32

اشرف الوزرا

پښتو مقالات

د افغانستان په تاريخ كښي دوه تنه په دې لقب مشهور دي، چي دواړه پلار او زوي ددې هیواد د یوې پېړۍ په سیاسی پیښو کښی پوره برخه لری. 

کله چی لوی احمدشاه بابا په ۱۱۶۰ هـ کال کندهار د شیر سرخ په لویه جرگه کښی په شاهی ټاکل کېدئ په دغه جرگه کښی د بامیزو له وړې قبیله څخه یو دروند او فعال او هوښیار سړی هم شامل ؤ چي بگی خان نومېدئ.

دا نوم ډېره قدیمه او اصیله ریښه لری، بگ په قدیمه دری ژبه کښی د خدای نوم په معنی ؤ، او په پهتو هم د لوی او عظیم معنی لری، نو بگی د خدای او د خدای پیدا کړی په معنی ؤ، او کله . احمدشاه بابا د افغانی شاهی پر تخت کښېنوست نو ئې دغه بگی خان د لیاقت او صداقت او قومی وجاهت له رویه خپل لوی وزیر وټاکه، او د شاه ولی اشرف الوزراء لقب ای ورکئ. 


اشرف الوزراء وروسته د احمدشاهی دربار لو رکن او صدراعظم غوندی ؤ، او د په بیا جوړولو کښې غښتلئ لاس درلود، دی عاقل، مدبر، اداره، چی، او دلاور عسکر او د افغانی ملت په روحیاتو پر میدان افغانستان سری و د جنگ. بریالی سپه سالار او د مملکت د امورو په تدبیر او چلو کښی بیا یو فعال اداره چی او د پښتنو د ژوندانه په لارو چارو کښی یو تکړه جرگه مار او د ویسا و مشر و، لکه په دربار کښی په دربار کښی په لارو چارو کښی. او ټولنو کښی هم دده خبره چله او هر چا په درنه سترگه ورته کتل.

 امام الدین د حسین شاهي تاريخ مولف ليكي چي اشرف الوزراء خورا فصيحه ژبه او د بيان قوت او سحاره وينا درلوده په بيشترو جنگي سفرونو كښي د شهنشاه سره ملگرئ ؤ په 1163 هـ كال د خراسان په تصفیه او د نيشاپور د حاکم عباس قلي خان بیات . اېل کولو کښی دده لویه برخه و او بیا چی احمدشاه بابا د پنجاب او کشمیر او سنده خواو ته متوجه سو. نو بیا هم اشرف الوزرا ورسره ؤ او په ۱۱۶۴ ه کال ئي له مرو څخه نیولی بیا تر بدخشانه د افغانستان ټول شمالي ولایات د مملکت له مرکز سره و نښلو او د ۱۱۷۴ه کال دپاني پت په لويه تاریخي جګره کښي خم دی د نونسو زرولښکرو سره د افغاني اردړو په قلب کښي هم دی د نونسو زرو لښکرو سره د افغاني اردو په قلب کښي چنګېدئ حافظ مرغزی د احمدي شاهنامي ناظم وایي:

که وزیر دئ شاه ولي     په عالم کي وجلي

غم دي نه کاندي وزیر    چي دعا لري تاثیر

د دعادی دا اثر           تا به کا په جهان سر

تمام ملک چی د خسرو    ستا په مهر به بیا شي نو


 تر دې تاريخي فتح وروسته په 1175 هـ بيا په پنجاب کښي د دوو لکو ياغي سکهانو سره ونښت او د سرهند حکومت ئې امرسنگه ته ورکئ او نورالدین خان بامیزی ئې کشمیر ته واستاوه او خپل زوی دوست خان اعتماد کرد. تصفيې ته ولېږه په ۱۱۷۹ هـ کال اشرف الوزراء خپله لور بلقيس د احمدشاه بابا زوی شهزاده سلیمان ته ور واده کړه او په ۱۱۸۱ هـ بیا شاه ولیخان شمالي ولایاتو ته سفر وکی، ځکه چي د بخارا پادشاه پر دغو افغاني ولاياتو باندي تعرض کړئ ؤ، نو پخپله احمدشاه هم د هرات له لاری هلته ولاړ، او د بخارا له حکومته سره ئې روغه وکړه، او د آمو سيند دواړو. مملکتو سرحد وټاکل سو.

