د هير مند او ارغنداو سیمه
تر تاریخ دمخه د ژوند او استوګنې يو مرکز
څوکاله کېږي، چې له تاريخ نه دمخه دورو باندې د افغانستان د جغرافيايي موقعيت په هکله څلور خواينيدي څېړنې شوي دي، چې يو خوا د سند په سیمه کې د اندوس مدنیت او بله خوا د شمال په لور په هغو غونډيو کې، چې د آمو د سيند په ښۍ غاړه کې پرتې دي د (انو مدنيت) همدارنگه دریمه خوا د ایران په خاوره کې د سيالك او جبال مدنیتونه) او همدارنگه نور کشف او موندل شوي دي دغه مهال د افغانستان دخاوري هغه نقشه، چې د لرغونپوهنې په پلټنې پورې اړه ولري له تاريخ نه دمخه دوره یې سپینه پاتې وه. له نیکه مرغه (۲۲) کاله وړاندي د ۱۹۳۶ زیږدي کال فرانسوي پروفیسور هاکن د همغه وخت افغانستان ته د کېندنو یا سپرلو لپاره ولېږل شو. د پلاوي مدير پروفیسر گیر همن په همکارۍ، چې د قبل التاريخ متخصص و او هغه وخت یې په ایران کې کار کاوه د لومړي ځل لپاره يې د قبل التاريخ دوري د پلټنې کار د هیرمند په سیمه یا په بله وينا په افغاني سيستان کی طرح کړ او د ناد علي په شاوخوا کې ، چې د (زرنگ) یعنې د سیستان د پخوانۍ پلازمینې یوه برخه خرابی کند والی پکې هم شاملې دي په دوه غونډيو سورداغ او سپين داغ کې کېندنې پيل کړي. په لومړۍ ياده شوې غونډۍ کې چې نژدې ۳۰ متره يې له سمسوري ځمکې څخه لوړوالی درلود ، د غونډۍ د سطحې په لومړيو لس مترو کې زر کلن تر مخریږدي پخواني اثار او نښې نښانې پېدا شوي. سره له دې، چې د کېندنو کار د ځينو عواملو له امله پاتې شو، خو معلومه شوه، چې د هیرمند په سیمه کې هغه معنوي غونډۍ له تاريخه وړاندې پېر نښې نښاني دي. د افغانستان په خاوره کې هغه سيمې چې انسانانو ته د غارونو له ژوند نه را وروسته پکې د ښکار او ژوند لارې چارې برابرې وې او د ژوند لپاره اوبه و هوا او د زراعت لپاره یې له مساعده خاوره لرله، درې لويې سيمې دي. لومړی سیستان یا د هیرمند د ارغنداب په ګډون دویم د باختر سيمه چې په دې دواړو لويو سيمو کې ستر سیندونه هیرمند او امـــو له خپلو مرستیالانو سره جریان لري او ښې حاصل خېزې او پراخې کروندې يي خروب کړي او نسبتا توده هوا يې د نباتاتو په وده او د حېواناتو په روږدولو او روزنه کې ډېره مرسته کوي. که چېرې د لرغوني تاريخ غږ ته غوږ شو د تېرو زرګونو پېړیو له منځه دزاره مدنیت د کاروانونو او از غوږونو ته رارسېږي په دې دوه پراخو ساحو کې له تاريخ نه وړاندې د اوسېدلو د ځايونو د تثبيت لپاره يوازي په افغانی سیستان کې ګام پورته شوی، د دې ترڅنګ د هیرمند د مرستیالانو سیمه یعنې په ارغنداب) او (ترنك) كې هــم تــر يــو خایه کار شوی او همدارنگه دا کار د فرانسوي پلاوي او د هغه پلاوي له خوا، چې د امريکا د نيويارك طبيعي تاريخ د موزيم د بشري پېژندنې د څانګې له خوا ټاکل شوی او په (۱۹۴۹) (۱۹۵۰) (۱۹۵۰) (۱۹۵۱) افغانستان ته راغلی وو او د افغاني واکمنو د موافقې او اجازې پر اساس يې کار پیل کړ او دا کار يې په يوه لويه ساحه کې، چې د ((فـــراه)) او جودين)) نه نیولې تر پنجوايي او د کندهار جنوب پلو ته حتى د (ترنك) تر سیمې پورې يې د قبل التاريخ داوسېدنو ځايونو د تثبیت کار ترسره کړ، له دې څېړنو نه معلومه شوه، چې په دې