32

نعمت الله هروی د (مخزن افغاني) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

نعمت الله د خواجه حبيب الله زوی او د هرات له پښتنو څخه ؤ، چي د پټي خزانې په قول اصلاً نورزی دی. دا سړی د (۱۰۰۰ هـ) په حدودو کي ژوندی ؤ او د جهانگیر د مشهور وزیر خان جهان لودي له نوکرانو څخه ؤ په (۱۰۱۸ هـ) چي خان جهان لودي دکن ته مقرر سو، نعمت الله هم ورسره ؤ، او هیبت خان کاکړ هم د ده ملگری او د خان جهان له سړو څخه ؤ. نعمت الله د پښتنو احوال او تاریخ د خان جهان په امر او د هیبت خان کاکړ په ملگری د ذيحجي په شلمه (۱۰۲۰هـ) شروع کړ او خپل کتاب یي (تاريخ جهاني يا مخزن الافغاني) وباله.مخزن افغاني په پاړسو ليکل سوی او د پښتنو د تاریخ خورا مهم کتاب دی او د پښتنو احوال او علمي او روحاني رجال ډېر بيانوي، د کتاب قلمي نسخې سته او پروفيسور ډورن Dorn په (۱۸۳۶ع) د دغه کتاب انگليسي ترجمه له لندنه خپره کړه.

لکه د شیخ بستان برېځ په حال کي چي مو ولوستل نعمت الله د هغه مؤرخ معاصر دی او لکه چي پخپله يې کښلي دي کم وخت يې په درياب کي سفر کړی او په (۱۰۰۲ هـ) کال د گجرات په احمد آباد کي و.

 خلاصه : نعمت الله د پښتنو یو خورا لوی مؤرخ دی او د مخزن افغاني په لیکنه کي ډېر تاريخي کتب کتلي دي چي دلته به زه هر یو بېل بېل دروښیم. دا کتاب په (۱۹۶۰ م ) کال دوه ټوکه په ډها که کي چاپ سو.