32

دات Dat

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، څلورمه برخه

دوهمه برخه نسکونه چه دات Dat ئي بولي، او قانوني او شرعي مباحث لري، دغه لاندي اوه برخي لري:

١- ينكاتوم Nikatum

۲- گندا سرنیگت Ganda-sar-nigat

۳- هوسپارم Husparam

۴- سكاتوم Sakatum

۵ـ وندیداد Vendidad

٦ - کتردات Kitra dat

۷ـ بكان يشت Bakan yast

له دغو نسکو څخه فقط لومړي پنځه خاص قانوني او شرعي مباحث لري، دوه نور د عالم د خلقت Cosmology بحثونه لري، او اساطير mythology دي.

له دغو لومړيو پنځو برخو څخه اوس وندیداد بشپړ پاته دي، اما د نيکاتوم، گندا سرنیگت او سکاتوم څخه فقط يو څو څو قطعي سته، اما د هوسپارم څخه يوه مهمه برخه د خپلي اصلي نسخې text په ډول او هم ئې پهلوي ترجمه په ارپتستان Erpatistan او نیرنگستان Nirangistan کي پاته ده.

شپږمه برخه کتردات د خلقت له ابتداء څخه تر زر تشته پوري تاريخي ابحاث لري، او اوس دغه برخه په بندهش Bundahis او شهنامه کي ساتلې ده.

اومه برخه چه بکان پشت نوميږي، ځيني مناجاتونه او دعاوي دي، چه د ارباب انواعو په نامه وې. او له دغو څخه١٦ ټوټې په هوم يشت او سروش يشت کي سته.

هدهه ما تهرا Hadha mathra

دریمه برخه نسکونه چه هدهه ماتهرا نوميږي، نه ښه پيژندل شوي، او نه ښه ساتلې شوې دي، دغه برخه هم اوه څپرکي لري:

۱- دامدات Damdat

۲- ناتر Natar 

۳ـ پاگگ Pagag

۴- رت دات ایتگ Rat-dat-itag

۵ـ بريس Baris

٦ - کش کیشرو Kaskisrav

۷ ویشتاسپ ساست Vistasp sast

دامدات د زرتشتیانو د خلقت او د پیدایښت احوال و، د بندهش د پیدایښت او خلقت بيان له دغي برخي څخه دي، د ناتر په حال هیڅ نه يو خبر، او نه دینکرد له دغه څخه بحث کوي، له پاگگ څخه په گاه او سي روزه Siroza کي يو څه برخه پاته ده، او د وختو ابحاث ئې درلوده، رت دات ایتگ Rat-dat-itag د قربانيو ترتيبات ښوول، او دوې قطعې ئې اوس سته.

اما پنځمه او شپږمه حصه د هغو قربانيو په بيان کي وه چه د ناوړو او جناتو د اضرارو جلوگيري ئې کوله، له دغو څخه يوه ټوټه هم نده پاته، او ښائي په پهلوي نيرنگستان کي د کش كيشرو ځيني مضامين وي.

اومه برخه چه ویشتاسپ ساست یعني د ویشتاسپ يادونه ده د دغه پاچا اوضاع له زردشت سره بيانوي چه اوس د ویشتاسپ یشت او د آخرین پیغمبر زردشت په نامه مشهوره ده، او د زردشت نامې اساس هم ده.


نتیجه

ډارمستتر چه د اروپا له اوستا پوهانو څخه لومړی او معروف سړی دي، له لوړو ابحاثو څخه په لنډ ډول دا نتيجه اخلي چه د ساساني اوستا له ۲۱ نسکو څخه فقط دوه نسكه يعني وندیداد،، او ستوت يشت بشپړ پاته دي او له بكان يشت څخه هم ډیره مهمه برخه زموږ پلاس کي ده.

اما د څلورو نورو نسکو (۱ـ بک ،۲- هاد هوخت ،۳ـ ویشتاسپ ساست ،۴ـ هوسپارم) څخه هم غوره برخي پاته دي او له نورو څخه لږ لږ. 

دغسي هم دارمستتر وایې چه په غیر مرتب او غير مستقيم ډول له پهلوي شرحو څخه موږ ته د اوستا دور كونسكو محتويات معلوميږي او د پنځلسو نسکو لږ يا ډيري نمونې او نسخې زموږ څخه سته.

ویست West انگلیس اوستا پوهاند، د اوستا ټول ۲۱ نسكونه ٣۴٧،٠٠٠ لفظه بولي، چه اوس فقط ۸۳۰۰ الفاظ يعني څلورمه برخه پاته او نور محو شوي دي.