 په دې سفر کښی شاه ولیخان خرقه شریفه د جوزجان له فیض آباده کندهار ته په ۱۱۸۲ هـ کال راوړه چی یوه شاعر دا واقعه داسی راوړې ده :

 زهی خرقه باس عادت که شد

 خراسان زفیض قدومش منور

 معلی جناب احمد آن شاه والا

 که بدو رتبه اش برتر از بام اخضر

 فرستاد در جورگون بهر تعظیم

 ولی خان وزیر خود آن نیک اختر

 بیاوردش او جوزگون آن نکونام

 بصد عز و تکریم بسیار و صد فر

 په ۱۱۸۶ هـ کال چی احمد شاه بابا د کندهار د توبې په غره کښی وفات سو نو اشرف الوزراء د احتیاط په توگه خپل زوم شهزاده سلیمان په پادشاهی و ټاکه مگر شهزاده تېمور چی د هرات حکمران و ژروا راغئ او. او دده کورنۍ څو تنه ووژل او په کندهار کښي پادشاه سو.

 د اشرف الوزراء په کورنۍ کښي وروسته ډېر مشاهير پيدا سوي دي چي تر ټولو معروفتر دده زوي شير محمد خان ؤ، او وروسته ده ته هم د. 


الوزراء لقب ورکړه سوی ؤ، دی د قرآن شریف حافظ هم و. چی د پلار تر مرگ وروسته ای دی نصیرخان بلوڅ دربار ته پناه وروړه، او بیا کندهار ته راغئه او په خپله پلنۍ کلا کښی د دهلې د ارغنداو پر غاړه اوسېدئ، او زمان کله چی په ۱۲۰۷ ه توفې او. ئې پر تخت کښېنوست، نو ئې شېر محمد خان د مختار الدوله په لقب خپل وزیر باید کی ده د شاه زمان شاه شجاع د عصر په واقعو کښی لوی لاس درلود په سند کش اومیر او خراسان او کابل کښه مهم کارونه کړی دی.

 امام الدین د تاريخ حسيني ليکوال چي معاصر مؤرخ دئ، دده حال داسي ليكي :

 اشرف الوزراء مختار الدوله حافظ شیر محمد خان بهادر پسر اشرف الوزراء شاه ولیخان بهادر بامیزی ،مرحومت و در زمان حضرت تیمورشاه مغفور مبرور بعد کشته شدن پدر خود با احوال غرباء در گوشه بسر میبرد چون خاقان زمان بر سریر سلطنت جلوس نمود شیر محمد خان ممدوح را بخطاب مختار الدوله به اعلی رتبه وزارت سرفراز ساخته سردار کل ایلات درانیه فرمودند او مردیست خدا ترس رعیت پرور خوش خلق شیرین گفتار ،سخی مردم دور دست با وصف ناديدگي ثناخوان او هستند. از مکر و حیله عاریست و درانیان بسیار باو رجوع دارند 

په ۱۲۰۸ هـ کال میرنصیر خان د بلوڅو امیر مړ سو، او دده کوچنی زوی میر محمود خان ای پر ځای،و درېدئ نو میر بهرام خان بلوڅ دده سره ضد شورو کړه، میر محمود خپل وزیر ملا فتح محمد اوراب خان د شاه دربار. ته د کومک لپاره راواستول افغانی دربار هم دغه شېر محمد خان د دوو زرو سپرو سره د میر محمود کومکی واستاوه، چی میر بهرام ته ئې ماته ورکړه او میر محمود ئې د کلات پر امیرۍ باندی ټینگ کی. 

وروسته په ۱۲۱۱ هـ کال اشرف الوزراء مختار الدوله پنجاب ته سو، چی هلته ئې په شیخوپوره کښی یاغی سیکهان سره و مروړل، او پنجاب ئې له دوی څخه پاک کی 

په ۱۲۱۲ هـ کال له افغانجار خراسانه څخه نادری شهزادگان عباس میرزا پناهی نادر میرزا دز شاهرخ میرزا نو په همدغه کال مختار الدوله اشرف الوزراء دوی بیرته مشهد ته بوتل، او دغه ښار نې ونیوئ، او دغو نادری شهزادگانو. ته ئې ور وسپاره.

