خپلي ملي ادبي پانگي له لاسه مه بسئ
هره ژبه ځانته یوه ادبی او لغوی پانگه لری، چی په هگه سره بدایه گڼله نه کیږی، او دغه پانگه ده چی ژبی ژونده ساتی، او د ادب او علم پر ډگر ئې له نورو سره پله سموي،یوه ژبه چي خپله ادبي اولغوي پانګه نه لري، هغي ژبي ته بشپړه ژبه نه سو ويلاي.
زموږ خوږه او سپېڅلې ملي ژبه خو هم خانته ادبي پانگي لري او د لغاتو نه او کلماتو له ډېرښته خورا بډايه ژبه ده او ډېر نادر لغتونه موږ لرو چي نوري ژبي په هغو کښي دپښتو سره سیالي نه سي کولاۍ .
مگر انسانان چی د بل تر اقتدار او واکدارۍ لاندی سي البته خپل مزايا له لاسه ځيني ،وزي او د پردو اغېزي دوي داسي پروي چي په هر شي کښي د هو واکمنو پردو تقليد کاندي ، او خپلي ښېگڼي خيني هیري وي.
ژبه هم دغسي ده، هره ژبه چي د نورو ژبو تر اقتدار لندي راغله نو وگڼه چي خپله ټوله ادبي مزايا ئې بايلووه، او په پردو نيمگړو ښېگڼو به وياړي او خپل پانگي لاسه و. په دې کرښو کښی زه غواړم چی لا له دغه پلوه پر پښتو باندی څېړنه وکړم، او خپل گران پښتانه او لیکونکی یوې ضروری نکتې ته ملتفت كم.
زموږ د ملي ژبي سره دا خو پېړۍ پرله پسې ډيري ناوړي سوي دي خواركۍ ډېره مظلومه او شكولې سوې ده.
نوري ژبي د مشرانو په كورو كښي وي په مدنيت كښي داخلي سوي، قلم د دوي د ويونكو په لاس كښي، و هغه پښتو کلمات اولغات چي د دي مځکي په هره خوا کښي مشهور وه . ورو ورو د اجتماع او مدنیت څخه وایستل سوه غرو او رغو کښي مهجور پاته سوه، یا مړه او ورک سوه
د مثال په ډول وایم که موږ د غزنوی اثر لیک سوئی آثار و گورو، نو به د پښتو د ډیرو کلمات و ژوندون را معلوم، سی چی. وروسته مهجور سوي دي :
کوټ په پښتو کلا (قلعه )بولي دا کلمه پښتنو خپلو مستعمراتو ته هم ورسره وه و په پښتونخوا او هند کی اوس هم سته پخوا معروف کلمه وه کوټ وال یعنی قلعه بیگی چی اوس د پولیسو مشر ته وایی، پښتو کلمه ده چی دا زر کاله ژوندۍ وه د سلطان محمود په عصر کښی موږ دا کلمه ژوندی وینو (1)
کټاره په پښتو چاړه یا خنجر ته وايي هم په غرو کښي ژوندۍ کلمه ده . خوشحال خان خټک وايي :
دوه دي سترگي دي كټاري
تل په لاس تُرې كټاري
دا کلمه په غزنوي دوره کښي نه سوه کاله دمخه له پښتو په پاړسو ژبه کښي داخله او ژونده وه گرديزي ئې ډېره راوړي (٢) دغسي هم ((چاروا) د حيوان کاله معني پخوانو له پفرخسه،ړړها جوزجانی دا کلمه ډېره لیکی (۳) په دی ډول ډیری پښتو کلمې پخوا ژوندۍ وې چی اوس مهجوری په څخه غرو کښي له مدنيته ليري پرتې او ورکي دي.
