32

گجو خان راڼیزی د پښتنو د تاریخ ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

مارگن سټیرن مستشرق ليکي چي راورټي د پښتو ډکشنري په مقدمه کي کښلي دي چي له ده څخه د خان گجو راڼي زي يو پښتو تاریخ سته چي په هغه کې د پښتنو تاريخي حوادث او وقايع ليکلي دي. 

د دې تاريخي کتاب د ليکني وخت راورټي (۱۴۹۴م ـ ۹۰۰هـ ) ښوولی دی  خو داسي ښکاري چي خان گجو خان د شېخ ملي تر عصر وروسته د پښتنو مشر ؤ تر اوسه د دې کتاب په خصوص کي نور څه معلومات له ما څخه نسته خو دوني ويلای سو چي په سوات او اطرافو کي له يوسفزو څخه يو قوم تر اوسه راڼيزي پراته دي. د حیات خان په قول تر اوسه له دغو يوسفزو څخه درې کورنۍ مشهوري دي چي يوه يې له دغو درو څخه ازي خېل دي چي ازي دعلي زوی او علي بن راڼی بن اکو بن يوسف دی. دازي خيلو دغه مشهوره کورنۍ (کاجوکور) بولي چي پخوا د دوی نفوذ او اقتدار خورا ارت و مگر اوس په پاسني سوات کي شپږ زره کوره په دوی اړه لري چي د (۱۲۸۰ هـ) په شاوخوا کي د دغي کورنۍ مشر صحبت خان نومېدی، بل ځای حیات خان وايي چي خان کجو د شېرشاه معاصر ؤ  چي دغه خبره هم صحیح ښکاريږي نو دغه مشهور کاجو يا کجو خان د پښتنو یو خورا نومیالی مشر ؤ چي لکه شېخ ملي د علم څښتن هم ؤ او د ده یو تاريخي کتاب راورټي ليدلی او موندلی ؤ چي اوس متاسفانه ورک دی او ښايي چي د برطانيا په موزیمو کي پيدا سي ځکه چي د راورټي ټول کړي کتابونه تر ده وروسته نه دي ضايع سوي او اکثر د لندن په موزه خانو کي خوندي دي.