شعر
د هر ملت اشعار د دی عقلي ژوندون ښه ښکاره کوي؛ اخلاق،دودونه،دیانت،عقلیت او نور ټوله خصايص يې پکښي پراته وي، په شعر کي د ملتو اجتماعي نفس او روحي ساختمان او فکري بنيه داسي ښکاريږي، لکه هنداره.
د پښتو په اشعارو کي د پښتنوالي مختلف مزایا پټ پراته دي او د پښتنو د طبيعي محيط او اجتماعي چاپېر يو صحیح مظهر دی، لکه د مخه مو چي وويل د پښتنو شعر هم لکه ژبه د دوی د حقيقي Realist عقلیت نماینده گڼل کيږي او هغه شعري نارې او ټولني او بدلي چي د پښتنو له کومو څخه راوتلي دي، د دوی د روحياتو خارجي صحیح او روڼه مظاهر دي.
شعرا د ملت په افرادو او کورنیو او ټولنو کي گډ وگړي دي، په هغه احساس چي نور وگړي متحس کيږي، يا هغه جذبات چی د ملت په زړه کي غورځنگ کوي، د شاعر روح هم کټ مټ د هغو تر اغېزې لاندي راځي، نو شاعران موږ د ملتو د افکارو او روحیاتو او اخلاقو ښه ترجمانان او نمایندگان بللای سو.
د پښتو ژبي اشعار خو دوه ډوله دي، يو هغه اشعار او بدلي دي چي موږ يې لغړ او سپېگڅلی ملي مال بولو او بل هغه شعرونه دي، چي پښتنو شاعرانو د عربو او دري پر ډول ویلي، د دوی ادبي او عروضي او قافيوي اغېزه لري او په افکارو کي هم څه نا څه پر دو اشعارو ته نږدې دي.
هغه اشعار چي د وزن او قافیې او نورو خصوصياتو له رويه بشپړ پښتو دي، هغه خو ټوله د پښتني عقليت او تفکر نتیجه ده، مگر هغه اشعار چي عروضي دي او د پردو پر اشعارو سم ويلي سوي دي، په داسي شعرونو کي هم د پښتنوالي عقليت اغېزه کړې او تر خپل ملي اثر لاندي يې راوستلي دي، دلته زه د خوشحال خان د کلیات له مقدمې څخه څو کرښي ليکم، چي په ۱۳۱۷ه ش کال کي مي ليکلي دي:
د پښتو شعر که څه هم په ډېرو شيانو او خواصو کي د دري او عربي اشعارو سره نږدېوالی او قربت لري، مگر بیا هم ځکه چي د محيط او قوم ذهني او روحي خواص پر ادب اثر لري، نو د خوشحال خان په کلام کي د پښتنوالي ډېر مزايا ليدل کيږي، د عشق دنیا او د ميني نړۍ يوه بېله دنيا ده د عاشق قلبي واردات او د ده تاثرات پر بل چا نه قياسيږي، مگر ملي خواص او اولسي مميزات هر کله په دغه دنيا کي هم اوڅاريږي او لکه ادب چي د روحي تجلیاتو هنداره ده، دغسي ټوله ملي ښېگري هم پکښي برېښي.