کله چی تر اوږدی خانه جنگۍ وروسته په 1222 هـ کال د افغانستان شاه شجاع ته ورسیدی نو ده مختار الدوله د کشمیر حکومت باید ته کئ چی وروسته نو عطاء محمد خان دده زوی هلته حاکم پاته. سو، او پخپله شیر محمد خان د کابل شاهی دربار ته راوغوښت سو. مگر مختار الدوله مرکز ته را نه،غی او د شاه زمان له زویه سره چی شهزاده قیصر نومېدئ ملگرئ سو، او پېښور ئې ونیوئ، نو شاه شجاع د خپلو لښکرو سره پر پېښور حمله وکړه، اوده د جعفر خان پھه کو. وور حاجی میر احمدخان دواړه په جنگ کښی مړه سول، چی دغه واقعه په ۱۲۲۳ هـ کال پېښه سوې ده.

 د شېر محمد خان څلور زامن مشهور دي چي عطاء محمد خان جانداد خان، سلطان محمد خان او غلام محمد خان نومېدل او دغه غلام محمد د اټک حاکم ؤ چي لور ئې د وزیر اکبر خان ماینه وه، او د اول جنگ په زمانه کښی د شهزاده فتح جنگ وزیر ؤ. د اشرف الوزراء حافظ شیر محمد خان نور خورلس وروڼه هم د 


افغانستان په تاريخ کښي شهرت لري چي له هغو څخه نظام الملک گل محمد خان د کندهار نايب الحکومه او حاجي عبدالرحيم خان او قمردين خان د شالکوټ (کويتي) حاکمان و او د شاه ولي خان وراره عطاگي خان د يعقوب علي خان زوي هغئه س. د پاني پت په جنگ کښي د افغاني لښکرو سالار ؤ ، او هم په دغه جنگ کښي شهيد سوئ دئ.

 د اشرف الوزراء شاولیخان مځکی او د هستوگنی ځای د کندهار د دهلې هغه سیمی دی چی اوس د ارغنداو ډم پر جوړ سوئ دئ او. هغه مخکی او کلاوی تر اوبو لاندی دي.

 دغسي هم د دوي اولادې د کويټي په شال کښي جايدادونه او مخکي درلودې چي تراوسه ئې هم ځني بقايا هورې پاته دي او د کندهار د ښار د باميزو په کوڅه کښي هم شاه اوه ووه سره و ړې وه، چی اوس ئې زاهده جامع بولي. 

اشرف الوزراء شاه ولیخان او دده تکړه څورلس زامن د احمدشاهی سلطنت ارکان و او دغه لوی او پراخ مملکت په اداره او احمدشاهی فتوحاتو کښی د دوی لویه برخه وه، د تیمور شاهی دربار لویهوه هم داه وه، چی دغه اوه. وزير ئې مړ کئ. او هم له دې جهته افغانی سلطنت وروسته ضعیف او په خانه جنگی مبتلا سو. 

په تاريخ كښي ځيني وقايع كټ مټ تكراري، كله چي لوي سلطان محمود غزنوي په ۴۲۱ ه كال وفات سو نو دده لوي زوي شهزاده مسعود د هرات له لار راغئ او خپل كشر ور محمد یئ. او د پلارلوي وزیر  حسنک ئی 

 مړ کی، مگر دده شاهی په دې اقدام سره ډېره ضعیفه سوه. موږ گورو ۷۶۵ کاله وروسته عین دغه سهوه بیا تکرار سوه او د احمدشاه تر وفات وروسته دده کشر زوی سلیمان په کندهار کښی پاچا سو، مگر مشر شهزاده تیمور نیم هه هراته راغی خپل کشر ورور ئې ونیوئه اوری مدیر او. کی چی د تېمور شاه د سلطنت قوت هم ورسره زایل سو او دا زموږ د تاریخ عبرت بخښونکی پیښی دی، چی باید د مملکت په گټه عبرت ځنی واخیستلسي. (۱)