سيمو کې داسې نقطې شته، چې کولی شو د قبل التاريخ د ژوند پاتې شونې نښې نښانې ورڅخه پېدا کړو، سره له دې چې د سیستان هغو بادونو چې د حذر له سواحل نه رالوزي او هغه رسوبات چې د هرمند سیند او مرستيالان يې د هوارې ځمکې پــر مــخ هــوار کـړي او د پخوانۍ زمانې د اوسېدونکيو ځايونه يې توږلي او يوه برخه يې پټه شوې ده. سره له دې په لاندې درې ځايونو کې يې ډېرې نښې نښانې موندل کېږي: لومړی د هیرمند هغه سيمو سیموکې، چې له پخوا زمانې و چوبه ده او دا سيمه د لويديز چار برجك سره نښتې او په سيمه ايزې اصطلاح کې ورته رود بیابان) وايي. دويم د فراه او شاوخوا سيمو کې. دریم : د کندهار په شاوخوا او یا په ټوله هغه سیمه کې، چې د ارغنداو او ترنك ترمنځ ده د قبل تاريخ څېړنې په دغه درې يادو شويو لويو سيمو کې د خاورې په کتنې سره محدودې پاتې نه شوي، بلکې له ۱۹۵۰ او ۱۹۵۱ کال څخه راپدې خوا ، چې ۸ کاله تېر شول، په څو نورو سیمو کې چـې پـورتــه ســـيـمو پورې اړه لري لکه سید کلا غوندی (نوراني غوندی) (موراسي غوندی) او د منډيكك تپه مقدماتي هڅې پیل شوي او همدا راز د منډيكك غونډۍ چې د کندهار شمال لویدیځ پلو په ۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده ، پدې وروستيو ۵ کالو کې په ډېره لویه پیمانه کېندنې او سپړنې روانې دي، چې په همدغه مجموعه کې به دهغې په اړه نورې مقالې هم ولولئ. سید کلا غونډۍ د کندهار ختیځ پلو په ۹ میلی کې د زراعتي ځمکو په منځ کې پرته ده او موراسي غونډۍ د کندهار جنوب لویدیځ خواته په ۱۲ میلۍ کې د پنجوايي په کلي کې واقع ده له دغو غونډيو څخه په ابتدايي او مقدماتي هڅو کې خاورين كلالي لوښي لاس ته راغلي دي. دغه د سید کلا د غونډۍ نه په لاس راغلي خاورين لوښي او د موراسي غونډۍ كشف شوي لوښي د څرخ په واسطه جوړ شوي دي. دغه ډوله مجسمې د (سند) د مدنيت په وادۍ کې هم سابقه لري او په کویته ژوب دره کې، چې په بلوچستان کې واقع دی هم په لاس راغلي دي. همدارنګه د دوه کوپو لرونکو غوايانو مجسمې ځينې په سید کلا غونډۍ (کندهار) او يو څه يې په کويټه او د سند په سیمه کې کشف شوي دي نو له دې څخه څرګندېږي، چې له تاريخ وړاندې زمانه کې د هیرمند او ارغنداو او همدارنګه د سند د سيمې د مدنيت ترمنځ اړيکي چې د ټينګې دي، چې هنري او فرهنګي صبغــه يـې ښکاره او څرګنده ده. د (منديكك) غونډۍ، چې د کندهار شمال لويديځ ته پرته ده او لـــه تاريخ دمخه دوري اثارو لپاره پکې کیندنې ادامه لري، دا څرګندوي، د ارغنداو له تاريخه وړاندې مدنيت د ځينو توپيري ټکيو په لرلو د سند وادى له مدنیت څخه لرغونتيا لري. لنډه دا چې د خاورې له مخې څېړنو او هڅو، چې په هیرمند اوارغنداو کې منځ ته راغلي څرګنده کړي چې دا د افغانستان د سيستان دا دوه لویی سیندونه له تاريخ نه وړاندې دوره کې د بشر د ژوند لپاره په ځانګړې توګه د نيولي تيك په دوره يعني د تيږې په نوې دوره کې ډېره مساعد وو او افغاني سيستان د يو منځني فرهنګي ځای په توګه د سند د سیمی، آمو سيند او ختیځ ایران د غونډیو ترمنځ د ارتباط نقطه ګڼل کېدله او د دې اړيکيو عوامل تر ډېرې اندازې له هغو غونډيو څخه چې موږ يې نومونه واخیستل، كشف شوي دي.