میرزا حنان
د محمدحسن زوی او د (۱۲۰۰ هـ) په حدودو کي دکندهار په مرت کلاکي زېږېدلی او پس له (۱۲۷۱ هـ) کاله هم په دغه ځای کي وفات سوى دئ، میرزا حنان د خپل عصر مشهور شاعر دئ، چي د پښتو دېوان يې تر (۴٠٠٠) زرو بيتو پوري رسيږي. د ټول دېوان غزلي يې اووه اووه بيته دي، د کتاب په آخر کي ترجیع بند او مخمس او مثمن او څو رباعیات او يو مثنوي لري.
حنان په خپل شعر کي د حميد پيروي ډېره کوي، پخپله وايي :
د حمید د شعر بحر ته حنانه
يو څو څاڅکي دي لوېدلي ستا ابيات
د حنان شاعرانه تخیل ډېر لوړ او د نوو مضامينو میندونکی او بداعت خوښوونکی دئ، دی هم لکه حميد نوي تلازمات او نوي استعارې او ښكلي تشبيهات لري، مثلاً د غافل زړه جزا داسي بيانوي :
دا غفلت نیولی زړه به رېز مرېز کړم
ماتېده د زنګ وهلي کلپ كيلي ده
حنان د حمید په نازکخيالۍ کي پوره پیرو دئ، پخپله هم دغه خبره مني، مثلاً حميد ويلي وه :
دا شرف د عاشقۍ نه دئ نور څه دئ
چي سينه سوه د حميد دوکان د مشکو
حنان دغه مضمون داسي ادا کړى دئ :
د حنان سینه نوخطو تور سکاره کړه
که سينه وه د حميد دوکان د مشکو
د حنان په کلام کي نوي نوي مضامين او شعري تلازمات په هغه ډول ميندل کيږي لکه چي د حميد او شيدا په شاعري کي د فارسي ادب د هندي سبك په پيروي موجود و، مګر فرق يې دا دئ چي د شيدا د بيان طرز ډېر د پارسي ژبي تر اثر لاندي او د حمید بیان هم ډېر عالمانه او د لږ تكلفه سره ښکاري، مګر حنان دا صفت لري چي هغسي د سبك هندي غوندي شاعرانه تلازمات په داسي ژبه بیانوي، چي هم ساده ګي لري او هم خوږوالی، مثلاً د معشوقې خیال چي کله د ده زړه ته راځي نو دی په شاعرانه هنر سره دغه موضوع داسي بيانوي :
چي دې خيال راتی زړه مخ لره ور ووت
کورنۍ وزي مېلمه لره له سرايه
کله چي د عاشقۍ په دنيا کي حنان خطاوزي او رویبار ته د زړه حال وايي بيا نو داسي پښېماني کوي :
تر ما دی پریارعاشق خبر نه وم
د زړه حال خوشي ووايه رويبار ته
کله کله د عاشق تند تند کاته هم په معشوق باندي نه پېرزو كيږي، او دا ډول خلك له تندوكتو منع كوي :
شوخ كاته يې ډېر ډېر مه کوه و مخ ته
نازك تن يې زخمي كيږي په کتو
په دې لاندي بيت کي د معشوق د مېلمستيا اسباب داسي بيانوي :
زړه کباب او تروي اوښکي د اه اور مي
دا اسباب ديار د خيال د مهمانۍ وو
حنان پخپل شعر کي کله کله شعري صنايع هم راوړي، مثلاً په دې بيت کي د تقابل صفت موجود دئ :
په ګلشن کي ګل تر تا خوشحاله نسته
نه په مينه کي بلبل تر ما حزین سته
په دې لاندي بيت كي تجنيس دئ :
د جبين په چين يې زړونه واړه چين کړل
وايې خيست په دغه چین له چینه چین
شاعران کله د لاله ګل د زړه له داغه سره تشبيه کوي يا يې د رخسار
د سره رنګه سره مګر دا مضامین شاعرانو ډېر استعمال کړي دي، خو
میرزا حنان دغه مضمون په نوي ډول د یوه ادبي برهانه سره داسي ادا کړى دئ :
په رخسارکي دي لاله دعوه كا څه سو
تل نصیب د صحراشينو جاهلي ده
د حنان د غزلو يوه نمونه :
ناچارۍ کړم له آشنايه څخه ليري
موږ په سوي يو زاهده ته پرهېز کړه
د ګلرخو په وصال هغه خورسند وي
د جنت معامله ته کړه زاهده
د عشق درد و هغه چاته معلوميږي
چي تعريف د شکر لب د خولې په کاږم
چي تل اروم د رقیب سړې خبري
عاشقي نه ده تحقیق دئ اور د سري
چي همېش د يار د غم سکروټي نغري
عاشق نه ګوري په عشق کي نژدې ليري
چي پوخ سوی وي يو وار له دغه شري
د قلم ترنی مي توى سولې شكري
حنان بيا څه دُر له ژبي څخه توی کړه
ولي نې رانيسي هيڅوك په كودري