پښتانه خو په فطرت کي ملي غرور او د روح لوړتيا لري، پښتون هیڅکله په هیڅ ډول داسي خضوع نه کوي، چي د ده ملي غرور ته صدمه ورسيږي، شبلي نعماني په شعر العجم کي ليکي، چي نسبت و پارسي شعر ته په عربي شعر کي هر ځای د نفس عزت او غرور ساتلی کیږي، مین که څه هم و خپل محبوب ته اړ وي او وصال يې غواړي، مگردی د گدا په څېر نه دی، البته جانباز دی، مگر غلام نه دی، د ميني مصيبت ته تیار دی، مگر ذلیل نه دی، مثلاً یو عرب شاعر خپلي ميني ته داسي خطاب کوي:
فلا تحسبي اني تخشعت بعدكم
ولا انستي بالمشي في القيداخرق
يعني: "دا گومان مه کوه چي زه په تا پسې خاشع سوم او نه په بند سره زه له يونه پاتېږم"
بل ځای عاشق خپلي ميني ته داسي وايي چي ضمناً د خپل قوم مېړانه او تورياليتوب هم ورښکاره کوي:
اذا اسود جنح الليل فلتات ولتكن
خطاك خفاقا فان حراسنا اسدو
( عمر ابن ابی ربیعه)
يعني:" چي ماښام د شپې وزر توري شي نو راسه مگر ټپونه ورو_ورو ږده چي زموږ ساتونکي زمري دي"
مگر په پارسي شعر کي عاشق د ميني په دنيا کي ځان دومره بايلي او بې خونده کیږي او د معشوق په مخ کي ځان دومره کښته کوي، چي ځان سپی هم بولي:
سحرامدم بکويت بشکار رفته بودي
تو که سگ نبرده بودی به چه کار رفته بودي
د پښتو شعر ( مطلب وروستني عروضي اشعار دي )که څه هم له یوې خوا شدیداً د پارسي تر اثر لاندي شوی دی، مگگر بیا هم د پښتنوالي د روح لوړتیا پکښي ښکاره کیږي او پښتون عاشق هیڅکله ځان نه سپکوي او خپل غرور او د نفس مناعت نه بايلي په هغو ځايو کي چي د نورو په تقلید څه ویل شوي دي، داسي اشعار بېل دي.
د خوشحال خان په کلام کي د پښتنوالي لوړ او ژوندی روح ښه ځليږي، مثلاً په دې بيت کي د ځان لوړتيا په څه ښه ژبه محبوب ته ښيي:
مرگ لره يې واړه د ډهلي لښکر راغلی
ته لا د خوشحال په مرگ ځان روغ نه گڼې ننگ کړې
سربازي او تورياليتوب په عشق کي هم د ده سره ملگري دي او کورټ ذلت او د تحقیر کار نه مني.
په درست جهان به نه وي یو د ما غوندي رسوا بل
ورځم توره وکښلې چي مين واورم په تا بل
د پښتنو عشق هم ښکاره او سپېڅلی دی، پټ پټانه نه لري، په نره توره مینه کوي، د عشق په دنيا کي خو مين او معشوق ډېر د راز ساتنه او پټول خوښ لري او نه غواړي چي څوك پر خبري سي:
ز شوق میروم و تو ننگرم در بزم
برای آنکه فتد غیر در گمان دگر
عاشق د اغیارو او رقیبانو له بېري د خپل محبوب حال هم په ښکاره نه پوښتي:
بهر مجلس که جا سازم حدیث نیکوان برسم
که حرف آن مه نامهربان را در میان سازم
مگر د پښتنوالي په دنيا کي دا پټ پټانی نه سته، د پښتنو روح خو غلي اقدامات یا حیلې نه مني د پښتون مينه او میرڅی رډ بډه ده، خوشحال خان هم وايي:
زه خوشحال کمزوری نه یم چي به ډار کړم
په ښکاره نارې وهم چي خوله يې راکړه
د پښتنو په روح او عقلیت کي پر ځان ویسا self-help په لوړه درجه سته د دوی ځانوالی خورا قوي دی، د پښتون پسیکولوژي هم دومره ټينگه او کلکه ده، اساس او ولۍ يې پر "ځانوالۍ" ولاړ دی او خوشحال خان د پښتنوالي دا عالي روح په دې ډول ښيي:
د مزریو مړنتوب په لښکر نه وي
مټ یې هر کله يوازي پر خپل ځان وي پښتانه د هر راز مشکلاتو په مخ کي ځان نه بايلي په ثابت عزم خپل کار پر مخ بیایي دا ثبات او استقامت پښتنوالي عنصر دی پښتانه نوي مبادي په آساني نه مني چي ويي منل نو يې بيا کورټ نه پرېږدي خوشحال خان د پښتنوالي دا لوړ همت او ثابت عزم داسي راښيي
که آسمان دي د مزري په خوله کي ورکي
د مزري په خوله کي مه پرېږده همت
لگنډه يې دا چي د پښتنو شعر د دوی طبيعي ژوند او سپېڅلی خیال او حقیقت ته نږدې عقلیت او درانه او ثابت اخلاق اوڅاروي تر معنوي او وجداني خواوو حياتي او ظاهري پلوونه رڼوي.