له ډېره وخته د پاړسو ژبي د ادبي اقتدار او تسلط له لامله يو د تفريس او تفرس احساس هم په ليكونكو كښي مينده سوى دئ، دوي كوښښ كوي چي د پښتو ژبي كره او یوازيني خانته کلمات پارسو يا عربي کړي، موږ د پښتو په اسماء الرجال و الاماکن و القبايل کښي ډېر داسي نومونه، وينو به عنوان مثال : سدو او پوپل او امران سهک، اڅک، پاړفلسو، عرب عمر، سوي دي، صدو. لیکل کیږی. حال دا چی پښتانه کورټ (ص) (ف) نه وای دا خو د پارسو د لیکونکو ذوق زموږ مخصوص نومونه پر بله خوا را اړولی دی. تر دې اندازې چی ځنی پښتانه لیکونکی لا هم د دوی تقلید کوی، او د خپلی ژبی ملی پانگی له لاسه باسي.
مثلاً : سبا چی د سحر په معنی دی صبا لیکی، سلا چی په پښتو مشورې ته وایی صلا لیکی چی په عربی بالکل بهله معنی لری، او شل مقالی په پښتو صلا (ست) بولي.
داسي بارد تصرفات او سخيف لاس وهل زموږ په ژبه کښي ډېر سوئ او دئ ځيني كلمات ست چي خالص او سوچه پښتو دي، خو شكل ئي لكه د عربي يا پارسو د كلمو دئ داسي كلم پلاج هم زموږ اکثر ليکونک. گرانه ملي پانگه له لاسه باسي، مثلاً : بشر په عربي بشر په عربي بهله معني لري، خو په پهتو بدن ته وايي مکان په عربي اسم ظرف دئ او بله معني لري خو په تو (مکان) مبرز،بولي سال په پاړسو کال ته و ، په پهتو سرمه ریگ دي مهال په پښتو وخت ته وايي او په عربي (محال) بېله معني لري، هك په پښتو حيران ته وايي خو ځيني ليكونکي ئې حق حيران غلطه ډول عربي سمي پھشيھا. پر اسل دي خو په عربي اصل بله معني لري، راز په پښتو ډول ته وايي اما پاړسو راز (سر) دي، درد په پښتو قهر او غضب. دئ د پاړسو (درد) خوږو ته وايي.
رخت په پاړسو کالو ته وايي په پښتو د کره يو شي دئ، ساخت په پښتوم چرم دی خو په پارسو بېله معنی لری، نبات عربی دی هر شین کېدونکی شی نبات،بولی مگر په پښتو نبات قند دئ
.داسی ډیري کلمې او لغات سته چی په نورو ژبو کښې همشکل لغات مونده کیږی ځنی خلک دا خپل گرانبها غمی له لاسه باسي او نه ئې اخلی، پښتو نه بولي، مگر د دې کټ مثال داسي دئ لکه سړی چي د پښتو (کال) کلمه نه اخلي او وايي په انگليسي کښي هم کال(coll) ،سته يا دا چي د پښتو (پيل) يعني آغاز شل مقالی په انگليسي (فير) پوري تړي.
زه له خپلو ښاغلو لیکونکو څخه دا هیله کوم چی دوی داسی یو شکله کلمات خپل وگڼی او دا لویی پانگی له لاسه ورنکی او دوی هم د هغو زړو میرزایانو په ډول هره پښتو کلمه او نوم پردو ژبو ته کش نه کی.
که نه وی تر لږ عمر وروسته به زموږ له لاسه د ژبی ښې کلمې او لغات ووزی او اجنبی جوله به ومومی.
داسي كلمات زموږ د ژبي د زړه ټوټې دي نـه ښـايـي او چـي مــوږ خپله ژبه دغو خپلو ټوټو په پرېكولو بوره او وراره كو زموږ ژبه ادبته ښاى پژو چي آمونده علم. ، نو موږ هغه وخت ډېرو خپلو کلماتو او لغاتو ته اړیرو که اوس دغه خپل گران لغتونه له لاسه وباسو هغه وخت به بیا ډېر اړ او. پردو ته لاس غځوونکی یو.
ښائي چي پښتانه ځلمي او ښاغلي ليکوال دې خواته بشپړه پاملرنه وكي او خپلي ملي پانگي ښې خوندي كړي