصول هم د غور وړ دي : په کلام کي داسي ږغونه سره یو ځای کول چی تلفظیې پر غوږو دروند نه وی یا د طبایعو ملال،حاصلوی یا د حروفو او تورو د رغو تنافر لو کلای عیب او ادبی. رواني او سلاست هم پر دغه اساس بناء سي کیږی
سلاست او د کلمات و روانی او خوش آهنگی کولای سی چی د یو کلام نور عیوب پټ کړی، یعنی شاعر او ادیب ځنی غریب او نتلی کلمات په روان او سلیس ډول استعمال کړی، هم د ده شعر ته د عیب او را نمی توان گفت. نیوله کیږی لکه د متنبی دا شعر :
بیاض وجه پریک الشمس حالکه
و در لفظ بریک الدر مخشلبا
په دې بیت کی که څه هم مخشلب غریب او وحشی لفظ دئ، مگر چی شاعر پخپله استادۍ په ښه ډول په شعر کی ځای کړیدئ : نو د غرابت سره جایز دی.
(۳) دکلماتو هجایی ږغونه:
د کلماتو د حروفو ترکیب او هم هجایی ږغونه او ټول ډولونه د ژبی د بلاغت دریم عنصر دئ، ښایی چی د کلام د ټولو لغاتو او کلماتو هجاوی بد رغاو او بد آهنگه وی، په ویلو کی رغونه مستح سم او، په ویلو کی رغونه مستح او. ، وی مستکره اصوات نه وی پکښی چی پر غوږ ذرانه ولگیږی، شاعر او ادیب هره کلمه پر خپل ځای او د اضطرار پر موقع استعمالوی، کله چی ضروری است و الفاظ درانه او متین او ډبرین استعمالوی یعنی د هجـایی رغـو، کـیـر پـیـشـکـیـر. کوی، مثلا فردوســــــ د جنگ په تصویر کی په دې آهنگ کلمې په یوه مسرۍ کی سره یـو ځای کوې:
( بغرید غریدینی چون پلنک)
د کلماتو په هجایی اصواتو کی اکثر ادیب خپل کمال او خپل عاطفه څرگندوی د هیبت پر خای مهیب او متین کلمات ردی د پوستوالی او نرمی پر ځای پاسته او نری الفاظ و دغو الفاظو هجایی، دغونه هم در موقعیت سره و سمی. سلاست او مطبوعیت هیڅکله نه هروی ستکره آسوات په کلام کی نه سره یو ځای کوی.
(۴) کلمات نښول او جمله بندي :
دا آخرنی او وروستنی شرط دئ یو خو پخپله کلمات او الفاظ باید ملایم او مناسب او خوش آهنگ وی، بل یې په جملو کی سره اوډل او نښلول باید خورا پر ذوق او سلیقه سم وي.
د یوه شعر او کلام درناوی او خوږوالی او بلاغت هم دغه د، چی د جملو کلمات یې بې خایه نامربوط او سره کړکېچن نه وی. د کلام اساتید تل دغی خواته توجه کړی او دوی وایی چی ډېر داسی اشعار او جملې او کلامونه سته چی الفاظ یې منفردا ډېر عالی او سلیس او خوندور وې مگر ترکیـب لـه لاملی خـه خونورا بـ و. د انفرادی سلاست سره یې مجموعی ملگری وی لکه د ابو تمام دا بیت :
مستسلم لله سايس امــــــــــه
بذوى تجهضماله استسلام
يعني : د خداي فرمانبردار د قوم حکمران دي او لوي لوي مشران ورته تسليم دي د ادب ناقدين وايي چي دې بيت کلمه روانه او خوږه ده چند چي د ترکيب په قالب کي سره راغلي دي . ، دئ، د فردوسی دغه بیت هم د ادب پوهان دغسی گڼی:
زسم استوران دران پهن دشت
زمین شش شد و آسمان گشت
دا بیت هم د کلماتو له لامله چی بېل بېل یې وگورو فصیح دئ خــو به ثقالت کی احولی دئ. وگوره! د حمید دغه بیت د معنا او تخیل له پلوه ځونی خوږ دی، آیا د کلمات و ترکیب اوډنی څنگه درونـد کری دی؟ مخصوصا دوهم مصرع :
چی پيرۍ مي ږیره سپینه کړه ملا بغرگه
بویه قد د سرو قد عصــــــــــــا تر تخرگه
بالعکس په دا بدله کی د ده دا بیت څنگه سهل او سپک او خوږ او د ترکیب له پلوه غوره دی ؟
په راستی می د خپل اه هسی باور دئ
چی همدم به یم د ښکلیو پسله مرگه !
نو د فصیحو لیکلو او بلیغو لیکلو لپاره بویه چی تل په ژبه کی دغو څلورو عنصرو مراعات وسی ویلی چی هر کلام بهله دغو څلورو ښېگـړو بـې خونده وای لوی او ادبی قیمت هم هست. ښېگړو څخه کم وی، د هغه کلام ارزښت هم په هغه ټکانه لږ وی. دا یوآزی د شعر او نظم ښېگړی نه دی بلکی د نثر او عمومي ليكلو مزايا هم دي. يو د نثر ليکوال هم لکه شاعر مجبور دي چي دغه مزايا پخپل ليک کي سره غونډ کړي معاني او د کلام مطالب نه اکثرا خوښ او غوره او مقصود دي مگر چي د کلام ظاهري ترکيب او نښلونه اوډنه ښه اوه غور کلاه وي خي خي . او وايي يې. د کلماتو انسجام او سلاست او ترکیب او سوچه توب او سپېڅلوالی پر ویونکی باندی سحری اغیزه کوی. که څه هم د کلام مقصد یې خوښ نه وی، خو د هغه ظاهری بداعت او نفاست یې هرو مرو زړه خوخوی، متنبی دا مطلب خورا ښه اداء کریدی.
واسمع من الفاظ اللغه التی
یلذبها سمعی ولو ضمنت شتمی
یعنی : د ده له ژبی څخه الفاظ اورم چی غوږونـه مـی خـونـد خـنـی اخلی که څه هم په هغو کی ښکنځل وی. دغه د يوې وينا نهايي ښېگـړه او غوره توب دئ چي د اروېدونكي غوږونه يې هرو مرو د اروېدلو هيله لري. (1)